مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سريزه




داستاد الفت نثر، ژوند او اثار
" زما نه چې پرمدار دکينې راسي
د کمال پر منارو ټکې پرېباسي
ډېرکلونه دي په کارچې په دې ملک کې
بيا (الفت ) غوندې شيوا شاعر پيدا شي " (1)
استاد ګل پاچا الفت د پښتو په معاصرو ادبياتو کې د راڼه زړه، ضمير او وجدان خاوند، يو داسې ځلېدونکى مخکښ ليکوال دى، چې په نظم او نثر دواړو کې د استادۍ ترپولې رسېدلى دى. هغه دخپل ټول ژوند په اوږدو کې هر څه چې وليکل، په زغرده يې وليکل، په مينه يې وليکل، د الفت په وړانګو يې وليکل، انتقادي يې وليکل او دهېڅ ډول تکلف او تصنع ګرد او غبار يې د ليکوالۍ پلو ګردجن نه کړ. په همدې وجه زموږ ليکوال هغه د خپل عصر( خوشال خان ) بولي.
د استاد د همدغه ستر انساني کرامت، مينې، الفت، د نفس پاکۍ او تذکيې، پښتو، پښتونولۍ او انسانيت ته د خدمت ديوه اوچت معيار پايله وه، چې زما په زړه کې د هغه د تخليقي نثرونو د کلياتو د راټولولو تکل راوټوکېده او دخپلو ځوانو ملګرو په مشوره او مرسته مې ددې کار د سرته رسولو کار پيل کړ.
دلته غواړم په لومړي سرکې د استاد پر نثر تر خپله وسه لنډه رڼا واچوم او وروسته به يې پر ژوند او اثارو څه ناڅه په بشپړه توګه خبرې وشي، که څه هم زما په شان د يوه مبتدي ليکوال لپاره، د استاد پر نثرڅه ويل ګرانه خبره ده، خو هغه مينه او الفت، چې د الفت له نثرونو څخه زما په زړه کې راټوکېدلي، نه شم کولاى پټه خوله پاتې شم، دلته يوازې د هغه څه بيان لازم بولم، چې د استاد له نثرونو څخه زما د فکراو ذهن د اخيستنې پايله ده.
((که څوک غواړي، چې د خلقت او فطرت په رمزونو او اسرارو پوه شي او په يوه شنه پاڼه کې د معرفت دفتر وګوري، خپل عقل، شعور او احساس دې په کار واچوي او د زړه سترګې دې وغوړوي. په يوه لاره ډېر خلک تېرېږي، مګر يو نيم په کې چېرته يوه ښکلې مرغلره پيدا کړي، چې د چا له امېله پرېوتې او په خاورو کې پرته ده.)) (1)
زموږ زمانه کې خو الفت د خلقت پر رمزونو پوه شوى، د زړه په سترګو يې دا رازونه ليدلي او د مينې، انسانيت او احساس مرغلره يې ترې راکښلې ده او بيايې(د زړه دنيا) (د لوړ خيال او ژورفکر) په لوپټه کې تاوه کړې، چې اوس زموږ له مينې ډک زړونه ترېنه رڼا اخلي.
((دانسان په وجود کې دوه شيه ډېرعزيز معلومېږي، چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي.
له دماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه، له زړه نه شعر او ادب.....
صبر، رحم، کرم، شجاعت، سخاوت د زړه کار دى، عشق او مينه په زړه کې وي)). (1)
 الفت هم خپلې د ((زړه وينا کې)) ((عالي افکار)) ننويستل،(( ښه لمسون)) يې ترينه جوړ کړ، ((غوره اشعار)) شول، ((د ازادۍ پيغام)) لپاره ((د پسرلي نغمه)) شوه،په ((نوى سبک او نوی ادب)) يې ((غوره نثرونه)) وليکل او زموږ لپاره يې ترې ((بله ډيوه)) جوړه کړه.
ورسره يو ځاى يې د غريبانو له ملګرتيا، د عاجزانو او خوارانو له ورورۍ، د کاريګرو د لاس نيالګي، د خادمانو له خدمت، ظالمانو ته له بدکتلو، پر مظلومانو له ژړېدلو او له بدو کارونو څخه د پردې له اوچتولو نه لاس وانه خيست او د ژوند تر پايه يې د خپل دغه هوډ مزي ټينګ ونيول، (( کوم وخت يې چې اداري کارونه پرېښودل يوازېتوب ته وزګارشو، فقيرانه ژوند او د روحانيت جهان ته ورننوت، سپين کالي، سپينه خولۍ، نوراني مخ، خوږه موسکا، تسپې په لاس فقيرانه ژوند، د الفت نه ډکې خبرې! ده له خدايه غوښتل چې د فقيرانو او دروېشانو په لباس کې له دنيا نه سترګې پټې کړي)).(2)
الفت د ژوند تر پايه د خپلو خلکو په دردونو ودردېده او د زړه د درد ټولې خبرې يې له الفت نه به ډکو کلمو او تورو کې تاوې کړې او د کاغذ پرمخ يې موږ ته راوسپارلې. زموږ يو ليکوال هغه له ليف تولستوى سره ورته کوي: ((لکه څنګه چې ليف تولستوى ته د روسيې د انقلاب هنداره ويل کېږي هماغسې الفت د خپل ماحول د ټولنيزو جريانونو او مسلطو کلتوري ارزښتونو په منعکسولو کې ستر نقش لوبولى دى.))(1)
الفت يوله هغومخکښو ليکوالو څخه دى، چې د پښتو د معاصر ادب په ويښتايي پېر کې يې د ښکلي  هنري نثر ماڼۍ تياره کړه، د ښکلو الفاظو او رنګينو ماناوو شال يې ورپه سر کړ، د غوره نثرونو زړي يې په کې وټوکول او د تل پاتې ژوند په هيله يې د ښايست مرغلرې په کې وکرلې.
 الفت د خپل څلوېښت کلن ادبي ژوند په بهير کې لږترلږه د پنځه دېرشو ادبي اثارو په منځ کې خپل درې تخليقي نثري اثار: (بله ډيوه، نوى سبک او نوى ادب او غوره نثرونه) موږ ته راپرېښودل. د نثر يوه بېلګه به يې دلته راوړوو.
بې ګناه بندي
(( پرېږدئ! پرېږدئ دا بې ګناه بندي پرېږدئ.
مه وېرېږئ د ده په ازادولو كې هېڅ خوف او خطر نه شته.
فساد او شرارت له ده څخه نه پيداكېږي.
د ده بندي كول لويه ګناه ده.
دى هغه يوسف  دى، چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان كې لوېدلى دى.
كه دى له زندانه راوالوزي ستاسې آينده سنجولى شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلى شي.
پرېږدئ! دا بې ګناه بندي پرېږئ.
كه دى خلاص شو ستاسو انتظام به په ډېرښه شان وكړي.
ستاسې وږي به ماړه كړي، ستاسې بربنډ به پټ كاندي.
تاسې دغه ښكلى موجود په تورو څاګانو كې مه غورځوئ.
په زندانونوكې يې مه اچوئ!
پرېږدئ دا بې ګناه بندي پرېږدئ!
دى به ستاسې د ګډو وډو او پرېشانه خوبونو صحيح تعبيرونه وكړي.
ډېرې سختې، مبهمې او مجملې غوټې به پرانيزي.
دى د راتلونكي حال پيشبيني كولى شي.
د طبيعت په رمزونو او اسراروپوهېږي.
د جوي او فلكي اوضاعو اقتضارات ورته معلوم دي.
پرېږدئ پرېږدئ دا بې ګناه بندي پرېږدئ!
د ده په ازادولو باندې علم او پوهه زياتېږي.
وطن رڼا كېږي او ړانده بينا كېږي.
دى له خپلو جفا كارو ورونو سره هم ښه سلوك كوي.
دى ډېر پېچومي اوارولى شي.
دى ډېرې كږې سمولى او ډېر مشكلات حل كولى شي.
ما خوب ليدلى، چې دا بندي خلاصېږي او د سلطنت په كرسۍ كېني.
ښه فكروكړئ.
دا بندي څوك دى.
پس له ډېره فكره وايم
فكر دى فكر!)) (1)
لوى استادپوهاند علامه عبدالحى حبيبي د الفت نثر او نظم دواړه شعر بولي او وايي:
((د پښتو ادب چې په خپل سمسور بڼ كې يو ښكلى او رنګين ګل غوړولى هغه بې له شكه(( ګل پاچا الفت)) دى. دى فطرتاً شاعر و، شاعري او نازكخيالي په خټه ور اخښلې شوې وه. كه به يې نظم ليكه هغه به ضرور خوږ، روان او له معانيو ډك و، خو نثر يې تر هغه لاښكلى، لطيف او په ګټورو نقطو پسوللى او ګټور و، هغه لفظي او ښكلې ماناوې، چې ده په منثورو ابداعاتو كې ځايولى سواى كټ مټ داسې وې، لكه سره اوډلى او پرله پسې شعر! د قلم رابطه يې يوازې له الفاظو سره نه وه، له زړه سره هم نغښتې وه، احساس او عاطفه يې دونې په ادبي تخليقاتو كې نغښتله، چې هره ټوټه به يې يو عاطفي شهكار و.)) (2)
(( زما د الفت تر منظومې وينا د ده منثورې ټوټې خوښې دي. دى شاعر او فنان دى. د ده نثر هم شعر دى، خو نظم يې هغسې خوند، ښكلا او هغه جمال لري. دى د خاصو افكارو په پرورښت او تصوير كې استاد دى او نوي نوي نكات پيدا كوي، د ژوندانه اسرارو ته ملتفت دى، د طبيعت بسيط او پلن ډګر دده د مطالعې او غاير نظر جولانګاه ده. )) (1)
كانديد اكاډميسين محترم محمدصديق روهي وايي:((د الفت نثر په حقيقت كې شعر دى... يو ځلې، چې څوك د الفت د كوم اثر په لوستلو پيل وكړي، نو د هغه مقناطيسي خاصيت يې نه پريږدي، چې په اسانۍ سره ځان ترې خلاص كړي.))(2) او بيا د فرانسيس بيكن په هغو خبرو كې، چې د ليكوالو په باره كې يې كړي دي، د الفت موقف داسې ځلوي:
((ځينې د مېږيانو په شان ټول وخت دانې راټولوي، ځينې د غڼو(عنكبوت) په څېر هر څه له ګېډې را وباسي او ځينې نور د مچيو په شان د ګلانو شيره راغونډوي او په شاتو يې بدلوي.
پخپله الفت په دغه وروستۍ كټګورۍ كې راځي.)) (3)
اجمل خټك وايي: ((پاچا صاحب يو لوى پښتون عالم او اديب شاعر دى، په نظم او نثر دواړو كې د دې دور په وړومبي صف كې په اوچتو سترګو او دنګه غړانګه مخكې روان دى. ))(4)
محترم ليكوال كانديد اكاډميسين محمدابراهيم عطايي يې نثر د ويكتور هوګو له سبك سره ورته كوي: (( د ده نثر په ادبي ټوټو كې له يوه خاص سمبوليزم څخه مراعات كاوه، چې هغه ډېر خوږ او په دغه سبك كې ويكتور هوګوته ورته و.)) (1)
د هېواد ځوان نوښتګر ليكوال زرين انځور، د الفت نثر او نظم دواړه د پرتلنې په تلې تللي او په پاى كې دې پايلې (نتيجې ) ته رسېدلى دى، چې الفت تر شعره په نثركې مخكې دى، نو ځكه وايي:
((د الفت نثر د هغه له نظم او شعر نه په زياته پيمانه د پښتو ژبې د معاصر جريان لپاره اغېزمن جوت شوى او جوتېږي، ځكه نو يې بايد د معاصر بشپړ انتقادي نثر مخكښ وبولو.))(2)
كه دخپلو خبرو مزي را لنډكړو، نو د الفت صيب نثرونه خو د هنر يو داسې كان دى، چې هرڅومره يې سړى سپړي هماغومره ورته خوند وركوي. په ټوليز ډول په لنډيز سره كولى شو، د الفت صيب د نثرونو د جوليز(شكلي) او محتوايي خواو ځينې ښكلاوې په لنډ ډول بيان كړو:
الف- د جولې له مخې:
په شكلي لحاظ الفت غواړي خپله د خپل فكر مرغلره د عاطفې په اوبو ومينځي او د ساده، عام فهمه او روانو كلمو په لوپټه كې يې تاوه كړي، هغه ساده ګي يو صفت ګڼي، له تكلف، تصنع او ځان جوړونې څخه خپله لاره بېلوي او وايي: (( هغه انشا چې ډېرې قلقلې پكې وي او ډېر جلبل ولري، يعنې لكه رعد او برق يې ځلېدل او غرېدل زيات وي، د ليكونكي عجز او تصنع ښيي، دا راز هنر ښودنه د واعظانوكار دى، په شعر او ادب كې ساده ګي لوى صفت دى، نه كاكه توب او طمطراق، څومره چې د چا فكري او معنوي پانګه زياته وي، هغومره يې سبك ساده او روښانه وي. مغلق او پېچيده ليكل غالباً د ليكونكي له علمي او معنوي فقر څخه پيدا كېږي، هغه څوك چې د عبارت په ډول په سينګار پسې ډېر ګرځي او له لفاظۍ څخه ډېر كار اخلي، خپل معنوي فقر د الفاظو په برق او ذلق كې پټوي.)) (1)، نو په دې وجه الفت د روان او ساده نثر غوښتونكى دى، چې د تكلف نښې نښانې پكې نه وي، خو((دا ساده ګي له ساده ګۍ څخه نه ده، بلكې د ليكوال له زيات قوت او حاكميت نه ساده ګي ده)) ليكوال كولاى شي په ډېرو روانو، ساده او خوږو كلمو كې په ډېره دقيقه، نازكه او باريكه بڼه د خپل زړه غوټه پرانيزي. د الفت صيب نثرونه هم په همدې ډول دي لنډې لنډې جملې يې راوړي، هره يوه يې تامه جمله ده، ټاكلى اهنګ لري ، له ذهني او عيني انځورونو څخه ډك، د ګرامري جوړښت او معيارتوب اوچتې نمونې دي. په نثرونو كې يې((د ادبي ټوټو، شعري او ادبي طرحو او همدارنګه  د داستاني لنډو طرحو نمونې ليدل كېږي.)) (2)
ب- د محتوا او فكر له پلوه:
الفت د خپلو نثرونو د شكل او محتوا تله داسې برابره كړې، چې سړى نه شي كولاى و وايي، كومه خوا يې درنه ده. دى په فكري لحاظ د نوښت، د مضمون د نوي والي او د فكر د ازادۍ سر سخت پلوى دى، وايي:
((څومره چې يو شاعر يا ليكوال ازاد فكر كولاى شي او له ذهني اسارت نه خلاص وي هماغومره يې انشا هم له تقليد او ابتذال څخه لرې وي.)) (1)
په محتوايي لحاظ يې په خپلو نثرونو كې زموږ د ټولنې او په ټوليز ډول  د ټولې بشري ټولنې دومره بېلابېل كركترونه ځلولي، چې كه سړى ورته به ځيرتيا سره وګوري، نو د الفت قوت به هله ورمعلوم شي، له يوه ساده بزګر نه نيولې بيا تر يوه حاكم پورې، د انساني ټولنې ټول اشخاص په كې ځلېږي.
د انسان او انسانيت روح او روان يې د خپلو نثرونو رګونو ته ننوېستى، په همدې وجه خو يې د تلپاتي ژوند او زړه راکښون ځواك ډېر زيات دى.
د ده د نثرونو په هنداره كې د بشري ټولنې هر فرد په خپل خاص كيفيت او كړنې خپل ځان ويني او داسې كوم څوك كه پيدا شي، چې په دې هنداره كې دې د خپلو اعمالو څېره ونه ويني.
الفت هر څه د يوه باريك رمز او قوي استدلال په كړيو كې راګير كړي، خاص فلسفي فكر يې په كې ځلولى، انتقادي لاره يې په كې پرانيستې، مينه يې په كې زرغونه كړې، د ټولنيز فكر لوپټه يې په كې غوړولې، د نفس د تذكيې او روان د پاكوالي لاره چاره يې په كې ښودلې او د انساني روح په داسې يو تمځي كې يې دا ټول سره راټول كړي، چې نه يوازې زموږ د ټولنې انسان پرې خپل روح ارامولى او خپل نفس وينځلى شي، بلكې د ټولې بشري ټولنې لپاره د ګټې اخېستنې وړ دي، دا ځكه چې دا د نړيوالو انساني تجربو د رڼا په رنګ ليكل شوي دي.
د الفت د نثر په باب كه هر څومره د خپلو خبرو مزي وغځوو هماغومره غځېږي، خو ښه به داوي، چې د الفت نثر په خپله د الفت د قوانينو په هېنداره كې وګورو:
استاد الفت په خپل يو اثر(ليكوالۍ املا او انشاء) كې د يوه ښه او غوره نثر او انشاء لپاره دغه لاندې ځانګړنې ټاكلې دي:
۱- وضاحت:
۲- صراحت، الفاظ له مقصودو ماناګانو سره تناسب ولري.
۳- ضبط ، په كلام كې زياتې او بې ضرورته برخې نه وي.
۴- طبيعت، په كلام كې له تكلف څخه كار وانه خيستل شي.
۵- سهولت.
۶- انسجام.
۷- اتساق، د معانيو ټينګ اتصال او ارتباط ته اتساق وايي.
۸- جزالت، ښه معاني په مناسبو الفاظو كې ادا كول دي.
۹- ګرامري لحاظ.
۱۰- د لغاتو استعمال.
۱۱- فعلونه.
۱۲- استدلال او منطق.
۱۳- آهنګ.
۱۴- د لفظ او معنا تول.
۱۵- د مضمون راښكون.
۱۶- د ليكوال عقيده.
۱۷- نظم او ترتيب.
۱۸- ابتكار.
۱۹- تخيل.
۲۰- ذوق.
۲۱- حافظه.
۲۲- احساس.
۲۳- ذكا.
۲۴- د ليكوال شخصيت او اخلاقي شجاعت.
۲۵- د فكر ازادي.
كه د يوه غوره نثر لپاره د الفت صيب دا پورته څرګندونې په پام كې ونيسو په پښتو كې د الفت صيب له نثر پرته به داسې لږې بېلګې پيداكړو، چې پورتني ښايستونه او ښكلاوې دې ولري، دا خو الفت دى، چې په طبيعي ډول يې د وضاحت او صراحت په جامه كې مضمون راټوكولى، د منطق او استدلال په تار يې تړلى، نوى رنګ يې وركړى، د ځانګړي ذوق په اوبو يې وينځلى، د كلمو د آهنګ د لفظ او مانا په تول يې تللى، د فطري ذكاوت او احساس روح يې ورننوېستى، د ازاد فكر او رنګين تخيل د امېل لړ يې ور په غاړه كړى دى او ((كله چې فكر او خيال سره يو ځاى شي، نو غرونه نړوي.)) (1)الفت صيب هم خپل فكر او خيال د احساس په مزو داسې تړلى، چې ((لوړ خيالونه او ژور فكرونه)) ترېنه جوړ شوي دي.
((وګورئ! ورېځې پاس په هوا كې دي، څاګانې ښكته په زمكه، هغه څه چې په هسكو ورېځو كې شته، په ژورو څاګانو كې هم شته، په دغو اوبو باندې هم هماغه تنده ماتېږي، د لوړ خيال او ژور فكر نتيجه يوه ده... )) (2)
لكه څنګه چې مو دمخه د دې خبرې يادون راوړ، د الفت صيب د پنځه ويشتو په شاوخوا كې دا ټاکل شوې ځانګړنې كولى شو د ده په نثر كې ومومو، نورې داسې كمې بېلګې به پيدا كړو، چې دا ټولې ځانګړتياوې دې ولري. كېدى شي الفت صيب دا ځانګړتياوې د خپل نثر له پلوه راټولې كړې وي او بيا يې د يوې غوره انشا لپاره د يوه ضرورت په توګه په نښه كړي وي.
د الفت صيب د نثر جادو، خوږوالى، زړه راكښون، تلپاتې توب او ښكلا په دې كې ده، چې دا د څو هنرونو مجموعي پايله، شيره او شات دي او ((كله چې يو هنر له بل سره مل شي او يو ښايست په بل كې حل شي، نو هغه څه ترېنه جوړ شي، چې سترګې يې په ليدلو او غوږونه يې په اورېدلو او زړونه يې په مينه او محبت نه مړېږي...(١)
اوس راځو د استاد ژوند او د اثارو پېژندنې ته:
د استاد د ژوند او اثارو په باب په بېلابېلو كتابونو او جريدو كې ليكنې شوي دي، خو يوه هم دومره مشرح او قناعت بښونكې نه وه، چې د الفت صيب د ژوند او اثارو ټول څرنګوالى موږ ته معلوم كړي، له نېكه مرغه زما ځوان مبتكر استاد محترم زلمي هېوادمل د الفت صيب د ژوند او اثارو په باب مفصله څېړنه كړې او د (الفت ياد) نومي كتا ب كې يې خپره كړې ده. زما لپاره ډېر وخت په كار و، چې د الفت صيب په باب دومره ګټور او مفصل معلومات ترلاسه كړم او يا هم کېدى شي هېڅ مې ترلاسه كړي نه واى. هماغه و چې له محترم استاد هېوادمل سره مې په دې باب خبرې وكړې او د دې ليكنې د لنډون او د ضرورت په صورت كې د ځينو ټکو د زياتونو په باب مې ورسره مشوره وکړه، هغه د سر په سترګو ومنله، چې دا دى دلته يې راوړم:
 
کورنۍ، زوکړه او ټاټوبى:
[(پر ١٢٨٨ ل کال – ١٩٠٩ ع کال) د لغمان د عزيز خان کڅ د منصور په کلي کې د سيد فقيرپاچا د زوى ميرسيد پاچا په کور کې يو نوي ماشوم سترګې برانيستې.
 
 
نوم، تخلص او مستعار نومونه:
کورنۍ پردغه نوي زوکړي ماشوم، ګل پاچا، نوم کېښود. ماشوم ګل پاچا د خپلې کورنۍ په غېږه کې لويېده، تر هغې چې د ليک لوست شو، د استعداد خاوند ځوان، د سر شارې شعري قريحې خاوند ځوان، دغه ځوان د الفت تخلص غوره کړ او چې پر کومو ليکنو يې د خپل نامه څرګندول نه غوښتل، نو يې بيا پر دغو لاندې مستعارونومونو: (ظريف افغان، کجوروال، علاقمند، محتاج، ستمديده، نواموز، نادار، ارزومند، نکته رس، نکته دان، منتظر، مشاهد، حق بين، منصف، حق پسند، دلسوز، امنيت خواه، لغت دان، پارلماني وکيل، دقت پسند، اعتدالي، ملتفت، قانوني، خپل، بې زړه ،ا،ط، ګ) ليکنې وکړې.
زده کړه:
ګل پاچا الفت د پښتو د اوسني ادب د نورو سرلارو په څېر په سيستماتيک ډول کوم ښوونځى او يا د تحصيل کومه عالي موسسه نه ده لوستې، بلکې د لغمان، ننګرهار او کابل په ديني مدرسو کې يې له جيدو علماوو څخه زده کړه وکړه: صرف، نحو، منطق، تفسير، معاني، بيان او د احاديثو کتابونه يې ولوستل. دغه زده کړې که څه هم غيرې منظمې وې، خو د ده د څپاند فطري استعداد په تاندولو او روزلو کې يې ستر رول درلود. اما د الفت لپاره هماغه لومړنۍ زده کړې بسيا نه وې، بلکې ده  د ژوند تر پايه مطالعه کوله، نوي نوي شيان يې زده کول او نوي مضمونونه يې لوستل او د خپلو دغو مطالعو او لوستنو محصول يې د خپل ژوند په اوږودو کې په بېلابېلو بڼو خپلو هېوادوالو او  پښتنو وروڼو ته  وړاندې کړى دى.
ژبې:
د الفت مورنۍ ژبه پښتو وه، فارسي يې هم په ښه توګه زده کړې وه ان تر دې حده، چې په ډېره لوړه ادبي پيرايه کې يې هر ډول مضامين په دې ژبه کښل او داسې اشعار يې ويل، چې په لوړو پارسي اشعارو کې حساب کېږي. سربېره پردې الفت په ديني مدارسو کې عربي ژبه تردې حده زده کړې وه، چې مضامين يې پرې ليکل او دغه ژبه يې هم ښه زده  وه.
 
 رسمي ملازمتونه:
الفت چې د کابل او ننګرهار په درس ځايونو کې دوديزې زده کړې وكړې، د شپږويشتو کالو ځوان و، چې رسمي ملازمتونو ته يې مخه کړه، لومړى ځل پر ١٣١٤ل کال د انيس اخبار په اداره کې د کاتب په توګه ومنل شو، خو ده په کتابت بسنه ونه کړه، بلکې د ليکوالۍ په برخه کې يې له خپل استعداد څخه کار واخيست او ډېرې مقالې يې وکښلې، نوي او تازه اشعار يې وويل او خپاره کړل، د ده دغو ادبي او مطبوعاتي هڅو دى د کابل په ادبي انجمن کې جذب کړ او پر ١٣١٥ ل کال د ادبي انجمن د تاليف او ترجمې په څانګه کې د غړي په توګه ومنل شو. کله چې پر ١٣١٦ ل کال پښتو ټولنه جوړه شوه او د زېري جريدې پر خپرولو يې پيل وکړ. پر ١٣١٦ ل کال د زېري چلوونکى مقرر شو، پر ١٣١٢ ل کال د پښتو ټولنې د صحافت د مدير مرستيال مقرر شو. پر ١٣١٩ ل کال د اصلاح ورځپاڼې مشاور او د پښتو ټولنې  د قواعدو مدير شو. پر ١٣٢٠ ل کال د اصلاح ورځپاڼې مشاور، د پښتو ټولنې عمومي مبصر او د کابل مجلې د چلوونکي په توګه وټاکل شو.
پر ١٣٢٥ ل کال د اتحاد مشرقي جريدې مدير مقرر شو. پر ١٣٢٧ ل کال په ننګرهار ولايت کې د قبايلو عمومي مدير شو. پر ١٣٢٨ ل کال د شورى د اوومې دورې لپاره د جلال اباد د خلکو له خوا د وکيل په توګه انتخاب شو.
پر ١٣٣١ ل کال د لغمان د کرغيو د ولسوالۍ خلکو، د شورىٰ د اتمې دورې لپاره خپل وکيل وټاکه. پر ١٣٣٤ ل کال د جلال اباد د خلکو له خوا د لويې جرګې وکيل شو.
پر ١٣٣٥ ل کال په لومړۍ رتبه د پښتو ټولنې رئيس او د پوهنې وزارت د عالي شورا غړى مقرر شو. پر ١٣٣٨ ل کال د پښتو ټولنې پر رياست سربېره د افغان شوروي د دوستۍ ټولنې د رئيس په توګه وټاکل شو.
پر ١٣٤٢ ل کال دکابينې غړى شو او د قبايلو د مستقل رياست چارې ور وسپارل شوې. پر ١٣٤٤ ل کال د ولسي جرګې د دولسمې دورې لپاره د جلال اباد د خلکو له خوا د وکيل په توګه انتخاب شو.
 
نمانځنې:
ګل پاچا الفت د کار او ملازمتونو په دغه اوږده  دوره کې د ښو کارونو، ابتکار او جديت له امله د مقاماتو له خوا نمانځل شوى هم دى، چې د ده اخيستنې او نمانځنې په لاندې ډول دي:
١-  د خوشال خان د ادبي جايزې ګټل.
٢-د ابوعلي سينا د علمي جايزې ترلاسه کول.
٣-د صدارت له خوا دويمه درجه ستاينليک.
٤- د ستوري درېيمه درجه نښان.
٥- د پوهنې دويمه درجه نښان.
٦- د وکالت د دورو نښانونه.
٧- د لويې جرګې يادګاري نښان.
سفرونه:
ګل پاچا الفت د رسمي ملازمتونو په اوږدو کې ځينې سفرونه هم کړي دي، چې په لاندې ډول ښوول کېږي:
١- پېښور ته د يوه ادبي هيئت په مشرۍ، چې پوهاند رښتين او مرحوم استاد خادم هم ور سره مله وو.
٢- مسکو ته د يو کلتوري هيئت په مشرۍ.
٣- د ختيځپوهانو پنځه ويشتم کانګرس کې د ګډون په منظور مونشن ته سفر، چې په دې سفرکې يې د خوشال خان خټک او پښتو ټولنې په باب دوه کنفرانسونه ورکړي دي.
٤- د آسيايي او افريقايي ليکوالو په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاشکند ته سفر.
٥- د افغان  - شوروي د دوستۍ ټولنې په بلنه د يوه هيئت په مشرۍ مسکوته سفر.
٦- د ختيځپوهانو په شپږويشتم کانګرس کې د ګډون په منظور د يوه هيئت په مشرۍ مسکو ته سفر. په دې کانګرس کې يې د خوشال خان او رحمان بابا د شاعرۍ په باب کنفرانس ورکړى دى.
الفت په دغو سفرونوکې ويناوې کړي او کنفرانسونه يې ورکړي دي او دغه لاندې ځايونه يې نورهم ليدلي دي:
مسکو، ليننګراد، سوچي، باکو، دوشنبه، تاشکند، تهران، پېښور او مونشن.
د حج سفر:
الفت د ژوند په وروستيو کلونو کې د حج د فريضې د ادا کولو لپاره بيت الله شريف ته هم تللى و.
کړه وړه او عادات:
مرحوم ګل پاچاالفت دنېکو اخلاقو خاوند، مهربان، پر خوارانو زړه سواند، پر وطن او وطني مصالحو مين شخصيت و.
لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي يو ځاى کښلي دي: ((الفت په رسمې چارو کې تکړه همکار او د ملګرو په جرګه کې خوږ او خندونکى او نکته رس ملګرى و. په مشاعره او نکته دانۍ کې ترهېچا پس نه پاتېدى او کله چې به د ((جد)) ډګر ته راغى، نو به يو مدبر، فکور او وطنپال سړى و.))
استاد عبدالروف بېنوا په دې باب وايي: (( ښاغلى الفت په اجتماعي ژوند کې يو مخى، خوش خلقه، متين او په عين حال کې د ورين تندي خاوند سړى دى. مجلس يې ډېرخوږ دى او خبرې يې مزاحيه روح هم لري...))
اجمل خټک د رهبر مجلې د ٣ ټوک په ٢٤ شماره (٤) نمبرکې ليکلي دي:
((...پاچا صاحب يو لوى پښتون، عالم او اديب او شاعر دى، په نظم او نثر دواړو کې د دې دور په وړومبي صف کې په اوچتو سترګو او دنګه غړانګه مخكې روان دى، ولې تاسې ته به هومره غلى او خوله خاموشه وي...د لغمان دا پياوړى اديب الفت، چې بيان او ليکونه يې سړى ګوري، نو د اور لمبه محشرستان معلومېږي، ولې چې مجلس کې يې ووينې، نو دومره خاموش متين او قلار سړى، چې ته به ونه وايې، چې دا هغه ګل پاچاالفت دى، چې قلم يې د ادب او شاعرۍ پيداکولو نه هډو قلارېږي نه.
د ده په ژبه به بې ضرورته خبره رانشي او د ضرورت خبره هم پخپل وار او خپل ځاى داسې په قلاره کوي، چې ته به وايې اول يې جووي او بيا يې په څه هنر، د مجلس ذهن ته د رسولو کوښښ کوي او دې سره سره موسکا د ده مستقل او حاوى صفت دى، چې دا فيصله به د الفت ډېر کم دوستان وکړى شي، چې شونډې يې موسکا ډېره کوي که وينا!
ما خو په ډېر لنډ تنګ ملاقات کې دا محسوسه کړه، چې د الفت صاحب موسکا هم له وينا نه خالي نه وي. ده خوږه موسکا څه داسې په فن او هنر بلده کړې ده، چې ترې د موسکا کاراخيستى شي هم که څوک ډېر اهم  بحث کې را ونښلي، نو د ده  تشه موسکا هغه ته  داسې جواب ورکولى شي، چې که د دليل ځاى پکې هم نه وي، نو د مينې او خلوص په زور هغه  خبره په خوږوالي کې په بل فريق پرې کړي.))
 
فکري مسير، ملي او سياسي سرګرمي:
د پښتو ژبې يو معاصر ليکوال د استاد الفت د فکري مسير په باب کښلي دي:
((الفت يو انتقادي رياست و، چې د حاکمې طبقې ارتجاعي څېره يې افشا کوله او د فساد، اختناق او ارتجاع پرضد يې کله علني او کله په رمزي توګه مبارزه کوله.)).
((الفت زموږ د هېواد له شرايطو سره سم د يوه نوي او مترقي فکر خاوند و. ده ته ملي او وطني مصالح تر هرڅه لوړ ښكارېدل او د وطن له آبادۍ، ملي حاكميت او د رنځونو له لرې كولو سره جدي علاقمند و، د ظالمانو، رشوت خورو او د نورو په وينو او غوښو د چړچه مارو له سر دښمن الفت د دغسې يو فكر په لرلو سره په هېواد كې د سياسي او ملي غورځنګونو څخه لرې نه شو پاتېدى.))
((کله چې د ويښو ځلميانو نهضت شروع شو الفت په دې نهضت کې شريک و او د دغه نهضت په خصوص کې د ده خپل هغه وختنى نظر دا دى.)):
((زلمى دانه دى، چې د بلوغ سن ته رسېدلى وي او شيطان يې وغولوي، بلکې زلمى هغه دى چې په نفس و شيطان دواړو باندې غالب وي او د هلکتوب له خويونو او خواهشاتو تېر شوى وي، د جديد عصر فضايل او مدنيت دلته راولي او په ترويج کې يې کوښښ وکړي، نه دا چې تش يې زده کړي وي يا له جديد عصر نه غلط تعليم واخلي او حريت و ازادۍ ګمان په بې قيدۍ او بې مبالاتۍ وکړي. موږ د زلميانو په مغزو کې نوي افکار، تازه نظريات د نورو علومو رڼا، د نوي عصر معانى او د جديد قرن عشق لټوو. د جديد قرن عشق، يعنې د وطن مينه او ملي محبت، مګر تش په خوله نه، بلکې هغه مينه او محبت، چې په کار او عمل کې ظاهرېږي...))
((الفت دغه مهال د سردار شاه محمودخان د حکومت له نيم بندې ازادۍ نه په ګټې اخيستنې سره وکولاى شول، چې د هېواد د نورو فکورو او منورو شخصيتونو په ملګرتيا په هېواد کې د سياسي مفکورو د پياوړتيا او د ملي غورځنګونو د پرمختيا لپاره کاروکړي.
 هوکې! په همدې نيامت يې د((اولس)) ملي جريده را وايسته. د دې جريدې د امتياز خاوند ګل پاچا الفت و، دا جريده د ١٣٣۰ل کال د جوزا له مياشتې د ١٣٣٢ ل کال د عقرب تر اخره نوموړي الفت سرته رسولې ده.
تر ١٣٣٢ ل کال وروسته په هېواد کې د ملي جريدو خپرېدل او د سياسي مفکورو د تبليغ په باب علني فعاليتونه بند شول او الفت دغه وخت له خپل رسمي موقف نه په استفادې وړاندې د خپلو ادبي ليکنو او تخليقي ايجاداتو له لارې د ملي او سياسي مبارزې سنګر تود وساته. کله چې تر ١٣٤٥ ل کال راوروسته بيا په هېواد کې د قسمي ديموکراسۍ په رامنځته کېدو سره د ملي غورځنګونو او سياسي فعاليتونو د ودې لپاره زمينه برابره شوه، ملي مطبوعات منځته راغلل، الفت بياهم غلى نه و، بلکې له خپل ملي فکري مسير سره سم يې د جامعې، د اصلاح، د ظلم او بېعدالتۍ د له منځه وړلو لپاره، د قلم په ژبه، سياسي مبارزه پيل کړه، خصوصاً په ١٣٥٠- ١٣٥٢ کلونو کې يې په افغان جريده کې ډېر سياسي مضامين په پښتو او پارسي ژبو په خپلو اصلي او مستعارو نومونو وليکل.))
 
څنګه، چې دمخه مو اشاره وکړه، الفت د خپل وخت يو رياليست ليکوال او شاعر و او د خپل وخت د حاکمه طبقې له ناوړو کړو وړو څخه يې پرده او چته کړې،  د مظلومانو پر حال يې ژړلي او ظالمانو ته يې بد کتلي. څومره روښنفکرانه افکار چې د الفت په اشعارو کې د ټولنې د ويښتيا لپاره ځلېدل، د ډېرو کمو ليکوالو په اشعارو کې دا شان شور او زوږ  موجود و.
نو په دې وجه يې د خپل  عصر د نويو افکارو مخکښ او سرغندوى بللى شو. دغه راز کله چې د ويښ زلميانو غورځنګ جوړ شو الفت يې له مخکښانو څخه و او بيا کله، چې تر ١٣٢٢ل کال وروسته د ويښ  زلميانو غورځنګ د ځينو غړو ترمنځ درز پيدا كېږي او يوازې د انګار جريده تر پايه پورې د ويښ زلميانو نوم ساتي، الفت هم تر پايه پورې له نورو پښتنو فرهنګيانو، لکه: ساپي، خادم، انګار، رښتين، تره کي او بېنوا سره په دې غورځنګ پاتې کېږي. دې غورځنګ د هېواد په ځينو ولايتونو، لکه کندهار، پکتيا، کابل او ننګرهار کې څانګې لرلې، چې د کندهار د څانګې مشر استاد عبدالروف بېنوا، د پکتيا د څانګې مشر غلام محى الدين زرمتى، د کابل د څانګې مشر نور محمدتره کى او د ننګرهار د څانګې مشر الفت او خادم  وو.
نو په دې ډول ويلى شو، چې د ويښ زلميانو په غورځنګ کې هم د استاد الفت رول ټاکونکى او بارز و.
پارلماني مصروفيتونه:
ګل پاچا الفت د افغانستان د پارلمان ( ملي شورى) ولسي جرګې په اوومه، اتمه او دولسمه دوره کې د لغمان د کرغيو او د ننګرهار د جلال آباد خلکو و کيل و. د ملي شورى په اوومه دوره کې يې د شورى دويم مرستيال ټاکل شوى و. الفت د وکالت په ټولو دورو کې له خپلو پارلماني حقوقو ناوړه استفاده نه ده کړې او د ملت حقوق يې د خپلو شخصي ګټو په منظور تر پښو لاندې کړي نه دي، بلكې د يوه باديانته او با وجدانه وکيل په توګه  يې د خپلو موکلينو او د افغانستان د محرومو خلکو د ګټو ملاتړ کړى دى. د حکومتونو قدرت ته، په دغو دورو کې لکه د ډېرو وکيلانو په څېر نه دى تسليم شوى، د هغه وخت په جريدو او د شورى او ولسي جرګې په نشريو کې د ده خپرې شوې ويناوې او آراوې د دې وينا ښکارندويې دي.
صحافي مصروفيتونه:
ګل پاچا الفت د زېري جرېدې د چلوونکي، د کابل مجلې او اتحاد مشرقي د مسوول مدير، د ولس جريدې د امتياز خاوند او د ((کابل کالنۍ)) د څو ګڼو د منتظم، مرتب او مهتمم په توګه کارکړى دى. دکابل مجلې د مديريت پر وخت يې څو کتابونه هم چاپ کړي دي، چې په دې توګه موږ د ده هڅې د يوه صحافي په توګه هم نه شو هېرولاى.
الفت د زېري پر لومړۍ نشراتي دوره او پر اووم نشراتي کال ښايي تر مولوي صالح محمد هوتک (١٣٣٩ ل مړ) وروسته د زېري جريده چلوله.
دغه وخت زېرى دوه مخيزه او د قلمي اهدافو لپاره خپرېده، صحافت يې هم دوديز و، په ډبرين چاپ خپرېدله، کومه فوق العاده ښيګڼه يې نه لرله. پر داسې مقاصدو سربيره يې د هغه وخت ادبي مطالب هم خپرول.
خوکله چې ګل پاچاالفت دکابل مجلې مديرو ټاکل شو او د دې مجلې هغه ګڼې، چې د ده د معاصرو اصولو له معايرو سره برابرې دي او د دغو مجلو مطالعه د الفت څېره د يوه پياوړي مجله چلوونکي په توګه رابرسېره کوي.
د الفت په مسووليت چاپ شوې ګڼې، د مسلکي اختصاصي مجلې ټولې ځانګړنې لري، که د کابل مجلې پنځوس کلن نشراتي کلونه، د مديرانو د کار د دورو پر اساس وڅېړو، نو د الفت دوره د برياليو مديرانو کتار کې د اوليت حق لري.
د الفت د مسووليت پر وخت کابل مجلې سربېره پر علمي او تحقيقي موضوعاتو او ترجمو ځينې کتابونه هم په متفرق شکل خپاره کړي دي، لکه د غنمو وږى، پښتو سندرې، د پيرمحمد کاکړ دېوان، د افغانستان پخوانى تاريخ او د پښتانه شعرا د درېيم ټوک لپاره مواد.
د کابل مجلې ترمسووليت وروسته الفت د اتحاد مشرقي مسوول مدير شو. اتحاد مشرقي دولتي اخبار و او د هماغه وخت د دولت د پاليسيو او غوښتنو ښکارندويي يې کوله، الفت لکه نور اخبار ليکونکي د دولت مطرحو پاليسو په رڼا کې دغه اخبار چلاوه، خو د ده ابتکار په دې کې دا و، چې ذوقي او ادبي موضوعات يې په کې زيات خپاره کړل. د ورځپاڼې ليکنې د اوصولو له مخې دغه اخبار کوم ابتکاري اړخ نه لري، بلکې زموږ د هېواد له شرايطو سره سم دوديز اخبار دى.
الفت کابو دوه کاله د ولس د ملي جريدې د امتياز خاوند و، چې د چلونې او مضمون ليکنې زيات کار يې په ده پورې اړه درلوده، نو ځکه د دغې جريدې خپرونې هم د ده په صحافي فعاليتونو پورې اړه پيدا کوي، د دې جريدې مضامين، ملي، اجتماعي، انتقادي او سياسي دي، فکري اشعار هم په کې په کافي اندازه خپاره شوي دي، خو دا چې دغه اخبار په ګستنري ډول چاپېده، نو يې صحافتي خوا ځکه نيمګړې ده او له دې پلوه يې ارزښت دومره لوړ نه دى. سربېره پر دغو صحافي فعاليتونو، الفت د کابل کالنيو په ترتيب، تنظيم او چاپ کې هم برخه اخيستې ده او دغه لاندې کالنۍ د ده په اهتمام او مسووليت چاپ شوې دي:
١- د ١٣٢١ ل کال کالنۍ.
٢- د١٣٢٢ ل کال کالنۍ.
٣- د ١٣٢٣ ل کال کالنۍ.
د الفت په مسووليت خپرې شوې کالنۍ د کابل کالنيو په لړۍ کې تر نورو کالنيو پاتې نه دي، هم يې صحافي خوا بشپړه ده او هم يې علمي او معلوماتي خوا.
د تدريس چارې:
الفت د خپلو مصروفيتونو تر څنګ د کابل پوهنتون د حقوقو او ادبياتو په پوهنځيو کې د استادۍ چارې هم سرته  رسولي او په بېلابېلو مواقعوکې يې د دغو دوو پوهنځيو د ځينو صنفونو شاګردانو ته تدريس هم کړى دى.
په نړيوالو سيمنارونوکې ګډون:
الفت په ځينو نړيوالو سيمنارونو کې د ګډون لپاره بهرنيو هېوادونو ته هم تللى دى. پر دې سربيره په هېواد کې د جوړو شويو نړيوالو سيمينارونو غړى هم و.
په دغو سيمينارونو کې يې ويناوې کړي او علمي مقالې يې لوستي دي، لکه:
١- د خواجه عبدالله انصاري (٤٨٢ هـ ق مړ) د نهه سوم تلين په نړيوال سيمينار.
٢- د نورالدين عبدالرحمٰن جامې (٨٩٨ هـ ق مړ) د زوکړې د پنځه سوه پنځوسمې کاليزې نړيوال سيمينار.
٣- د خوشال خټک (١٠٢٢ -١١٠٠ هـ ق ) په کابل کې جوړ شوى لومړنى نړيوال سيمينار، په دې سيمينار کې يې((د خوشال خان د اشعارو اجتماعي او اخلاقي خوا)) ترسره ليک لاندې مقاله لوستې وه.
سربېره پردې الفت له ١٣١٤ ل کال راپه دې خوا د هېواد په موقوتو خپرونو کې پرله پسې خپلې مقالې او اشعارچاپ کړي دي، غنيمت اثار او ليکنې يې پښتو ادب ته پرې ايښي دي.که د الفت د ټولو علمي او فرهنګي هڅو جاج  واخيستل شي، نو بې له شکه دى د پښتو د معاصر ادبي غورځنګ په سر لارو کې د مشرتابه حق لري او پر ځاى ده، چې موږ يې استاد وبولو او د ده درنو ادبي او ګټورو اثارو ته د احترام سر ټيټ کړو.
اثار او ليکنې:
که سړى د استاد ګل پاچا الفت د اثارو مطالعه ولري، نو به ور زباد شي، چې د ده اثار په عمومي ډول ترپنځه کتګوريو لاندې مطالعه کېدى شي:
١ – تخليقي اثار.
٢ – تحقيقي اثار.
٣ – تحليلي اثار.
٤ – ترجمې.
٥  - په نورو ژبوليکنې.
١- تخليقي اثار:
د استاد ګل پاچا الفت په اثارو کې د ارزښت وړ اثار، د ده تخليقي ايجاديات دي، چې هم د هنري اړخ له پلوه بشپړ دي او هم د موضوعي. د ده تلپاتې تخليقي اثار زموږ د ژبې په معاصرو ادبي اثارو کې په ډېره او چته پوړۍ کې ځاى نيسي، لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي د ده په هنري تخليقاتو کې لاندې ښېګڼې ښوولې دي:
١ – جمال چې د الفاظو او کلماتو غوره کول ( انتخاب) او بيا د هغه اوډنه (ترتيب) او پيودونه (نظم) يې غټې نښانې دي.
٢ – برهان او استدلال که د فطرت له هره مظهره څخه دى، يو منلى دليل جوړولى شي او د ده په نظر کې د دنيا ټول مظاهر د استدلال لپاره څرګندې نښې دي.
٣ – انتقاد دده د هنر غټه ښېګڼه ده. دى د مظلومو خواخوږى دى، د اجتماعي ظلمونو سخت دښمن دى، په خپل ليک کې که منظوم وي که ولسي، تجاوزاتو ته ګوته نيسي او د ده قلم په دې خوا کې ډېر تېره دى، د ظالمانو اسرار لټوي او د مظلومانو او لوڅو لغړو په کوټو ورننوځي، د دوى د فلاکت او بدبختۍ حال ګوري او هغه د ولس د عبرت لپاره په داسې ژبه بيانوي که د چا زړه ډېر کلک هم وي بيا به هم اغېزه پرې وکړي. د الفت هېڅ منظوم او منثور ليک نه شته، چې له دغو ښېګڼو ځنې تش وي، ځکه نن د پښتو ليکوالو په ډله کې الفت تر ټولو مخکې ودرېږي او د ده ليکونه د پښتو ادب شمله ګڼلى شي.
د استاد الفت تخليقي اثار په لومړي سرکې په دوو عمده څانګو بېلږي:
منظوم او منثور اثار: په هنري، ادبي او فکري لحاظ د ده منظوم او منثور اثار دواړه خاصې ښېګڼې او مزاياوې لري، چې يوله بله بېرته نه پاتېږي، خو ځنې خلک يې منظوم تر منثورو ښه ګڼي او ځينې نور يې بيا منثورو ته تر منظومو هغو ښه وايي.
الف: منظوم اثار:
د ده منظوم اثار په شکلي لحاظ په غزل، قصيدې، رباعي، مثنوي او نورو فورمونو کې ويل شوي دي، کله کله يې د پښتو په خپلو اصيلو او ملي فورمونو کې هم ځينې اشعار ويلي دي، چې نمونې يې موږ د استاد په ځينو مجموعو کې پيدا کولاى شو.
په موضوعي لحاظ د استاد اشعار اجتماعي، ملي، وطني او انتقادي خواوې لري، خو کله کله دمينې سندرې هم بولي او بعضې وختونه عرفاني تمايلات هم ښيي، خو فکري خوا د ده په ټولو تخليقي اثارو کې درنه ده.
د استاد منظوم چاپي او ناچاپ اثارپه لاندې ډول دي:
 ١-  د پسرلي نغمه:
دغه مجموعه د استاد د منظوموتخليقي اثارو لومړنۍ چاپي مجموعه ده، چې څو پسرلني او اجتماعي شعرونه په کې خوندي دي. دا مجموعه پر ١٣٢٠ ل کال په وړه کچه، زر ټوکه، ٤٠ مخه په دولتي مطبعه کې چاپ شوې ده.
٢- ښه لمسون:
دا د استاد دويمه راټوله شوې مجموعه ده، چې د ده (٣٨) ټوټې ملي، وطني، پښتني او اجتماعي، اشعار په کې خوندي دي او خطي نسخه يې د ده په خپل خط ( ٧٠)  مخه په ملي ارشيف کې خوندي  ده او د ملي ارشيف په خطي کتابونوکې يې نومره (٤، ١٤٤ ) ده. مجموعه پر ١٣٢٠ ل کال ترتيب شوې ده او په پيل کې يې استاد يوه مقدمه ګوټې هم کښلې، چې ځينې برخې يې دا دي: (( که څوک د شعر اوسنى تعريف په نظر کې ونيسي او په نننۍ دنيا کې ښې سترګې وغړوي، دابه ورته څرګنده شي، چې نن د دنيا ژوندي ملتونه له شعر او شاعري ځنې يوازې همدغه هيله نه لري، چې د خلکو سترګې د جمال او طبيعي مظاهرو خواته راواړوي او د اورېدونکي په طبيعت کې تش همومره قبض او بسط پيداکړي، چې د يوه ساعت خوشحالتيا موجب وګرځي او نور څه اثر ورباندې مرتب نه شي.
هو! نن شعرته په هغه پخوانۍ سترګه نه کتل کېږي، چې يا به د شتمنو او لويو خلکو په دروازو کې ويل کېده او يا به ميخانو او خراباتو کې اورېدل کېده، ځکه چې نننى شعر له دې ابتدايي مراحلو ځينې ډېر وړاندې شوى دى او د ملتو په حال کې مسيحايي تاثير لري. نن شعر د اسرافيلي شپېلۍ داسې زړونه را ويښېږي، چې سړى ورباندې د مړو ګمان کوي، نن دا کولى شي چې پخپل حرارت او حرکت يو ملت د خپل حيات او بقا دپاره هر راز مشکلاتو ته وړاندې کړي اود هر چا په زړه کې مړاوى اور تازه کړي.))
٣- عالي افكار:
 د استاد د اشعارو درېيمه مجموعه ده، چې د ١٣٢٧ ل کال پر ثور (٧٠٠) ټوکه دننګرهار په دولتي مطبعه کې، په ٥٨ مخونو کې چاپ شوې ده. د دې مجموعې  د روح او محتوى د څرګندونې لپاره اړ يم، چې د دغې مجموعې دوه نمونې، چې يوه د پـښتو شاعرۍ په ملي اوزانو کې ويل شوې ده، تا سوته وړاندې کړم:
وينا ته چې يې ګورې د وطن په غم غمجن دى
                               پرې مه غولېږئ غل دى
په ژبه هرڅه وايـــي، وطــــن او ملت ستايي
                                        په دې غم مبتلا يي
مجلس د صادقانو ته راغلى په څه چل دى
                                پرې مه غولېږئ غل دى
د خپل مطلب لپاره، هر ځاى ته لرې لاره
                                           تل ګرځي ناقراره
د خپل شخصي غرض نه تېرېږي ګوډ او شل دى
                                      پرې مه غولېږئ غل دى
شپو يې که په سر وي ،په غاړه يې کالر وي
                                           په پوهه معتبر وي
په بد نظر يې ګورئ که يې بل شانې عمل دى
                                     پرې مه غولېږئ غل دى
 
