وايي پروت په چين ماچين كي يو لوى ښار و
ښار لا څه چي د جنت په شان تيار و
هر سپرلي يې د جنت سره سيالي كړه
هر يو باغ يې د فردوس د سترګو خار و
په هر دښت كي يې رنګونه اورېدلي
له نغمو څخه اودلى هر ابشار و
هره ونه يې د مشكو سوداګره
هر يو بوټي يې نسترن په ګلو بار و
هر ګودر يې په پېغلوټو ښايسته و
د پاوليو پايزېبونو شرنګهار و
هره پېغله يې ښايسته د ګلو ونه
هر زلمى يې ښكلى لوړ لكه چنار و
خداى وركړي خزانې وې انبارونه
له ياقوتو مالامال يې هر كهسار و
خو آفت و نازل سوى پر دې مېنه
ورته پروت د غرونو شاته يو ښامار و
په نوبت يې له دې ښاره ولجه وړله
يوه پېغله او يو اوښ په خوړو بار و
هره نجل به په نوبت ورته راتلله
دا مرګى د هري پېغلي په خپل وار و
د چا كور له غمه نه سو خلاصېدلاى
كه نېستمن و كه بډاى و كه نادار و
لوڼي تللې د قاضيانو كوټوالانو
نه پاچا او نه وزير د خپل اختيار و
د پاچا د ښايستې لور نوبت راغى
غم نازل پر كور پر كلي پر بازار و
كجاوه يې تېرول پر بازارونو
په سرو سترګو يې ژړل ښځو مېړونو
په كوڅو كي سوې د نجونو پورته ساندي
له بامو يې غورځول ځانونه لاندي
چا كړل څيري ګرېوانونه تر لمنو
چا شيندلې ايري خاوري پر سرونو
له ښامار سره د چا برابر زور و
ټولو خلكو ته منظور شرم پېغور و
د زرګر پر دوكان ناست يو پهلوان و
مسافر له بله ملكه سرګردان و
په خواريو تر دې ښاره و راغلى
شوم نهر په شپو په ورځو ګرځېدلى
پټ يې توره كړه تر ملا و ووت له ښاره
اوښ د مخه ده وهل ورپسي لاره
مخ يې ونيوى د ښار دباندي غرو ته
د ښامار د هستوګني و درو ته
لمر نيهام سو مخ د غره او درو تور سو
د رڼا پر مخ پلو د تيارې خپور سو
راښكاره د غره له سره اژدها سو
د پاچا د لور زړګى په واويلا سو
مخامخ روان پر لور د كجاوې سو
اوښ او بار لره په وازه خوله نيژدې سو
دوې يې سترګي ځلېدې لكه اورونه
تر سږمو يې را ايستله سپين دودونه
په مستيو په نارو په غرغړو سو
په نخرو سو د هوس په غړومبېدو سو
پهلوان توره په پښو كي كړله بنده
اژدها ته يې له ليري كړه څرګنده
اژدها تر پهلوان كړه زامه لاندي
هغه توره د خولې كونج ته كړه ور وړاندي
چي ښامار به تېراوه د نس پر لوري
تر كوګل يې وتل توره پوري ووري
د ښامار پورته رمباړي غلبلې سوې
په تېره توره يې پرې د نس پردې سوې
پهلوان يوه څرمن ورنه جلا كړه
مخ پر ښار سو د پاچا لور ته يې شا كړه
ښامار مړ سو ښار آزاد سو له غمونو
نور له چا سره غم نه و د سرونو
ږغ سو پورته د سورنا او د ډولونو
غېږي وركړلې پلرونو او زامنو
زېرى ولاړى تر ښارونو او ملكونو
مرګ سو كډه له كږدۍ له ګودرونو
سره غورځكه سوله پورته د جشنونو
نور به نه وي جنازې د ښكليو نجونو
زغري واغوستې زامنو د غټانو
توري واخيستې بچو د وزيرانو
سرې په وينو سوې نېزې د افسرانو
مست اسونه ځغلېدل د سردارانو
سترګي سرې سوې د زامنو د قاضيانو
غرو ته وختل بچي د كوټوالانو
پر وژلي ښامار پيل سول ګوزارونه
چا په سرې كړلې نېزې چا خنجرونه
هر يوه يې پرې كوله اندامونه
چا يې سر چا يې لكۍ چا يې غاښونه
هر يوه يې د ښامار د جنګ كيسې كړې
هر يوه يې له مستيه غرغړې كړې
چا خبري د ښامار د نندارې كړې
چا كيسې د هيبتناكي توري شپې كړې
چا به لاپي د كرۍ شپې د جګړې كړې
چي به بل كيسه كول دوى يې پېښې كړې
په يو كونج كي بيده سوى پهلوان و
د ښامار له جنګه ستړى و ستومان و
ږغ راويښ كړ د ډولونو اتڼونو
د خوښيو د جشنونو د رقصونو
مځكه رېږدي له هيبته د فوجونو
پر آسمان ګرځي كوتري په سېلونو
د هر چا پر ژبه بس يوه كيسه ده
د ښامار د مرګ خبره ده خپره ده
چا ويل ښامار وژلى دى ځوانانو
د دې ښار پهلوانانو تورياليانو
چا خبري كړې د فوج د باتورانو
چا زامن ستايل د خپلو وزيرانو
پهلوان په زوره ږغ كړله ښاريانو
خوشي ولي منت وړئ د مفت خورانو
ما وژلى دى پاچا د ښامارانو
ما بېغمه كړاست د ژوند له غليمانو
ما راوړې دا څرمن ده له ښاماره
نښاني يې ده د قتل معلومداره
زه ورځم ستاسي پاچا ته تر درباره
ما ته وښياست كوڅه ليكه او لاره
پهلوان چي د ښامار كيسه كوله
چا په پټه چا په وازه خوله خندله
يو له بله يې پوښتل چي دا د چا دى
دلته نوى پيدا سوى كه پخوا دى
له كوم ښار څخه راغلى دا سړى دى
باوله دى سودايي دى لېونى دى
اورېدلې يې له چا څخه كيسه ده
جوړه كړې يې له ځانه افسانه ده
كله كله كړي كيسې د ښامارانو
زوروري بولي مټي تر ايږانو
وايي مات مي كړل پوځونه د دېوانو
راته هيڅ نه دي لښكري د لېوانو
پهلوان يې د ښاريانو خندنى كړ
په خندا او په نارو يې لېونى كړ
ښار په ښار به ګرځېدى كلي په كلي
چا پر سر باندي ويشتلى چا پر ولي
چي به ده كيسه آغازه د ښامار كړه
پر خپل ځان يې سپره د خندا لار كړه
انعام واخيستى زامنو د غټانو
پاچا غټ كړله بچي د وزيرانو
منصبونه يې كړه لوړ د افسرانو
د قاضيانو كوټوالانو د بچيانو
پهلوان كلي په كلي سرګردان و
كله ځان سره په جنګ كله حيران و
ويرجينيا 1999/16/2