مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د عروض علم

ضروري توضيح :
دمخه تردې چي تاسي د عروض علم وپېژنئ، دا نكته بايد تاسي په زړه ولرئ چي د پښتو ملي اشعار چي ددې ادب مهم ركن دى د عربي ژبى د عروض تر قواعدو لاندي كورت نه راځي، بلكي د اروپايي ژبو د اشعارو په څېر د سيلاب او سيلابل له رويه وېشل كيږي، او په هجايي صورت ئې سم او ناسم سره بېليږي، چي وروسته به درته راوړه شي.
هو ! د پښتو ځيني اشعار په عربى عروضو تكلفاً برابريږي مګر دا اشعار د دېوانو اشعار دي چي شاعرانو يې د عربى او پارسي په تقليد اشعار ويلي دي په دې تكلفي اشعارو كي هم اكثر شعرونه نه برابريږي، ځكه چي د پښتو د ځينو كلمو ابتداء په ساكن كيږي نو كه دا كلمې د بيتو په سر كي راشي ددې دپاره په عربى عروضو كي هيڅ قاعده نه لري، ځكه چي په عربي كي ابتداء په ساكن له سره شته نه، او بل دا چي خليل بن احمد د عربى ژبي دپاره بحور ټاكلي نه ( ددوي په اصطلاح) دعجمي ژبو دپاره، تر دې يادوني وروسته به نو اوس دعروض دعلم په ښووني پيل وكړو، او څنګه چي پښتو شعرونه اصلاً نه پر برابريږي او هغه چي برابريږي هم بې خونده دي نو مثالونه د پارسي څخه راړو كه څه هم دا عروض د پارسي ژبي دپاره هم نه دي وضع شوي.

تعريف :
عروض عرضه كولو ته وايي (1) او اصطلاحاً هغه علم دى چي دعربي شعر د اوزانو كره او ناكره صحيح او فاسد په پېژندل كېږي (2).

موضوع :
ددې علم موضوع شعر ته د سموالي اوناسموالي له حيثه كتل دي.(3)

واضع :
د عروض د علم واضع خليل بن احمد الفراهيدي دى چي په دوهم هجري قرن كي ئې ژوند كاوه. (4) كه څه هم تر دې دمخه نورو شاعرانو پر همدې عروضو برابر نظمونه ويلي وه مګر دا علم چا نه وْ ورته وضع كړي.

دا علم ولي عروض بولي ؟
ځكه چي اشعار د خليل پر قواعدو عرضه كيږي، او څوك لا وايي چي خليل دا قواعد په عروض كي چي يو ځاى دي وضع كړي دي نو د هغه ځاى په نوم ئې ياد كړيدي. (5)

د عروض اركان :
د عروض د علم ركنونه ددې علم اجزاء او افاعيل دي افاعيل هغه متحركات او سكنات دي چي بيت ځيني جوړيږي، بيت په عربي خوني او كور ته وايي هر بيت دوې برخي وي ، چي هري برخي ته مصراع يا مصرع وايي، او مصراع د دروازې يوې پلې ته وايي د بيت د لومړۍ مصراع لومړي جز ته صدر وايي او آخر جز ته يې عروض د دوهم مصراع لومړى جز ابتداء او وروستى جز ضرب يا عجز بولي او هغه اجزاء چي د صدر او عروض يا ابتداء او ضرب په مينځ كي راځي هغه ته حشو وايي.(6)

افاعيل :
افاعيل لس كلمې دي : فعولن، فاعلن، مفاعيلن، فاعلاتن، مستعفلن، مفاعلتن، متفاعن، مفعولات، فاعلاتن، مس تفع لن، چي دوره ئې پنځه حرفيز او نور ټول اوه حرفيز دي، د درو شيانو څخه تركيبيږي : سبب، وتد، فاصله.
سبب دخېمې مراندو ته وايي، وتد ئې زيرك دى فاصله د دوو مراندو تر منځ جلاوالي ته وايي، او دلته سبب دوه حرفيزه كلمه ده، نو كه ئې آخر ساكن وْ لكه "تن" خفيف سبب ورته وايه شي، او كه متحرك وْ " تنه " (غير ملفوظي هـ) ثقيل سبب دى، وتد درې حرفيزه كلمه ده نو كه ئې د مينځ تورى ساكن وْ لكه "تان" هغه مفروق وتد دى او كه يې آخر ساكن وْ لكه (وزر) مجموع وتد ورته وايي، فاصله څلور حرفي يا پنځه حرفيزه كلمه ده دا هم كه اول درې توري متحرك او څلورم ساكن وْ، لكه اچول د اصغرا فاصله بولي او كه څلور توري متحرك او پنځم تورى ساكن وْ، لكه اچولى دا نو كبرى فاصله ده.




زحافات :
افاعيل كله كله د خپل اصلي حاله تغير خوري،دې تغير ته زحاف وايي زحاف له مقصده ليري كېدل دي دا زحافات پر درې قسمه دي : يو دا چي متحرك ساكن كړي، بل دا چي د ركن له تورو يو تورى كم كړي، دريم دا چي پر اصلي تورو نور څه اضافه كړي، ټول ازحيف پنځه دېرش دي. (7)

1. اخمار :
په لغت كي بوټول او ډنګرولو ته وايي، اصطلاحاً د متفاعلن (ت) ساكنول دي، او څنګه چي دا غير مانوس كيږي نو متفاعلن په مستفعلن اوړي، اخمار خاص په بحر كامل كي راځي.

2. عقب :
سر تړلو او د وني د ښاخ غونډولو ته وايي، اصطلاحاً د مفاعلتن د لام- ساكنول دي، دا په بحر وافر كي راځي.

3. خبن :
پټولو ته وايي، اصطلاحاً د هغه خفيف سبب ساقطول دي چي د ركن په اول كي راشي فاعلن په فعلن شي دا په رجز، رم، مديد، بسيط، متدارك، سريع، خفيف، مجتث، منسرخ او مقتضب كي راځي.
4. وقف :
درېدو ته وايي، او اصطلاحاً د مفعولاتو د (ت) ساكنول دي، دا په سريع، منسرح، مقتضب بحرو كي راځي.
5. طى :
د كالو يا كاغذو پېچلو ته وايي، اصطلاحاً د هغو دوو خفيفو سببو د څلرم ساكن توري ساقطول دي چي بې فاصلې د ركن په اول كي وي، نو مستفعلن به مستعلن او مفعولات به مفعلات شي دا په بسيط، رجز، سريع، منسرح او مقتضب بحر كي راځي.

6. قبض :
تړلو او بندېدلو ته وايي، مګر اصطلاحاً د پنځم سببي ساكن توري ساقطول دي نو مفاعيلن به مفاعلن او مفعولن به فعول پاته شي.دا په طويل، مديد، هزج اومتقارب كي راځي.

7. عقل :
د اوښ زنګون تړلو ته وايي، خو په اصطلاح كي د مفاعلتن د ركن متحرك لام ساقطول دي، دا په بحر وافر كي راځي.


8. كف :
د ګرځول او جامې د كنارې كنډولو ته وايي، اصطلاحاً د اووم سببي ساكن تورى ساقطول دي، نو مفاعيلن به مفاعيل او فاعلاتن به فاعلات شي دا په طويل، مديد، رمل، خفيف، مجتث او مضارع كي راځي.
9. وقس :
مغزي ماتولو ته وايي، مګر اصطلاحاً د متفاعلن د ركن دوهم متحرك توري ساقطول دي دا په بحركامل كي راځي.
تبصره :
(تردې ځايه پوري مفرد زحافات بلل كېده تردې وروسته ئې مزدوجه زحافات بولي)

10. شكل :
څلور پښې په رسۍ تړلو ته وايي، اصطلاحاً متصل د فاعلاتن او مستفعلن په ركن كي د خبن او كف يو ځاى كېدل دي، دا په مديد، خفيف، رمل او مجتث كي راځي.

11. خزل :
پرېكول، كمول دي، اصطلاحاً مضمن، متفاعلن مطوي كول دي يعني څلرم تورى، ساقطول دي دا په بحر كامل كي راځي.

12. تشعيث :
د تيتولو او تللو په معنا دي اصطلاحاً د فاعلاتن د وتد مجموع له دوو متحركو څخه يو تورى ساقطول دي دا په مديد، خفيف رمل او مجتث كي راځي.

13. اذاله :
لمن ايله كولو ته وايي، او دلته د آخر ركن په وتد مجموع كي الف زياتول دي نو مستفعلن به مستفلان او فاعلن به فاعلان او متفاعلن به متفاعلان راشي، دا په رجز، متدارك، بسيط، كامل، سريع، منسرخ او مقتضب كي راځي.

14. قصر :
لنډولو ته وايي، خو اصطلاحاً دا درې چي سببي ساكن د ركن او آخره څخه وغورځوي او تر هغه دمخه تورى ساكن كړي، نو مفاعيلن به مفاعيل او فاعلاتن به فاعلات او فعولن به فعول او مستفعلن به مستفعل شي او دا په طويل ، مديد، هزج،رمل متقارب،مضارع خفيف او مجتث كي راځي.

15. قطع :
پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً دادى چي د وتد مجموع ساكن د ركن له آخره وغورځوي او تر ده دمخه تورى ساكن كړي، نو له مستفعلن څخه به مستفعل او له فاعلن څخه فاعل او له متفاعلن څخه به متفاعل پاته شي دا په رجز كامل، متدارك، بسيط،مديد، سريع، خفيف او مقتضب كي راځي.

16. كسف :
د اوښ پوندي پرېكولو ته وايي، د مفعولاتو د اووم حرف ساقطول دي يا د وقف او كف اجتماع ده دا په سريع، منسرح، مقتضب كي راځي.
17. حذف :
له يو شي څخه يو شى كمول دي، د ركنو له آخر څخه د خفيف سبب ساقطول دي يا دوقف او كف يو ځاى والى دى، دا په مديد، خفيف، هزج، رمل، مضارع، مجتث، طويل او متقارب كي راځي.


18. اخذ :
اخيستل او قطع كول دي، دلته د اركانو له آخر څخه مجموع وتد ساقطول دي، دا په كامل، بسيط، رجز او متدارك كي راځي.

19. صلم :
د غوږ او پزي پرېكول دي، اصطلاحاً د مفعولاتو د پاى مفروق وتد ساقطول دي دا په سريع منسرح او مقتضب كي راځي.

20. قطف :
د انګور د وږي يا نور څه پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً د مفاعلتن په آخر كي د خفيف سبب ساقطول او دمخه تر هغه ساكتول دي يا د عصب او حذف اجتماع ده، دا په وافگر بحر كي راځي.

21. بتر :
د لكۍ پرېكولو ته وايي، يا له بيخه كښل ، اصطلاحاً په فعولن كي د حذف او قطع يو ځاى كېدل او په مفاعيلن كي دحب او حزم اجتماع، دا په متقارب، هزج، رمل، مضارع، مجتث او خفيف كي راځي.

22. تسبيغ :
لغتاً تمامولو ته وايي، اصطلاحاً په خفيف سبب كي چي د ركن په آخر كي راغلى وي او په عروض او ضرب كي واقع وي الف زياتول دي، دا په هزج، رمل، مضارع، متقارب، مديد، طويل او مجتث كي راځي.
23. ترفيل :
لمن اوږدول دي، پر مجموع وتد باندي چي په عروض او ضرب كي واقع شي خفيف سبب زياتول دي دا مختص په عربي پوري دى، په پارسي كي لږ راځي په عربي كه هم په بحر كامل كي دى.

24. جدع :
پزه او غوږ او لاس پرېكول دي، د مفعولات څخه د دواړو سپكو سببو غورځول اود "ت" ساكنول دي دا په بحر سريع، منسرح او متقضب كي راځي.

25. حب :
خسي كول دي، او اصطلاحاً د مفاعيلن د ركن څخه د دوو خفيفو سببو ساقطول دي دا په بحر هزج او مضارع كي راځي.

26. هتم :
په لغت كي غاښ له بېخه كښل دي، اصطلاحاً په ففاعيلن كي د حذف او قصگر يوځاى كول دي، دا په بحر هزج او مضارع كي راځي.

27. نحر :
د اوښ د غاړي پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً د مفعولاتو د تا او د دوو خفيفو سببو ساقطول دي دا په سريع، منسرح او متقضب كي راځي.


28. مراقبه :
په لغت كي د يو بل ساتني ته وايي، اصطلاحاً په مفاعيلن مفعولات، مستفعلن كي يوازي د دوو خفيفو سببونهْ حذفول، دا په مشاكل، قريب او جديد كي لازم او په سريع ، منسگرح او خفيف كي روا دي.

29. معاقبه :
په يو بل پسي تلل، اصطلاحاً دوه خفيف سببونه چي په شعر كي يو ځاى شوي وي د هغو دواړو ساقطول يو ځاى روا نه دي دا په مديد، منسرح، رمل، وافر، هزج، خفيف، طويل كامل مجتث كي راځي.

30. زلل :
په لغت كي هغه وزن ته وايي چي غوښي نه لري، اصطلاحاً په مفاعيلن كي د هتم او حزم يوځاى كول دي دا په هزج او مضارع كي راځي.

31. عقص :
د وېښتانو پېچل، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د حزم او نقص يو ځايوالى دى دا په وافر كي راځي.

32. خبل :
په لغت كي لاس او پښه پرېكول دي، په مستفعلن او مفعولات كي دخبن او طى يو ځاى كول دي دا په منسرح او نورو كي راځي.


33. غضب :
په لغت كي د پسه يو ښكر كېدل دي، اصطلاحاً د مفاعلتن په ركن كي حزم دى او په وافر كي راځي.

34. خرب :
په لغت كي ورانول دي، اصطلاحاً په مفاعلين كي د خرم او كف يو ځاى كېدل دي، دا په هزج او مضارع كي راځي.

35. شتر :
د سترګو باڼو اوښتل دي، اصطلاحاً په مفاعيلن كي د خرم او قبض يو ځاى كېدل دي، دا په هزج او مضارع كي راځي.

36. ثلم :
په لغت كي كنډو كول او ګوښه كېدل دي، اصطلاحاً د فعولن خرم، كول بېله كوم تغيره دا په طويل او مقارب كي راځي.

37. ثرم :
د مخ د غاښ ماتولو ته وايي، اصطلاحاً په فعولن كي د قبض او خرم يوځاى كېدل دي دا په طويل او متقارب كي راځي.

38. خرم :
پزه پرېكول دي، د هغه مجموع وتد څخه چي د ركن په سر كي راسي لمړى متحرك تورى ساقطول دي دا په هزج او مضارع كي راځي.

39. قصم :
غاښ ماتولو ته وايي، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د عصب او خرم يو ځاى كېدل دي، دا په بحر وافر كي راځي.

40. جمعه :
په جنګ كي سړى بې نېزې كېدلو ته وايي، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د عقل او عصب اجتماع ده.


بحرونه :

د عربي عروض بحرونه شپاړس ټاكل شويدي چي پنځلس خليل بن احمد جوړ كړي او يو بحر متدارك ابوالحسن اخفش باندي زيات كړيدى. شپاړس بحرونه دا دى :

(1) بحر طويل :
بيت په بحر طويل كي په څلور واره فعولن، مفاعيلن تمامېږي يعني داسي :

فعولن مفاعيلن فعولن مفاعيلن
مثال چه ګويم نګارينا كه بامن چها كردي
فعولن مفاعيلن فعولن مفاعيلن
قرارم دل بــــــردى زصبرم جدا كردي





(2) بحر مديد :
په دې بحر كي بيت په څلور واره فاعلاتن فاعلن تماميږي مثلاً :
دل زهجرت اى صنم خون خود را ميخورد
جان بدستت اى پسر جامه برتن مى درد
"جامي"
(3) بحر بسيط :
ددې بحر بيت په څلور واره مستفعلن فاعلن تمامېږي مثلاً :
چون خار وخس _ روز وشب افتاده ام در رهت
باشد كه برحال من افتد نظر ناګــــــــــــــــــــــهت
"جامي"

(4) بحر سريع :
په دې بحر كي بيت په دوه واره مستفعلن مستفعلن مفعولات تماميږي مګر د زحافاتو په اثر اوړي چي يو ډول ئې دادى : مفتعلن مفتعلن فاعلات مثلاً :
وقت ضرورت چونماند ګريز
دست بګيرد سر شمشير نيز

(5) بحر خفيف :
ددې بحر بيت په دوه واره فاعلاتن مس تفع لن فاعلاتن تماميږي مګر د زحافاتو په اثر اوړي چي يو ډول ئې دادى : فعلاتن مفاع لن فعلا تن راځي لكه :

اى صبا بوسه زن زمن دراورا
ورنرنجند لب چوشك كراورا


(6) بحر منسرح :
منسرح آسان ته وايي، دا بحر په څلور واره مستفعلن مفعولات تمامېږي مګر د زحافاتو په اثر اوړي مفتعلن فاعلات مفتعلن راځي لكه :
شاه جهان باد تا زمـــــانه بود
كز كرمش خلق شادمانه بود

(7) مجتث :
په څلور واره مس تفع لن فاعلاتن تمامېږي، مګر د زحافاتو په اثر اوړي چي يو ډول ئې دادى چي څلور واره مفاعلن فعالتن راشي لكه :
تو آن ګلى كه مه آسمان جبين تو بوسد
فلك زصد ره فرود آيد و زيدين توبوسد

(8) بحر مضارع :
د مشابه په معنى څلور واره مفاعيلن فاع لاتن راځي. او د زحافاتو په اثر اوړي يو ډول ئې مفعول فاعلاتن څلور واره راځي :

وزمن جفا نخيزد دانم كه نيك داني
از تو وفا نيايد داني كه نيـــــك دائم

"خاقاني"
(9) بحر مقتضب :
د پرېكولو معنا لري په دې بحر كي څلور واره مفعولات مستفعلن راځي او دا د منسرح عكس دى خو زحافات ئې اوړي يو ډول ئې فاعلات مفتعلن راځي لكه :

سرو ګلعذار مني فصل نوبهار مــــني
من اګر چه ننګ توام عز وافتخار مني

(10) بحر وافر :
اته واره مفاعلتن راځي لكه :
چه شد صمنا كه سوى كسى بچشم وفا نمى نګرى
زرسم جفا نمى ګذرى طريق وفا نمــــــــــــــــى سپري
"سيفى عروضى"

(11) بحر كامل :
اته واره متفاعلن راځي چي د زحافاتو په اثر اوړي او دوه واره متفاعلن ، مستفعلن، مستفعلان لكه :
چو عيان شوى آســــــــايدم روح وروان
چو نهان شوى از جان من خيزد فغان

(12) بحر هزج :
په دې بحر كي اته واره مفاعيلن راځي لكه :
ز فرق سر وتو ګرمـــاه مى تابد چه فرق آخر
ببين از راس آن سروم ، هلال ابروان قمرى

(13) بحر رجز :
اته واره مستفعلن راځي لكه :

اى چهره زيباى تو رشـــــــــــــــك بتان آذرى
هرچند وصفت ميكنم درحسن زان بالاترى

(14) بحر رمل :
اته واره فاعلاتن راځي لكه :
باز درپوشيد ګيتى تازه ورنـــــګين قبائى
عالمى را كرد مشكين بوى زلفى آشنايى

(15) متقارب :
اته واره فعولن راځي لكه :
زشرم رخت لالــــــــــه را داغ بردل
زرشك قدت سرورا پاى در ګل

(16) متدارك :
اته واره فاعلن راځي لكه :


حسن ولطف ترا بنده شـــد مهرومه
خط وخال ترا مشك چين خاك ره
تبصره :
د افاعيلو هر ركن د بيت يو جز دى او دبحرو بشپړ اجزا اته دي نو كه اته سره په يوه بيت كي راغلي وه هغه ته مثمن وايي، او كه شپږ جزو راغلي وي مسدس ئې بولي، او كه څلور جزو راغلي وي مربع ئې بولي، په عجمي ژبو كي مثلث او مثنى او موحد هم راغلي دي،مګر په عربي كي نشته او د هر بحر چي په اركانو كي تغير راغلى وي هغه بحر مزاحف بولي او كه تغير نه وي راغلى هغه سالم بولي.


د پښتو عروض :

دمخه مو وويل چي د پښتو ملي شعرونه پر عربي عروضو نه برابريږي، اوځكه چي پښتو آريايي ژبه ده نو داروپايي ژبو د اشعارو په شان د سيلاب او سيلابل له رويه پېژندل كيږي، يعني په هجايي صورت ئې سم او ناسم سره بېليږي، كه څه هم د پښتو ځينو شاعرانو د پاړسي ژبي د شاعرانو په څير خپل اشعار په زور او ستم برابر كړي مګر په عمومي او اساسي ډول هېڅ نه برابريږي - دا ولي ؟
يو خو دا چي پښتو آريايي ژبه ده او عربي سامي ژبه ده او د دواړو ژبو خصوصيات سره بېل دي، بل دا چي په پښتو كي ابتداء په ساكن بيخي ډېره راځي، او دا په عربي كي هـيڅ جواز نه لري، او نه خليل بن احمد پخپلو عروضو كي د ابتداء په ساكن مراعات كړيدى، له دې څخه هم ښكاري چي خليل خاص د عربي ژبي دپاره عروض جوړ كړيدي نو كه د پښتو د بيت په سر كي ابتداء په ساكن راشي، تقطيع به ئې څنګه كوو؟ ځكه نو بايد سېلاب وپېژنو:
سېلاب يوې هجا ته وايي، هجا د خولې يو وار ښورېدل دي، يعني د حروفو ډېر والي يا لږوالى اهميت نه لري مثلاً : در، ور، پر،كه څه هم دوه توري دي مګر سېلاب ئې يو دى، لكه لا داسي وي چي څلور توري يو سېلاب ولري لكه : ورور، ترور يا نور. دوه سېلابي كلمې لكه: اتر، خبر، زنه،پزه، ګټل، وهل، درې سېلابي كلمې لكه زړه ور، مرور، كښېناستل، څلور سېلابي كلمې لكه : دړي وړي، لاندي باندي ترله وتل. پنځه سېلابي كلمې لكه وژلي شوي، خوړلي شوي. شپږ سېلابي كلمې لكه خبري اتري، يا نوري داسي كلمې، سېلاب چي وپېژانده شو نو دا هم ښكاره ده چي دپښتو د شعر په تقطيع كي فقط حركت او سېلاب اهميت لري د تورو ډېرښت ته نه كتل كيږي.



د پښتو د شعر اقسام :

د پښتو شعرونه چي د سېلاب له رويه سگره جلا كيږي د ځانه مخصوص نومونه لري دا بايد د بديع دعلم په لفظي صنايع كي درته ويل شوي واى مګر څنګه چي تقطيع په دې علم اړه لري دلته ئې راوړو او هغه دادى : (8)


(1) لنډۍ :
د پښتو د ملى ادب يو مهم ركن لنډۍ دي او په پښتنو كي بيخي ډېر شهرت لري د پښتو په اشعارو كي خاص وزن او سېلابونه ټاكل شويدي، د لنډۍ لومړۍ مصراع نهه سېلابه او دوهمه مصراع ديارلس سېلابه ده چي ټوله لنډۍ ګويا دوه ويشت سېلابه ده او په آخر كي ئې هرومرو "ميم" او "هـ" يا "نون" او "هـ" راځي او لنډۍ اكثر د ښځو له خوا ويل شويدي. مثلاً دا دوې لنډۍ :

دا پېغلتوب مي د غم دود كړې
خيالي ځوانان راپسي مگري خونكاره شومه
اوس به دي يو موټى ايرې كړم
ملالي سترګي كه در واړوم مينه
دا پورته لنډۍ هم د ښځو له خوا دي او هم د يوې په آخر كي "ميم" او "هـگ" او د بلي په آخر كي "ن" او "هـ" راغلي دي. فقط دومره دى چي دواړي لنډۍ عشقي دي او په لنډيو كي حماسي مضامين هم ډېر ښه ځاى شويدي مثلاً : يوه نجلۍ زلمى ته داسي تشجيع وركوي :
ته په سگنګر كي ځان شهيد كړه
زه به خپل شال ستا پر زيارت وغوړومه
يا ورته وايي :
توري به نه كړي نو به څه كړي
چي سپين مړوند دي زه تر سر لاندي كومه
يا دا چي :
ټوټې ټوټې په وينو راشې
چي پرهارونه دي ګنډم خوله دركومه
بيا پسله مرګه خپل مين داسي ستايي :
جانان مي سر پر وطن كښېښود
په تار د زلفو به كفن ورته ګنډمه
د لنډيو يوه لو مميزه او خصوصيت دادى چي يوه لنډۍ د موسيقۍ پر اصولو تقريباً پر پنځوس قسمه ويله كيږي يعني په جلا جلا سر او جلا جلا آهنګ اداء كيږي، او دا مزيت بېله لنډيو بل شعر نه لري.
لنډۍ د كندهار او غزني په شاوخوا كي لنډۍ بولي ځكه چي اوله مصرع ئې تر دوهمي لنډه ده د يوسفزو او پېښور خواته مسرۍ يا ټپه ورته وايي، د ننګرهار شاوخواته ئې ټكۍ بولي. (9)

تبصره :
د پښتو هر شعر چي دغه سېلابونه درلوده هغه "لنډۍ" بولي.

(2) نارې يا ږغونه :
نارې او ږغونه د ملي اشعارو هغه شعرونه دي چي په ملي افسانو كي راوړل كيږي، او دا شعرونه عموماً دبيت په ډول وي مګر تر بيت اوږده وي او د هري افسانې د نارو سېلابونه بېل بېل دي ځيني ډېر او ځيني لږ دي كوم ټاكلى سېلاب نه لري، خو دومرى دي چي د هري افسانې د نارو سېلابونه پخپله منځ كي يو شى دي او هيڅ فرق نه سره لري دا نارې د عربي اشعارو په څېر په كوم بحر كي مقيدي نه دي بلكي د اروپايي آزادو شعرو په شان ويلي شويدي، لكه د فتح خان په نقل كي دا ناره چي رابيا د فتح خان محبوبه د جنګ پر وخت دده پر كرنګ آس باندي كړې ده :

د فتح كرنګه نال به دي زرين كړم
كه دي دا وار فتح راوړ،خپل امېل به دي د غاړي لونګين كړم
لومړۍ مصراع 12 سېلابه ده او دوهمه مصراع 20 سېلابه ده ددې افسانې ټوله نارې همدا سېلابونه لري ځكه چي ملي افسانې ډيري دي او نارې ئې هم ډيري دي نو نوري افسانې ستاسي مطالعې ته پرېږدو.


(3) نيمكۍ :
نيمكۍ د پښتو يو قسم مركب شعر دى چي له دوو جزو څخه جوړ شويدى يو هغه جزو چي څو واره تكراريږي، دې جز ته "سر" وايي او بل هغه جز دى چي په منځ كي ورلويږي دې جز ته "ټكۍ" وايي.
په نيمكۍ كي اول سر ويل كيږي دغه سر عموماً يو بيت يعني دوه مسرۍ وي مګر دا دوې مسرۍ كه څه هم په قافيه كي سره يو شانته وي مګر په سېلاب كي برابري نه وي يعني د مستزاد په شكل لومړۍ مسرۍ ئې اوږده او دوهمه لنډه وي. عموماً لومړۍ مسرۍ 13 سېلابه او دوهم 7 سېلابه وي، تر سر وروسته يوه يوه ټكۍ ويله كيږي او سر پكښي تكراريږي، او د ويلو صورت ئې داسي دى چي ټكۍ د اولي مسرۍ تر ويلو وروسته د سر لنډه مسرۍ ورسره تكراريږي، بيا چي د ټكۍ دوهمه اوږده مسرۍ وويله شي د سر دواړي مسرۍ ورسره بيا تكرار ويلي كيږي دا ډول نو هر قسم ټكۍ په نيمكيو كي ويلي كيږي په نيمكيو كي هر يو تن د مجلسيانو څخه حق لري چي يو يو بند وار په وار د غزلچي سره ووايي سر خوئې يو وي صرف هر يو تن له ځانه ټكۍ ور اچوى. نيمكۍ اكثر د مسابقې په ډول ويلي كيږي.
د نيمكۍ نمونه داده :

سوركى پېزوان دي په كنډو ختلى لمر دى
چا وې چي مازديګر دى

منګى دي كېده خوله دي راكه
چا وې چي مازديګر دى

مور ته دي وايه چي په پوله ولوېدمه
چا وې چي مازديګر دى

سوركى پېزان دي په كنډو ختلى لمر دى
تر پايه

په پورته نيمكۍ كي سر همهغه اول مستزاد بيت دى.

(4) بګتۍ :
د پښتو د ملي اشعارو يوه غوره نوعه بګتۍ ده، بګتۍ په مجلس كي تر رباعي، غزل او چاربيتو وروسته بلكي د غزلو او چاربيتو تر منځ په ورو او چابك آواز ويله كيږي. آوازونه پكښي اوچتيږي، بګتۍ هم "سر" لري او غالباً يو بيت وي، چي ددې بيت ددواړو مسريو قافيه سره برابره وي. تر سر وروسته بندونه لري چي هر بند ئې څلور مسرۍ وي درې اولي مسرۍ ئې پخپل كور كي ځانته قافيه لري اود څلرمي مسرۍ قافيه ئې د سر سره برابريږي، مګر د هر بند په پاى كي د بګتۍ سره ورسره اخيست كيږي. د بګتۍ نمونه داده :
دا توري سترګي رانه تېريږي
د حاله زما كله خبريږي
دا توري سترګي سره ئې لاسونه
په بام ولاړه كوي سيلونه
اوربل كې ايښي تازه ګلونه
موزي دله خان به ترې جاريږي
دا توري سترګي .....................
.................... تر پايه
(5) چاربيته :
چار بيته دپښتو دملى اشعارو خورا برجسته نوعه ده، او ډېر شهرت لري ځكه چي په چاربيته كي د قصيدې او مثنوي په شان ډېر اوږده اوږده مضامين او لويي لويي قيصې ويلي كيږي، د چاربيتي ويل په تندۍ او چالاكۍ وي. چاربيته هم يو سر لري چي هغه ته "پيرو" يا "كسر" هم وايي، د چاربيتي مسرۍ اوږدې وي اوعموماً چاربيته دوه قسم ده، يو هغه چي هر بند ئې دوه بيته يعني څلور مسرۍ ولرى بله هغه چي هر بند ئې څلور بيته يعني اته مسرۍ وي، په اول صورت كي ورته مجازاً چاربيته ويله كيږي، كله چاربيته په مستزاد شكل هم راځي، مګر په هغه كي هم اوږدې مسرۍ وي د چاربيتي د هر بند آخر بيت د سر سره همقافيه دى.
مثالونه د اول قسم :
څوك به پيدا نه شي د فرهاد او شرينۍ په شان
يو ځاى به څوك نه شي د آدم او درخانۍ په شان
يو ځاى به څوك نه شي لكه وْ عاشق فرهاد
بل به ئې كولو په آشنايي پسي فرياد
وئې كړه خوارى ځكه حاصل ئې شه مراد
كړي به ئې خبري د طوطا د ښارونۍ په شان

دوهم قسم : دا دوهم قسم درې ډوله لري يو دا چي د هر بند اول درې بيتونه پخپل كور كي سره يو قافيه وي او آخر بيت ئې د سر سره په قافيه كي يو وي، دوهم دا چي د هر بند د اولو درې بيتونو اولي مسرۍ ئې پخپل منځ كي په يوه قافيه وي او آخري مسرۍ په بله قافيه وي، دريم دا چي ټوله مقفي وي يعني هر بيت ئې پخپل منځ كي قافيه داره وي بلكه هره مسرۍ ئي. دغى چاربيتې ته "زنځيري" چار بيته وايي.
اول مثال :
شاګرده او نص د الهى پروردګار دى
استاذه بل حديث د محمد نبي حضرت دى
شاګرده په جهان كي جبرائيل نومى ملك دى
استاذه خاص مقام دده په اووم آسمان فلك دى
شاګرده ټول وجود ئې د حجر حديده كلك دى
استاذه سر ترپايه په وزرو باندي چك دى
شاګرده د رحمت په ډنډ كي ډوب لكه سمك دى
استاذه ما په دې خبره هم ويستلى شك دى
بېحده ښايسته د نور په شان شعله انګار دى
د باد په شان ته ګرځي په هوا باندي اوچت دى
ترپايه ............... (مياګل)
دوهم مثال :
د ښايست آواز دي ولاړئ په عالم كي لور په لور
زه دي سوى يم په اور ټيك دئ كوز كه له جبينه
د ښايست آواز دي لاړه په كابل په هندوستان
ځكه ناست يمه حيران ، را رسېږي يا نصيبه
عاشقي ده ډېره ګرانه ځي د اوښكو مي باران
پرې لوند مي شو ګگريوان پوه نه شوم په ترتيبه
په هر چا باندي تيريږي دفاني دنيا دوران
څوك راځي څوك تري روان، كاندي ياروته قريبه
باري خپل دي كه پردي دي راكوي راته پېغور
سترګي نشمه نيولى ګوره ډوب يم ستا په مينه
ترپايه ................ (محمد دين)
دريم مثال :
كله به راشي په پوښتنه د ملنګ كړي څنګ
لري كړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت كي
كله به راشي چي دي وكړمه ديدار سهار
زړه مي پرهار د يار دلاسه ډېر دى
شومه په غم كښي ستا د ميني ګرفتار په جار
وسوم په نار آنګار راته چاپېر دى
آخر به تېر شي د نيمكړي دنيا وار په خوار
مه اخله آزار بيمار په زلفو ګير دى
مخ دي څراغ دى پرې راځم لكه پتنګ په شرنګ
لري كړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت كي
ترپايه ............. ( محمد دين)

(6) رباعى :
د پښتنو په عامه طبقه كي كوم شعر ته چي رباعي وايي هغه د پارسي رباعى په شان نه ده، بلكي كوم شعر ته چي خاصه طبقه غزل وايي د پښتو بې سواده او عوام شاعران ورته رباعي وايي، كه څه هم عوامه طبقه شاعران چي ملي اشعار وايي له ځانه جلا غزل هم لري او فرق ئې دا كوي چي په رباعي كي اكثره د پند او نصيحت خبري وي او په غزل كي عشقي او په وزن كښي هم فرق سره لري غزل په چست او تند آواز ويل كيږي او رباعي په آرام او اوږده ږغ كوم وخت چي مجلسيان مجلس شروع كوي نو رباعي تر غزل او چاربيتي دمخه وايي او مجلس ملتفت كوي. تر كومهځايه چي زه په دې باره كي معلومات لرم هغه دي
د رباعي نمونه :
خدايه څه شوه هغه ښكلي ښكلي خلك
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلك
هيڅ خندا مي ددې خلكو سره نه شي
ژړه وي مي هغه تللي تللي خلك
خبر نه يم چي وكومي خواته لاړل
ليده نه شي هغه ما ليدلي خلك
دريغ يو ځلي خو بيا په دنيا راغلي
له جهانه په ارمان وتلي خلك
"رحمان" هسي ګوښه خوند له خلكو بيا موند
چي هر ګز نه دى دا خوند موندلي خلـــــــــك
(رحمان بابا)

(7) غزل :
د پښتو غزل او رباعي څه نور فرق نه لري فقط په رباعي كي د پند او نصيحت خبري وي او غزل عشقي كلام وي، رباعي ورو ورو ويله كيږي او غزل چسته او تنده.
د پښتو غزل له پنځو بيتو تر پنځلسو پوري وي او دپښتو په ټولو دېوانو كي غزلي زياته برخه لري او هغه ته عام شاعران كتابي غزل وايي. څنګه چي د غزلي مثالونه ډېر او هر چاته معلوم دي له مثاله ئې صرف نظر وشو.

(8) بدله :
بدله په پښتو كي ځانته ځانته معناګاني لري، د كندهار په اصطلاح كي يوازي د ښځو آوازو ته بدلي وايي، د نارينه آوازونو ته بدلي نه وايي د جنوبي او مشرقي او ځينو نورو پښتنو په اصطلاح كي د بدلو اطلاق عام دى، هم د ښځو او هم د نرو آوازو ته هم بدلي ويل كېداى شي.
ځني پښتانه لا لنډۍ ته هم بدله وايي.

(9) لوبه :
په لوبه كي ډېري اصطلاح ګاني موجودي دي په ځينو اصطلاح ګانو كي لوبه لكه د بدلو يو عام نوم دى. او داسي يوه خاصه نوعه نه لري بلكي په ټولو اشعارو يې اطلاق كېږي دا اصطلاح په كندهار او جنوبي كي نشته، بلكي دا د كوزي خوا د پښتنو اصطلاح ده، او په ځينو اصطلاح ګانو كي لوبه هم لكه د بګتو او د غزلو يو خاص نوم دى اود شعر په يوه خاصه نوعه ئې اطلاق كيږي.
بيا په دې كي هم دوه اصطلاح ګاني دي په يوه اصطلاح كي د لوبي اونيمكۍ هيڅ فرق نشته بلكي دواړه يو شى دى، او هغه نيمكۍ چي مخكي تېره شوه، دغي ته بعينه لوبه هم وايي، او په بله اصطلاح كي د نيمكۍ او دلوبي په منځ كي هم فرق شته هغه دادى چي د نيمكو په منځ كي ټكۍ رالويږي، اود لوبي په منځ كي ټكۍ نه رالويږي بلكي عليحده د لنډو لنډو مصرو بندونه لري، سرئې د نيمكۍ په شان وي او په منځ كي ئې د ټكيو په غير نور بندونه راوړلي شي او دهر بند آخره مصره ئې د مطلع سره په قافيه كي موافقه وي او دمطلع هغه لنډه مصره هم ورسره تكراريږي.
دلوبي نمونه داده :

د حكيم جاني خلك ډېر ډېر صفت كوي
توري سترګي خاري
حكمه ئې سيند ته كړه ګزاره
بيا يې پرې تيږي كړه انباره
چي راو نه وځي دوباره
تقدير له ګوره چي
اوبو، اوبو كړه سرسري
توري سترګي خماري

(10) سندري :
دا تسميه يا دا نوم هم په پښتنو كي مشهور دى، او اكثر پښتانه ئې استعمالوي سندري هم لكه د بدلو يو عام نوم دى، او كمه يوه خاصه نوعه نه لري د سندرو او د بدلو فرق صرف دومره دى چي دبدلو اطلاق په يوه اعتبار سره د سندرو نه هم عام دى ځكه چي سندري يوازي د ښځو آوازونو او بدلو ته وايي، او بدلي د نارينه وْ آوازنو ته هم وايي، او د ښځو هغې ته هم ، د سندرو اصطلاح يوازي په مهمندو او باجوړ كي وجود لري، او په بل محيط كي دا اصطلاح دومره مروجه نه ده، څنكه چي د كندهار خلك د ښځو آوازونو ته بدلي وايي اود نارينه وْ آوازنو ته غزل وايي دا رنګ دا خلك د ښځو آوازونو ته سندري واي او د نارينه وْ هغې ته يا بدلي وايي او يا لوبي، د مهمندو په محاوره كي داسي ويلى شي چي ښځي سندگري وايي او داسي نشي ويلى چي فلاني ځايكښي سړي سندري وايي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery