شلم څپركى
ايا كلاګانې او يو شمېره نورې لارې چارې چې ټولواكي يې كاروي، ګټور دي كه زيانمن؟
1. د دې لپاره چې د سولې په چاپېريال كې سلطنت وكړي، ځينو ټولواكو خپل ولس بې وسلې
كړى، نورو د خپلې واكمنۍ په ښارونو كې د ډلګيو په جوړولو تفرقه اچولې ده او حكومت
يې پرې كړى دى، ځينو د ځانونو په وړاندې دښمني راولاړه كړې ده او نورو بيا هڅه كړې
هغه څوك چې د سلطنت په پيل كې د باور وړ نه ول، ځانته راواړوي. چا ځانته پوځي
كلاګانې ودانې كړي او چا همدا كلاګانې راغورځولې او ويجاړې كړي دي.
كه څه هم څوك وروستۍ پرېكړه نه شي كولى چې د ډلګيو، كلاګانو او نورو لاروچارو كارول
څومره اغېزمن دي، څو د هغه هېواد يا ايالت له حالاتو او شرايطو پوره خبر نه وي، چې
دا پرېكړې په كې كوي، خو زه به بيا هم د هر يوې په اړه داسې پراخه خبرې وكړم چې ګټې
او زيانونه يې په خپله روښانه شي.
2. هېڅ ټولواك خپل ولس نه دى بې وسلې كړى بلكې چې بې وسلې يې پيدا كړى، وسله وال
كړى يې دى. ځكه هغوى ته د وسلې په وركړه، تاسو په خپله وسله وال كېږئ او هغوى چې پر
تاسو بې باوره ول، پر تاسې باور كوي او په وړاندې مو وفادار پاتې كېږي او هغوى چې
وفادار ول په خپل حال پاتې كېږي، چې په دې ډول ولسونه ستاسو پلويان او ملاتړي ګرځي.
يو ټولواك نه شي كولى چې ټول وګړي وسله وال كړي، خو هغوى چې تاسو وسله وال كړي، له
امتيازاتو برخمن كېږي، او پاتې وګړي څه ستونزه نه را ولاړوي او په اسانۍ اداره
كېږي. ځكه تاسو د هغوى په وړاندې توپير كوئ ځنې وسله وال كوئ او ځانګړى پام پرې
كوئ. ځكه نو هغوى ځان په ټولواك پورې تړي، او پاتې وګړي چې وسله وال شوي نه دي
ستاسې دا پرېكړه پرځاى بولي. ځكه هغوى به فكر كوي چې وسله وال كسان له ډېرو ګواښونو
سره مخامخ دي، پوځي دندې پر مخ بيايي، نو طبعاً ځانګړي امتيازات به هم تر لاسه كوي.
خو كه تاسو هغوى بې وسلې كړئ، د هغوى زړونه له ځانه بدوئ. ځكه په دې كار تاسې هغوى
ته ښكاروئ چې د زړورتيا يا وفا د نشتوالي له امله پرې بې باوره ياست، چې دغه دواړه
نظريې ستاسو په وړاندې د هغوى كركه راپاروي. نو څرنګه چې ممكنه نه ده پرته له لښكرو
خپله څوكۍ او هېواد وساتئ، اړ كېږئ چې اجيرو لښكرو ته پام واړوئ. د اجيرو لښكرو
ځانګړنې خو هغه وې چې مخكې مو په ګوته كړې او كه بيا ((اجيرې لښكرې)) ښې هم شي،
كافي به نه وي چې د غښتلي دښمن يا ناخوښه ولس په وړاندې ستاسو ساتنه وكړي. ځكه نو،
لكه چې مو يادونه كړې، نوي ټولواك تل د نوې ټولواكۍ د ساتنې لپاره وسله وېشلې او يو
وسله وال ځواك يې رامنځته كړى، چې تاريخ له دې ډول بېلګو څخه ډك دى.
