مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظمونه

خیال او حقیقت

یاره ژوند مو افسانه ده او یو خیال دی
که نه نور خو موږ څه نه لرو بس سوال دی

خیال ته راشي څوک چې زېری مې در باندې
ښاپېرۍ به په خندا کړي هېرې ساندې

وخت پر مخ تللی جومات وطن دې روغ دی
د حمدونو مناجات وطن دې روغ دی

بیا د مینې په ناره امام جګ شوی
د جومات په مناره امام جګ شوی

چې را وبولي ددغه ښار وګړي
عبادت د خدای ته ټول هوښیار وګړي


د سندرو په دې کلي ښار کې شور دی
محبت په زړونو بیا بل کړی اور دی

په ګودر له خندا ماتې شي تور سترګې
لکه یخ شمال کږې وږې کا درګې

په ګودر د مستو جونو شور او زوږ دی
په یو ګوټ ورته شاعر نیولی غوږ دی

په ټپو کوي پوښتنې ځوابونه
یو پر بل کوي د سرو ګلو وارونه

ورته ګوره د کوم ځوان راغلې ورا ده
د شهید د ورور آرمان راغلې ورا ده

ورته ګوره له میدان جګ شوی ګرد دی
په اتڼ ورګډ د چنګو برېتو مرد دی


ورته ګوره چې کوترې به را ځینه
بې آزاره برګ وزرې به را ځینه

له هوا به سره ګلان را اوروینه
دا په ویاړ د هر افغان را اوروینه

ورته ګوره هاغه ټانک ته لکه ځنځه
چې یې وسېځل نښتر ؤ او که لمنځه

چې یې ړنګ کړل زموږ کلي او ښارونه
چې یې لاندې کړل د خیال زلمي سرونه

په پاخه او کلک ایمان مو سلامي کړ
په سندرو یاقربان مو سلامي کړ

اوس د لوبو کوټنۍ د ماشومانو
له شېربرېتو نه را پاتې یتیمانو
�����������

خو دا خیال دی څه رښتیا او څه درواغ دی
حقیقت کې هجرتونه ناصرباغ دی

خیال کې خپل کورونه ښکلي له ماڼیو
حقیقت کې یو په ډاګ د جلوزیو

خیال کې وڅښو ډک جامونه له ګړیو
حقیقت کې جل وهلي په کېږدیو

خیال کې یاره کمپیوټر مخې ته ناست یو
حقیقت کې د پوډر مخې ته ناست یو

خیال دی دا چې په امام پسې روان یو
د نړۍ په سپین اسلام پسې روان یو

موږ د فقر په تور تم کړه لاره ورکه
د هر چا ده نن راغلې له موږ کرکه

مسلمان کړی په موږ د کفر شک دی
او خوړلی مو ګوزار د لور څټک دی

داسې حال کې زنده ګي شوه راته ګرانه
بس حلاله بنده ګي شوه راته ګرانه

نو اوس خیال کې مو ویاړلی غوندې ژوند دی
حقیقت کې ژړېدلی غوندې ژوند دی

۲۰/۰۵/۲۰۰۱ پېښور

داسې حال کې څنګه خاندې ؟!!

