شپاړسم څپركى
د ټولواك د سخاوت او بخيلۍ په اړه
كه له پورتنيو يادو شويو ځانګړنو څخه د لومړنۍ په اړه خبرې پيل كړو، نو وايم ښه به
وي چې يو ټولواك سخي وپېژندل شي، خو سخاوت پرته له شهرته هغه ته زيان رسوي .كه
سخاوت پر ځاى او په موقع هم وكارول شي او په كې مشهوره نه شي او څوك يې درك نه كړي،
بيا به هم ټولواك د بخيل په نامه تورن وي. نو له همدې امله د دې ځانګړنې لرل په دې
شرط چې هر سړى يې ومني، په يوه ټولواك كې ډېره د ستاينې وړ ده.
خو كه ټولواك غواړي ټول خلك په دې وپوهوي چې سخي دى، اړ كېږي چې خپله ټوله شتمني په
دې لاره كې ولګوي او د شتمنۍ له پايته رسېدو وروسته، د دې لپاره چې خپل نوم وساتي،
اړ كېږي چې پر ولس لوړې ماليې ولګوي او دخلكو د مالونو او شتمنيو په ولکه کولو او
په بې شمېره نورو هلو ځلو لاس پورې كړي چې له لارې يې پيسې ترلاسه كولى شي، خو په
دې كړون ډېر ژر د ځان په وړاندې د ولس كركه راپاروي. او كه نېستمن او تش لاسى پاتې
شي، هم د خلكو په ذهن كې حقير معلومېږي، په دې توګه په خپل سخاوت د ډېرى ولس حق تر
پښو لاندې كوي او يوازې يو څو تنه خوشالوي، او ځان له سختو ګواښونو سره مخ كوي، خو
كله چې يې دې ګواښونو ته پام شي، او غواړي چې له دې اعمالو لاس واخلي او خپل چلند
ته بدلون وركړي، سملاسي د خلكو د شتمنۍ د غاصب په نوم تورن كېږي.
نو يو ټولواك پرته له دې چې زيانونه ونه ګالي، نه شي كولى خپل ځان مشهوره كړي. له
دې كبله ښه خبره داده چې يو هوښيار ټولواك په دې ځانګړنه ځان روږدى نه كړي، كه څه
هم دغه كار ټولواك د بخيل په نوم مشهوروي. ځكه هغه وخت چې ولس ته څرګنده شي چې د
ټولواك د سپما له امله ماليې د هېواد ټول لګښتونه پوره كوي، همدارنګه پرته له دې چې
د خپل ولس پر اوږو كوم پېټى كېږدي د خطر پر مهال د دښمن په وړاندې درېدلى شي او ان
د نورو هېوادونو د نيولو وړتيا هم لري، په خپله به د ټولواك پر سخاوت اعتراف وكړي
او تر دې به يې هم پورته وګڼي. دا كار داسې ښكاره كوي چې ټولواك د ډېري ولس په حق
كې له سخاوته كار اخيستى او دا هغه كسان دي چې ټولواك ترې هېڅ څه نه دي اخيستي،
يوازې د لږكيو (( اقليتونو)) په وړاندې چې هغوى ته څه نه وركوي، ممسك شمېرل كېږي.
موږ په خپل عصر كې هم ډېر ټولواكي ليدلي دي، چې هېڅ ډول سترې كارنامې يې نه دي
پرېيښي، پرته له هغو ((ټولواكو)) چې د بخيل په نامه مشهور ول، نور ټول له ماتې سره
مخ شوي دي.
دويم پاپ جوليوس ځان په سخاوت مشهور كړ، چې د پاپ څوكۍ ته ځان ورسوي، خو وروسته له
هغې چې دغه څوكۍ يې ترلاسه كړه، نور يې هڅه نه كوله چې په دې ځانګړنو مشهور شي او د
فرانسې له ټولواك سره يې د جګړې په اوږدو كې هېڅكله پر ولس ماليې ونه لګولې او
زياتره لګښت يې له هغو زېرمو څخه چې مخكې يې سپما كړې وې پوره كړ.
كه د اسپانيا اوسني ټولواك ځان د سخاوت پر ځانګړنه مشهور كړى وى، هېڅكله به يې په
هغو جګړو كې، چې پيل كړې يې وې، برياوې نه وې ترلاسه كړې. ځكه نو كه يو ټولواك د
خپل ولس له لوټولو ډډه وكړي، خپل هېواد د دښمن له ګواښه وژغوري، خپل ځان له حقارت
او بېوزلۍ خلاص كړي، له دې وروسته له لوټمارۍ څخه ځان وژغورلى شي او نور نه ورته
اړكېږي، بايد د بخيل په توګه د خپل شهرت انديښنه په زړه كې ونه ساتي.
