د زيارت ډيوې
د جمعې مباركه شپه وه، خلك زيارت ته راتلل او شمع به يې بلولې، ځينو به په خاورينو
ډيوو كې تېل اچول او ډيوې ټولې د زيات په اروا بلې وې. زه چې كور او كلي ته راغلم
په كلي كې د غريبانو كورونه تياره وو، هغوى تېل نه درلوده، ځكه په تور تم كې ناست
وو.
څوك چې په ثواب پسې ګرځېده ټولو د زيارت ډيوې ولګولې او د خوارانو غرېبانو له حاله
ناخبره وو.
هو! دغريبانو په كورونو كې تياره وه، ځكه چا نه ليدل.
په دوى باندې يوازې د خداى نظر و او بس.
د دوى ډيوې دې خداى ولګوي، مونږ به د زيارت ډيوې بلوو.
د مزار لوحه
كور په كور او كلي په كلي به ګرځېدمه او د خداى په نامه به مې څه غوښتل چا به يو
موټى ناپاكه غله راكړه او چا به سوې ډوډۍ راكوله.
ډېرو كورونو به جواب راكاوه او ځينو به په دروازو كې هم نه پرېښودم.
څو ورځې ديوه او بل له درګاه نه وږي او بېنوا راغلم.
هېچا هېڅ رانكړه له ټولو خلكو نه مې زړه بد شو دنيا ته مې په كركه وكتل، خداى ته مې
رجوع وكړه او په دغې كوټنۍ (قبر) كې پرېوتم.
هغه چې زه به يې په دروازه كې چا نه پرېښودم اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي له ما نه
څه غواړي.
زما په نامه زما كوټنۍ ته هرڅه راوړي او د خداى په نامه خوارانو او غريبانو ته سوې
مړۍ هم نه وركوي.
لياقت
يوه وويل: دغه مدير د وزارت لياقت لري او هغه وزير بې لياقته لوړ مقام ته ختلى دى.
زما ملګري په دې خبره هماغومره خوشحاله شو، لكه زه چې خپه شوم.
ما ويل: لياقت بايد دومره بې قدره نه شي.
هغه ويل: د يو مملكت د ترقۍ او لوړتيا دليل همدغه دى، چې لياقت پكې ډېر قيمت ونه
لري، چېرته چې علم او پوهه ډېره ترقي وكړي، هلته بيا ډاكټران او پوهان ځان ته كار
او ډوډۍ نه شي پيدا كولى او د لوړو شهادتنامو خاوندان يا وزګار ګرځي يا چېرته ټېپر
او ګازرې خرڅوي.
په مترقي هېوادونو كې يو پوليس او ډرېور هم لوړ تعليم لري او يو دهقان د كرهڼې په
كار كې زمونږ له رئيس زراعت نه ډېر پوه معلومېږي. دلته چې لياقت ډېر لږ دى او له
لږو خلكو سره دى، نو يو سړى په لږ غوندې پوهه خداى نظرخان شي او لوړ مقام ته وخېژي.
زه په دې ارماند يم، چې زمونږ په هېواد كې هم لياقت ډېر ارزانه شي او له خارج نه
يوه عالي شهادتنامه راوړل څه ډېر قيمت ونه لري.
زه به هغه وخت ډېرخوښ يم، چې يو سړى د وزارت لياقت ولري او په ډېره ټيټه رتبه كار
وكړي. زما ملګرى د خبرو په چل ډېر ښه پوهېده او د بل خوله كې يې خبره وچوله، ما ته
د څه ويلو موقع ډېره لږه پيدا كيده، هغه ماته ايله همدغومره وويل:
زه پدې نه يم خوابدى، چې يو مدير د وزارت لياقت لري او وزير نه دى، ځكه چې وزارتونه
هر چېرته لږ دي او لايق كسان بايد په هر ځاى كې دومره ډېر وي، چې هر يوه ته مديريت
هم ونه رسيږي، مګر دا بله خبره كه رښتيا وي، چې يو سړى بې لياقته لوړ مقام ته ختلى
دى، په ډېرې خوابدۍ ارزي او د لياقت په دغسې بې پتۍ په سرو سترګو ژړل په كار دي كه
چېرې د دنيا ټول كارونه د لايقو خلكو په لاس كې وي او ځينې لايق او وړكسان وزګار
پاته شي يا دهقاني وكړي څه بده خبره نه ده.
هغه ويل: زه نه پوهېږم، چې ته لياقت څه ته وايي، ځكه چې سياسي او اداري لياقت، لكه
د بوډۍ ټال مختلف رنګونه لري او يو هوايي نمايش ورته ويلى شو.
دا لياقت، لكه علمي او فني لياقت يو ټاكلى او معين شكل نلري، چې هر وخت او هر كله
هر چا ته يو شان ښكاره شي او ټول ورته په يوه نظر وګوري، چې عملي، فني لياقت، سياسي
او اداري لياقت، اخلاقي او روحي لياقت يو له بله فرق لري او دغه ټول لياقتونه په
يوه سړي كې ډېر لږلېدل كېږي.