دا په کومه خوشالۍ کې دې زړه باغ دی
له مستۍ نه دې پرې ایښی کار دماغ دی

له خندا نه دې خوله ټوله نه شوه وران یې
را ته وایه آشنا کومه خوا روان یې

راته وایه بیا دې څه لیدلی خوب دی
چې وهلی دې نن ځان په لېونتوب دی

خوشالي دې راته وایه چې شریک شو
چې په ګډه بیا خنداوو ته تحریک شو

د خندا په چل مې پوی کړه را نه هېر دی
له زړګي مې یو لښکر د غم چاپېر دی

دا غمونه یو خو نه دی چې یې هېر کړم
د ملنګ په څېر چې ځان له سپي ور تېر کړم

هر یو غم لکه د سره روسي په شان دی
چې وران کړی یې د زړه افغانستان دی

هر یو درد لکه پردی د بل وطن دی
چې نیولی یې زما د زړګي تن دی

هره ساه مې له زړه تېره بېره څړیکه
خولې ته راشي بې اختیاره آشنا کړیکه

زنده ګي چې ورته وایو نو سلګۍ ده
رانه هېره بس د ښکلي یار خولګۍ ده

یاره ژوند مو له ترخې موسکا نه ډک دی
بس ټانکونه دي کوتکې دي ټوپک دی

چې لیدلی مو هر نوی انقلاب دی
رژېدلی د آرمان پکې ګلاب دی


پلنې دښتې وړاندې خوځنده سراب دی
داسې حال کې مو ژوندون په اضطراب دی

څو چې سترګې کار کوي په مخ کې دښته
را پسې د غم پولیس په لاس کې لښته

ښه نو وایه داسې حال کې څنګه خاندې
که وي زېری آشنا زېری دې را باندې

خیر که زه غریب سړی یمه نادار یم
خو آشنا په هره سخته در په کار یم

سره او سپین نشته غلام به دې شم یاره
زېری وکړه لاس په نام به دې شم یاره

وار خطا نشې هنر به درنه ځار کړم
د خیالونو در ګوهر به درنه ځار کړم

یو منتر به په الهام له خیاله واخلم
په خوښۍ کې به یو جام له خیاله واخلم

په یو چوف به دې په دم ساعت پاچا کړم
زېری وکړه چې را ټول دې رعایا کړم

په خندا خندا به خیال درنه قربان کړم
د غزلو به کمال درنه قربان کړم

���������

په خندا کې آشنا ووېل لېونیه !
د خیالونو نظرماتیه سپېلنیه

د خیال د هاتي غوږ کې لا ویده یې
او په دومره شور او زوږ کې لا ویده یې

کړنګهار مو د ژوندون د قافلې دی
د لوېدیځ په لوري یون د قافلې دی

دلته لوږه بې وسي ده لاس مو تنګ دی
دا پدې چې ډېر کلونه کېږي جنګ دی

ما وېل نه چې له خوارۍ بې وخته زوړ شم
نو که خدای کول همالته به ښه موړ شم

ته دوعا کوه نیویارک ته چې زه ولاړ شم
په مړه ګېډه بیا پارک ته چې زه ولاړ شم

نو؛
بیا هر جام چې جګومه ستا په نام وي
که سهار وي که غرمه وي که ماښام وي
۲۵/۰۸/۲۰۰۱ پېښور

محبت

ها پرون چې له کفارو نه بېزار شوو
داسې نن له ایماندارو نه بېزار شوو

څه زموږه ساده ګي وه او څه وران وو
چې په کس ناکس پسې خدایه روان وو

پوهېدلو که رښتیا دومره نادان وو
چې پیرو د نفرتونو د شیطان وو

محبت یې له مذهبه بېل ګڼلو
شیطانانو عشق له ربه بېل ګڼلو

سمندر څپې څپې ؤ د سرې وینې
چېرته څرک نه ؤ په زړونو کې د مینې

په روپۍ د مرګ آرزانه تماشا شوه
مینه ولاړه د پردۍ غېږې آشا شوه

ډېر کلونه مو که پل او که ګام واخیست
له لوېدلي یار مو بس انتقام واخیست

له پردیو نه مو اور په انعام واخیست
او له خپلو جل وهلیو مو جام واخیست

لاس تر زنې انتظار د خپل نصیب شوو
په رښتیا چې وروسته پاتې شوو غریب شوو

د مرګونو په بولۍ کې مو روزي شوه
د باروتو په ډېرۍ کې مو روزي شوه

ها زموږه روایت د مینې دا ؤ
روایت او حکایت د مینې دا ؤ

چې بنده ته خدای په مینه کې قریب شي
څه چې زړه غواړي هماغه یې نصیب شي

محبت څراغ د تورې تاریکۍ دی
نور د زړونو د لایزر د باریکۍ دی

مینه وکړﺉ چې روزي مو خدای ایمان کړي
چې له زړونو مو په منډو شیطانان کړي
۲۰/۱۰/۲۰۰۲

د خیال پري

ځان به تباه کړي
دا چې سپین ږیری
د شپې او ورځې
خیال د ځوانۍ کا

لکه سیالۍ کې
د غځېدلو
دوه ځایه بېله
ځان شمشتۍ کا

د خیال پري مې
ذهن ته راغله
له غریوه ډکه
په بوڅو شونډو

ما وېل کېدای شي
په څو پوښتنو
خندا پرې راشي
شونډې موسکۍ کا

ما ورته ووېل:
ګرانې دا څنګه
شور د سندرو
په کلي نشته؟

وېل یې: ځوانان دي
خاورو ته درومي
ساندې پرې وايي
نجونې سیالۍ کا
ما ورته وویل:
که مینه غواړې
بیا به نه ژاړې
زما غزل ته

وېل یې: افسوس چې
داسې څه نشته
ستا په غزل کې
ما خندنۍ کا

ما وېل: شیرینې
تر واورې سپینې
څنګه زړه تورې
شوې ته له مینې

وېل یې: جانانه
وینې تویېږي
مرګونه کېږي
زړه مې سستۍ کا
ما وېل: آسمان مو
څنګه تیاره دی
نه یې سپوږمۍ شته
نه راڼه ستوري

وېل یې: دا ستوري
یو نیم میلیونه
تر خاورو لاندې
ژړا سپوږمۍ کا

ماوېل: نازکې
د خیال ملکې
خندا دې غواړم
یو ځلې زړه کې

وېل یې: دا زړه مې
ساده کماله
لبخند د مینې
په ساده ګۍ کا
۲۷/۰۶/۱۳۷۹

د خوشحال بابا په کرښه
زه به وایم چې دا غم نه څه ته وايي؟

که رښتیا یو ځل د امن نوبهار شي
او را خور د ګل د وږم خوږ غبار شي

چې د امن د لمر څرک شي ژوند به څک شي
او مرګونه به د غلو په څېر فرار شي

دا رنځور کنډ او کپر وطن به روغ شي
دا د ساندو کړیکو شور چې په کرار شي

د سندرو لېونۍ څپه به راشي
په هر چم به یاقربان او یکه زار شي

آسمانڅک غرونه به شنه شي له ګیا نه
شنې غونډۍ به پېغلې پېغلې د دیار شي

دا آسمان بابا به لوی ټوپک را واخلي
جوړ په توره وچکالۍ به ډنډوکار شي

د غلې دانې به دومره پرېماني شي
و هر چا ته به غونډۍ غونډۍ انبار شي

کږې غاړې لوړ اوښان به د کوچیانو
په دا ښکلي کنډو بیا هسې کتار شي

محبت به مو د زړه د باغ باغوان شي
او نظر به مو د مینې طلبګار شي

ټول سپین ږیري شاعران به را ځوانان شي
ټول وطن به په غزلو کې سرشار شي

مساپر د هندوستان به ګرده راشي
پر آباد به دغه وران کلی او ښار شي


مرور به سره غاړه او غړۍ شي
او همدغه خوشالي به مو یادګار شي

د پېغلوټو وربلونه به غاټول شي
او په مینه به یې مست ژڼي دوچار شي

غنمرنګ آشنا به رنګ بایلي په مینه
لږ به ژېړ شي لږ به هم په هډ کې خوار شي

د ملي اتڼ زلمي به سم را جګ شي
او د ډول به په دې کلي درزهار شي

د اشر ځوانان به مټې را ونغاړي
د وطن په آبادۍ به پیل کار شي

زمانه د تور مغل به خدای کا تېره
د افغان په سپین وطن به روڼ سهار شي


زه به وایم چې دا غم نو څه ته وايي؟
ته به وایې بې وفا چې د چا یار شي

ته به وایې غم د مینې هله ډېر شي
چې نصیب د چا زړه ستړی انتظار شي

اوښکې سپینې هغه وخت شي د زړه وینې
چې آشنا دې د لستوڼي غوندې مار شي

زه به وایم وای توبه له داسې خلکه
چې د یار سره جفا کاندي غدار شي

زه به وایم د آرام ښایست ملوکې
ستا دیدن په څو روپیو که دینار شي

ته به وایې که دیدن دومره ارزان شي
نو په مینه کې به غلي سندرمار شي

د دیدن بیه مې زر غزلې نغدې
که دا نه وي د آسمان ستوري دې شمار شي

بیا به ته هله یو ځل زما دیدن کړې
د ښایست بیه همدغه په بازار شي

زه به وایم یه د سپین ښایست ملوکې
دومره جګ قیمت ته خدای که څوک تیار شي

د آسمان ستوري خو بې له هغې ډېر دي
زر غزلې د خیالونو دې در ځار شي

نو کمال به بیا په مینه قلم واخلي
په سرشارو شاعرانو کې به شمار شي
۰۱/۰۱/۱۳۸۱
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery