يادښت
يادښت
په اوسني وخت كښي چي د جنګ فرهنګ د افغانستا دخلكو د ژوندانه په ټولو برخو باندي
اغېزي شيندلې دي. په ادبي، هنري او فرهنګي كارونو باندي لاس پوري كول چي وكولى شي د
هغه فرهنګ په وړاندي ودرېږي. دمرستي، همكاري او انسان دوستۍ روحيه پياوړې كړي. زموږ
د هيواد د شاعرانو، ليكوالانو او فرهنګيانو د سترو مسؤليتونو او دندو له جملې نه
شمېرل كېږي. د هغو ټولنو له خوا چي د ادبياتو د ودي او تكامل په لاره كښي كار كوي.
د شاعرانو او ليكوالو هڅونه او تشويق د هغو دره ناوى او د ادبي پنځونو د چاپ له
لاري د هغو ننګه او ملا تړ يوه ډېره ارزښتناكه خبره او ګټور كار دى.
د همدې ټكي پر بنسټ د افغانستان د قلم ټولني د ۱۳۸۶ هـــ ل كال د لومړنيو شپږو
مياستو د كړنلاري له مخي د درنو شاعرانو او ليكوالو دشعري او ادبي اثارو د چاپ په
برخه كښي د ښاغلي سيد فخرالدين هاشمي ( ډېوې په باد سپارمه) د شعرونو كتاب چاپ كړ
او د دغه شاعر لپاره د نورو ارزښتناكو اثارو د ليكلو په برخه كښي د زياتو
برياليتوبونو هيله كوي.
دافغانستان د قلم ټولنه