خو كله چې يو ټولواك نوى دولت ولكه كړي او غواړي خپل هېواد ته يې د يوه نوي ايالت
په توګه ورګډ كړي، اړينه ده چې د نوي نيول شوي هېواد ټول وګړي پرته له هغو چې د دې
هېواد په نيولو كې يې پلوي او مرسته كړې ده، بې وسلې كړي، او بيا خپل دغه پلويان هم
له وخت او موقع سره سم بې اختياره، بې ځواكه او جګړه ييزه روحيه يې ورسړه كړي. خپل
ترتيبات داسې سنبال كړي چې په نوي ولكه شوي هېواد كې ټول وسله وال كسان د هغه خپل
سرتېري وي او په زاړه دولت يا د ټولواك په خپل هېواد كې يې نږدې كسان پاتې شوي وي.
3. زموږ نيكونه، په تېره بيا هغوى چې هوښيار ول، په دې روږدي ول چې وواېي "پيسټويا
Pistoia بايد د ښكېلو ډلګيو په مرسته وساتل شي او پيزا Pisa د نظامي كلاګانو په
ودانولو" چې د همدې مفكورې له مخې يې په ځينو لاس لاندې ښارونو كې ناندرۍ راپورته
كولې، چې د هغوى يووالى له منځه ويوسي، په اسانۍ او پرته له ستونزو خپله ولكه پرې
وساتي.
كېدى شي دغه مفكوره هغه وخت پر ځاى وه، چې ايټاليا تر يوه ځايه د تعادل په حالت كې
وه او ډاډمن امنيت يې درلود. فكر نه كوم چې نن ورځ دې څوك يوه داسې مفكوره خپله
تګلاره وګرځوي.
زما په اند خو د ډلګيو جوړول هېڅكله هم ګټور نه دي پاتې شوي. ځكه ښكاره ده چې كه
دښمن د بېلابېلو ښارونو له لارې پر تاسې يرغل وكړي، تاسې ډېر ژر ماتې خورئ، ځكه
كمزورې خوا به تل له بهرنيو يرغلګرو ځواكونو سره يو ځاى كېږي، مرسته به ورسره كوي
او تاسې به د هغوى په وړاندې د مقاومت جوګه نه ياست.
زما په ګروهه وېنېسيان د پورتني لامل له مخې راوپرځېدل. ځكه هغوى تر ولكې لاندې
ښارونو كې د ګيلف Guelph او ګيبلين Ghibelline دوه مخالفې ډلګۍ وروزلې. كه څه هم
هغوى يې د وينو تويولو ته نه وې پرې ايښې، خو تر منځ يې د اختلافاتو اور ته لمن
وهله. تر دې چې د دغو ښارونو اوسېدونكي د خپلمنځي اختلافاتو له امله داسې سره ووېشل
شول چې بيايووالى يې ناشونى و او لكه موږ چې يې شاهدان يو، پايله يې د هيلو برخلاف
وه. ځكه د ويلا Vaila تر ماتې وروسته له دې ډلګيو څخه يوې زړه وكړ، راپورته شوه او
له وېنېسيانو يې دولت ونيو. نو دغه ډول ميتود د ټولواك د ضعف او كمزورۍ څرګندوى دى.
يوه ځواكمنه او غښتلې واكمني بايد په خپل قلمرو كې دې ډول ډلګيو او مخالفتونو ته
اجازه ورنه كړي. كه څه هم دغه ميتود د تر ولكې لاندې سيمو اداره اسانه كوي، خو
يوازې د سولې پر مهال كارنده دى، دغه تګلاره د جګړې پر مهال بې ځايه او تېرايستونكې
ده.
4. بې له شكه چې ټولواكي هغه وخت سترتوب ته رسېږي او نوم وباسي چې په وړاندې يې
پرتې ستونزې او خنډونو په برياليتوب اوار كړي. نو كله چې د سړي بخت ويښ شي، په تېره
بيا كله چې غواړي يو نوى واك ته رسېدلى ټولواك سترتوب ته ورسوي. هغه چې د ميراثي
ټولواك په پرتله د سترتوب او شهرت د ترلاسه كولو زياته اړتيا ويني، په وړاندې يې
داسې دښمنان راولاړېږي چې دسيسې جوړې كړي، او بيا نوي ټولواك ته د دې وار وركوي چې
پرې برلاسى شي او د هغوى په مرسته داسې د شهرت لوړو پوړيو ته رسېږي لكه پر يوې زينې
چې دښمنانو ايښې ده پورته كېږي. ځكه نو ځينې هوښياران په دې ګروهه دي چې يو ټولواك
بايد په ډېر چم او هنر ځان ته دښمنان پيدا كړي او بيا يې په ځپلو او له منځه وړلو،
خپل نوم، شهرت او جلال نور هم لوړ كړي.
5. ټولواكو، په تېره بيا هغو چې نوي واك ته رسېدلي دي، د هغو خلكو په پرتله چې د
خپلې واكمنۍ په پيل كې يې د باور وړ ول، په هغو كې چې د ټولواك د باور وړ نه ول،
ډېره وفاداري او رښتينولي موندلې او مرسته يې ترلاسه كړې ده.
د سينا Siena ټولواك پانډولفو پټروكسي Pandolfo Perocci خپل دولت د د باور وړ خلكو
په پرتله ډېر د هغو په مرسته اداره كړ، چې د واكمنۍ په پيل كې پرې بې باوره و.
خو د دې موضوع په اړه سړى يوه ټوليزه قاعده نه شي وړاندې كولى. ځكه دا له هر سړي
سره توپير كوي. خو زه يوازې په دې وينا بسنه كوم چې كه هغه خلك چې د واكمنۍ په پيل
كې ناخوښه ول، داسې وي چې د خپل ژوند او تلپاتېوالي لپاره د ټولواك مرستې ته اړتيا
لري، په خورا اسانۍ يې ځانته رااړولى شي او هغوى هم په ډېره كلكه دې ته تيار دي چې
په ټوله وفا او رښتينولۍ د ټولواك په چوپړ كې پاتې شي. ځكه هغوى پوهېږي چې بايد په
ښه كړون د ټولواك هغه بدګوماني له منځه يوسي چې د واكمنۍ په پيل كې يې د هغوى په
وړاندې درلوده، چې په دې ډول ټولواك له هغوى څخه ډېره ګټه پورته كوي. ځكه څوك چې له
خپل ژوند او څوكۍ څخه په بشپړ ډاډ د ټولواك چوپړ كې دى، ښايي د خپلو اړوندو دندو په
ترسره كولو كې ناغيړي وكړي.
څرنګه چې زموږ موضوع هم په همدې ټکي ده، نو پكار ده د يوه داسې ټولواك پام ورته
راوګرځوم چې د خلكو د يوې ځانګړې مرستې په مټ يې دولت ترلاسه كړى دى؛ بايد د دې
مرستې او پېرزونې لاملونه وارزوي؛ كه دا د ټولواك په وړاندې د هغوى طبيعي مينه نه
بلكې يوازې له پخوانۍ ادارې د ناخوښۍ پايله وي، نو په دې صورت كې به له هغوى سره د
ښو اړيكو ټينګول د ټولواك لپاره ډېر ستونزمن کار وي. ځكه د هغوى د خوښۍ ترلاسه كول
څه اسانه كار نه دى.
كه د دې موضوع لاملونه په هغو بېلګو كې، چې له اوس مهالو او لرغونو چارو رااخيستل
شوې دي وارزوو، څرګندېږي چې د ټولواك لپاره د هغو په پرتله چې د واكمنۍ په پيل كې
خوښ و او له همدې امله يې هغه دې كارته و هڅاوه، له هغو سره د اړيكو ټينګول اسانه
دي چې له پخوانۍ ادارې څخه خوښ ول او له دې كبله له ټولواك څخه ناخوښه دي او دښمني
ورسره كوي.
