څوك يې چي بيا مي ناكرار زړګي ته
د كلو هېر زاړه يادونه راوړې
بيا مي سينې ته د اغزيو انډى
بيا مي لېمو ته شوګيرونه راوړې
بيا دي سوهان كړل د پرهار زخمونه
په زخمي زړه كي مي ناسور ويښوې
له كومه راغلې دا د چا پته ده
زه نور له چا سره رويبار نه لرم
زه او جانان مي سره نه پېژنو
زه له قاصده سره كار نه لرم
ما خپل وزر پخپله وسوځاوه
نور له ګلونو سره خار نه لرم
د خداى دپاره ما يوازي پرېږده
د چا راتلو ته انتظار نه لرم
پرون چي هر څه وه دروغ يې ګڼه
مينه پردۍ سوله اغيار نه لرم
ما چي په وينو كي بڅري ژړل
اوس مي له خپلو وينو اور واخيست
ما چي سكروټي په بڼو څيرلې
له لېونتوب څخه مي شور واخيست
چي په لحد كي مي مستي ويښول
له هغو چيغو نه مي زور واخيست
زه د سراب له منډو ستړى يمه
نور مي د سيند پر غاړه كور واخيست
ما له صياد سره خپلوي وكړل
ما ته منظور دي د قفس خوبونه
ما له وزر سره دوستي وشلول
نور راته مه ښيه ياغي خيالونه
پر هغه لاره چي راغلى يې ځه
زوړ يارانو ته سلام يوسه
دا څو رنځوري شپې مي پرېږده راته
وركي جونګړي ته پېغام يوسه
چي دا بې واكه دا نري لاسونه
د وخت څپو ته ټينګېدلاى نه سي
دا له ميدانه تښتېدلى سپاهي
د غشو سېل ته سپر كېدلاى نه سي
ويرجينيا 1996/17/4