زه د شپې په زړه كې اوسم
د رڼا، ښكلا نه لرې
چې سبا ته ورنږدې شم
نو بيا شپې شي راته سترې
تيندكونه خورم هرګام كې
هره خوا غورځم او پرځم
په يوه خوا چې لږ لاړ شم
بيا راستون شم، بيا راګرځم
تور تمونه را خواره دي
رانه ورك لار او ګدر دى
دمنزل تم ځاى مې نشته
په ماتنګ سمه او غر دى
دغمو له لاسه تنګ يم
له ژوندونه يم بېزاره
تورو شپو يمه تنګ كړى
چېرته لاړلې سهاره
پردېسۍ كې مې ژوندون دى
له خواږه هېواده لرې
شين لوګى رانه جګيږي
وسوم زه په اور دسرې
نه د ژوند په خوږو پوى شوم
نه شوم پوى په راز دمينې
بس هر لور ته مې وحشت دى
او بهيږي هر لور وينې
خدايه! كله به سبا شي
چې پيدا شي مشعلونه
رڼا هره خوا خوره شي
او ژوندون مو شي خوندونه
1369 دغوايي دمياشتې 21 مه نېټه،
هشنغرۍ، پيښور