سخاوت له هغو ځانګړنو څخه دى چې لرونكى يې په پاى كې د ټوالواكۍ له مقام څخه لاس
اخيستنې (( استعفا )) ته اړباسي، او بخيلي كه څه هم يو عيب يا نيمګړتيا ده، خو بيا
هم ټولواك ته د حكومت كولو وس وركوي او په خپله څوكۍ كې يې ساتي.
كه څوك وواېي چې ((د روم)) قيصر Caesar د خپل سخاوت او بخشيشونو له امله امپراتورۍ
ته ورسېد او ګڼ نور ځکه لوړو څوكيو ته ورسېدل چې پر سخاوت مشهور ؤ.
زه ځواب وركوم چې يا خو تاسو ټولواك ياست او يا غواړئ چې ټولواك شئ. كه تاسو ټولواك
ياست، سخاوت تاسو ته زيان رسوي، خو كه چېرې غواړئ ټولواك شئ، نو اړينه ده چې سخيان
وګڼل شئ. د روم قيصر هم د هغو له ډلې څخه و چې غوښتل يې د روم امپراتور شي. خو كه د
دې څوكۍ له ګټلو وروسته يې دا بهير روان ساتلى وى، مانا بې له دې چې خپل لګښت كم
كړي پر روم يې حكومت كړى وى، د روم ټول هېواد به يې وران كړى او حكومت به يې له
تباهۍ سره مخامخ شوى وى.
كه څوك ټينګار وكړي چې ډېر خلك كه څه هم سخيان بلل كېدل ټولواكي شول او په خپلو
لښكرو يې ډېرې لويې كارنامې هم ترسره كړې، زه په ځواب كې وايم چې هغه شتمني او
مالونه چې يو ټولواك يې لګوي، يا د ټولواك خپله شتمني وي يا د ټولواك د رعيت مال وي
او يا د پرديو. كه دغه شتمني يې خپله يا د رعيت وي، له بخيلۍ څخه بايد كار واخلي او
كه د پرديو شتمني وي بيا نو هېڅ ډول رخې او بخيلۍ ته اړتيا نشته او بايد د سخاوت دا
موقع له لاسه ور نه كړي.
هغه ټولواك چې د خپل لښكر مشري پر خپله غاړه اخلي او د دې لښكر ساتنه د لوټ تالان،
تاړاك، شوكو او له نورو څخه په زور زياتي د قلنګ په اخيستلو كوي، ښكاره ده چې بايد
د دغه ډول شتمنيو او مالونو په لګولو كې سخاوت وكړي، كه نه لښكرې به د خپل مشر
ملاتړ ونه كړي. او هغه شتمني چې نه په ټولواك او نه هم رعيت پورې اړه ولري، ټولواك
كولى شي د لوى كوروس، قيصر او سكندر په څېر يې په ازادانه ډول خلكو ته وبښي . دا په
دې چې دلته تاسو د بل چا پر مال سخاوت كوئ، ستاسو قدر او قيمت نه لږوي بلكې نور يې
هم ډېروي. دا يوازې د ستاسو د خپلې شتمنۍ بېځايه لګول دي چې زيان دررسوي.
سخاوت د نورو ځانګړنو په پرتله تاسو ژر كمزوري او بې وسه كوي. مانا شتمني مو په
چټكۍ ضايع كوي. ځكه كله چې تاسو پر سخاوت بوخت ياست، خپل ټول هغه وس، چې بايد تر
پايه خپل سخاوت پرې وساتئ، له لاسه وركوئ، چې په دې توګه بېوزلي او تش لاسي كېږئ، د
ولس په نظرونو كې حقير او بې ارزښته ښكارئ. كه وغواړئ چې ددې مخنيوى وكړئ او خپل
سخاوت وساتئ، نو اړ كېږئ چې خپلې ځانپالنې ته وده وركړئ، په زور زياتي د نورو
مالونه واخلئ او په ازادانه ډول يې ولګوئ، چې دغه ګام تاسو له كركې سره مخامخ كوي
او بايد ټولواك ترې ځان خوندي وساتي.
بخيلي كه څه هم د غندنې وړ ده، خو د ولس په زړونو كې كركه نه راپاروي. نو هوښياري
په دې كې ده چې د بخيلۍ شهرت ته غوره والى وركړل شي، كه څه هم د غندنې لامل ګرځي،
خو د خلكو كركه نه راپاروي، نه دا چې د سخاوت پر ځانګړنه د شهرت په لټه كې د يو
لوټمار په نامه مشهور شئ، چې تاسو ته له غندنې سره سره د خلكو په ذهنونو كې كركه هم
پيدا كوي.