6. دا يو دود دى چې ټولواكي د خپل هېواد د بشپړ امنيت لپاره كلاګانې جوړوي او غواړي
چې د هغو خلكو په وړاندې يې د دفاع د وسايلو په توګه وكاروي، چې په وړاندې يې په
پټه كار كول غواړي او طرحې جوړوي. همداراز د دښمن د لومړي يرغل پر مهال د ځان د
خونديينې په موخه هلته پناه يوسي. زه هم دغه چاره ستايم. ځكه دا د لرغونو شخصيتونو
كار دى. خو موږ په خپل وخت كې وليدل چې ميسر نېكولو ويټيلي Messer Niccolo Vetelli،
د سيټا دي كاسټيلو Citta di Castello دوه كلاګانې راوغورځولې چې دغه دولت په ښه
توګه وساتي. د اوربينو ډيوك، ګيډو او بالډو Guido Ubaldo خپلې ځواك سيمې ته د
راګرځېدو پر مهال چې د سيزار بورجيا له خوا شړل شوى و د خپل هېواد كلاګانې له خاورو
سره خاورې كړې او داسې يې وګڼله چې له دې كلاګانو پرته به يې هېواد په ډېرو ستونزو
له لاسه وځي، مانا په اسانۍ به يې له لاسه ورنه كړي.
بنتي وګلي هم كله چې بولونا ته راستون شو همدا پرېكړه يې وكړه. نو له همدې امله د
كلاګانو ګټه او زيان په حالاتو او شرايطو پورې تړلي دي؛ كه له يوې خوا ستاسو لپاره
ګټورې دي نو له بلې خوا زيان دررسوي.
او دې مطلب لپاره داسې دليل وړاندې كوم: هغه ټولواكي چې د بهرنيو ځواكونو په پرتله
له خپل ولس څخه ډېره وېره لري، اړ دي چې كلاګانې جوړې كړي او هغوى چې د خپل ولس په
پرتله له بهرنيو ځواكونو څخه ډېره وېره لري، کلاګانو ته اړتيا نه لري.
هغه كلاګانې چې د فرانسېسكو سفورتسا له خوا په ميلان كې ودانې شوې، نه يوازې اوس
بلكې په راتلونكي كې به هم په دې هېواد كې د بلې هرې ګډوډۍ په پرتله د سفورتسا
كورنۍ زياته له ګواښونو سره مخامخ كړي.
نو له دې كبله، تر ټولو ښه كلا دا ده چې ټولواك په ولس كې كرغېړن نه وي. ځكه په دې
صورت كې سره له دې چې تاسو به كلاګانې لرئ، خو كه ولس ستاسو په وړاندې د كركې احساس
كوي، نو هېڅ يوه كلكه كلا به تاسو خوندي ونه ساتي. ځكه له هغه ولس سره چې د خپل
ټولواك په وړاندې وسله راپورته كوي، د بهرنيو ځواكونو له خوا په مرسته كې هېڅ ځنډ
او كمى نه ليدل كېږي.
موږ په خپل وخت كې هم كله نه دي ليدلي چې كلاګانې كوم ټولواك ته ګټورې تمامې شوې
وي، پرته له كاونټس فورلي (د فورلي ملكه) څخه، چې د خپل خاوند كاونټ ګيرالامو Count
Giralamo تر وژل كېدو وروسته يې يوازې د همدې كلاګانو په مرسته د خلكو د پاڅون په
وړاندې ودرېده او تر هغو يې وساتله چې له ميلان څخه مرسته راورسېده، او خپل دولت يې
له پاڅونه كرار او بېرته ترلاسه كړ. خو په هغه وخت كې چارې داسې وې چې بهرنيو د يو
هېواد له اوسېدونكو سره مرسته نه شوه كولى. وروسته بيا كله چې سيزار بورجيا د هغې
پر هېواد يرغل وكړ او ناخوښه ولس هم له بهرنيو ځواكونو سره لاس يو كړ، كلاګانو ډېر
لږ ارزښت درلود. ځكه نو د هغې لپاره په پيل او پاى كې د كلاګانو له لرلو دا ډېره
خوندي وه چې خلكو يې په وړاندې د كركې احساس نه وى كړى.
كه دغه ټولې خبرې وارزوو، زه بايد هغه څوك چې كلاګانې جوړوي او هغه چې ترې تېرېږي،
دواړه وستايم. خو زه بايد هغه ټولواكي پړ وبولم چې پر كلاګانو زړه تړي او د ولس
كركې ته لږ ارزښت وركوي.