په دې ښار كې چې زه ګرځم
عجيبه غوندې دستور دى
ښار له ښكلو خلكو ډك دى
خو له مينې نه خالي دى؛
ټول وګړي دي تړلي
دسكو په زولنو كې،
كله زه ورمخامخ شم
كله دوى رامخامخ شي
ښه په مينه راته ګوري
او په مينه ورته ګورم،
خو مهرونه لګيدلى
دسكوت په هره خوله دي؛
نه دوى ماته څه را وايي
او نه دوى ته څه وروايم
په ځيركو تورو سترګو
او تړلې ګونګه ژبه
يو د بل تر څنګه تېر شو
5/ 1992- مال روډ-كراچۍ