William Blake
ژړى لمر چي د مغرب غېږي ته لوېږي
د ماښام ستوري راخېژي او ځلېږي
مرغكۍ سي په ځاليو كي كراري
زما د خپلي آشيانې وخت را رسېږي
سپوږمۍ هم لكه ګېډۍ د سپينو ګلو
د آسمان پر سينه غوړشكه را ځړېږي
لكه ناوې له خاموشي خوښۍ ډكه
په تياره كي را روانه وي مسېږي
خداى مو مل سه له خوښۍ ډكو كښتونو
د پسونو چي رمې پكښي پنډېږي
نازك وري چي په ورو ورو وهي شخوندونه
چي پاپۍ د فرشتو باندي تېرېږي
اوروي بركتونه نعمتونه
نه وجود نه يې اثر چاته ښكارېږي
پر غوټيو شګوفو او پر ګلونو
او پر ټولو چي بيده دي په خوبونو
تر نظر يې لاندي كړي ځالګۍ دي
چي تودې پكښي اوښتي مرغكۍ دي
لټوي د حيواناتو پټ غارونه
ترېنه ګرځوي بلاوي آفتونه
نيمه شپه چي ټول ويده وي په خوبونو
كه څوك ويښ وي او يا ژاړي له دردونو
دوى ورځغلي د خوږمنو تر كورونو
د سكون پټۍ يې كښېږدي پر زخمونو
چي لېوان پړانګان د ښكار په انګولا سي
دا زړه سواندي په اسمان كي په ژړا سي
چي يې وباسي د ښكار تنده له زړونو
چي يې ليري كړي له ډلو د پسونو
خو چي كله سي وحشي لېوان خروړي
په منګول كي چي مظلوم پسونه مروړي
فرشتې وي په كتار ورته ولاړي
په اسمان كي له يوې تر بلي غاړي
په احتياط يې وړي ځولۍ د ارواحونو
كوز له مځكي پاس تر لوړو اسمانونو
هغه ځاى كي زمرى سرې سترګي ژړېږي
پر ژړ مخ يې د طلا اوښكي بهېږي
زړه يې سوځي پر نارو د مظلومانو
شاوخوا به پر رمو ګرځي د وريانو
دوى به وايي د خالق له بركته
قهر مات سو له نامه د شفقته
ناروغي يې ده شړلې زموږ له ځانه
روغ به ګرځو په جهان كي تر قيامته
نور به نه كوي فرياد رمې د وريو
او له څنګه به پرېوزي د زمريو
له زمري سره به غم وي د پسونو
له رمې سره به ګرځي پر دښتونو
ده به ورږ وي پر تندي راپرې ايستلى
په چينه كي د حيات يې وي پرېولى
طلايي ورږ به يې لمر غوندي ځلېږي
له رمې سره په دښت كي به څړېږي
William Black
Night
The sun descending in the west,
The evening stare does shine;
The birds are silent in their nest,
And I must seek for mine.
The moon, like a flower,
In heaven�s high bower,
With silent delight,
Sites and smiles on the night.
Farewell, green fields and happy groves,
Where flocks have took delight,
Where lambs have nibbled, silent moves
The feet of angles bright;
Unseen, they pour blessing,
And joy without ceasing,
On each bud and blossom
And each sleeping bosom.
They look in every thoughtless nest
Where birds are covered warm;
They visit caves of every beast;
To keep them all from harm:
It they see any weeping
That should have been sleeping,
They pour sleep on their head,
And sit down on their bed.
When wolves and tigers howl for prey,
They pitying stand and weep;
Seeking to drive their thirst away,
And keep them from the sheep.
but, if they rush dreadful,
the angles, most headful,
receive each mild spirit,
New worlds to inherit.
And there the lion's ruddy eyes
Shall flow with tears of gold:
And pitying the tender cries,
And walking round the fold:
Saying: 'Warth by His meekness'
And, by his health, sickness,
Is driven away
From our immortal day.
'And now beside thee, bleating lamb,
I can lie down and sleep,
Or think on him who bore thy name,
Graze after thee, and weep.
For, washed in life's river,
My bright name for ever
Shall shine like the gold,
As I guard o'er the fold.