تړون:
د لوی خدای ج په نامه او بیا...
نن غرمه زه یوازې پر دسترخوان ناست یم
خو دا نن هم د تېرو ورځو په شان په یوه ښکلي خیال وزنګېدم
د انسان ژوند دی، رښتیا هم د سترګو په رپ کې تېرېږي.
غرمه مهال به یې په زینه کې د لکڼې ټکهار جګ شو
پاس به چې راوخوت نو په لوړ آواز به یې په ټولو سلام واچاوه.
بیا به یې د کورنۍ له ټولو غړو سره د روغ رنځور پوښتنه وکړه
ماته به یې د خپلې پخوانۍ لورېنې له مخې وویل: "هغه کتاب متاب دې څنګه شو؟"
زما زړه به د نور کله پرخون ؤ، ځواب به مې ورکړ:"خدای مهربان دی، ډېر زر به چاپ شي."
هغه به د خپل همېشني عادت له مخې پخپله سپینه ږیره لاس لاس راتېر کړ او وبه یې
ویل:"بچو رښتیا هم خدای مهربان دی، خدای دې داسې وخت راولي چې ستا د زړه آرمان پوره
شي."
هو زما یوه ستره هیله همدا وه چې زما یو وړوکی د شعرونو کتاب چاپ شي.
خو وايي چې تشه لاسه ته مې دښمن یې.
نن بیا په هماغه ځای په کوټه کې ناست یم، خو د خیال له نړۍ نه مې د شرارتي وراره په
کړسنده خندا را ووځم.
زه یوازې دې ته انتظار وم، چې د لکڼې ټکهار به واورم او بیا به ورته وایم: "پلاره
کتاب مې نن چاپ ته ورکړ!"
او ...... او چې کله را په خود شوم، نو هغه د هجرت په دیار د تورو خاورو مېلمه ؤ.
ما زړه مات نه کړ، ځکه چې د پردېسۍ او مهاجرت مرګ شهادت وي.
او ....
او په همدې خیال مې زړه را غونډ کړ ومې ویل:
"پلاره ستا په نامه"
م. کمال