THERE is a strange tree, which stands without roots and bears
fruits without blossoming;
It has no branches and no leaves, it is lotus all over.
Two birds sing there, one is the Guru, and the other the disciple:
The disciple chooses the manifold fruits of life and tastes them, and the Guru
beholds him in joy.
What Kabir says is hard to understand: "The bird is beyond seeking, yet it is
most clearly visible. The Formless is in the midst of all forms. I sing the
glory of forms."
بې ريښو ونه
عجيبه ونه ده ولاړه ده ريښې نه لري
مېوه لري خو په هيڅ وخت كي شګوفې نه لري
له سر تر نوكه نيلوفر دى بل څه نسته پكښي
پاڼي يې نه سي څوك ليدلاى او ښاخلې نه لري
پكښي جوړه دوه مرغان ناست په ترانو لګيا دي
يو يې مرشد بل يې مريد دى په نغمو لګيا دي
مريد يې اخلي له دې وني د ژوندون څو مېوې
يوه_يوه رسوي خولې ته ورنه اخلي مزې
پير د مريد له نندارې څخه خوندونه اخلي
هغه د وني له مېوو څخه پندونه اخلي
څه چي كبير وايي په دې پوهېدل نه دي اسان
مرغه په لاس نه سي درتللاى خو څرګند دى عيان
هغه بېرنګه د رنګونو په مابين كي ستايم
زه يې سندري د رنګونو د ستايلو وايم.
O SADHU! purify your body in the simple way.
As the seed is within the banyan tree, and within the seed are the flowers, the
fruits, and the shade:
So the germ is within the body, and within that germ is the body again.
The fire, the air, the water, the earth, and the aether; you cannot have these
outside of Him.
O, Kazi, O Pundit, consider it well: what is there that is not in the soul?
The water-filled pitcher is placed upon water, it has water within and without.
It should not be given a name, lest it call forth the error of dualism.
Kabir says: "Listen to the Word, the Truth, which is your essence. He speaks the
Word to Himself; and He Himself is the Creator."
اې زاهده ځان دي پاك كه
اې زاهده ځان دي پاك په ساده لار كه
څه چي وايم راسه غوږ مي پر ګفتار كه
لكه زڼى چي په منځ كي دى د ونو
او په زڼو كي ښكلا ده د ګلونو
د ګلونو منځ كي رنګ په رنګ مېوې دي
داسي زڼو كي هم وني هم سايې دي
په وجود كي چي نطفې دى ځاى نيولى
په نطفه كي داسي بل وجود اخښلى
كه څه اور دى كه اوبه، مځكه، بېديا ده
كه هوا ده كه خلا ده كه فضا ده
له خالقه څخه نه سي بېلېدلاى
له هغه يې جلا څوك نه سي ليدلاى
كه قاضي يې كه پنډت دا حقيقت دى
چي تر روح دباندي څشي واقعيت دى
چي په ډنډ كي له اوبو لوښى ډكېږي
او پر سر د اوبو بيرته خوشي كېږي
GORAKHNATH asks Kabir:
"Tell me, O Kabir, when did your vocation being? Where did your love have its
rise?"
Kabir answers:
"When He whose forms are manifold had not begun His play: when there was no
Guru, and no disciple:
when the world was not spread out: when the Supreme One was alone-
Then I became an ascetic; then, O Gorakh, my love was drawn to Brahma.
Brahma did not hold the crown on his head; the god Vishnu was not anointed as
king; the power of Shiva was still unborn; when I was instructed in Yoga.
I became suddenly revealed in Benares, and Ramananda illumined me;
I brought with me the thirst for the Infinite, and I have come for the meeting
with Him.
In simplicity will I unite with the Simple One; my love will surge up.
O Gorakh, march thou with His music!"