دلته كار نه دى، چې مونږ له هر سياسي او اداري شخص نه د اخلاقي لوړتيا انتظار ولرو
يا ترينه علمي او فني لياقت وغواړو.
د يوه سياستمدار او اداره چي سړي لياقت دا دى، چې خلكو ته ځان او جهان په بل راز
وښيي او څه، چې ځانته روا ګڼي د نورو دپاره يې ناروا وګڼي، يعنې په خپله هره شپه
قمار ووهي او نورو جوارګرو ته سزا وركړي، د بزم په مجلس كې هر څه وكړي او په نورو
باندې ټنګ ټكور ودروي.
ده ويل: ما د خپل ماموريت په وخت كې خپل لوى لوى امران وليدل، چې د مطبوعاتي چارو
په باب يې ما ته هدايتونه را كول، مګر دغه كلمه يې(مطبوعاطي) ليكله. د اخترنو په
ورځ به يې پخپلو رسمي نطقونو كې د عدالت ګستر په ځاى رعيت ګستر ويلې.
ښه مې په ياد دي، چې يوه ورځ چاد ده دپاره مېلمستيا كړې وه، چې هر څه ډېر زيات و،
مګر د كيفيت په لحاظ يې مزه نشته.
زمونږ آمر، چې ډېر لوى كاردار و، مګر د كم او كيف په معنىٰ ښه نه پوهېده، هغه ته
وويل چې:(كميت نګو كثرت بګو) زه دغه وخت پدې پوه شوم، چې اداري او سياسي اشخاص علم
ته ډېر احتياج نلري، دوى پخپل قوت او قدرت لوړ مقام ته رسېدلى شي او پوهه د لاس
لاندې خلكو دپاره ډېره په كار ده.
ما ته دا معلومه شوه، چې علم عادي لياقت دى او قوت د فوق العاده لياقت نوم دى، په
فوق العاده لياقتونو كې ځينې هغه لياقتونه هم داخل دي، چې هر څوك يې نشي ليداى او
بلا تشبه له سحر او ساحرۍ سره شباهت لري، چې زرنګي، چالاكي، خود نمايي او عوام
فريبي ورته ويل كېږي او د چانس او تصادف برخه پكې زياته ده.
كوم قوت او قدرت چې د اداري او سياسي كسانو په برخه رسېدلى دى، هغه د يوه روحي
تاثير په وجه د فوق العاده لياقت رنګ پيدا كوي او د جلال او عظمت په رڼا كې ډېر
معمولي لياقتونه فوق العاده معلوميږي.
كه ښه فكر وكړو او ونه غوليږو، نو لياقت او كفايت د زور او قوت دوهم نوم دى او علمي
يا فني لياقت به هر وخت په هر ځاى كې د قوت او قدرت تابع دى.
افلاطون او ارسطو كه په هر ځاى كې وي د سكندر لاس لاندې به وي او سقراط به په زندان
كې د زهرو كنډول په سر اړوي.
هغه كسان، چې اوس په مدني دنيا كې د ديموكراسۍ په اساس دارا په كثرت لوړ مقامونه
نيسي هغه په علمي لحاظ نه وي، بلكي له ځينې نورو نه يې لياقت ښكته وي. په اخلاقي
لحاظ هم دوى په نورو څه تفوق نلري، مګر په يوه ساحرانه قوت له خپلو حريفانو نه
ميدان وړي او په ځينو وسايلو يا غولونكو شيانو عمومي توجه ځانته راګرزوي.
دا د منلو خبره ده، چې ځان د خلكو په سترګو كې ښه ښودل او لوړ مقام ته رسېدل ډېر
ځله د خلكو د غولولو او ځان بل رازښودلو نتيحه وي او ډېر لږ كسان دي، چې د يوه
حقيقي لياقت په مرسته يوه مالي مقام ته رسيږي او په اخلاقي فضايلو په عالم كې
مجبوريت پيدا كوي.
يو اجتماعي عالم د خپل علمي تحقيق په رڼاركې وايي:
هغه څوك، چې په رښتيا له ټولو اجتماعي عيبونو، يعنې له خود پرستۍ له تعصب، له خطا
كارۍ او له ريا او دروغو نه خلاص وي، له اجتماع سره به هېڅكله مو افقت ونه كړي او
هر ګوره انزوا به اختيار كړي. كه دغه خبره رښتيا وګڼو، نو هغه لياقت چې خلك يې
خوښوي او په خلكو اغيزه لري بله قيافه پيدا كوي او داسې مثال لري، لكه چې يو بدرنګه
مخ په ډول او سينګار ښايسته وښودل شي. همدا سبب دى، چې ځينې بدرنګه مخونه خلكو ته
ښه ښكاره كېږي او ځينې ښايسته مخونه، چې د حيا او عفت په پرده كې پټ دي د چا توجه
نه جلبوي.
لياقت كله كله يو لوړ برج له ډېر لرې ځايه نظر جلبوي، مګر هېڅ پكې نه وي او بې له
نموده نور څه نلري.
كله لكه ورانه كنډواله ګنجونه پكې وي او څوك يې نه ويني.
ما دغه راز ډېر مختلف او متضاد لياقتونه ليدلي دي او پوهېږم، چې هر لياقت ښاغلي
نه دي. ډېر خلك دا هم لياقت بولي، چې سړى قلپه روپۍ په بازار كې وچلوي او په يوه
روپۍ د دوو روپو مال واخلي، ځكه په لياقت باندې ډېره ښه عقيده نلرم او ډېر ځله راته
دغه متاع، لكه د غلا مال كه هر څومره قيمتي وي ارزانه او بې قيمته معلومېږي.
كوچنيان
زه نه پوهېږم، چې مونږ ولې كوچنيانو ته په كوچني نظر ګورو، يعنې ولې ځانونه لوى ګڼو
او دوى كوچني بولو؟ ښايې چې په دې خبره زه ساده غوندې ښكاره شم او زما دغه خبره د
كوچنيانو خبره وي، مګر څه وكړم؟ زه په رښتيا تر اوسه ښه نه يم پوه شوى، چې لوى څوك
دى او كوچنى څوك دى؟ ځينې كسان چې د لويوالي دعوا كوي او ځانونه لوى ګڼي ما ته
كوچني او واړه په نظر راځي.
ښايې د دې سبب همدا وي، چې زه په خپله كوچنى يم. د يو كوچني ماشوم ځمكه او اسمان هم
ډېر لوى نه وي او لمر او سپوږمۍ ورته يو ټيكلى ښكاره كېږي، د دنيا لكونه او كروړونه
هم د ماشومانو په نظر كې له څو شلو نه زيات نه دي او هر څه كم په نظر ورځي. پاته
شوه دا بله خبره، چې كوچنيان زما په نظر كې خداى ولې لوى كړي دي او زه څله هغه چا
ته په لويوالي قايل يم، چې نورو ته واړه معلومېږي. دا هم بې دليله نه ده زه په
ماشومانو كې ځينې داسې لوى خويونه او ستر صفتونه وينم، چې هغه (ستاسو په اصطلاح) په
ډېرو لويانو كې نشته. هغه كسان، چې لويي لري او ځانونه ورته لوى او زورور معلوميږي
د خپلې كينې او بغض په مقابل كې ډېر كمزوري دي.
كه زه او ته هر څه لوى شو او قوت ومومو په خپلو غليمانو رحم نه شو كولى په زورورو
باندې قهر او غضب ډېر زورور وي، مګر ماشومان دغه راز نه دي، د دوى په زړونو كې كه
كله عناد او كينه پيدا شي ډېر ژر يې محوه كولى شي او يوه شېبه وروسته له هغه چا سره
مينه كوي، چې يو ساعت دمخه يې ورسره منګولې لګولې.
دا كار لويان نه شي كولى، لوى خلك د خپل قهر او غضب په مقابل كې ډېر واړه او ډېر
كمزوري دي دا زور او قوت د كوچينانو په برخه رسېدلى دى، چې د حسد او عناد اور مړ
كړي او دا جهنم په ګلزار بدل كاندي.
د دنيا لوى لوى غمونه او مصيبتونه، چې د لويانو ملا ماتوي په كوچنيانو ډېر تسلط نه
لري او د حوادثو ډېره زوروره سيلۍ د دوى له شونډو خندا او خوشحالي نه شي وړلى. دوى
په همدغه جګړه كې خپل كاغذي پتنګان په هوا كوي او خاندي، دوى تصور او تخيل له دوزخ
نه فردوس جوړولى شي او مونږ په جنت كې هم له مارانو او لړمانونه نه شو خلاصيدى.
دوى په ډېر لږ څه ډېر زيات خوشحالېږي، يعنې ډېره زياته خوشحالي په ډېر لږ شي
اخيستلى شي، مګر لويان په ډېر څه هغومره نه خوشحاليږي.
په دي سودا دوى له هر چا نه ښه پوهېدلي دي او نور پكې غولېدلي دي.
د كوچنيانو په زړه كې، چې هر څه وي هغه په خوله هم وېلى شي، مګر لويانو ته دغه پوره
حاصل نه دى، اجتماعي اداب او قيود، عرف او عادات، اصول او قوانين په لويانو حكومت
كوي او كوچنيان د عقل غلامۍ نه هم خلاص دي.
دا خبره صحيح ده، چې انسان اول په جنت كې و، وروسته بيا دغه نيمګړي جهان ته راغى،
د هر ماشوم سرګذشت همدغه دى، ماشومان او كوچينان ټول په جنت كې دي، د مور غېږه د
ماشوم دپاره جنت دي، د ميندو تيونه د شودو لښتي دي، د حيات اوبه همدغه سپينې پۍ دي،
چې د ميندو له تورو پلونو لاندې پټې دي، ترڅو چې ماشوم، ماشوم دى او اندېښنو سره نه
دى اشنا، د دنيا له غمونو نه داسې بې غمه دى، لكه چې په دې دنيا كې بيخي نه وي او
په بل جهان كې اوسي.
كله چې له دغه معصوميت نه لږ غوندې لرې شي او شيطان يې وغواړي، نو له جنت نه بهر شي
او دنيا ته راشي.
اوس پوه شوئ! چې د بلوغ او لويوالي علامه له شيطان سره اشنا كېدل او غولېدل دي.
جګ برجونه
د كلا برجونه او دېوالونه ډېرجګ وو، د كلا شاوخوا ته خندق ډېرژور و.
له دغه جګوالي سره دغه ټيټوالى تړلى و او د لوړتيا راز په همدغه كنده كې پټ و، ترڅو
چې يو ځاى ډېر ژور نه شي د چا برجونه نه جګېږي.
د يوه لوړېدل او د بل ټيټېدل يو له بله تړلي دي.
دا جګ برجونه هر چا له لرې ليدل، مګر دا لويه كنده له لرې چا نه ليده او د نژدې
خلكو هم ډېرپام ورته نه و.
زمونږ سترګې له ډېر لرې ځايه لوړ څلي او جګ برجونه ويني، مګر ژورې څاګانې او لويې
كندې څو قدمه هغه خوا نه ويني.
د دې هسكو دېوالونو او لوړو برجونو خټه له همدغه ټيټ ځايه اخيستل شوې ده. دا خټه د
سنډا له پښو لاندې پخه شوه او ډېرو خلكو په لتو ووهله، بې له دېنه دا ديوالونه او
برجونه نه لوړېده.
يو لوړ مقام ته رسېدل دغه راز كارونه په مخكې لري او ټيټ همدغسې جګېږي.
د دنيا جاه و جلال، عزت او منزلت هماغه لوړ برجونه دي، چې سرګذشت يې له ډېر ټيټ
ځايه شروع كېږي.
كوم سر، چې د ډېرو خلكو مخكې په تعظيم ټيټ نه شي نور سرونه ورته په احترام نه
ټيټېږي. هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ نور ورته لاس په نامه نه درېږي.
دا هغه پور دى، چې سړى يې يوه ته وركوي او له بل نه يې غواړي.
كه دا خبره تاسې منلې، نو راشئ د ځان نوكران وګورئ! هغه چې د خان په مخكې خپل سر
ډېر ټيټوي، په نورو باندې تفوق لري او درجه يې لوړه ده، هغه آس چې د ارباب د سپرلۍ
دپاره په كمند كې ولاړ دى له نورو آسونو نه ډېر قدر لري او ميتران يې ډېرښه خدمت
كوي.
كه مونږ حقيقت ته ځير شو، عزت ډېر ځله په ذلت ګاټه شي او بادري د غلامۍ نتيجه ده.
ډېر خلك شته، چې د شخصيت ګټلو دپاره خپل شخصيت له پښو لاندې كوي او د عزت دپاره عزة
النفس قربانوي.
څنګه چې دهقانان غنم په خاورو كې شيندي او بيا د غنمو درمندونه اخلي دوى هم عزت او
شخصيت له خاورو لاندې كوي او دويۍ ته يې منتظر وي.
په دنيا كې لږ كسان دي، چې خپل فطري او طبيعي لوړالى په بل شان ساتي او د لوړو
برجونو غوندې نه دي، بلكې د غرو له جګو څوكو سره شباهت لري.
حقيقت
لكه، چې ريا په عبادت كې وي او شيطنت په هوښيارۍ كې.
دښمني هم كه د دوستۍ په جامه كې پټه وي او رقابت د محبت په څېر ښكاري. ډېر محبتونه
دي، چې ډېرې پټې كينې په كې پټې دي.
په ډېرو احساساتو كې ډېر زيانونه پت دي.
د دې زماني خندا د ماشومانو او ساده ګانو خندا نه ده، چې يوازې د مينې او محبت له
پښته وي، د دې وخت ښېګڼه هم كه هر څومره ښكلې وي، عفت او تقوىٰ پكې نه شته او ډېره
رسوايي ورسره ملګرې ده.
د رقيبانو احسان او مهرباني د خلكو په نظر كې ځوانمردي معلومېږي، مګر له دغه باران
سره تندر، ږلۍ او سېلابونه ملګري دي.
زه د دښمنانو مروت عاليجنابي ګڼم، مګر صداقت او محبت ورته نه شم وېلى، همدغه سبب
دى، چې زه دروغ او ريا بېخي نه شم ويلى او په ځينو مواردو كې ورته ډېر ښه ښه نومونه
هم پيدا كوم.
زه پوهېږم، چې عاليجنابان خپل رقيبان څنګه وژني؟ ما ته معلومه ده، چې قاتلان ټول يو
راز نه دي. ځينې خپل رقيب په توره وژني، ځينې په ټګۍ او ځينې په احسان، ته كولي شې
چې د خپل رقيب سر د احسان په زور ځانته ټيټ كړې او له خپل حقه هم ورته تېر شې، مګر
له رقابت نه نشې تېرېدلى.
په احسان او مهربانۍ رقيب محوه كېږي، مګر رقابت نه محوه كېږي، رقيب وژل او رقابت
وژل ډېر فرق لري، ډېرو خلكو خپل دښمنان مړه كړه، مګر دښمني يې مړه نه شوه.
د پهلوانۍ په ميدان كې يو پهلوان بل ته د ملګرتيا لاس غځوي او احترام په ځاى كوي،
مګر ځان ورته نه څملوي.
دغه راز احسان د زور او قوت خاوندان له چا سره نه شي كولى دا نېكي يوازې د ضعيفانو
كار دى.
هغه، چې خلك ورته سخي وايي او ستاينه يې كوي، عاليجناب به وي، مګر د خير خاوند نه
دى.
د خان او ملك دا لويه او ښكلې مهمانخانه(مېلمستون) چې ګورئ په زور او جبر جوړه شوې
ده او ډېركورونه يې د خپلې ودانۍ دپاره وران كړي دي.
دا راز سخيان د خوارانو او غريبانو ګېډې نه مړوي، بلكې خواروي او وږي كوي يې. حجره
چلول او مېلمانه پالل په حقيقت كې د ډېرو وږي كول او د لږو مړول دي. دغه اسراف او
تبذير چې تا ته جواد او سخا معلومېږي، د پاكې او حلالې ګټې نتيجه نه ده.
كه څوك په ظلم او زور په چل او فرېب پردي مالونه خپل نه كړي دغه راز لوى دسترخان
نه شي غوړولى.
د چا په كور كې، چې هره ورځ پسونه او چرګان حلالېږي له هغه سره ارومرو يا د لېوانو
قوت ملګرى دى يا د ګيدړانو چل او فريب.
كه څوك غواړي، چې رښتيانى سخي او د خير خاوند وګوري، نو لاړ دې شي هغه دهقان دې
وګوري، چې يوه لاروي ته يې سكړك او شړومبې په مخكې ايښې دي او په خپله يې هم همدغه
خوراك دى.
څوك چې پردي مالونه په چا باندې نه خوري او د خپل زيار او زحمت په ګټه مېلمه او
مسافر پالي په سخاوت نه دي مشهور، مګر د خير خاوند ورته يلى شو.
هغه چې خانقاه چلوي او په لنګر كې يې ډېر وږي مړېږي، په ظاهره خو دې نورو ته ډوډۍ
وركوي، مګر په حقيقت كې دى د نورو ډوډۍ خوري.
دغسې پير او فقير ته كه ډېر خلك ډېر څه راوړي او له ډېرو غټو سوداګرو نه په تول كې
دروند وخېژي، رښتيانى فقير ورته ويلى شوه، ځكه د ده هر څه د نورو مال وي او په خپله
هېڅ نه لري.
څنګه چې د خان او ملك سخاوت د پردي مال بركت دى، د شيخ كرامت هم د نورو د كرم
نتيجه ده.
هغه څه، چې مونږ ته په ظاهر ه ښه ښكاري په حقيقت كې ښه نه دى او اصلي څېره يې ډېره
بده ده. مونږ د يوه لښتې روانې اوبه پاكې ګڼو كه څه د لارو او د كوڅو ډېرې پليتې
اوبه ورسره ګډې شوي او ډېرو څارويو پكې بولې كړې دي.
ډېره ښه ده، چې زمونږ سترګې د حقيقت د ليدو دپاره نه دي پيدا او هر وخت ظاهر ته
ګورو.
لويه خدايه
كه زه ښه وكړم، ته راسره ښه كوې، كه بد وكړم د بدو سزا را كوې.
كه ستا مينه زما په زړه كې وي، په محبت راګورې.
كه زه بې مينې شم، ستا مهرباني كمېږي.
ستا د محبت بارانونه په ما باندې هغه وخت ورېږي، چې زما په زړه كې رحم وي. زه چې هر
څه وكړم ته هماغسې راسره كوي.
زما نېكبختي او بد بدتختي زما په عمل پورې اړه لري او جنت ته يا دورخ ته تګ زما د
ښه عمل او بد عمل نتيجه ده.
زمونږ عقل او فكر همدغه دى، مونږ چې تا ته په خپله آئينه كې وګورو ستا په باب دغه
شان فكر كوو، كه مونږ ځانته ونه ګورو ستا لوى شان ته وګورو، ته زمونږ له خيال او
فكر نه ډېر لوى يې.
مونږ، چې د ځان غوندې خلكو دپاره كالي نيسو او هغه د سر په سترګو نه وينو يا لنډ وي
يا او ږده مونږ، پوهېږو چې ستا ستاينه له مونږ نه پوره نه ده.
مونږ ډېر واړه او كوچني يو، ته ډېر لوى يې.
دا زمونږ كار دى، چې د ښو په مقابل كې ښه وكړو او د بدو په مقابل كې بد. كه مونږ
څوك ووهو حاكمان هم مونږ وهي.
كه مونږ په ځمكه كې غنم وشيندو او اوبه وركړو ډېر غنم راكوي او زمونږ اب و دانه
ځمكه هم بې عوضه نه پرېږدي، كه د يوه نيالګي پالنه او روزنه وكړو، خوږه ميوه او يخ
سيورى راكوي.
كه سوداګر ته پيسې وركړو هر څه، چې وغواړو راوړي يې.
كه له يو ماشوم سره مينه وكړو له مونږ سره مينه كوي.
ستا شان له ټول مخلوق نه ډېر اوچت دى.
ستا اراده زمونږ د ارادې تابع نه ده.
ستا كړه زمونږ له كړو نه، نه پيدا كېږي.
ستا محبت زمونږ د محبت مولود نه دى.
ته خالق يې او مونږ مخلوق.
ماشومان
مونږ ناست وو، ماشومانو زمونږ له څنګه لوبې كولې.
كله به يو له بله ونښتل، چغې به جګې شوې ژړا انګولا به وه.
كله به د خندا شور او زوږ دومره او چت شو، چې په عذاب به يې كړو.
يوه به، چې د بل د لوبو شيان ګډوډ كړه، هغه به په قهر شو او كنځلې به يې كولې.
زمونږ پام نه و، يو راپاڅېده د بل مخ يې شوكارې كړ، د هغه په مخ وېنې وبهېدې او له
مستۍ به جنګ جوړ شو.
مونږ ويل: خير دى واړه دي نه پوهېږي.
زمونږ لويوالي دا تقاضا درلوده، چې د كوچنيانو طفلانه لوبې هېڅ وګڼو او ملامت يې نه
كړو، ماشومان د عمر او وجود په لحاظ په رښتيا له مونږ نه واړه دي، مګر دومره واړه
نه لكه مونږ، چې د خداى په دربار كې واړه يو.
د ماشومانو پوهه به له مونږ نه لږه وي، مګر زمونږ پوهه ډېره لږه ده، زمونږ لوبې هم
د وړو غوندې دي، زمونږ خندا او ژړا هماغسې ده،
ماشومان پوهېږي، چې واړه يو او مونږ نه پوهيږو.
راشئ! چې په دې خبره ډېر خوشحال شو او د لوى خداى لويوالي ته په ډېر اميد و ګورو.
شعر او ادب
د انسان په وجود كې دوه شيه ډېر عزيز معلوميږي، چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي.
له دماغ نه علم او فلسفه پيداشوه له زړه نه شعر او ادب.
اروپايان زړه د عواطفو او نفسي احوالو ځاى ګڼي، مسلمانان د ايمان او عقيدې ځاى ته
زړه وايي. صبر، رحم، كرم، شجاعت، سخاوت د زړه كار دى، عشق او مينه په زړه كې وي.
شعر له زړه نه الهام اخلي او له زړه سره كار لري.
ډاروين وايي:((هغه لوى كمال، چې د تحول او تكامل په لاره كې يوازې د انسان په برخه
رسېدلى او نور ژوي ترېنه محروم دي، د انسان قلبي عواطف دي، چې په رحم، مروت، كرم،
شجاعت، نوعه پرستي ترېنه تعبير كېږي.))
انسان غواړي، چې له حيوانيت نه لرې وي، بايد دغه عواطف ښه وروزي، د عواطفو روزل د
شعر كار دى او شعر ته د عواطفو او احساساتو د ظهور او تجلياتو كوه طور ويلى شو.
څنګه چې د لمر وړانګې او پلوشې لومړى ځل د لوړو غرو په څوكو پرېوزي او وروستۍ وداع
هم د غرو له څوكو سره كوي، دغسې د عواطفو او احساساتو پر توهم د شاعر په زړه له
نورو نه زيات لوېږي او ځينې زړونه، لكه د غرونو سمڅې او غارونه دغه رڼا يا بېخي نه
ويني يا يې ډېره لږه ويني. همدغه عواطف او احساسات، چې د شاعر له زړه نه الفاظو ته
رانقل شي شعر ترې جوړ شي او په زړونو اثركوي.
هو! د شعر موضوع ښكلي خيالات، عالي احساسات، د زړه تاثرات، د غم او خوشحالۍ خوبونه،
روحي او جسمي ښكلا، اغېزې او عشق او محبت دى.
كه دغه شيان په يوه ښكلي تعبير او ښو الفاظو كې بيان شي، چې د فصاحت او بلاغت
مراعات پكې په ښه شان شوي وي شعر ترينه جوړ شي او ډېر ښه شعر هماغه دى، چې په دغه
معيار برابر وي.
څومره، چې د يوه شاعر فكر او خيال ازاد وي او د محدوديت له قيوداتو راوتلى وي
هغومره يې شعر لوړ او عالي وي.
كه يو شاعر د نورو په شان هر چا ته او هر شي ته سر ټيټوي او په فكر كې يې د بغاوت
جذبه نه وي موجوده له هغه نه د ښه شعر هيله نه شي كېداى.
شاعر بايد د فكري انقلاب علمبردار او بت شكن وي.
شاعر ته نه ښايي، چې د زاړه منطق درس د عقل له زاړه بوډا نه واخلي او په زړه لاره
په زاړه فكر پسې لاړ شي.
د شاعر خيال بايد ډېر لوړ پرواز وكړي او له ډېر هسك ځايه دغه جهان ته وګوري.
