Henry Vaughan
هغوى ټول د نور نړۍ ته ورغلي
زه يوازي دلته پاته يم دوى تللي
له روښانو خاطرو يې لا تر اوسه
زما غمګين غمګين خيالونه ځلېدلي
زما سينه د غم غبار ده لاندي كړې
د يارانو خاطرې پكښي ځلېږي
لكه ستوري د تياره ځنګله پر ونو
يا پر وخت د لمر لوېدو شغلې ښكارېږي
ځلوي څوكي د هسكو هسكو غرونو
په سينه كي د غمګينو ماښامونو
زه يې وينم چي متين اخلي ګامونه
زما پر ورځو اوروي نوراني پلونه
زما د ژوند هغه بېخونده خړي ورځي
چي ماتېږي يې وراسته زاړه بندونه
زما مغروري تواضع او پاكو هيلو
هغي لوړي تواضع تر اسمانونو
ستا ګامونه دي هغوى ماته ښودلي
ځلوي چي مي تيارې د ماښامونو
ښايسته مرګه چي زړه د عدالت يې
او يوازي ځلېداى سې تورو شپو كي
څه اسرار دي د غبار شاته پراته دي
چي انسان يې لټوي په تور تمو كي
چي ځالۍ څوك د وړې مرغۍ پيدا كي
ښايي پوه سي چي مرغۍ ده الوتلې
خو نه ځاى به د سندرو ور معلوم سي
نه به پوه سي چي اوس كوم ځنګله ته تللې
فرشتې چي تر روښانو خيالو راسي
او راويښ كړي ارواحونه له خوبونو
څه عجيب غوندي فكرونه سي برسېره
د انسان پر ورځنيو ارمانونو
دغه ځاى دى چي ارواح له خوبه پاڅي
په ځير ځير ګوري نړۍ د عظمتونو
كه يو ستورى واى بندي يوه لحد كي
سوځېدې يې زنداني لمبې په ګور كي
خو چي كله يې بندي كړ په فضا كي
اوس بلېږي د اسمان په عظيم كور كي
اې خالقه د حيات او عظمتونو
خپل قدرت دي له نقابه رابهر كه
روح دي واخله له نړۍ د غلامۍ نه
د ريښتوني ازادۍ كور ته يې ور كه
يا دي ليري دا غبار كه زما له مخي
تياره كړي چي يې زما د ژوندون لاري
يا ما هم د هغه غره څوكو ته بوزه
چي احتياج رالره نه وي د هينداري
Henry Vaughan
THEY ARE ALL GONE INTO THE WORLD OF LIGHT
They are all gone into the world of light
And I alone sit ling'ring here
Their very memory is fair and bright
And my sad thoughts doth clear.
It glows and glitters in my cloudy breast
Like stars upon some gloomy grove
Or those faint beams in which this hill is dress�d
After the sun�s remove.
I see them walking in an air of glory
Whose light doth trample on my days
My days, which are at best but dull and hoary
Mere glimmering and decays.
O holy Hope! and high Humility
High as the heavens above!
These are your walks, and you have show�d them me
To kindle my cold love.
dear, beauteous Death! the jewel of the just
shining nowhere but in the dark
what mysteries do lie beyond thy dust
could man outlook that mark!
He that hath found some fledg�d bird�s nest may know
At first sight, if the bird be flown
But what fair well or grove he sings in now
That is to him unknown.
And yet as angels in some brighter dreams
Call to the soul when man doth sleep
So some strange thoughts transcend our wonted themes
And into glory peep.
If a star were confin�d into a tomb
Her captive flames must need burn there
But when the hand that lock�d her up gives room
She�ll shine through all the sphere.
O Father of eternal life and all
Created glories under thee!
Resume Thy spirit from this world of thrall
Into the liberty.
Either disperse these mists, which blot and fill
My perspective still as they pass
Or else remove me hence unto that hill
Where I shall need no glass.