كبير كله زاهد سو
لوى مرشد له كبير وكړله پوښتنه
كيسه تېره له پخوا كړه بيا تر ننه
كله تا د ژوند پيل كړي دي كسبونه
كله ميني در مست كړي دي رګونه
كبير وايي هغه وخت چي په دنيا كي
زما بې رنګه رنګين خداى په مافيها كي
د خلقت هنوز پيل كړې نه وه لوبه
نه مرشد و نه مريد نه د چا سوبه
چي جهان لا هنوز نه وو غوړېدلى
ستر خالق چي لا يوازي اوسېدلى
زه هغه وخت كي زاهد ومه زما ميني
د برهما په زړه كي مستي كړلې ويني
چي برهما لا پر سر تاج نه وو منلى
چي ويشنو لا پر تخت نه وو كښېنستلى
چي شېوا پر جهان نه وو زېږېدلى
ما ته درس وو د خپل ذكر رسېدلى
BEFORE the Unconditioned, the Conditioned dances: "Thou and I
are one!" this trumpet proclaims.
The Guru comes, and bows down before the disciple:
This is the greatest of wonders.
حقيقت او مجاز
د مطلق حقيقت مخكي مجاز ناڅي
له شپېلۍ يې دا يوه ترانه پاڅي
زه او ته يو دواړه يو نه جلا كېږو
يو وجود يو يو له بله نه بېلېږو
مرشد راسي د مريد مخكي كږېږي
دا تر ټولو عجايبه معلومېږي.
MY Lord hides Himself, and my Lord wonderfully reveals Himself:
My Lord has encompassed me with hardness, and my Lord has cast down my
limitations.
My Lord brings to me words of sorrow and words of joy, and He Himself heals
their strife.
I will offer my body and mind to my Lord: I will give up my life, but never can
I forget my Lord!
زما خالق
زما خالق پټوي ځان له مخلوقاتو
بيا عجيب سي راڅرګند پر كايناتو
هم خالق يم ځنځيرونو كي تړلى
هم آزاد يې له هر بنده يم ايستلى
زما خالق راته راوړي هغه لفظونه
پكښي نغښتي چي خوښۍ دي هم غمونه
دى پخپله رغوي ټوله دردونه
په قدرت كراروي د دوى جنګونه
زه به ځان او زړه خالق ته وربخښمه
زه به ټوله ژوند تر ده قربانومه
خو په ژوند كي به خالق نه هېرومه
نه په زړه كي بل خالق ته ځاى لرمه.
O BROTHER, my heart yearns for that true Guru, who fills the cup of true love,
and drinks of it himself, and offers it then to me.
He removes the veil from the eyes, and gives the true Vision of Brahma:
He reveals the worlds in Him, and makes me to hear the Unstruck Music:
He shows joy and sorrow to be one:
He fills all utterance with love.
Kabir says: "Verily he has no fear, who has such a Guru to lead him to the
shelter of safety!"
ريښتونى مرشد
په آرزو د هغه پير يمه يارانو
له ريښتوني ميني جام ډك كړي دوستانو
هم پخپله يو ډك جام كړي پر سر پور ته
هم يوه پياله راواړوي زما لور ته
چي مي ليري كي له سترګو نقابونه
د خالق راكړي ريښتوني تصويرونه
راڅرګند كړي ناليدلي جهانونه
په ما واوري په پردو كي ورك سازونه
راته يو ښيي خوښۍ دي كه غمونه
او له ميني مالامال يې وي لفظونه
كبير وايي هغه څوك به وي منلى
چي يې داسي پير په برخه رسېدلى
ډار يې نه وي پر دنيا له خطرونو
چي مرشد يې اړوي له ګړنګونو.
ALL things are created by the Om;
The love-form is His body.
He is without form, without quality, without decay:
Seek thou union with Him!
But that formless God takes a thousand forms in the eyes of His creatures:
He is pure and indestructible,
His form is infinite and fathomless,
He dances in rapture, and waves of form arise from His dance.
The body and the mind cannot contain themselves, when they are touched by His
great joy.
He is immersed in all consciousness, all joys, and all sorrows;
He has no beginning and no end;
He holds all within His bliss.
هغه د هر څه خالق دى
جهان ټوله له خالقه دى راغلى
د هغه وجود له ميني دى جوړ سوى
هغه ذات دى هم بې رنګه هم بې كيفه
نه په ذات كي يې نقصان دى چا ليدلى
عمر تېر كړه په تلاښ د يو كېدلو
له خالق سره د ځان د وصلولو
خو بې رنګه خالق زر اخلي رنګونه
د مخلوق سترګي يې نه ويني شكلونه
ذات يې پاك دى او خالص تل يې بقا ده
نه يې ذات ته انتهى نه يې فنا ده
په نڅا كي د جذبې اخلي رنګونه
له نڅا يې رنګ په رنګ پاڅي موجونه
چي مستي د ده د ميني وررسېږي
نه وجود او نه زړګى په تورن كېږي
هغه ګډ دى په خوديو په فكرونو
په خوښيو په مستيو په غمونو
نه آغاز نه يې انجام چا ته عيان دى
په قدرت كي يې ساتلى ټول جهان دى.
To what shore would you cross, O my heart? There is no traveler
before you, there is no road:
Where is the movement, where is the rest, on that shore?
There is no water; no boat, no boatman, is there;
There is not so much as a rope to tow the boat, nor a man to draw it.
No earth, no sky, no time, no thing, is there: no shore, no ford!
There, there is neither body no mind: and where is the place that shall still
the thirst of the soul? You shall find naught in that emptiness.
Be strong, and enter into your own body: for there your foothold is firm.
Consider it well, O my heart! Go not elsewhere,
Kabir says: "Put all imaginations away, and stand fast in that which you are."
ته كومي غاړي ته ځې
كومي غاړي ته روان يې زما زړګيه
در په برخه كوم سيندونه كوم رودونه
نه د لاري نه د منزل څرك يې لګېږي
نه پرې كړي مسافرو سفرونه
هلته نه د حركت درك لګېږي
نه د سيالي چا جوړ كړي دي ځايونه
نه اوبه سته نه كښتۍ پر هغه غاړه
او نه هلته كښتۍ وان څاري موجونه
نه تناو سته د كښتۍ د كشولو
نه څوك سته چي يې راكش كړي تناوونه
نه ساحل سته نه يې مځكه اسمان ښكاري
نه خواړه سته نه يې شماري څوك وختونه
هلته نه د چا بدن سته نه يې مغز
تنده څنګه ماتوي د خلكو زړونه
هلته هر څه نېستي سوي په خلا كي
نه وجود سته نه د خلكو آوازونه
په پوړه زړه خپل وجود ته سه دننه
په هغه مكان كي ټينګ لره ګامونه
بلي خوا ته چي ترې ولاړ نه سې زړګيه
په همدې مكان كي ټينګ وساته ملونه
چي ولاړ يې په هغه مكان كي ټينګ سه
كبير وايي ليري پرېږده ټول خيالونه.
د خداى مينه
زه چي مست يمه په مينه زه پر څه خبري كړمه
چي الماس مي دى په لاس كي غوټه ولي خلاصومه
چي خالي وې له اوله اوس هغه پلې دي ډكي
اوس يې څله اندازه كم چي درنې دي او كه سپكي
عقل مست سو له شرابو چي چښلي يې پيالې دي
هوښ نوشلي له دې خمه سر پر بې اندازې دي
چي تر سينده ده راغلې سپينه بته كږه غاړه
لا د څشي په تلاښ ده په ډنډونو كي ولاړه
خداى پخپله ستا په ځان كي لټوې يې په بهر كي
كبير وايي خلكو واورئ سړى ولي ځان ابتر كي
ما چي خداى دى پېژندلى د مخلوق زړونو سينو كي
داسي دى لكه چي تېل وي د شړشمو په دانو كي.
د رباب مرموز ږغونه
له رباب څخه مرموز موزيك ږغېږي
بېله پښو او بې لاسونو څوك نڅېږي
بېله ګوتو يې آواز كوي تارونه
بې غوږونو يې نغمه اورېده كېږي
او دا ځكه چي كه غوږ دى ټوله دئ دى
اورېدونكى هم پخپله دئ، هستېږي
ورتړلى دى دننه خوشبويي ده
او دننه هيڅ وجود نه معلومېږي
هر څوك نه دى د دې سِر د پوهېدلو
دا يوازې هوښياران دي چي پوهېږې.
لامكان
په هغه ځاى كي چي ملګرو زما محبوب اوسېږي
له هغه ځاى سره سيالي مكان كولاى نه سي
هلته نه غم سته نه خوښي نه حقيقت نه دروغ
څوك د ګناه او د پرهېز نښي ليدلاى نه سي
هلته نه ورځي سته نه شپې نه پكښي لمر يا سپوږمۍ
هلته ځلا ده د نور څرك يې څوك ايستلاى نه سي
نه معرفت سته نه چا سر پر زنګانه ايښى دى
رياضت نسته او وردونه څوك ويلاى نه سي
نه نصيحت سته د ويدا له كتابونو څخه
څوك ښه او بد امر او نهي پېژندلاى نه سي
هلته نه كور نه بې كوري سته نه دننه بهر
پكښي مفهوم وړه ذره او لوى جهان نه لري
نه د پنځو لمونځونو نوم سته نه صليب پېژني
پكښي مذهب او عقيده هلته نښان نه لري
هلته ريښې ګل او ښاخلې او زڼي نه سې ليداى
مېوې يې سته خو مګر وني پكښي نه لويېږي
نه څوك هندو نه په سينو كي نفسونه دي بند
دا ټوله نسته د نفس نوم پكي نه ځايېږي
هلته محبوب دى نور عدم دى د وجود نېستي ده
كبير په دغه حقيقت ښه پوهېدلى يمه
هر څوك چي زما د اشارې نښه په سترګو ويني
د ازادۍ په سرمنزل يې پوهېدلى يمه.
نهايي خوښي
بتي ژر يې راته وايه خپله تېره افسانه دي
ته له كومه ملكه راغلې راته ښيه آشيانه دي
كوم ساحل ته دي پرواز دى ځې تر كومو وطنونو
هم كيسه د وطن وكه هم د خپلو هدفونو
بتي نن سهار راكښېينه له اوږدو_اوږدو خوبونو
زما پر لاره سه روانه زما پر لور د منزلونو
داسي خاوري ته به ولاړ سو چي واك نه لري غمونه
هلته وېره د مرګ نسته مرګى نه وهي سرونه
هلته كور د پسرلي وي شنه ځنګلونه غوړېدلي
هلته "دى_ زه يم" ذكرونه له نسيم سره اودلي
هلته زړونه داسي مست وي د خوښيو له شرابو
چي درپاته نوري نه وي د مستۍ او خوښۍ هيلي.
معرفت
حقيقت نه دى په سترګو چي يې وينو
هغه څشي دى موږ هيڅ نه سو ويلاى
باور نه راځي هيڅكله بې ليدلو
بې ويلو په هيڅ نه سو پوهېدلاى
هوښياران په زور د علم په پوهېږي
ناپوهان لكه ړانده تل به كړېږي
څوك پراته بې شكله خداى ته پر سجده دي
څوك يې رنګ په رنګ شكلونه ته كږېږي
ولي خداى لړ دى تر دغو صفتونو؟
يو دانا يې دى قابل د جوابونو
چي نغمه څوك پر كاغذ نه سي ليكلاى
د هغې توري څوك نه سي پېژندلاى
كبير وايي دا يوازي معرفت دى
بريالى چي همېشه پر جهالت دى.
زه چيري يم
چيري مي غواړې زه له تا سره يمه
نه په زيارت نه بتخانو كي يمه
نه په تاريكو خلوتو كي يمه
نه درمسال نه مسجدو كي يمه
نه په كعبه نه صومعه كي يمه
چېري مي غواړې زه له تا سره يم
نه په لمانځه كي نه په ذكر كي يم
نه په روژه كي زه له چا سره يم
نه زه د جوګ تمرين كي چا ليدلى
نه رياضت كي مي دى ځاى نيولى
نه په قوه نه په بدن كي يمه
نه د فضا په نازك تن كي يمه
نه طبيعت كي مي دى كور جوړ كړى
نه د نفس په انجمن كي يمه
په ځير مي ولټوه كشف مي كه
ما په وجود كي د شېبې لټوه
وايي كبير په غور غوږ ونيسه
چي ستا ايمان دى ما هورې لټوه.
وايي كبير په غور غوږ ونيسه
چي ستا ايمان دى ما هورې لټوه.