خالي دي ميكدې نه سي چي زه بيرته راځم
خماري دي پيالې نه سي چي زه بيرته راځم
يوسف مي د خوبونو د تعبير پر لارو ورك دى
رڼا ورځي دي شپې نه سي چي زه بيرته راځم
لښكر د رقيبانو مي په سترګو دى ليدلى
كوڅې دي هديرې نه سي چي زه بيرته راځم
قاصد راته ويله چي زما مينه دي پردۍ كړه
پښېماني دي وعدې نه سي چي زه بيرته راځم
وعده مي په سكروټو كي منزل ته رسېده وه
دا سرې لمبې سړې نه سي چي زه بيرته راځم
قسمت مي وزرونه ستا محفل كي دي سوځلي
دا شمعي دي تيارې نه سي چي زه بيرته راځم
جنون مي ستا په كلي كي باران د كاڼو غواړي
خالي درنه كوڅې نه سي چي زه بيرته راځم
جانانه ستا په سترګو لنډوم دا توري لاري
تياره درنه ډېوې نه سي چي زه بيرته راځم
پر سر درسره ځمه چي تنها مي خوشي نه كې
رواني قافلې نه سي چي زه بيرته راځم
ازل او جهاني دى لېونتوب سره منلى
بېغمه زولنې نه سي چي زه بيرته راځم
واشنګټن 1997/28/6
خمار مي نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي راته اشنا دى خو جامونه بېګانه دي
پښېمانه درته نه يم بد ګومانه راته نه سې
جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي
سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى
پردى قاصد راغلى پېغامونه بېګانه دي
پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى
لمبې پكښي سړيږي پانوسونه بېګانه دي
دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه
نغمې ګوتي كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي
لښكر د غمازانو دي له كومه رابللى
جانانه ستا په كلي كي مي پلونه بېګانه دي
چي زما د لېونو چيغو جواب ورسره نسته
يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي
غرور مي له ناكامه تش آسمان ته كچكول نيسي
ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي
ستا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندي نه يم
طبيبه لاس دي جار سم پرهارونه بېګانه دي
سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه زاهده
په دې سركښه ښار كي محرابونه بېګانه دي
ويرجينيا 1997/6/22
خوب مي ليدلى دى سبا رقيبان كډه كوي
زما د جانان د كوڅې ټول غمازان كډه كوي
سترګو ته راغله جل وهلي مېلمانه خيالونه
د پښتنو اوښكي د زوره ګرېوان كډه كوي
يا دي قسمت بدلوم يا به تندى ماتوم
چېرته چي ځم له هغه ښاره خوبان كډه كوي
ګوره چي عقل د جنون جامې په غاړه كړلې
د لېونيو له مستيه رندان كډه كوي
زه پوهېدم چي اسوېلي مي بې اثره نه دي
هغه دى ورو ورو له ساحله توپان كډه كوي
چا خو به چېري د سنګسار خبري كړي نه وي
چي د مكې له ښاره ځغلي شيطان كډه كوي
يارانو راسئ تماشې د رياكارو وكړئ
زموږ له كوڅې نه خرقه پوش زاهدان كډه كوي
قسمته چېري د سكروټو ځنځير وشرنګېدئ
چي مي د حق له چيغو تښتي آسمان كډه كوي
جهاني زېرى مي درباندي رويبار خط راوړى
ستا له سوځلي ګلستانه زاغان كډه كوي
ويرجينيا 1994/24/5
دارو مي د رنځونو مسيحا راته راوړي
خبر چي مي د كلي د اشنا راته راوړي
ازل مي ستا په لاره كي غرور قرباني كړى
سجدې به مي تندي ته خامخا راته راوړي
له سترګو د قاصد مي معلوميږي تعبيرونه
ځولۍ مي د خوبونو نيمه خوا راته راوړي
منصوره ككرۍ مي د قسمت پر لاري رغړي
د حق چيغي له داره هر سبا راته راوړي
آسمان سړي ته ګوري بيا جامې كي ورته جوړي
مجنون يمه ملګرو چي ليلا راته راوړي
يو نور مي په تياره كي دى ليدلى نه پوهيږم
كليم له كوه طوره زېرى ستا راته راوړي
يوسف رنګه په عمر جهاني زندان ته يوسم
دا تور مي په نصيب دى زلېخا راته راوړي
ويرجينيا 1998/17/5
د رقيب سيورى د جانان په آشيانه كي وينم
مرګه تصوير دي د خپل ژوند په آيينه كي وينم
د جنتونو له تصويره دي اورونه څاڅي
د لمبې عكس په نصيب د پروانه كي وينم
ماشوم زړګى مي د دروغو په وعدو غولوې
له هر پېمان سره ماران په خزانه كي وينم
تا له غمازه سره زما پر لېونتوب خندله
زه افلاطون د خپل جنون په زولانه كي وينم
دُرې دي ولي د پرهېز په نامه ستړي كړلې
د قدم نخښي دي په لار د ميخانه كي وينم
د حسن ربه د هنر ګوتي يې غوڅي كړلې
د انځورګر سترګي ړندې په جېلخانه كي وينم
خدايه ټولۍ د بلبلانو چېري وكوچېدې
د زاغ منګولي د غوټۍ په ګرېوانه كي وينم
هغه دي بيا يې له كوڅو څخه رندان وايستل
پير مغان سر پر زنګون په خُمخانه كي وينم
د جهاني پردېسو هيلو قصاصېږئ ولي
لستوڼى خپل دى تېغ په لاس د بېګانه كي وينم
ويرجينيا 1997/ډسامبر 19
زما د سوي كور نكلونه چي راځي پرېږده چي راسي
د قاصد په خوله اورونه چي راځي پرېږده چي راسي
بتخانې به نسكورېږي خليل نه سي ستنېدلاى
د نمرود ياغي اورونه چي راځي پرېږده چي راسي
زه او ته شينكى آسمانه ازل ډېر يو ازمېيلي
ستا د لوري توپانونه چي راځي پرېږده چي راسي
له فرياده بېګانه دي دا سينې دا پرهارونه
رقيبان كاري زخمونه چي راځي پرېږده چي راسي
دې وطن كي له نسيمه د ګلونو بستر هېر دى
د خزان وحشي بادونه چي راځي پرېږده چي راسي
له توپانه دي لړزېږي په حرم كي محلونه
كنډوالو ته سېلاوونه چي راځي پرېږده چي راسي
له پېړيو انتظار دي هديرې او لحدونه
غمازان او تور پوځونه چي راځي پرېږده چي راسي
نن به بيا امتحان اخلي زمانه په زړه سنګينه
د سكروټو بارانونه چي راځي پرېږده چي راسي
دا وطن د منصور نه دى په رضا چي دار ته خيژي
جلادان تېره تېغونه چي راځي پرېږده چي راسي
دې خُتن كي به يارانو قافلې تللې د مشكو
د باروتو كاروانونه چي راځي پرېږده چي راسي
جهاني چي ترانو دي مستوله پايكوبونه
نن د وينو غزلونه چي راځي پرېږده چي راسي
ويرجينيا 1998/9/6
زه د لېونتوب او زولنو د ښاره و وتم
نه يمه منصور د غرغړو د ښاره و وتم
څوك مي په جونګړه كي بې سوره نغمه نه اوري
ما ته سوه شپېلۍ د ترانو د ښاره و وتم
نن به مي رقيب د تومتونو ځولۍ چېري وړي
زه د ګودرونو او بنګړو د ښاره و وتم
ما ته د سفر د سختو لارو توښې مه ګوره
اوښكه غوندي ولاړم د لېمو د ښاره و وتم
زما د پلونو نښي د اغزو له څنګه مه څاره
بوى رنګه پردى سوم د غونچو د ښاره و وتم
نور مي د خيالونو د ټالونو غېږ ته مه بوله
نكل ومه هېر سومه د شپو د ښاره و وتم
ځه د توپانونو بېړۍ ځه خداى دي ملګرى سه
پرې مي ږده ساحل ته د څپو د ښاره و وتم
برخه د جنون مي د قسمت په كور كي خواره وه
مينه د فرهاد ومه د غرو د ښاره و وتم
نوري جهاني ته د پانوس خبري مه كوه
نه ومه پتڼ چي د لمبو د ښاره و وتم
ويرجينيا 1998/24/10