مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دلمر په لټون

ستورو دخداى په نوم راويې ښيئ
شل كاله كېږي رانه لمر ورك شوى

دا دمشعل چيغه ده مشعل د شعر مشعل په لاس كۍ د كم او زيات شل كلنې اوږدې شپې پردرشل ولاړ دى او د لمر لټون كوي لمر د لوى خداى د ښكلا دكرشمو يوه ځليدونكې غنچه او ستوري دكايناتو د ګگريوان رڼى تڼۍ. شاعر غواړي چي د لمر تر زرينې ګوبزې لاندې لـه خپلې مينې او خپل ارمان سره كيني، سلګۍ ووهي او داوښكو په ستړې او كمكۍ ژبه د شل كلنې اوږدې شپې د درد كيسه ورته تېره كړي لټون لـه كړاوه ډك دى خو د درد خواږه يې ډېر دي.
دميني او مشعوق لټون تر بل هر لټون ښكلى دى، همدې ښكلي او لـه درده ډك لټون لـه مشعل نه شاعر جوړ كړى د شاتو مچۍ دلونو لـه ترخو پاڼو خواږه شات جوړوي، شاعر لـه ترخوشېبو خواږه شعرونه، دهغه شاعر د سندرو زور ډېر دى چې دمينې دقمچينې شنې تغمې يې پر زړه ډېرې او ژورې پرتې دي.
دخوشال بابا خبره:

د خوشال اواز په ټولو كې څرګند دى
لكه غږ دويرژلي په ګڼ وير كې

زموږ په دې اوږده وير كې مشعل هم خپل فرياد پورته كړى، چې دهمدې كتاب په توري توري كې يې اوريداى شي كله يې ښه څرګند واورئ كله ناكله كيداى شي دا فريادونه تت وي دا نو مشعل ګناه نه ده.
دې اوږدې غميزې پرموږ دومره رانجه خوړلي چې آوازوه موناست دي راځئ چې دمشعل دشعر تر سمسورې ونې لاندې ښه ډېره دمه وكړو

په مينه په ډېر ادب.
كاروان
1382 خوست د تڼيو نريزې كلى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery