د نور وږى
راشه زما،
د سوځېدلو اميدونو،
د باغچې
مړاو غوټيو باندې
د خپلو سترګو د موسکاوو
د عطرونو پرخې
په شېبو ووروه
چې مې د هيلو ګلان
د نور د وږو
نوراني لارو کې
د غوړېدو په خاطر
ستا د موسکاوو سپينې لارې څاري
راشه زما،
غېږه کې وغوړېږه.
هر مازيګر
د لمر د شونډو په رنګ
د سره شفق په مخملينه پاڼه
ستا د بدن پرتابلو
د خپلې مينې انځورونو سره لوبې کوم
ستا د تابلو په غنمرګ بستر کې
ستا پر ورېښمينو مړوندونو باندې
د ستا د زلفو د عطرونو شال پر سر غوړوم.
١٣٦٨ل کال، سلواغه
د ځنګل جنازه
دا راټول شوي لوګي
پر خپلو ستړو اوږو
غواړي زموږ د کليوالو د ځنګل جنازه يوسي چېرې؟
د تورو ورېځو شاته،
هلته چې ستوري د سپوږمۍ کاله کې
نور د ځنګل د شينکو ونو د شنو پاڼو شنه بويونه اورېدلى نه شي
اسمان نو چاته غوړوي لمنه؟
دا لمر ليدى شې که نه؟
په خپلو سپينو وړانګو؟
د کومې مينې مرثيې غږوې؟
توتکې زېرى د سپرلي راکوي
خو لا په شونډو کې يې
مات شوي نه دي د سکوت مهرونه.