مونږ ته دښمن
دكركې كر كړى دى؛
زمونږ په لارو او ورشو كې
دمرګ لومې خښې،
هيڅ نه پوهيږو
چې له كومې دي تر كومې خښې؛
زمونږ غاټول غاټول تنكي كوچنيان
چې قدم واخلي
دمرګ لومو ورته خوله پرانيستې،
دې جل وهلي، غم ځپلي او نالوستي چم كې
د ژوند درانه پيټي ته
دوى لا اوږې وركړې نه وي
چې نا ځوانه دښمن
ياترې نه لاس او يا پښه اخيستې؛
دغره لمن كې خوار شپونكى
له سرو داړونكو شرمخانو او ليوانو نه
نور نه ډاريږي،
اوس هغه څاري په ورشو كې
ناليدلى، ناچاودلي توكي،
هغه چې تېره ورځ يې
دده تر ټولو نازولى او پاللى پسه
له پښو وغورځاوه
اوس مينان دګودر غاړې ته
په زغرده نه ځي،
او اوس دچينې په غاړه نه وي جوړ د جونو بنډار
ټول تر هيدلي دي له تلو راتلو نه،
پرون دكلي هاغه چټه پېغله
چې په مالت كې يې دحسن اوازې خپرې وې
په يوه ماين وخته،
او دماين تېرو او زهرجنو چړو
په بيرحمۍ او ناترسۍ
دهغې مخ نه د ښكلا او حسن
هغه لطيفې او ورېښمينې كرښې وتوږلې!!!
1373، ګرديز