زه منم چې ستا په زړه كې
دبل چا مينه اوسيږي
او زما مظلومه مينه
ستا په زړه كې نه ځايږي؛
خير چې لاړلې له مانه
دبل چا د زړګي ګل شوې
زه به خپل زړګى په وينو صبرومه
او دتادبې وفا مينې په ياد به
دحسرت او او اندېښنو ډېوې بلومه؛
ستا زړګى دې وى خوشاله
خير دى زه كه په ژړا يم
ستا ژوندون دمبارك شي
خير كه زه په واويلايم؛
دا ځواني به مې شي تېره
په آهونو، حسرتونو
دژوندون ډېوه به مړه شي
دجفا په توپانونو؛
خو دا وخت به آخر تېر شي
ستا ځواني به هم زړه شي
ستا دادنګه نرۍ ونه به
كږه وږه وړه شي
ستا د زلفو دا ټالونه به
دسپين سپڼسي په څېر شي
او دناز او اداګانو
دا فاني بازار به تېر شي؛
په بيوسه قدمونو
او ضعيفه اندامونو
به زما تر مزار راشې،
په مزار به مې وي ټولې ډېوې بلې
او د بلو ډېوو تته شان رڼا كې به
زما دمزار شناختې ته لږ ځير شې
په شناختۍ به ستا ښايسته تصوير انځور وي
او د بلو ډېوو هره پلوشه كې به
دتاتصوير ښكاريږي،
نو په هاغه وخت به پوى شې
چې زما مينه رښتياوه!!!
مجاهد ليسه، پيښور
د مرغومي لسمه 1370