Robert Frost
يوه ځنګله كي دوې كږې لاري بېلېږي سره
زه يو سړى يم دواړي لاري اخيستلاى نه سم
له ډېره وخته ورته ګورم دواړي لاري وينم
كومه يوه به وي بهتره څه ويلاى نه سم
دا يوه لاره كږه تللې ده په شنو ونو كي
د لويو ونو تر سايو لاندي وړو ونو كي
ما هغه بله لاره ښه وبلل وامي خيستل
ما ويل ګوندي زه پر سمه لاره تللى يمه
اوس ير دې شنه لاره ګامونه ايښودل په كار دي
زه په ځنګله كي پر دوو لارو درېدلى يمه
پر دواړو لارو باندي زما په شاني خلك تللي
زه مي قسمت نن انتخاب ته راوستلى يمه
سهار وختي دى دواړي لاري تشي توري پرتې
پر يوه لار باندي اثر د قدم نه ښكارېږي
هغه لومړۍ لاره مي بل سفر ته وساتله
خو پوهېدم چي دلته دوه سفره نه ځايېږي
زړه مي ويل چي تر دې دوو لارو به بيا رانه سې
تر دې ځنګله پوري سفر ته به تنها رانه سې
زه به افسوس كوم چي ولي مي دا لار ونيول
پېړۍ به تېري وي اوښتي به وي ډېر كلونه
يوه ځنګله كي وې دوې لاري ما يوه واخيسته
هغه چي نه و باندي ايښي خلكو ډېر ګامونه
اوس چي راځي نو مي له خپله انتخابه راځي
د خپل قسمت پر فيصله باندي مي ايښي پلونه
Robert Frost
The Road Not Taken
TWO roads diverged in a yellow wood,
And sorry I could not travel both
And be one traveler long I stood
And looked down one as far as I could
To where it bent in the undergrowth,
Then took the other, as just as fair
And having perhaps the better claim,
Because it was grassy and wanted wear;
Though as for that the passing there
Had worn them really about the same
And both that morning equally lay
In leaves no step had trodden black.
Oh, I kept the first for another day!
Yet knowing how way leads on to way
I doubted if I should ever come back.
I shall be telling this with a sigh
Somewhere ages hence,
Two roads diverged in a wood, and I �
I took the one less traveled by,
And that has made all the difference.