د جانان تصوير
ما ته مي سل ځله رويبار ويلي
چي هغه ستا د شاپېريو ارم
اوس د دېوانو پېريانانو شيطانانو كور دى
اوس يې ډېوې د توري شپې بلاوي نه تښتوي
اوس د رباب او د شهباز له جنګه
اوس د مستانو د پيالو له بنګه
اوس د جامونو او پيالو له ګړنګه
نازكو پښو كي د پايزېب له شرنګه
د شپې له سترګو تياري نه ټولېږي
او هغه ستا د جانان ټولي كوڅې
چي تا يې خاورو ته سجدې ور وړلې
چي هري تيږي ستا له تږو قدمونو سره
د ازلي پيوند خپلوي درلوده
د غمازانو د پيرو ډكي دي
لاري يې ټولي له اغزو ډكي دي
او هغه ستا د شعر او نظم خالق
ستا د غزل ستا د خوبونو او خيالونو جانان
چي تا يې خپلي بې هنره ګوتي
د تصويرونو په ايستو وچي كړې
چي تا يې پښو كي د ځوانۍ ورځي دانه دانه كړې
ستا په نامه لېونى نه پېژني
ستا له نمو سره خپلوي نه لري
ستا د غزل په ژبه نه پوهېږي
رنګ يې بدل زړه يې بدل مينه پردۍ غوندي ده
او تش يو نوم ستا د جانان پاته دى
ما د رويبار خبري وژړوي
دانه دانه اوښكي راوڅڅوم
د آيينې مخي ته ودرېږم
په هره اوښكه كي تصوير وينمه
د خپل جانان او د جانان د كوڅې
دا اوښكي زما دي دا تصوير مي خپل دى
وصل خوښي بېلتون او وير مي خپل دى
1996/6/9