غزل
چې يې په سترګو کې ښکاره نه شولې
پوه شوم ارمانه چې پوره نه شولې
خيال مې د عشق ښکلى جهان په څه شو
اشنا چې ته په کې دېره نه شولې
يا خو څه شوي يا څه کېږي ګلې
نن په ګودر خوره وره نه شولې
که پښتو وي راکې نو بس دى همدا
ما چې در وکاته، ته سره نه شولې
دا خو پښتو مغله نه ده پاتې!
پښتون دې خرڅ کړ غرغره نه شولې
ستا په ښايسته خمارو سترګو مې څه
د بېکسيار په ننداره نه شولې.
د زهرو پيالې
پرون مې بيا،
د خپلې مينې په سپېره هديره
ستا د شهيدو وعدو،
د شناختو څنګ ته په شېبو وژړل
او د ګودر خوا کې د وچې ونې
چې د چوغکو په بدل کې يې اوس،
په وچو پاڼو کې ساکښو خپلې ځالې کړي
د اوښکو سيند کړ جاري
شېبې مې
يو بل پسې، لکه د زهرو پيالې
ستا په ترخو يادو کې
له ستونې تېرې کړلې.
د نظر باران
راباندې بيا چې نن ازغي را اوري
د چا نظر مې په زړګي را اوري
اوس مې د اوښکو چاره ګرانه شوله
لکه باران د پسرلي را اوري
نامردې څنګه دې ښېرې شوې پر ځاى
چې اشنايي مې په تندي را اوري
شيخه مهراب نه سر راپورته نه کړې
د ګودر خوا کې شنه منګي را اوري
پر بېکسيار غريب اسرو اسرو کې
د ګل پر ځاى همېش ازغي را اوري