څومره شېريني دي د جنګ د ميدانونو كيسې
څومره آسان دي د شاباس او آفرين ږغونه
څومره خوږې دي د مېړونو د مردۍ خبري
د اتلانو د سرونو د بازار نكلونه
څه پر غوږونو ښې لګيږي پخوانۍ سندري
د مستو پېغلو په اتڼ كي د زمرو نومونه
په څه غرور د شهيدانو تر مزاره ورځي
د ښايستو نجونو ټولۍ ګېډۍ ګېډۍ ګلونه
خو چا پوښتنه له شهيده د زخمونو كړې؟
چا له اتل سره خواله د پرهارونو كړې؟
چا يې د مرګ پر پوله سترګو ته يو ځل كتلي؟
چا يې په سترګو كي كيسه د ارمانو ليدلې؟
چا د شهيد د بوري مور سوى كوګل كتلى؟
چا د ښايستې سرتوري كونډي وران اوربل كتلى؟
چا په سينه كي د مرګي د ګولۍ زور ليدلى؟
چا د زرګونو ارمانو سوځلى كور كتلى؟
چي زولنو او ځنځيرونو ته نظمونه ليكي
هغه شاعر د سياه چالونو سړې شپې ليدلي؟
د لړمانو په كاله كي يې خوبونه كړي؟
وچو هډو يې د نېښونو سلسلې څكلي؟
د هوښيارانو دا يوه خبر مي نه هېرېږي
"مځكه هغه سوځي چي اور ورباندي ولګېږي"
ويرجينيا 1998/27/12