بله بېلګه:
زموږ په محله کې يو دوه ماموران دي
تنخوا او په رتبه کې څه فرق نه لري يو شان دي
خوراک د يوه هر شپه نرۍ وريجې چرګان دي
د ورځې کبابونه سالنونه نورشيان دي
د بل مامور په کورکې ماشومان ګورم چې ژاړي
پخ کړي يې پيتي وي دوى شوروا له موره غواړي
سل رنګه نعمتونه د هغه کور کې پخېږي
مېوې لمدې او وچې په کې هر وخت پيدا کېږي
د ښار مامورين واړه د هغه کور کې عذرېږي
د ښې ډوډۍ صفت يې مجلسونوکې تل کېږي
سهار يې په کاله کې پراټې شودې هګۍ دي
په هره ورځ پېروي شيرچايونه په چرګۍ دي
دا بل مامورکره کله سابه کله شوروا وي
به مياشت کې دې يو دوه ځله نرۍ وريجې روا وي
مدام د پوروړو ورسره غم او سودا وي
يوه تنخوا تر بلې نه رسېږي حال يې دا وي
هغه څنګه مامور دى د دې بل ولې دا حال دى ؟
د غور خاوندانونه زما دا رنګه سوال دى!.
٤ – د ازادۍ پيغام:
د استاد الفت د پښتني ننګ او غيرت او د پښتنې او ملي احساس زېږنده اشعار،  د ازادۍ په پيغام کې راټول شوي دي. دغه مجموعه چې پښتنو شاعرانو ته يې اهدا کړې ده. دوه زره ټوکه په ښکلې قطع، په افسټ ډول، په دولتي مطبعه کې چاپ شوې ده.
په مجموعه کې د استاد ديارلس پاړکي خوندي دي او د شعرونو عمومي روحيه يې داده:
د دې لوړغرونو وږمه يم
راويښ کړى مې پښتون دى
د مېړانې سرنامه يم
ازادي زما مضمون دى
د غيرت او ننګ نغمه يم
هر آهنګ مې ډېرموزون دى
د خيبر غرونه رغونه ماپه سرو وينولړلي
غليمان د پښتنو مې پښتنو باندې وژلي
٥-  غوره اشعار:
د استاد الفت د اشعارو ترټو لويه مجموعه ده. دغه مجموعه پر ١٣٣٤ ل کال، ٢٥٦ مخه، دوه زره نسخې، د پښتو ټولنې له خوا په افسيټ ډول، په دولتي مطبعه کې چاپ شوې ده.
۶- د زړه وينا:
د استاد الفت د اشعارو وروستۍ چاپي مجموعه (( د زړه وينا)) نومېږي، دغه مجموعه په دوه ډوله ( لويه او وړه کچه) ١٢٢ مخه، په پوهنې مطبعه کې په افسيټ ډول چاپ شوې ده. مجموعه پر ١٣٤١ ل کال پښتو ټولنې خپره کړې ده. په پيل کې يې د ځينو اديبانو او شاعرانو تقريظونه هم چاپ شوي دي.
 
٧ – ناچاپ اشعار:
د استاد ځينې نور اشعار، چې تر اوسه يا نه دي چاپ شوي او که ځينې يې په ځينو مهالنيو خپرونو کې چاپ شوي هم وي، په يادو شوو مجموعو کې نه دي راغلي.
د استاد الفت د اشعارو د مجموعو په باب يوه بله خبره هم د يادونې وړ ده، چې ځينې مجموعې يې تکراري اشعار هم لري او دابه په دې مانا وي، چې د يوې مجموعې شعرونه يې بلې ته هم انتخاب کړي او راوړي دي.
 
ب: منثور تخليقي اثار:
لکه چې ويل کېږي، د الفت منثورې ټوټې هم لکه اوډلى نظم هسې خوند لري، بې ځايه خبره نه ده. د ده منثور تخليقي اثارهم لکه منظوم اثار يې زړه وړونکي او جذاب دي. په موضوعي لحاظ هم دغه اثار د ټولنې دردونه تمثيلوي، اجتماعي فسادونو ته ګوته نيسي او د کليوالو خلکو له ژوند سره اړه لري، بېوزلو بزګرانو او خواريکښو شپنو او نورو خوارانو بد حال او د ظالمانو چړچې، مزې او ناروا دى په ډېرو هنري اشکالو کې څرګندوي. کله کله د طنز او مزاح روح، چې اجتماعي مقاصد پرې ولاړ وي، د ده په منثورو ټوټو کې تجلي مومي.
 
د استاد الفت منثور تخليقي ايجادات دادي:
١- بله ډيوه:
د استاد الفت د هنري نثر دغه ښکلې ګېډۍ پر ١٣٢٠ ل کال ٩٥ مخه، پنځه سوه ټوکه په دولتي مطبعه کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوې ده. په مجموعه کې مضامين ترشلو بېلو بېلو سرليکونو لاندې خوندي شوي دي او د کتاب له هغې مقدمې څخه، چې  درانه ليکوال او محترم استاد (ع- ب) پرې کښلې داڅرګندېږي، چې د ښکلو نثرونو دغه مجموعه د درسي مقاصدو لپاره کښل شوې ده.
٢- نوى سبک او نوى ادب:
د استاد الفت د هنري تخليقي منثورو اثارو دويمه مجموعه ده، چې ټول ٦٣ مخونه لري  او د داخلي نشرياتو له خوا (٥٠٠ ) ټوکه په دولتي مطبعه کې، په وړه کچه چاپ شوې ده.
٣- غوره نثرونه:
د استاد الفت د هنري نثرونو لويه او بشپړه مجموعه غوره نثرونه نومېږي، چې پر ١٣٣٦ ل کال د پښتو ټولنې له خوا (٢٥٠٠ ) ټوکه په دولتي مطبعه کې چاپ شوې ده. د مجموعې مخونه ١١٨ دي. استاد الفت چې کومه مقدمه د دغه اثر په پيل کې ليکلې، يو ځاى يې ليکلي دي:
((...د دې کتاب پاڼې زما د ډېرې مودې د خاطراتو يوه برخه ده، چې زما په نظر ادبي قېمت لري او زه يې خپل غوره نثرونه ګڼم.))
 
(٢) تحقيقي اثار:
استاد الفت د خپلو مهمو او جالبو تخليقي اثارو تر څنګه په بېلوبېلو برخو کې تحقيقي اثار هم رامنځته کړي دي، چې لاندې به د ده دغه ډول اثار په ګوته کړو:
الف: ژبنۍ څېړنې:
استاد ګل پاچا الفت په دوديزه توګه د ژبنيو مسايلو په باب هم څېړني او ليکنې کړې دي، چې زه به يې د ځينو مقالو او په دې خصوص کې د کتابونو معرفي وړاندې کړم:
١ – لغوي څېړنه:
د استاد ژبنيو څېړنو په باب مستقل چاپ شوى کتاب دى، چې دغه موضوعات څېړي:
((په پښتو کې بدليدونکي توري، ځاى بدلوونکي توري، لوېدونکي توري، پښتو لغوي استعداد، مرادف لغات، د ليکنو لغاتو معنوي سهوې، د لغاتو پلټنه)) دغه اثر ٨٤ مخه لري، پر ١٣٣١ ل کال په وړه کچه، په دولتي مطبعه کې، دپښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
تر دغه مستقل چاپ شوي کتاب دمخه او وروسته هم استاد  الفت ژبنۍ څېړنې کړي دي، چې د مقالو په ترڅ کې يې په کابل کالنيو او کابل مجلې کې خپرې کړي دي. زه به د استاد  د دغه ډول ځينو مقالو يادونه وکړم.
١- پښتو ته يوه کتنه: په دې مقاله کې پر لغاتو، پر مصادرو، قواعدو او محاورې باندې بحثونه شوي دي.
٢- د پښتو په شاوخوا کې: په دې مقاله کې تر مقدماتي خبرو وروسته مترادف لغات د پښتو ادبي خصوصيات څېړل شوي دي.
٣-  چندنکته در گرامر و لغت پشتو: دغه مقاله دپښتو ګرامر دځينو خواو او لغاتو په باب استاد په پارسي ژبه کښلې ده.
٤ – پښتو مصدرونه:
٥- کړه او فعلونه:
٦- متعدي او لازمي افعال: د ده نورې مقالې دي، چې ماليدلي دي او په دې خصوص کې نورې متفرقې ليكنې هم لري.
 
ب – د ليکوالۍ ( املا- انشاء ) په باب څېړنې:
ګل پاچا الفت زموږ د پښتو د اوسني ادبي غورځنګ په سرلارو کې تر هر چا زيات د ليکوالۍ (املا- انشاء ) په باب ليکنې کړې دي. په دې باب د ده لومړنۍ مقاله پر ١٣٢١ ل کال ((د پښتو ليک)) ترسرليک لاندې او بله مفصله مقاله پر ١٣٢٣ ل کال ((د پښتو نثري سبکونه)) ترسرليک لاندې خپره شوه. ده بيا په دې خصوص کې مفصل اثار وليکل او نشر کړل، چې زه يې لاندې معرفي کوم:
١ – څه ليک يا ليک پوهه:
د املا او انشاء په باب د استاد الفت لومړنى اثر دغه دى، چې پر ١٣٢٨ ل کال، ٦٠٠ ټوکه، ٩٦ مخه، په جلال اباد کې چاپ شوى دى.
استاد د دغه کتاب د ليکلو هدف پخپله داسې بيانوي:
((لازمه ايسي، چې ليکونکى د خپلې ژبې له ادبي قواعدو او فصاحت له اصولو خبر شي او کوښښ وکړي، چې خپل ليک ښه کړي، يعنې يو څه ښه صحيح، سليس، خوږ، عام فهمه، فصيح او بليغ وليکي. د همدې مطلب لپاره زه غواړم، چې د پښتو د ابتدايي او نويو ليکونکو دپاره څه ناڅه لارښوونه وکړم او په دې لاره کې لږه رڼا پيداکړم، ګوندې د پښتو د املا او انشاء د تعليم په سلسله کې يو کوچنوټى خدمت وباله شي او لږ غوندې مفيد واقع شي)).
د استاد تر مقدمې وروسته بيا پر املا د تنقيط علامات، انشاء، فصاحت، معاني او بلاغت بيان شوي او دکتاب تر ٤٧ مخ وروسته((د انشاء او څه ليکلو نمونې)) تر سرليک لاندې، پر دې کتاب د لوى استاد پوهاند حبيبي، س،م، استاد بېنوا، استاد خادم، مرحوم سعيداو پوهاند رښتين تقريظونه او نظريات چاپ شوي دي.
ارواښاد استادقيام الدين خادم (١٣٥٨ ل مړ) د دغه اثر په باب کښلي دي: ((څه ليکل ياليک پوهه مې له اوله تر اخره وکتله، پس له يوې مقدمې، چې د قلم زورپه کې له ورايه نارې وهي، د املا، انشاء، فصاحت، بلاغت، کنايې، استعارې، مجاز، بحثونه، د کلام محاسن او مصايب، د تنقيط اصول او داسې نور ادبي مباحث په ښه خوږه ادبي ژبه او خوندورې لهجې سره، د ښو مثالونو او تمثيلاتو په وجيز او لنډ صورت شوي دي، کتاب مختصر ولې معنا دار دى، زه يې يو مغتنم تاليف بولم)).
(٢) املا او انشاء:
د استاد د دې سلسلې دويم کتاب دى، چې د لومړي کتاب مطالب يې په څه بشپړ شکل په کې راوړي دي، دغه کتاب پر ١٣٣٨ ل کال پښتو ټولنې خپور کړى دى.
(٣) ليکوالي ( املا او انشاء):
 په دې لړکې د استاد درېيم کتاب په دې نامه يادېږي او دا ددې سلسلې د دويم نومره کتاب بشپړ شکل او دويم چاپ دى، چې تر لومړي چاپ څخه زياتونې هم په کې شوي او زياتې برخې لري. دغه کتاب پر ١٣٢٩ ل کال، ٢٢٠ مخه پښتو ټولنې  درې زره نسخې) په دولتي مطبعه کې چاپ کړى دى. د دې کتاب مطالب دادي: ((املا ټکي او ليک نښې، د املا په  باب  د پښتو ټولنې فيصلې، پښتو املا په پښتو کتابو کې، انشاء (ليکوالي) سبک، دخوشحال سبک، دحميد سبک، پښتو څنګه وليکو، په پښتو کې ځينې لغوي او ګرامري تغيرونه، ګرامري اختلاف، ادبي انتقاد، شعر، او ادب، د ادب راز د پښتو پخواني نثرونه، اوسنى نثر)) او بيا په کتاب کې ترپايه د اوسني نثرنمونې راوړل شوي دي.
دا اثر نه يوازې د زده کوونکو او محصلينو لپاره د اړتيا وړ يو مهم اثر دى، بلکې د ټولو هغوکسانو لپاره، چې ليک ليکي د يوه لارښود اثر ارزښت لري.
په دې اثر کې د يوې ښې ادبي ليکنې او اثر لپاره د شپږويشتو په شاوخوا کې مهم ټکي په ګوته شوي، چې د هغو په تطبيق او مراعات سره کېدى شي، يوه ادبي ليکنه خپل لوړ معيار ته ورسېږي.
ج: ادبي څېړنې:
استاد ګل پاچا الفت د ادبياتو او ادبي مطالعاتو په باب هم تحقيقي څېړنې کړي دي، چې په هغوکې يې تر ټولو مهم اثر((ادبي بحثونه)) نومېږي. دغه اثر پر ١٣٣٢ ل کال، ١٤٤ مخه، دکابل په عمومي مطبعه کې، د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى. ادبي بحثونه لومړى په کابل مجله کې پرله پسې خپور شوى و، بيا په کتابي بڼه راټول شو.
د:  دپښتو ادبي تاريخ او ادبي مشاهيرو په باب ليکنې:
استاد الفت دخپل ادبي زيار او کوښښ په لړۍ کې دپښتو ادب تاريخ او ادبي مشاهيرو په باب هم ليکنې کړې دي لکه:
١ – د پښتانه شعرا په ليکلوکې برخه اخيستنه:
د پښتانه شعرا دلومړي ټوک په ليکنه او پلټنه كې، د پښتانه شعرا د دويم ټوک لپاره د نياز محمد ګوجر، محمد ولي، حضرت علي او اکرم جان سوانح دوى کښلي دي، د پښتانه شعرا درېيم ټوک لپاره هم څلور تنه شاعران دوى معرفي کړي دي.
٢ – پښتو سندرې:
دغه کتاب پر ١٣٢٥ ل کال کې، ١٢٨ مخه، د پښتو ټولنې له خواچاپ شوى دى، لومړى په متفرق شکل کابل مجلې چاپ کړ، بيا يې کتابي شکل غوره کړ.
د کتاب پېژندنه پخپله د استاد الفت په الفاظو کې ولولئ: ((په دې کتاب کې دپښتو غوره او منتخب اشعار او هر ډول سندرې ټولې شوې دي، خو يوازې منتخب اشعار ورته نشو ويلى، ځکه چې اشعارو باندې ادبي تبصره هم شوېده او  د ادبي انتقاد روح هم په کې ليده شي، د پښتو سندرو تاريخ هم په کې په اجمالي ډول پروت دى او د شاعرانو مقابله او موازنه هم په صريح ډول تريوه حده شوې ده)).
په دې کتاب کې د پښتو، شعر د تاريخ په لحاظ ١٣٩ هـ ق څخه تر١٣٠٠ هـ ق پورې تر نظر لاندې نيول شوى دى او د دې له امله، چې د پښتو شعر سير او تحول له هغه وخته تردغه وخته معلوم شي.
کوم شاعران، چې دې کتاب کې يې د کلام نمونې راغلې دي ٣٨ تنه کېږي، وروسته تر دې د پښتو څه غوره او منتخبې لنډۍ راغلې دي او ورپسې د شاعرانو قضاوتونه، د پښتو شاعرانو په باب را اخيستل شوي دي.
٣ – ملي قهرمان:
د پښتو د اوڅار شاعرخوشال خان خټک په باب ليکل شوى کتاب دى، چې پر١٣٤٤ ل کال د قبايلو رياست له خوا، دوه زره ټوکه په شمېر، د پوهنې مطبعه کې چاپ شوى دى. ټول مخونه يې ١٢٤ دي. د استاد دغه لوړ ياد شوي دوه کتابونه (پښتو سندرې او ملي قهرمان) دوه برخې لري: يوه يې تحقيقي برخه ده او بله يې تحليلي.
هـ : اجتماعي او ديني اثار:
استاد ګل پاچا الفت د ادبي اثارو د ايجاد او تحقيق ترڅنګه تل پر مختلفو اجتماعي موضوعاتو اثار، کتابونه او مقالې ليکلې دي، چې لنډيز يې لاندې وړاندې کېږي:
١ – منطق:
په دې نامه د استاد الفت يوه رساله، زر ټوکه، ٥٧ مخه، پر ١٣٣٥ ل کال پښتو ټولنې خپره کړې ده. د دې رسالې عناوين دا دي:
نطق، د منطق لنډ تعريف، منطق، شرح تفسير او ترجمه، هغه تفسير چې په غرب کې منطق ته ورکړ شوى دى. د نوي او زاړه منطق اختلافات، د منطق مدخل، پنځه کليات او نور...
٢ – پښتونولي: د استاد ديوې مقالې عنوان دى، چې په کابل کالنۍ کې خپره شوې ده.
٣- ديني مقالې او کتابونه:
استاد الفت د اسلام د مقدس دين د اساساتو په باب ډېرې مقالې کښلې دي، چې د هېواد خپرونو په متفرق ډول خپرې کړې دي، سربېره پر دې استاد دخپل ژوند په وروستيو کلونو کې داسلامي نظرياتو پر بنا دټولنې پرجوړښت او ټولنېزو مسايلو يو مهم کتاب کښلې دى، چې پر ١٩٧٩ م – ١٣٥٨ ل کال په افسيټ ډول په لاهور کې چاپ شوى دى­.