د شاعر نظم بايد د نورو غوندې نه وي او هر څه په بل شان وويني. د شعر او ادب ژوند د
فكر په ابتكار كې دى او تقليد يا ابتذال د شاعر مرګ دى.
د شعر او ادب دنيا په دلدارۍ ولاړه ده، شاعر بايد په هرڅه او هر وخت كې زړه ته رجوع
وكړي او ډېر حساس زړه ولري.
هغه چې په زړونو كې هيجان، تاثر او حساسيت نه شي پيدا كولى او زړونه نه خوځوي شاعر
ورته نه شو ويلى.
كه دا خبره رښتيا وي، چې انسان په هر وخت او په هر حال كې د زړه په خوښې پسې روان
دى او زړه په دماغ باندې حكومت لري، يعنې د عقل ادراك د قلبي تمايلاتو له تاثير
لاندې وي، نو ويلى شو. چې د يوه ملت عقلي او ذهني سير او حركت هم د شعر او ادب تابع
وي او شاعران په نفسياتو او روحياتو كې تغير او تحول راوستلى شي.
همدغه شعر دى، چې په زړو كې زلزلې او طوفانونه پيدا كوي او كله پكې داسې صبر او
سكون دى، چې غرونه يې ثبات او استقامت ته حيران وي.
كه دا رښتيا وي، چې د چرګانو په نار ويده خلك له خوبه پاڅېږي، نو دا بايد ومنو چې د
شاعرانو په نغمو د يوه ملت مړه احساسات او جذبات را ويښېږي او په دې اسرافيلي شپېلۍ
كې بل راز تاثيرات موجود دي.
كوم فيلسوف، چې هر څه بد ګڼي او زندګي توره په نظر ورغلى ده، هغه هم شعر ته ښه ګوري
او شعر د انسان دپاره يوه ښه پناګاه بولي.
شوپنهاور وايي: ټولې بدبختۍ د انسان له نفس څخه نشئت كوي او له ژوند سره ډېر
مصيبتونه او غمونه ملګري دي، كه څوك يوه داسې چاره لټوي، چې له بدبختيو نه لږ غوندې
په امن كې شي بايد په صنعت او هنر كې مستغرق شي او د ښكلا په مظاهرو كې ځان ورك
كړي.
په دغه حال كې سړى په ظاهره له خلكو سره وي، مګر په معنىٰ كې يوازې وي او دنيا
ورته، لكه يو سراب معلومېږي، چې د ده لمنه نه شي لمدولى.
په همدغه بيخودۍ كې انسان د دنيا له شر او شوره اسوده كېږي او د بې نيازۍ مقام ته
نږدې كېږي، چې غيررله حقايقو بل شي ته متوجه نه وي. دغه صنعت او هنر، چې د شوپنهاور
په نظر كې د ښكلا مظهر دى او دى ورته ښه پناګاه وايي شعر دى. كه چېرې په دغه غم
لړلي جهان كې د سعادت او نېكبختي پلوشو كله كوم كور رڼا كړى وي هغه به د شعر
كور(بيت) وي.
د شاعر خيالي دنيا تر ډېره حده له غمونو او مصيبتونو نه پټه ده او هلته داسې بې
دردۍ سره بيخودي شته، چې له سړي نه هر څه هېروي، تاسې شعر او ادب ته په عادي او
معمولي نظرمه ګورئ د شعر تومنه او قدسيت په نظر كې ونيسئ، هغه څه چې په زړونو كې
پيدا كېږي او په زړونو اثر كوي هغه عادي او معمولي څيز نه وي.
دا دغم او خوشحالۍ ترانه د انسان په ژوندانه كې ډېره زياته اغيزه لري او انسان
ترينه هېڅكله نه شي بې نيازه كېدى، د يوه ملت ژبه، كلتور، اخلاق په شعر او ادب ساتل
كېږي، د يوه ولس د ذوق او شعور، د فكر او خيال، د احساساتو او عواطفو هنداره شعر او
ادب دى، هر څومره چې د يوه ملت شعر او ادب عالي وي هغومره يې اخلاق، نظر او روحيات
لوړ وي او له لوړو ملكاتو او انساني فضايلو سره يې ارتباط او تعلق زيات وي، شعر او
ادب د بشرعلايق له دين او مذهب سره ټينګوي او په هوښيارۍ كې بينايي او همدردي كوي
كله چې زړونه كلكېږي يا تورېږي، نو شعر پكې دقت او صفايې پيدا كولى شي، هغه څه چې
انسان د ماديت له غلامۍ او بت پرستۍ نه ساتي شعر دى عارفانه ذوق، انساني عاطفه،
حكيمانه شعور د شعر په نغمو وده كوي او د حسن و نظر علايق همدغه شى ساتي. كوم ملت
چې شاعر نه لري زړه نه لري، سترګې نه لري، عواطف نه لري او د ذوق و تمنا له خونده
محروم دي.
شاعران دا كولى شي، چې د انسان فرعوني غرور په تواضع بدل كړي او د دوهۍ ملنګ ته د
شاه جهان خوي او مړې سترګې وركړي.
غم او سرور د شاعر هديه ده، چې له زړونو څخه يې اخلي او زړنو ته يې وركوي، نو كوم
قدر او قېمت چې د انسان په بدن كې زړه لري په يوه جامعه كې يې شعر او شاعر لري.
د ادب راز
چا چې د شعر او شاعر په باب ډېر فكر كړى دى او دواړه يې ډېر ښه پېژندلي دي، هغه
وايي ډېر ښه شاعر هماغه دى، چې ډېر خود پرست وي او بې له ځانه په بل هېڅ شي كې فكر
نه كوي.
دغه راز شاعر خپل ځان په خپل شعر كې ښيي او مونږ ګمان كوو، چې زمونږ تصوير يې
ايستلي دى. شاعر ځكه په مونږ ګران دى چې زمونږ د زړه خبرې كوي او زمونږ خاطرات
رايادوي، شعر د زړه غږ دى او د زړه غږ نه ډېر قوي دي.
شاعر پوهېږي، چې عقل او منطق، دليل او برهان په مونږ باندې حاكم نه دى، بلكې غرايز
او احساسات زمونږ رهبري كوي. د همدې لا مله هغه له اساس او غريزې سره خپل تعلقات
ټينګ ساتي او له زړه سره كار لري.
هغه څوك، چې زړونو ته ښه ښه پيغامونه راوړي او زړونه خوشحالوي شاعر دى، هغه پيغام
چې د معشوقې له خوا عاشق ته راځي شعر دى.
شاعر له مونږ سره د عشق او مينې په كار كې كومك كوي او له دېنه ښه كومك بل نه شته.
شاعر پوهېږي، چې له نا اميدي نه څنګه لذت اخيستل كېږي او غم څنګه خوږوالى پيدا كوي.
شاعران، لكه ماشومان ډېر ښه ښه خوبونه ويني او په همدغو خوبونو د زړونو تسلي كوي،
كه خواږه رويا او ښكلي تخيلات نه وي د ژوندانه تحمل ډېر ګران دى.
څه شى، چې مونږ ته ژوند خوږ او ښه ښكاره كوي د هغه شي تصور دى، چې په ژوند كې بېخي
نه شته.
تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دى، جمال دى. ښكلا
او جمال لكه علم په ټينګ اساس نه دي ولاړ.
د علم په دنيا كې په يو څه پوهېدل خوند لري او په شعر او ادب كې ابهام او ايهام مزه
دار وي. دلته سر او راز، پرده او حجاب كمال دى، هلته تشريح، تفصيل، تحليل او تجربې
ته ضرورت دى. هغه جذبه، چې د انسان په ورح ډېر اثر لري د سرجذبه ده.
هېڅ ښكليتوب بې پرې او بې حجابه نه دى.
هر څه چې مونږ خوښوو ارومرو يې په مخ باندې د سر پرده پرته ده. انسان له هغو اشعارو
سره شديده علاقه لري، چې ځينې برخې يې ابهام لري او مختلف تعبيرونه پكې كېدلى شي.
په شعر كې يوازې د غريزې رهبري كافي ده.
شاعر بايد د خپل فن په قوانينو كې ډېر تاو راتاو نه شي، چې لطف او زيبايي خپل
معصوميت له لاسه ورنه كړي.
د لوړ او عالي شعر د پېژندلو معيار بل شى نه دى، له ژوند سره ارتباط دى. هر څومره
چې ادبي اثر له ژوندانه سره ښه ارتباط ولري هماغومره ورسره علاقمندي زياته وي. په
شعر او ادب كې ساده انشاء له نورو سبكونو نه زيات پايښت لري، مګر ساده انشاء دا نه
ده، چې بېخي بې پروايي وي او مختلف اجزاو عناصر پكې نه وي. هغه انشاء چې مختلف اجزا
او عناصر پكې داسې ويلې شوي او ګډ شوي وي، چې تشخيص او تجزيه يې نشي كيدى ساده
انشاء ورته ويلى شو.
څنګه د لمر رڼا ظاهراً سپينه او يو رنګه معلومېږي، مګر په حقيقت كې له اوو رنګونو
څخه جوړه ده، ساده انشاء هم له دغسې تركيبه پيدا كېږي.
هغه انشاء، چې ډېرې قلقلې پكې وي او ډېر جلبل لري، يعنې لكه رعد او برق داسې وي د
ليكونكي عجز او تصنع ښيي.
دغه راز هنر ښودنه له واعظانو سره ښايي، په شعر او ادب كې سادګي لوى صفت دى نه كاكه
توب او طمطراق.
شعر له علم او فلسفې نه دين او مذهب ته ډېر نژدې دى او الهامي څيز دى.
په شعر كې عواطف او خدايي فكرونه ډېره اغيزه لري.
په شعر او ادب كې يوازې بشر ولټوئ او بس.
اناتول فرانس چې په ادب كې ډېر ژور فكر لري شعر او شاعر، ادب او اديب ته په دغه نظر
ګوري او دغسې يې معرفي كوي.