اوښکې
څه تودې تروې اوبه دي
د ګرېوان پر لور بهېږي
ابدي سکون ته درومي
له ژوندۍ سترګې بېلېږي
له هر څاڅکي سره مله وي
د مرموز جهان غږونه
پر اشنا لارو وراخلي
نابلده قدمونه.
د کمزورې دنيا ژبه
د قدرت پښو ته ورلوېږي
د احساس بيده نغمه ده
په باڼو غږول کېږي
دا شربکه ګونګۍ ژبه
هر ې سترګې ته اشنا ده
دا د هرې مينې کور دى
دا د هر نفرت غوغا ده.