پنځه ويشتم څپركى
بخت د بشر پر چارو څه اغېز لري او په كومو لارو چارو كولى شو چې د ځان لپاره يې
مساعد كړو؟
زياتره خلک په دې ګروهه دي چې د بشر چارې د پاك خداى او د بخت او تقدير له خوا داسې
اداره كېږي، چې خلك نه شي كولى د خپل عقل او هوښ له مخې بدلون وركړي او يا دا چې د
تقدير په وړاندې هېڅ چاره نه شته او له دې امله دې پايلې ته رسېدلي چې د بخت او
تقدير په وړاندې ډېره هڅه او خواري بې ګټې ده او ښه لار دا ده چې ټول كارونه د
تقدير په واك كې پرېښودل شي.
ځينې وخت چې ما پخپله په دې خبره غور كړى، تر يوې كچې دې ټكي ته رامات شوى يم چې
پورتنۍ ګروهې ته، چې ټولو ته د منلو وړ ده، غاړه كېږدم. ځكه په اوسني پېر كې ځينې
سترې پېښې او لوى بدلونونه چې موږ په خپلو سترګو ليدلي او اوس يې هم وينو، ټول د
بشر له هيلو پورته دي، خو بيا هم له دې انكار نه شو كولى چې بشر په خپلو كارونو كې
فاعل مختار دى. زما په اند ښايي بخت او تقدير زموږ پر نيمايي اعمالو اغېز ولري، خو
نيم نور او يا شايد له نيم څخه لږ كم يې زموږ په واك كې هم راكړي وي. كيدى شي چې
بخت او تقدير له يوه لوى نيز يا سېلاب سره پرتله كړو، چې كله سر واخلي نورې لويې
دښتې لاندې كوي او هر څه چې يې لكه ودانۍ او ونې مخې ته راشي له بېخه يې باسي او
ړنګوي يې، د يو ځاى خاورې بل ځاى ته لېږدوي او هر څه يې له مخې تېښته كوي او د هغه
ځواك ته سر ږدي. له هغه ځايه چې ټول د نيز له زيان او ورانيو خبر دي، پوهېږي چې د
هغه بهير او راپورته كيدل وحشت او وېره رامنځته كوي، شونې نه ده چې خلك يې په عادي
وختونو كې د مخنيوي پر لارو چارو غور ونه كړي، اړين خنډونه او كلك دفاعي بندونه جوړ
نه كړي. داسې چې كله بيا نيز سر اخلي، اوبه به يې هغو كانالونو ته سمېږي چې وار له
مخه چمتو شوي. او په دې توګه به د نيز اوبه بيا نه دومره خپلسرې او نه ډېرې وېرونكې
وي، چې د وحشت او وراني سبب شي؛ بخت او تقدير هم همدا سې دى.
بخت او تقدير خپل ځواك په هغه ځاى كې ښيي چې له وړاندې يې په مخكې د مقاومت ځواك نه
وي تيار شوى او تل په هغه ځانګړي لوري زور اچوي چې پوهېږي په وړاندې يې داسې خنډ نه
شته چې مخنيوى يې وكړي.
كه تاسو ايټاليا ته فكر وكړئ چې د دې ټولو پېښو او بدلونونو اصلي ځاى دى، وبه وينئ
چې د يوې پراخې دښتې بېلګه لري چې هېڅ ډول خنډ په كې نه وي. كه ايټاليا هم د فرانسې،
المان او اسپانيا په څېر په پوره مهارت او وړتيا ساتل كېدى، هېڅ يوه ړنګوونكي سېلاب
به دا بدلونونه، وحشت او وراني چې نن هلته ليدل كېږي نه ول رامنځته كړي. زما په اند
همدومره به په ټوليز ډول د بخت او تقدير په وړاندې د مقاومت په اړه بسنه وكړي.
او اوس كه دا موضوع په ځانګړي ډول وڅېړم، وايم چې ځينې وخت داسې پېښېږي چې يو
ټولواك يوه ورځ نيكمرغه دى، خو په سبا يې وينو چې همدا ټولواك، پرته له دې چې په
روحياتو او چلند كې يې څه توپير وليدل شي، سلطنت يې له لاسه وتلى دى.
