يو ته نه يې پر هر چا مي شك پيدا سو
پر دنيا او مافيها مي شك پيدا سو
غل خو نه يې چي په نيمه شپه كي راغلې
د جانان خياله پر تا مي شك پيدا سو
كرۍ شپه شمع بلېږي پتڼ ګرځي
پر لمبه او پر بورا مي شك پيدا سو
هر كلنګ سو د فرهاد په نامه پورته
پر مجنون او پر ليلا مي شك پيدا سو
د جلاد پر باڼو اوښكه راښكاره سوه
پر ازل او انتها مي شك پيدا سو
د ابليس پر ګوتو ستړي تسپې اوړي
پر قسمت او پر قضا مي شك پيدا سو
شيخ په لو ږيره د حق نارې وهلې
د منصور پر مدعا مي شك پيدا سو
نن زاهد له جهاني سره ژړله
پر هر قول او رشتيا مي شك پيدا سو
ويرجينيا 1997/21/11
چي د حسن شور ماشور يې محشر وسو
په كاږه كاته يې كور د مجمر وسو
چي په ذكر يې خلوت بتكده كيږي
د هغه صنم په ياد مي ځګر وسو
چي د زلفو شپې يې خال په غېږ كي واخيست
د فلك په شبستان كي قمر وسو
تبسم يې د غوټيو خوله كړه پټه
د ښكلا هجوم يې كور د آذر وسو
نيم سېراب يې د لاله سينه داغي كړه
د فردوس په خُم كي جام د كوثر وسو
چي په تور يې جهاني دوږخ ته كش كړم
د هغې ميني په اور يې منبر وسو
كابل پښتو ټولنه 1354 لمريز كال
په وير كي د بېلتون چي په غوغا راسره نه سې
منصوره چي شريك مي په ليلا راسره نه سې
ما پرېږده چي مي اوښكي د تقدير پر لمن څاڅي
تر سترګو دي وارى سم په ژړا راسره نه سې
جانانه زما جنون ته ازل هسي لېونى دى
ملګرى په سفر كي د صحرا راسره نه سې
له سترګو يې بېرېږم هسي نه نظر مو نه كي
په مخ كي د رقيب چي په خندا راسره نه سې
جنونه كه په غاړه كي ګرېوان درته په كار دى
زما شپې د لېونتوب دي چي تنها راسره نه سې
زخمونه پښتانه دي مالګي لپي لپي راوړه
قسمته مروره چي پخلا راسره نه سې
د سترګو اشارو ته د رقيب سترګي څلور دي
ما ستا په تهمت وژني ته رسوا راسره نه سې
نصيب رنځوري شپې د جهاني په نامه كښلي
طبيبه ته بدنامه په دوا راسره نه سې
94/15/1
پناه ته له ناكامه توپانو راوړى يم
ملګرو دې محل ته زلزلو راوړى يم
صياد مي پر زګېروي باندي مين سو توره بخته
قفس ته مي خوږمنو غلبلو راوړى يم
قسمت مي له وزر سره اورونه دي ګنډلي
يارانو دې انګار ته زولنو راوړى يم
يوه شېبه مي پرېږده زنګوم ستړي خوبونه
ساحله تر لمني دي څپو راوړى يم
كلونه لكه اوښكي د ګرېوان پر لوري ولاړل
مرګيه نن دي غېږي ته سلګو راوړى يم
زخمي اوښكي مي نه دي د ناسور له پرهارونو
ديدن ته دي حبيبه بهانو راوړى يم
دا لار مي د بڼو په څوكو نه ده پيدا كړې
جانانه تر منزله دي سجدو راوړى يم
لا ولي مي په لاس كي پېمانې په كاڼو ولې
زاهده دې مقام ته خو توبو راوړى يم
سرابه جهاني دي په دام نه دى كښېوتلى
كوثر ته د نصيب هېرو وعدو راوړى يم
نصيب د تورو شپو مي د دې ښار ليدلى دى
دا رنګ مي په تندي كي د رويبار ليدلى دى
په كومه ژبه وستايم د تورو زلفو څوكي
د خيال په خزانو كي مي ښامار ليدلى دى
ملګرو د خوبونو تعبيرونه به مي څه وي
په صف كي د يارانو مي اغيار ليدلى دى
تر څو په پلوونو پټوې د رقيب سيورى
جانانه ما يې پل پر دغه لار ليدلى دى
لا زما له ستوني ولي د هوس ترانې غواړې
شهباز مي ستا په كلي كي سنګسار ليدلى دى
له هوډه به وانه وړمه زاهده مروره
ما ستا په جنتونو كي انګار ليدلى دى
پر لاس د جهاني دي ولي ستړي كړه فالونه
پر پاڼه د ازل مي قسمت خوار ليدلى دى
واشنګټن ډي سي 1997/29/9
د ويښو شپو زړه كي لمبې تېرېږي
يا د يادونو قافلې تېرېږي
بوډۍ ځواني مي په نظر نه ورځي
ښكلي په وار جوپې جوپې تېرېږي
باده د خداى دپاره تم سه دلته
تر پلو لاندي پښتنې تېرېږي
ورو ورو د اوښكو په ګامونو راځه
ستا د خيالونو جنازې تېرېږي
مرګه ظالمه چي نظر مي نه كې
څو ښكلي شپې لكه شېبې تېرېږي
د افلاطون هنره تښتې ولي
د لېونيو زولنې تېرېږي
شيخه غوږونه دي كاڼه ګرځوه
د مطرب ګوتو كي نغمې تېرېږي
زاهده سر تر نوكه سترګي سولې
د ښكليو نجونو سلسلې تېرېږي
جهاني بيا كله توبې ماتوو
زلمي كلونه لكه شپې تېرېږي
واشنګټن 1997 د ډسامبر دېرشمه
ملګرو ځو به د خمونو لاري بندي سولې
پر تږو شونډو د جامونو لاري بندي سولې
فرهاده اوس به د شېريني مزل چېرته وهې
پر كلنګونو دي د غرونو لاري بندي سولې
پر خزانه د ښامارانو پيره ودرېده
راځئ په غلا د ديدنونو لاري بندي سولې
سوږميه اوس د افسانو تخمونه چيري لونې
چي د كيږدۍ د ماښامونو لاري بندي سولې
زلمي به نه شمېري لحظې د انتظار پر ګوتو
چي پر پېزوان د ګودرونو لاري بندي سولې
نور دي درخو په نقابونو كي ځواني تېروي
د آدم خان د ربابونو لاري بندي سولې
د سيتارونو له خالي كوګله ساندي اوري
د ترانو پر شهبازونو لاري بندي سولې
نسيم پرون د پسرلي جنازه وايستله
زموږ په وطن كي د ګلونو لاري بندي سولې
پتنګه بل چيرته سينه پر لمبه وسولوه
زموږ پر ماښام د پانوسونو لاري بندي سولې
سپرليه غېږه كي دي وساته ځولۍ ګلونه
پر دې بېديا د بهارونو لاري بندي سولې
له خزانونو تورېدلى بلبل نه راځي بيا
پر دې چمن د بهارونو لاري بندي سولې
جهاني ستا يې په تندي كي دي زخمونه كښلي
چي پر طبيب د مرهمونو لاري بندي سولې
واشنګټن ډي سي 1998/31/8
درد مي له سينې نه بهر چېرته ځي
ستا د تورو سترګو اثر چېرته ځي
زه په خپل اختيار درته راغلى يم
نور له دې زندانه خبر چېرته ځي
ميني ته ولاړ دي جلادان د وخت
ښكلي به پر لور د ګودر چېرته ځي
شيخه ريشتيا وايمه معذور يمه
ډله د شيطان كي كوثر چېرته ځي
خدايه دا سزا د كومي ورځي ده
شپو له پاسه شپې دي سهر چېرته ځي
زه خو يې ګرېوان مخي ته نه وينم
خدايه دا د اوښكو لښكر چېرته ځي
ژوند له حادثو سره پېيلى دى
دلته له ساحله خطر چېرته ځي
څو به جهاني له لاري وګرځې
ستا په نوم ليكلى سفر چېرته ځي
ويرجينيا 1998/25/1