ګل سپرلى
شونډې دې نشې نشې زلفې دې دامونه کړه
تېر لکه وږمه په ما دا سپېره وختونه کړه
تاو دې له بڼو نه شم و له دا تېره غشي
مځکه د زړګي زما رنګ په رنګ ګلونه کړه
تورو ګورو ورېځو کې مخ د ستورو نه ګورم
جار دې شم وړې سلګۍ پورته مې غږونه کړه
غواړه چې شېبه شېبه ستا د هر يو ګل رڼا
دې تيارو ګوټونو ته بل د زړه داغونه کړه
اى د زمانې د لاس ګل سپر ليه دا وايم
دا سپېره اغزي ګلان کاڼي مې لعلونه کړه
مرګ به په ما واړوي خاورې د ډېرو په څېر
ژوند يې د اسد خو بيا دوه سترګې جامونه کړه