د 1323 هـ كال په مينځ كي دمعارف د وزارت له خوا د ادبياتو فاكولته تاسيس
شوه، د نورو ښوونكو په ډله كي زه هم ددې فاكولتې په معلمۍ سرلوړى شوم او
وګمارل شوم چي د ادبي فنونو درس وركړم.
دا كار په سر سري نظر آسانه ښكاريږي، اوماته هم ډېر ګران نه شو ښكاره، ځكه
چي په دې فنونو كي ډېر عربي او پارسي آثار ليكل شوي وه. او له ښه مرغه زما
مطالعه هم پكښي جاري وه. مګر كوم وخت چي مي په كار ګوتي پوري كړې دډېرو
مشكلاتو سره مخامخ شوم دا ځكه چي ما په پښتو درس وركاوه او دا فنون مي بايد
د پښتو سره تطبيق كړي واى، او يا مي د پښتو مخصوص فنون را څرګند كړي او را
ايستلي واى، په دې باب كي چي يوه رساله هم نه ده ليكلي شوې، او نه ئې
مثالونه له ادبياتو څخه راوتلي او ټاكل شويدي، ځگكه نو ددې فنونو تطبيق ډېر
وخت او زيار غوښت د يوه مثال دپاره به ما شپږ اوه دېوانونه پرله اړول او
ډېر فكر به مي كاوه څو دادى په ډېر خلص ډول په دې مقصد كامياب شوم او په دې
كـتاب كي مي هغه درسونه او يا دهغو تفصيل راوړ چي ما دادبياتو په فاكولته
كي متعلمينو ته ښودلى دى. البته نور پوه زلميان به ئې لا ښه پسي پوره كړي
او يا كه زه كوم ځاى غلط شوي يم لطفاً به ئې صحيح كړي. په ډېره مينه.
( ع . بېنوا )