زما دوست، محمدابراهيم عطايي، يو وخت له كابله ليك راته لېږلى و، او د تېرو خوږو
خاطرو د يادولو تر څنګه يې د نوو ناخوالو يادونه هم كړې وه. څو ورځي وروسته مي يو
ليك، د دغه منظوم جواب سره، ور واستاوه.
ولي را استوې تصوير د پرون
رايادوې مي د كلو خبري
دا زما د ورانو هديرو عكسونه
د سوځېدلو كنډوالو خبري
زما له بې وزلو اوښكو څه جوړوې
زړه كي مي ولي توروې زخمونه
څله راباسې دا بې سوره چيغي
زما د قلم ستوني كي وچ نظمونه
ته كه زخمي يې زخمي سوى به يې
ما ته دي څله پرهارونه ژاړي
زه په نظر لكه چي روغ درځمه
چي راته سرې سترګي رودونه ښكاري
زما په رګونو كي ساه وچه سوله
زما د مستۍ پر نغمه زنګ پرېووت
زما د خيالونو نوروز ورژېدى
زما له ژونديو وينو رنګ پرېووت
زما په لاسونو كي سورونه ژاړي
زما د هنر ګوتو كي زور نسته
زما پر آواز باندي مرګى مېلمه دى
د ژوند په ساندو كي مي اور نسته
كه د زړه مراندي مي نغمه نغمه سي
په دې كڼو يې اورېدلاى نه سم
زه د بېدردو د محفل تومتي
له پرهارونو ژړېدلاى نه سم
چا ته يې توى كړم دا پردېسي اوښكي
دلته يې سترګي د ليدلو نسته
چا ته به ووايم رنګين خوبونه
دلته يوسف د اورېدلو نسته
زه د ريا پر بازار ژوند كومه
دلته آهونه په پيسو خرڅېږي
د دې بې پتو سوداګرو حساب
زما د نرخونو سره نه جوړېږي
راسه غني غوندي ځان وغولوو
د سرو لالونو خزانې وستايو
د هسكو غرونو په درو كي چېرته
د خپلو تورو نښانې ووايو
راسه چي كړكي د ميوند پورته كړو
يو څو ناسازه افسانې وليكو
بيرته ويده كو دا ژوندي خيالونه
هېرو قبرو ته ترانې وليكو
په شنو پيالو كي به سره مى وچښو
د حميد قبر ته به بنګ وركو
ځه چي بې رنګه مستي وتخنوو
راسه د خپلو وينو رنګ وركو
راځه په سرو سترګو نغمه نغمه سو
كوم لېوني رباب ته شرنګ وركو
راځه چي اوښكو ته اتڼ وښيو
راځه د مرګ په لاس كي چنګ وركو
راځه چي ساندي سره ونڅوو
اوښكي په سترګو كي زيندۍ كم درته
څو د زاغانو سيورى وسوځوو
څو ژړي پاڼي دي ژوندۍ كم درته
راسه ناټك وكو د ژونده سره
راسه چي نوي كو دا خپل مخونه
زړونه خالي كو له زړو خبرو
راسه چي وسوځو زاړه يادونه
پر خپل شهباز نوي نغمې وكرو
خاورو ته وسپارو شناخته سورونه
له سره وزېږوو نوي كيسې
له سره وليكو تازه نكلونه
كشكي له ځانه بېګانه سو سره
بيا به نه اوښكي نه به ويني ژاړو
نه به د نن له بد رنګۍ ګيله وي
نه به زړې رنګيني ميني ژاړو
ويرجينيا 1994/ 28/ 12