د پېژند ګلوي
د پېژند ګلوي
سيد فخرالدين هاشمي د سيد شېر آغا هاشمي زوى دى. د۱۳۵۲ هـ ل كال د لړم د مياشتي په
۲۰ نېټه د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ دلنډي شاه نومي كلي كي د سيدانو په يوه درنه
كورنۍ كښي دې نړۍ ته سترګي پرانستلې.
هاشمي په ۱۳۵۷ لمريز كال كښي د زرمل ولسوالي دشهري څانګي په لومړني ښوونځي كښي شامل
شو او په ۱۳۶۸ كښي د سويې له يوې ازمويني نه وروسته د ګردېز ښار د عبدلحي ګرديزي له
ليسه نه اول نمره فارغ شو.
په كابل كښي د سختو جګړو له امله د ۱۳۷۲ كالد غبرګولي په مياست كښي د پاكستان كراچۍ
ښار ته كډه شو او تر اوسه پوري په همدغه ښار كښي استوګنه كوي.
سيد فخرالدين هاشمي له ۱۳۶۷ كال راپدېخوا شعرونه او لنډي كيسې ليكي. د ده شعرونه،
لنډي كيسې او ادبي مقالې د افغانستان او پاكستان په پښتو مطبوعاتو كښي خپرې شوې دي.
هاشمي په ۱۹۹۷م كال كښي په كراچۍ كښي د سيد جماالدين افغاني په نامه يوه ادبي او
فرهنګي ټولنه جوړه كړه او تر ډېره وخته پوري د دې ټولني منشي و. (ډېوې په باد
سپارمه) د سيد فخرالدين هاشمي لومړنۍ شعري ټولګه ده. هاشمي د شعرونو او لنډو كيسو
دوه نور ناچاپه اثار هم لري .