زما په اند دا خبره هغه لامل پورې اړه لري، چې مخكې مو اوږدې خبرې پرې وكړې. يانې
هغه ټولواك چې په بشپړه توګه پر بخت ډډه وهي، د بخت له بدلون سره راپرځي. همداراز
هغه ټولواك چې كړنې يې د وخت له غوښتنې سره سمې تر سره كوي تر ټولو بريالى راوزي،
خو هغه ټولواك له ماتې سره مخامخ كېږي چې كړنې يې د وخت له غوښتنې سره نه شي سمولى.
ځكه تل وينو چې خلك د شته وسايلو په مرسته هغې موخې پر لور وځي چې په پام كې يې
لري. چې دا د شتمنۍ يا اقتدار ترلاسه كول دي. د دې موخو د ترلاسه كولو لپاره هغوى
بېلابېلې لارې كاروي، د بېلګې په توګه يو د پاملرنې له لارې وړاندې ځي، بل په
ګړنديتوب او بې پروايۍ، يو د ځواك په كارولو او بل په پلمو او چل ول، يو په زغم او
بل د هغه په سرچپه ډول. هر يو له دې بېلابېلو لارو څخه يوه خپلوي او خپلې موخې ته
رسېږي. همداراز ښكاره ده (داکتاب د بېنوا پاڼي څخه کاپي شوی دی ) چې كه دوه كسان،
دواړه د احتياط له لارې يوې موخې پر لور ګام پورته كړي، يو بريالى كېږي خو دويم
خپلې موخې ته نه رسېږي. خو دوه نور كسان چې يو محتاط او بل بې پروا وي، دواړه
بريالي كېږي. د دې برياوو لامل يوازې دادى چې ايا د دې موخې پر لور د پرمختګ ميتود
او لاره چاره، د وخت له شرايطو او حالاتو سره سمون خوري او كنه؟
دا ځكه لكه چې مو مخكې ورته نغوته وكړه، دوه كسان له دوو بېلابېلو لارو څخه يوې
موخې ته اقدام كوي او دواړه بريالي كېږي. دوه نور كسان له يوې لارې څخه كار اخلي يو
موخې ته رسېږي او بل پاتې راځي. په يوه هېواد كې د بدلونونو رامنځته كېدل هم له
همدې ځايه سرچينه اخلي. كه له هغه چا سره چې په احتياط او زغم پرمختګ كوي، وخت او
حالات هم يو ځاى رغړي، كارول شوي وسايل يې سم دي او دا سړى به په پوره برياليتوب پر
مخ ولاړ شي. خو كه وخت او حالاتو بدلون وكړ، د هغه له منځه تلل هم حتمي دي. ځكه كوم
وسايل چې دغه سړى يې د دې كار لپاره په واك كې لري، نه شي كولى وخت او حالاتو ته
بدلون وركړي. هېڅوك په خپله پوهه او هوښيارۍ نه دي بريالي شوي چې له دې بدلونو سره
ځان روږدى كړي او دا كار د لاندې دوو دلايلو له مخې ناشونى دى :
۱. ځكه چې له هغو وسايلو څخه نشي ګرځېدلى چې طبيعت يې كارولو ته اړ كوي.
2. څرنګه چې يوازې د هماغو وسايلو په كارولو سره بريالى شوى دى نشي چمتو كېدى چې د
حالاتو له بدلون سره يې پرېښودل ګټور دي.
ځكه نو كه يو محتاط سړى اړ شي چې په بې پروايۍ او مهارت ځان موخې ته ورسوي بريالى
به نه شي. كه طبيعت له وخت او حالاتو سره بدلون كولى د هغه ښه بخت به هم نه اوښته.
دويم پاپ جوليوس به تل په بشپړه بې پروايۍ او بې باكۍ په كارونو لاس پورې كاوه، او
تل به يې شرايط او حالات له خپلې كارولې لارې سره سم پيدا كول او پايله به يې
ترلاسه كوله. كه د بولونا په وړاندې د هغه لومړنۍ جګړه راپه زړه كړو، چې ميسر
ګيواني بنتي وګلي هم په دې وخت كې ژوندى و، د وېنېس هېواد د دې لښكرلېږد مخالف و او
د اسپانيا ټولواك هم له دې ګامه خوښ نه و، د فرانسې له هېواد سره هم تر اوسه په دې
اړه تړون نه و شوى. خو بيا هم پاپ جوليوس په خورا سپين سترګۍ د لښكرو مشري پر خپله
غاړه واخيسته. دا يو داسې حركت و چې د اسپانيا ټولواك او وېنېسيان يې د ټكنيتوب
(تذبذب) او چوپتيا په حالت كې وساتل چې وېنېسيانو له وېرې او د اسپانيا ټولواك د
ناپل هېواد د ترلاسه كولو په تمه د هغه په وړاندې ګام وانخيست. د فرانسې ټولواك يې
هم په همدې مهال كې له ځانه سره همغاړى كړ. ځكه د فرانسې ټولواك د وېنېس هېواد د
رټلو او بېوزلۍ لپاره د پاپ جوليوس مرستې ته اړتيا درلوده او كله چې يې پاپ د
لښكرلېږد په حال كې وليد، ناچاره و چې هوكړه ورسره وكړي، ان تر دې چې پاپ ته يې د
هر ډول مرستې ټټر وواهه. كه يې له دې پرته بله لار خپله كړې وى، پاپ به يې له ځانه
خپه كړى وى.
پاپ جوليوس په خپلې بې پروايۍ او ګړنديتوب د هغو كارونو په ترسره كولو بريالى شو چې
نورو پاپانو په ښه سمبالتيا د احتياط له لارې او يا د بشر د طبيعي او دوديز عقل له
لارې نه شو ترسره كولى. كه دې پاپ خپل تګ له روم څخه په دې نيت ځنډولى وى چې
اختلافات له منځه لاړ شي او تړونونه پر وخت ترسره شي، لكه نورو پاپانو چې به كول،
هېڅكله يې نه شو كولى خپلو موخو ته ورسېږي. ځكه د فرانسې ټولواك د هغه د خوځښت په
وړاندې په زرګونو پلمې كولى او راولاړولى شوې او نورو خواو به هم له وېرې سره مخ
كړى وى چې په پاى كې به خپلې موخې ته نه ؤ رسېدلى.
زه يې له نورو اخيستل شويو ګامونو څخه تېرېږم. ځكه ټول يې په عمل كې يو ډول ول او
ټولو ښې پايلې درلودې، خو د هغه لنډ عمر د دې مخنيوى وكړ چې د خپلو كړنو غبرګون
وويني. كه عمر يې د يو څه وخت لپاره دوام كړى وى، او د دې وخت رارسېدلى وى چې د زغم
او احتياط وسايلو ته اړتيا پيدا كړي، د هغه ړنګېدل او راپرځېدل هم حتمي و.
نو دې پرېكړې ته رسېږو چې بخت تل د بدلون په حالت كې دى، خو خلك په خپلو افكارو او
كړنو كې ثابت پاتې كېږي. ځكه نو خلكو ته هغه وخت برياوې ورپه برخه كېږي چې د دواړو
په منځ كې انډول او سمون رامنځته شي. ماتې او پرځېدنه يې هغه وخت شونې ده، چې د
دواړو په منځ كې سمون له منځه ولاړ شي .
ما پر دې دوه لارو زيات غور كړى او په دې اند يم چې د كارونو په ترسره كولو كې بې
پرواېي، ګړنديتوب او چټكتيا د زغم او احتياط په پرتله څو ځلې ښه ده. ځكه بخت او
تقدير د هغې ښځې په څېر دى چې كه وغواړئ خپل اطاعت ته يې اړباسئ، بايد په توندۍ
چلند ورسره وكړئ . ځكه موږ وينو چې ښځې زياتره هغو خلكو ته سر ږدي، چې په توندۍ
چلند ورسره كوي. خو چمتو نه دي چې د هغه چا اطاعت وكړي چې له هغوى سره په نرمۍ او
مهربانۍ چلند كوي؛ بخت هم د ښځې په شان زياتره د ځوانانو پر لور ميلان لري. ځكه
ځوانان له احتياط او زغم سره لږ روږدي دي او زياتره توند او ګړندى چلند كوي او پر
ښځو هم په خورا زړورتيا او بې باكۍ امر كوي.