 

­ [ښايي له دې کتاب څخه د استاد هېوادمل مقصد هغه کتاب وي، چې استاد الفت د خپل ژوند د وروستيو كلونو په بهير كې ليكلى دى. دا اثر "  اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې )) نومېږي، چې د استاد تر مړينې وروسته د هغه د زوى مرحوم عزيزالرحمن الفت په زيار ترتيب او چاپ شوى دى. دا اثر ټول ٢٤١ مخونه لري.
په افسيټ ډول، په ښکلې قطع او صحافت خپور شوى دى. د کتاب شمېر د چاپ کال او ځاى نه دى معلوم، خو د کتاب د پښتۍ پر لومړۍ مخ  د ۱۳۵۶ کال دحوت مياشت نېټه  ليکل شوې ده.
دلته دا نه معلومېږي، چې دا د چاپ کال دى که د مدون د کار د پاى نېټه ده، ځکه چې د کتاب دترتيب کار د ١٣٥٦ کال دقوس تر مياشتې وروسته، چې د الفت صيب د ژوند وروستي وختونه دي، پيل شوى دى. د دوو مياشتو په موده کې يې ايله که ترتيب کړي وي او د چاپ کار يې ممکن نه بريښي. بله دا چې د کتاب له چاپي چارو څخه داسې بريښي، چې په افغانستان کې نه دى چاپ شوى، دلته ښايي د هېوادمل صيب خبره صدق وکړي، چې وايي: (( پر ١٩٧٩م  ١٣٥٨ ل کال په افسيټ ډوله په لاهور کې چاپ شوى دى.))
د نوموړي کتاب په پيل کې په ١٤ مخونو کې د مرحوم عزيز الرحمن الفت له خوا د دې کتاب په باب يو ګټور او معلوماتي تقريظ ليکل شوى دى. داکتاب پر دې لاندې مطالبو باندې بحث او څېړنه کوي:
١ – اسلام ٢- صالح عمل، ٣ – اسلام او ايمان، ٤- اسلامي جامعه جوړول، ٥- طبقاتي جامعه داسلام په نظرکې، ٦ – امر په معروف او نهې له منکرڅخه، ٧ د ظلم مخنيوى، ٨- مرسته او تعاون، ٩ – د فرد جوړول، ١٠- مالکيت او مالي سياست په اسلام کې، ١١- د اسلامي اخلاقوغايه او اغېزه، ١٢- جود او سخا، ١٣ – اسلامي تصوف، ١٤، شريعت او حقيقت يا تشريع او تحيقيق. ١٥ – د صوفيانو مقامونه او احوال. ١٦ – د تصوف طريقې، ١٧ – د تصوف مدرسې، ١٨ – د تصوف په باب ځينې  ايتونه او حديثونه، ١٩ – متکلمين او علم کلام، ٢٠- اجتهاد. ( د تقريظ د – هـ مخونه)].

 

و- درسي ليکنې:
استاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې دکورسونو لپاره دوه درسي کتابونه هم ليکلي دي، چې لومړى يې (( پښتو کلي پنځم جلد- لومړى ټوک)) دى دغه کتاب دېرش لوسته لري او پر ١٣٢١ ل کال، ٤٦ مخه، د پښتو ټولنې له خوا دکابل په عمومي مطبعه کې چاپ شوى دى.
دويم يې: ((د پښتو کلي پنځم جلد- دويم ټوک)) نومېږي، چې دا هم پښتو ټولنې پر همدې کال، ٥٦ مخه، دکابل په عمومي مطبعه کې چاپ کړى دى. په دې کتاب کې ٣٦ لوسته راغلي دي.
 
٣ – تحليلي ليکنې او اثار:
د استاد الفت ځينې اثار او ليکنې تحليلي بڼه لري، د موضوعاتو تفصيل او تفسير يې د ده خپل تحليل دى، لکه چې دمخه مې هم ددې خبرې ذکر وکړو، چې په (ادبي بحثونه)،( ملي قهرمان)، (پښتو سندرې) او قسماً په ليکوالي نومي اثر کې ځينې داسې برخې شته، چې د استاد دتحليل زېږنده دي. پر دې سربېره استاد پر بېلابېلو وختونو تحليلي څېړنې او مقالې وړاندې کړې دي، چې د مثال لپاره يې د څو ليکنو يادونه کوم:
(١) زموږ ادبي نهضت يا اوسنى ادب:
په دې ليکنه کې د پښتو پر معاصر ادب يوه تحليلي څېړنه وړاندې شوې ده، د مخلص، پوهاند حبيبي، خادم، پژواک، رښتين، جلالي او بېنوا اشعار يې په موضوعي لحاظ تحليل کړي دي.
(٢)د پښتو اوسنۍ مشاعرې:
په دې مقاله کې د پښتو پر دوو مشاعرو تحليلي څېړنه وړاندې شوې ده، د دې مقالې تحليلونه د ١٣٢٣ ل کال د ثور پر مياشت پرجوړه شوې پسرلنۍ مشاعره او د ١٣٢٢ل کال د سنبلې پر مياشت پرجوړې شوې مشاعرې باندې ولاړ دي. د ١٣٢٣ ل کال پسرلنۍ مشاعره د ښکارندوى غوري.
پردۍ قصيده:
(( د پسرلي ښکلونکې بياکړل سينګارونه
بــــيا يـــې ولـــونــــل په غرونو کې لالونه))
باندې شوې وه.
(٢) د شعر او ادب په مجموعه کې د (شعر) په باب د استاد يوه تحليلي مقاله چاپ شوې ده، سر بېره پر ادبي تحليلي څېړنو استاد، د سياسي پېښو او اجتماعي مسايلو په باب هم ځينې تحليلي څېړنې او ليکنې لري.
لکه:
- په (ولس)، (افغان) او نورو ملي او دولتي جريدوکې د ورځنيو پېښو، سياسي او اجتماعي مسايلو په باب تحليلونه.
د شورى د دولسمې دورې ورځپېښې او تحليل د دوى بل دغه ډول اثردى.
 
(٤) ترجمې:
استاد ګل پاچاالفت د ليکنوترڅنګ ځينې ترجمې هم لري، چې دځينو هغويادونه دلته لازمه ايسي:
(١) لوړ خيالونه او ژورفکرونه:
د استاد د دغه اثر پر پښتۍ کښل شوي دي: انتخاب، تاليف او ترجمه، په دې اثرکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادو مفکرينو او پوهانو لنډې ويناوې، وجيزې او کښنې ترجمه شوې دي. کتاب ٩٧ مخه، زرټوکه، پر ١٣٣٥ ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
(٢)د ټولنې علم:
(٣) د موفقيت لاره: د استاد دوه نور اثار دي، چې له نورو ژبو يې ترجمه کړي، خو چاپ شوي نه دي.
(٤)د احمدشاه بابا افغان ترجمه او لنډيز:
دغه اثر مرحوم ميرغلام غبار (١٣٥٦ ل مړ) په پارسي ژبه کښلى دى، استاد دغه کتاب لنډ کړى او په پښتو يې ژباړلى دى، د ده ترجمه د کابل  مجلې په دووګڼوکې خپره شوې ده.
 
(٥)په نورو ژبو ليکنې:
لکه چې دمخه مې ويلي وو، استاد الفت پر خپلې مورنۍ ژبې (پښتو ) سربېره په نورو ژبو هم پوهېده، په دغو ژبو يې ليكنې کړي او اشعار يې ويلي دي:
(١ ) پاړسي ليکنې:
په پارسي ژبه د استاد کوم مستقل اثر ما ته نه دى معلوم، خو متفرقه ليکنې يې زياتې دي، چې دځينو يادونه يې په تېرو برخو کې وشوه. استاد ډېرعلمي، سياسي او ادبي مسايل، په دې ژبه کښلي دي او ښه اشعار يې هم په دې ژبه ويلي دي، چې د نمونې لپاره يې لاندې پاړکي وګورئ:
مى شنيدم از نسيم هرلحظه درباغ اين سخن
نيستم درقيد رنگ وبوچو بلبل اى چمن
مانع سيرم نه کوه و دشت وصحرا ميشود
ميتوان رفتن به يکدم از چمن درانجمن
گر ميدانى نه پايم هيچگونه سربرمتاب
مى برم بوى خوشت را درمشام مردو زن
 فارغ از قيد زمان وازمکان تنها منم   
گاه اندرباغ مى گردم گهى اندردمن
رفتن بالا و پايينم نشانت ميدهد
کاين فراز و اين نشيب هېچست اندر نزدمن.
مرحوم خان محمد خسته د ده پر پارسي اشعارو د تبصرې په ترڅ کې يو ځاى کښلي دي: (( ابتکار مضامين ازخصوصيات طبع عالى اوست در پشتو و فارسى با اقتدار تمام شعر ميگويد  و در اشعار خود بسا فلسفه حيات و ممات انساني راتبارز ميدهد.))
 
(٢) عربي ليکنې:
استاد الفت په عربي ژبه هم ليکنې لري، د ده عربي ليکنې په الفلاح مجله کې چاپ شوې دي. تردې ځايه ما د استاد اثار معرفي کړل، استاد پر دغو اثارو سربېره نور ډېرکتابونه هم ليکلي دي، چې ناچاپ دي، لکه:
(١) نوى څرک.
(٢) اجتماعي نظريات.­
 (٣) څه ګورم.
 (٤) د اشعارو مجموعې:
هغه مقالې چې استاد پر مختلفو موضوعاتو په زېري، کابل مجله، اصلاح، انيس، کالينو، ژوندون، طلوع افغان، وږمه، الفلاح، اتحاد مشرقي او نورو کې ليکلي، شمېر يې ترزرو زياتېږي.

 

­ د استاد الفت دا اثر ( اجتماعي نظريات) د هغه تر مرګه وروسته، د هغه زوى عزيرالرحمن الفت په هڅه او هاند په پېښور کې چاپ شوى دى. دا کتاب ما يوه شپه له يو چا سره وليد، خو د لوستلو فرصت راته مساعد نه شو، بيا مې ډېره هڅه وکړه، خو تراوسه پورې لاسته رانغى، د چاپ کال يې راته په ياد پاتې نه دى، د کتاب قطع او صحافت نسبتاً کوچني وو، پر پښتۍ يې ليکل شوي وو: (( د افغانستان د مجاهدينو د اطلاعتي مرکز له خوا)).
تر رسمي ملازمتونو وروسته:
د استادګل پاچا الفت وروستى دولتي ماموريت د قبايلو مستقل رياست او بيا تردې وروسته د شورىٰ دولسمه دوره کې وکالت و. تر وکالت وروسته د مرګ تر ورځې کابو اته کاله پرکور ناست او د زړه پر رنځ اخته و. د  ډاکترانو  له خوا له سختو بنديزونو سره سره هم، ده دغه اته کاله وخت خوشې تيرنه کړ، بلکې مطالعه يې درلوده او تر ١٣٥٢ ل کال پورې يې په ملي جريدو کې سياسي، اجتماعي او انتقادي مضامين خپرول، شعر خو يې د مرګ تر ورځې پورې وايه.
ژمې به د لغمان په کڅ او جلال اباد کې و، اوړى به کله کوهستان کې اوسېده او کله به هم په کابل کې په خپل کور کې د ېره و.
مړينه او مزار:
استادګل پاچاالفت ترکابو څلوېښتکلنو ادبي، ملي او اجتماعي خدماتو وروسته د ١٣٥٦ ل کال ليندۍ د مياشتې پر٢٨ مه نېټه له نړۍ نه سترګې پټې کړې او د هېواد ټول ادبي او علمي محافل يې په مړينه ويرمن شول.
دى د عزيز خان کڅ د منصور کلي په هديره کې د کابل – ننګرهار د لوى واټ پر غاړه خاورو ته وسپارل شو. په جنازه کې يې پر خپلوانو سربېره دکابل او ننګرهار ادبا وو، شاعرانو او دولتي عالي رتبه مامورينو ګډون کړى و.
د پښتو ټولنې غړي يې جنازې ته تللي وو او پښتو ټولنې له خوا يې سوانح پرمزار ولوستل شوې او د ګلانو ګېډۍ پرې د پښتو ټولنې رئيس کېښوده، فاتحه يې هم د دغې موسسې له خوا واخيستل شوه، اروايې ښاده.
کورنۍ:
استاد الفت يوه مېرمن، پنځه زامن او يوه لور لري](1) هغه څوک چې د بشريت، انساني کرامت او خپل ولس د خدمت لپاره خپل ژوند قربانوي، که د نړۍ په هرګوټ کې وي، د زړه خبره يې يوه وي.
د نړۍ يوه مبازر شخص به ويل: (( د تاريخ په ټولو دورو کې هغوى، چې د ٧٠ کلنۍ سن ته رسېدلي دي، ډېر لږ پيداکېږي، زه چې سږکال د ٧٩ کلنۍ سن ته رسيدلى يم د دغوو ( لږ پيدا) کسانو په ډله کې راځم، که څه هم روغتيا مې د تېرو کلونو په پرتله يو څه کمزورتيا موندلې ده، لېکن ضمېر مې هماغسې روښانه دى.
ما د ژوندانه په دوران کې په صميمانه ډول خپل ملت او هېواد ته خدمت کړى دى، که اوس له نړۍ څخه ولاړ شم، نو شرمنده نه يم او يوازې په دې کار افسوس کوم، چې نور نه شم کولاى زيات خدمت وکړم.
زما تر مرګه وروسته دې د ماتمي تشريفاتو له سرته رسولو څخه ډډه وشي، چې د خلکو وخت او پيسې بې ځايه مصرف نه شي.))(2)
الفت صيب د احساس، مينې او عاطفې د سمبول په توګه په خپل ژوند کې هرڅه چې له لاسه وشول، د خپل ولس د خدمت لپاره يې ترې کار واخيست او په خپل وصيت ليک کې يې داسې څه ويلي، چې وروسته تر مرګه هم د خلکو د خدمت لپاره په کې د ده مينه له ورايه ښکاري.
                                                وصيت
غواړم چې مرګ مې وي په شان د يو فقير
نه دې په کې وير وي نه د خلکو ډېر بهير
نه دې راډيو کې وي زما د مرګ اعلان
نه دې وي زما په قبر خان وبيک امير
خاورو ته دې وسپاري ما هغه دهقانان
هغه چې کري تخم او وړي خير يې کثير
نور څه وړم عجز نياز به وړمه خداى ته
رحم او کرم ته به يې وړم عذروتقصير
لاس کې څه نه وچې نهر وږي ماړه کړم
زړه کې خو څه و چې يې په دوى کړمه ذهير
ښه به وي که لږمې دا تياره قبر رڼا کاندي
که مې رڼا کړي وي د چا ذهن وضمير
مه کړئ د ريا لپاره ماپسې خيرات
ځان پسې نه غواړم خيراتونه چشمګير
ورکړئ غريبانو ته که وي زما څه مـال
پټ غوندې له خلکو چې پکې نه وي تشهير
خداى ته ډېر ډېر نږدې وي له هر چا څخه الفته
هغه چې دنيا کې وي غريب خوار و حقير.
کومه بله خبره، چې دالفت صيب د دې نثرونو په باب يې يادول ضروري برېښي هغه د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې د هغه د ليکنو او نثرونو خپرېدل دي. ماچې له کومو خپرونو څخه د هغه نثرونه راکښل، نو کله کله به له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ شوم، د هغه نورې ليکنې هم دومره خوږې وې، چې سړي فکرکاوه داهم تخليقي نثرونه دي، د يو چا پرکتاب له تبصرې څخه نيولې تر ژباړې، تحقيقي، انتقادي او تحليلي ليکنو پورې ټولې دومره خوږې دي، چې کېدى شي د الفت صيب دويم تخليقي نثرونه يې وبولو.
ماچې د دې اثر د ټولولو په ترڅ کې کومې ژباړې ولوستلې، نو دومره لذت مې ترې واخيست، چې حد نه لري. که چېرې د ژوند د ستونزو په نورو برخو کې مصروف نه شوم، نو ضرور به د ادبياتو په برخه کې د الفت صيب د ژباړې يوه مجموعه ترې جوړوم، چې ټولنه او خلک ترې، لکه ( لوړ خيالونه او ژورفکرونه) ګټه واخلي.
د استاد الفت يو شمېر ليکنې د هغه په مستعارو نومونو هم خپرې شوې دي، خو تخليقي نثرونه يې اکثراً په خپل اصلي نوم او لنډ نوم (ګل پاچاالفت) خپرې کړيدي، ما د هغه په مستعارو نومونو د هغه دتخليقي نثرونو لټون هم وکړ، نورې ليکنې مې زياتې پيدا کړې، خو تخليقي نثرونه مې دګوتو په شمار وموندل، چې له هغو څخه هم ځينې د هغه په اصلي نوم خپاره شويدي.
د الفت صيب په دې نثرونو کې داسې نثرونه هم شته، چې سرليکونه يې يو شان وو، خو متن او تريوې اندازې يې محتوا تغير موندلى دى، ما دا واړه متنوته راوړي، لکه (شعر او ادب) او (ماشومان ) داسې نثرونه هم په کې وو، چې عنوانونه يې بېل بېل وو، خو متن او محتوا يې يو شان وه، له هغو څخه مې يو متن را اخيستى. بل ټکى د ادى، چې ترخپله وسه وسه مې کوښښ کړى، چې د الفت صيب نثرونه په همغه خپله بڼه او اصالت سره رانتقال کړم او په متن کې له امانتکارۍ څخه کار واخلم، يوازې په څو برخو کې د ضرورت له مخې څه تغير ته مجبور شوى يم.
يو دا چې کله مې يو نثر لوست، که له کتاب څخه مې اخيسته، نو متن مې د سمون ليک له مخې ښه کره کاوه بيا مې را انتقالوه، همدارنګه دکابل مجلې ځينو ګڼو هم په پاى کې سمونليکونه درلودل، د طباعتي تېروتنو په صورت کې مې له هغو څخه استفاده کوله، دغه راز په نورو نثرونوکې چې کوم ټکى يا کلمه ماته طباعتي تېروتنه ښکارېده، په هغو کې مې هم سمون راوړى دى.
دويم دا چې د پښتو د څو کلونو(٢٠- ٤٠)  په مخني ليکدود کې ځينې کلمې په يوه بڼه ليکل کېدلې، خو اوس په بله بڼه ليکل کېږي، چې ما د دغو کلمو اوسنى شکل راوړى دى، لکه: (چه، بلکه، کښې، خلق) او داسې نور، چې اوس يې د(چې، بلکې، کې او خلک ) په بڼه ليکي.
نور مې د الفت صيب نثرونه په پوره امانت را انتقـال کړيدي. ما تر ډېره حده زيار ووېست، چې د الفت صيب ټول تخليقي نثرونه راټول کړم او د هغه د نثري کلياتو په نوم يې ونوموم، خو زما له هڅو سره سره کېدى شي د الفت صيب ځينې نثرونه پاتې شوي وي.
په پاى کې غواړم د هېواد د نوميالي شاعر محترم صديق کاوون توپاني، چې د کتاب د چاپ په برخه کې يې له ماسره ډېره ډېره مرسته وکړه، د پښتو ادب د پالونکي او لوى خدمتګار محترم زلمي هېوادمل نه، چې ماته يې په دې برخه کې دقيقې لارښوونې وکړې، ګران ورور ځوان او نوښتګرشاعر لال پاچـا ازمون، خپل درنوهمټولګيانو(کريمې، ګل غوټۍ، انجيلا جليلي او بلقيس اندړ) نه، چې د دې اثر په را ټولېدنه کې يې تر خپله وسه له ماسره مرسته کړې، د زړه له کومې او د احساس له تله مننه وکړم.
 
په ډېر درنښت
له پښتو، پښتونولۍ او انسانيت نه په ډکو ولولو
اسمعٰيل يون
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو
څانګې محصل
١٣٧٠ لمريزکال، چنګاښ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery