شپېلۍ
زه چي زلمى ومه كلونه مخكي
ما د دې غرونو په لمنو كي شپېلۍ ږغول
يو څه ځواني وه، څه مستي وه، څه موسم د ګلو
څه شڼهار د مرغلينو اوبو
او د چڼچڼو شورماشور كي به د زركو آواز
د هسكو غرونو درې ډكي كړلې
د پسرلي وريځو به
د نسترن څڼو كي
ګېډۍ ګېډۍ ګلونه وشيندله
ما به شپېلۍ ږغول
او هري تيږي، هر ګل بوټي، هري زركي به مي
نغمه راغبرګه كړله
وينو به اور واخيست ګامونو ته به زور ورغى
او د شپېلۍ آواز به غونډي درې وڅېرلې
كلونه واوښتل عمرونه تېر سول
او يوه ورځ د بېګانه و په حجره كي چېرته
يوه زاړه يو تك تور يوه غريب ربابي
زما د اشنا غرونو كيسې كولې
يوه بوډا په ساندو ساندو ژړل
يو څو زلميو ورته هېښ كتله
له ربابي سره شهباز ژړله
او زما د غرونو غم لړلې كيسه نه ختمېده
هغه كيسې د تباهيو سوځېدلو كړلې
هغه كيسې د چڼچڼيو د وژلو كړلې
هغه سندري د باروتو او لمبو ويلې
هغه ژړل هغه سلګۍ وهلې
او پر تور مخ يې له بې واكو له بې نوره سترګو
لړۍ د اوښكو ګرېوانه ته تلله
هغه ژړل هغه سلګۍ وهلې
او كيسه نه ختمېده
هغه ويل د هغه غره لمن كي
نه چڼچڼۍ سته نه د زركو آواز، د چا شپېليو كي نغمې ويښوي
كه نسيم الوزي ايرې اوروي
پر سوځېدلو ونو
او د قبرونو پر كږو جنډيو
په نس ماړه او پړسېدلي كارغان
د چڼچڼيو او د زركو پر ځاى
د هر آواز سره واخ واخ پورته كړي
واشنګټن 1995/14/12