د لښکرو د بېلابېلو ډولونو او د اجيرو لښكرو په اړه
څرنګه چې د سلطنتي هېوادونو د ډولونو او ځانګړتياؤ په اړه، چې د دې كتاب له پيله مو
راخيستي دي، پر هغوى د حكومت لارې چارې، د ځواك او بې وزلۍ لاملونه، او د هر يوه د
نيولو او ساتلو پر وسايلو په ځانګړي ډول خبرې وشوې، اوس غواړم د دغو هېوادونو د
يرغل او دفاع د وسايلو په اړه خبرې وكړم.
مخكې مو يادونه وکړه چې څومره اړينه ده يو ټولواك د خپلې واكمنۍ بنسټ كلك جوړ كړي
او كه نه د ټولواكۍ له منځه تلل يې حتمي دي.
ټول سلطنتونه، كه نوي، زاړه او يا مركب سلطنتونه وي، بنسټ يې ښه قانون او ښې لښكرې
دي. څرنګه چې يو هېواد د لښكرو په نشتوالي كې ښه قانون نه شي لرلى او كه ښې لښكرې
ولري، حتمي ده چې ښه قانون به هم لري. نو زه قوانين پر ځاى پرېږدم او دلته يوازې د
لښكرو په اړه خبرې كوم.
هغه لښكرې چې يو ټولواك يې د خپلې ځواك سيمې د ساتنې لپاره ګماري، يا د ټولواك له
خپلو وګړو ((ملي لښكرې)) جوړې، يا مرستندويه لښكرې Auxiliaries او يا هم اجيرې
لښكرې Mercenaries وي، او يا داچې د اجيرو او مرستندويه لښكرو له يو ګډ نظام Mixed
Soldiery څخه جوړې شوې وي.
اجيرې او مرستندويه لښكرې، دواړه، بې ګټې او له ګواښه ډكې دي. هغه ټولواك چې خپل
هېواد په اجيرو او مرستندويه لښكرو ساتي، هېڅكله يې واكمني نشې ټينګېدى او نه هم د
دولت چارې په يوه سوله ييز چاپيريال كې پر مخ بيولى شي. ځكه دغه ډول لښكرې يو موټى
نه وي او يووالى نه لري. ځانپاله، ګډې وډې، سر غړونكې او درغلګرې دي. ملګرو ته
زړورې او دښمنانو ته بې زړه دي او همدا چې ستاسو سلطنت تر يرغل لاندې راغى، يوازې
مو پرېږدي. له دې امله په سوله كې ستاسو شتمني او زېرمې لوټوي او د جګړې پر مهال
دښمن ته وار وركوي، چې تاسو لوټ كړي. دا ځكه چې هغوى يوازې د يوې تنخا لپاره له
تاسو سره وخت تېروي، د سيمې او ستاسو د ساتلو هدف يا له تاسو سره كومه بله ځانګړې
مينه نه لري او په حقيقت كې د دې اجورې په بدل كې له هغوى د كومې سرښندنې تمه هم نه
شي كېدى، د هغوى په نظر دا كمې تنخاوې د ځان د سرښندنې هومره ارزښت نه لري. هغوى دې
ته تيار دي چې يوازې په سوله كې له تاسو سره پاتې شي په بله وينا: هغوى چمتو دي چې
ستاسو سرتېري وي، خو په دې شرط چې تاسو جګړه پيل نه كړئ، د جګړې له پيل سره سم
ځانونه ليرې کوي، له دښمن څخه تېښته كوي او ځانونه له سترګو پناه كوي. كه څه هم پر
دې ټكي پوهول او ثبوت به يې زما لپاره لږ څه ستونزمن وي، خو بايد ووايم چې د
ايټاليا د تباهۍ يوازېنى علت له دې پرته بل نه دى. ځكه دې هېواد له كلونو كلونو
راهيسې پر اجيرو لښكرو باور كړى دى. كه څه هم هغوى د خپلو ځاني ګټو لپاره خدمت او
مرسته كړې او كله كله يې د ځانښودنې په موخه له يو بل سره مبارزې هم كړي او ځانونه
يې مېړني ښودلي دي، خو بيا يې هم له بهرني دښمن سره د مخامخ كېدو پر مهال خپل اصلي
رنګ ښودلى دى. نو له همدې امله دى چې واېي: د فرانسې پاچا، شارل، ايټاليا يوازې له
يوه تباشير� سره ونيوله. څوك چې واېي((د دې تباهۍ)) اصلي لامل زموږ تېروتنې دي،
خبره يې پرځاى ده، خو په دې شرط چې �زموږ له تېروتنو� هدف هماغه تېروتنې وي، چې ما
نغوته ورته كړې ده، مانا دا هغه تېروتنې نه وې چې هغوى يې تصور كاوه بلكې يوازې هغه
دي چې ما يې يادونه كړې ده او لكه څنګه چې دا تېروتنې د دې ټولواكو د اعمالو پايله
وه، نو زيان يې هم يوازې هغوى ګاللى دى.
اوس غواړم چې له دې لښكرو راولاړ شوي زيانونه لږ څه نور هم روښانه كړم:
د اجيرو لښكرو مشران ((قوماندانان)) يا وړ خلك وي، يا نه وي. كه لايق او وړ خلك وي،
تاسو باور نه شئ پرې كولى. ځكه هغوى تل د خپل سترتوب او ښه نوم په لټه كې دي، نه د
ستاسو هغه، چې هغه هم د ستاسو په راپرځولو او يا د نورو مخالفينو په مرسته لاسته
ورځي.خو په هر صورت، هغوى يوازې د خپلو شخصي ګټو غوښتونكي دي.
له بلې خوا كه چېرې د دې لښكرو مشران ماهر او وړ خلك نه وي، بيا هم ستاسو په زيان
دي او له تاسو سره د هېواد په ساتنه كې هېڅ مرسته نه شي كولى.
او كه څوك ټينګار وكړي چې لښكرې اجيرې او كه نورې وي، خو يو ځل چې د لښكرو په توګه
ونيول شوې خپله دنده يو ډول ترسره كوي.
زه ځواب وركوم: هركله چې يو ټولواك يا ولسمشر د لښكرو په كار اچول او بيارغول غواړي،
كه هغه ټولواك وي اړ دى چې د لښكرو مشري پر خپله غاړه واخلي، چې دا د جګړې ګټلو تر
ټولو ښه لار ده او كه ولسمشر وي، خپل يو باوري سردار دې د لښكرو د مشرۍ لپاره وټاكي.
كه په دې صورت كې نوموړى سردار خپله وړتيا ونه شي ښودلى، كولى شي هغه بدل كړي او كه
يو وړ او ماهر شخصيت وي، كولى شي د قانون په مرسته يې دې ته اړ كړي چې دنده پرې
نږدي.
تجربې ښودلې چې د سلطنتي او جمهوري هېوادونو له منځه هغه هېواد چې خپلې ملي لښكرې
يې درلودې، د هغو هېوادونو په پرتله چې پر اجيرو لښكرو يې زړونه تړلي، ډېرې برياوې
يې ترلاسه كړي دي. چا چې په اجيرو لښكرو زړه تړلى او تكيه يې پرې كړې پايله يې ماتې
ده.
سربېره پر دې هغه جمهوري هېوادونه چې خپلې ملي لښكرې لري، د هغو په پرتله چې يوازې
پر اجيرو لښكرو ډډه وهي، په ګرانه د پرديو تر نفوذ لاندې راتلى شي، په دې مانا چې د
هېواد د ساتنې لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې يو څوك د خپل هېواد له اوسېدونكو څخه
د سرتېرو په بڼه كار واخلي او مشر يې هم د خپل هېواد اوسېدونكى وټاكي.
د روم او سپارټ هېوادونه په پېړيو پېړيو وسله وال ول او خپلې لښكرې يې درلودې، په
بشپړه خپلواكۍ كې يې ژوند كاوه او همدارنګه د سويس هېواد اوسېدونكي هم ګرد وسله وال
دي، خپلې لښكرې لري او تر ټولو خپلواك ولس بلل كېږي. د لرغونو اجيرو لښكرو بېلګه
موږ د كارتاژيانو په تاريخ كې لرو، چې كه څه هم د دې لښكرو مشران د كارتاژيانو خپل
سرداران ول، خو له روم سره يې د لومړۍ جګړې په پاى كې نژدې د همدې لښكرو له امله
ماتې خوړلې وه.
د تبس اوسېدونكو د ايپي مېنونډاس Epiminondas تر مړينې وروسته مقدوني فلېپ د خپلو
لښكرو سردار وټاكه، خو دې سردار د جګړې تر پاى او فتحې وروسته د هغوى خپلواكي شنډه
كړه. همدارنګه د ميلان اوسېدونكو د ډيوك فلېپو Duke Filippo تر مړينې وروسته
فرانسېسكو سفورتسا د خپلې سردارۍ لپاره اجير كړ، چې ميلان د وېنېسيانو له يرغل څخه
وژغوري، خو وروسته تر دې چې د هغوى دښمن يې مات كړ، له همدې دښمن سره بېرته يو لاس
شو او ميلانيان يې چې د هغه څښتنان بلل كېدل، تس نس كړل... د دې سړي پلار سفورتسا
هم چې كله د ناپل د ملكې، جوهانا Johanna، له خوا اجير نيول شوىو، ملكه يې د
كراواګژيوCaravaggio په جګړه كې بې دفاع او بې لښكره پرېښوده، چې په پايله كې ملكه
دې ته اړه شوه چې د خپل هېواد او سلطنت د ژغورنې لپاره د اراګون Aragon ټولواك ته
پناه يوسي او د هېواد ساتنه د اراګون لښكرو ته وسپاري.
كېدى شي څوك وواېي چې په لرغوني پېر كې خو وېنېسيانو او فلورېنسيانو د همدې لښكرو
په مرسته خپله خاوره پراخه كړې ده، او د دې لښكرو مشران پرته له دې چې د ځانپالنې
كوم فكر له ځانه سره ولري او يا ځانونه د دې هېوادونو ټولواكي كړي، د هغوى په چوپړ
كې وه او د هغوى ساتنه يې كړې ده.
زما ځواب دا دى چې په دې صورت كې له فلورېنسيانو سره بخت ملګرى و. ځكه د اجيرو
لښكرو ځينې سرداران، چې ممكنه وه د هغوى د وېرې اسباب يې برابر كړي وى، فاتح نه شول.
ځينو يې په خپل منځ كې له يو بل سره سيالي كوله او نورو يې د خپلې ځانپالنې حس نورو
خواوو ته اړولى و. د هغو سردارانو له منځه، چې فاتح نه شول، يو هم ګيواني اكوتو
Giovanni Acuto و. څرنګه چې دغه سړى په جګړه كې بريالى نه شو، نو هېڅكله يې وفاداري
تر ازميښت لاندې رانغله. خو ټول دا مني چې كه هغه بريالى شوى وى، نو ټول فلورېنسيان
به د هغه تر نفوذ او اقتدار لاندې راغلي وى.
سفورتسا هم د ځان په وړاندې براكسيشي Braccechi درلود او يو بل ته يې پام و.
فرانسېسكو خپله ځانپالنه لمبارډې ته اړولې وه، او براكسيو Braccio د كليسا او د
ناپل د سلطنت پر ضد و او د ځانپالنې حس يې هم هغوى ته وراړولى و.
خو راځئ چې خپل پېر ته راشو او وګورو چې په دې وروستيو كې څه پېښ شوي دي:
پګولو ويټيلي، چې يو هوښيار او تجربه كاره سړى و، د فلورېنسيانو له خوا د لښكرو
سردار وټاكه. دغه سردار چې لومړى عادي او ساده سړى و د وخت په تېرېدو يې پرمختګ وكړ،
سردارۍ ته ورسېد او نوم يې وايست. كه دغه سردار د پيزا له جګړې بريالى وتلى وى، بې
له شكه به د فلورېنسيانو ټول هېواد د هغه تر واكمنۍ لاندې راغلى و او كه له دښمن
سره يو لاس شوى وى، د فلورېنسيانو هېواد به ړنګ او وران شوى وى او د هغه په وړاندې
به يې د مقاومت هېڅ اسباب نه درلودل. او كه غوښتلي يې وى چې د خپلو لښكرو د سردار
په توګه يې وساتي نو اړ به ول چې هرې غوښتنې ته يې غاړه كېږدي.
كه موږ د وېنېسيانو پرمختګونه په نظر كې ونيسو، وبه وينو چې د هغوى سترتوب، سرلوړي
او برياليتوبونه تر هغو روان ول چې يوازې يې د خپل هېواد اوسېدونكي، كه مخور، شتمن،
بيوزلي او يا د وګړو له ټيټ پوړه ول، وسله وال جګړې ته لېږل، چې ټول په مينه روان
ول. دا كار په هغوى كې له صحرايي جګړو څخه مخكې دود و او د صحرايي جګړو له پيل
وروسته يې پخواني دودونه او فضيلتونه هېر كړل او د ايټاليا دودونه يې خپل كړل. نو د
دې كار په پيل كې چې هغوى وغوښتل خپل هېواد ته په وچه كې پراختيا وركړي، څرنګه چې
زيات شهرت او لږې سيمې يې درلودې، له خپلو سردارانو څخه يې د وېرې احساس نه كاوه،
خو د خاورې له پراختيا وروسته په تېره بيا د كارمګنولا Carmignola تر مشرۍ لاندې يې
د دې تېروتنې زيان وليد او پرې پوه شول. ځكه وېنېسيانو ته د دې سړي زړورتيا او
تجربه جوته شوې وه، په ځانګړي ډول هغه وخت چې تر مشرۍ لاندې يې د ميلان ډيوك ته هم
د جګړې په ډګر كې ماتې وركړه، چې په دې ډول د وېنېسيانو په منځ كې ډېر نوم وايست،
خو له بلې خوا په اوسنيو جګړو كې ډېر پڅ او زړه نازړه و او د پخوا په څېر يې جګړه
نه كوله، نو وېنېسيان پوه شول چې هغه نورې برياوې نه شي ورپه برخه كولى. ځكه دې
سردار نور نه غوښتل چې هغوى لپاره په كلكه جګړه وكړي. وېنېسيانو هم د دې وس نه
درلود چې واك ترې واخلي. ځكه نو د دې لپاره چې خپلې لاسته ورغلې سيمې بېرته له لاسه
ورنه كړي او ځانونه وژغوري، اړ شول چې هغه ووژني.
تر دې وروسته يې بارټولوميو دا برګامو Bartolomeo da Bergamo ، روبرټو دا سان
سيورينو Roberto da San Severino او د پټيكليانو كونټ the count of Pitigliano او د
هغوى په څېر نور د سردارانو په توګه اجير كړل.
د دې سردارانو په پېر كې د وېنېسيانو يوازېنۍ اندېښنه د لاسته ورغليو سيمو له لاسه
وركول ول، نه نورې برياوې. د بېلګې په توګه: هغوى وروسته د ويلا Vaila په جګړې كې
ټولې هغه سيمې، چې په اتو سوو كلونو كې يې د بې شمېره ستونزو په ګاللو تر واك لاندې
راوستې وې، له لاسه وركړې... له همدې ځايه څرګندېږي، هغه ګټې چې د اجيرو لښكرو له
جګړې ترلاسه كېدې، ډېرې كمې او ورو ((سستې)) وې، خو زيان يې ډېر چټك او د زغملو نه
و.
دغه خبرې بيا زموږ پام بېرته ايټاليا ته اړوي. هغه هېواد چې په كلونو كلونو يې ځان
په اجيرو لښكرو ساتلى دى، نو په كار ده چې دا موضوع ښه وڅېړم، چې د دې لښكرو پيل او
پرمختګ په ښه توګه روښانه شي او كه بيا څوك د هغوى د سمون په موخه ګام پورته كوي ښه
مالومات به هم په كې ولري او په خورا اسانۍ به يې په سمون لاس پورې كړي. وروسته تر
هغې چې په دې وروستيو كې د ايټاليا له خاورې د امپراتورۍ لاس لنډ شو او پاپ د كليسا
واكمني په دنياوي واك نوره هم پياوړې كړه، ايټاليا پر نورو كوچنيو هېوادونو ووېشل
شوه. ځكه چې د زياترو لويو ښارونو اوسېدونكو د خپلو اشرافيانو پر ضد وسله راپورته
كړه، له هغه ځايه چې دغه اشرافيان د امپراتور له مرستې برخمن ول، نو تل به يې پر
خلكو واكمني چلوله او د كليسا كشيشان هم د دې لپاره چې دنياوي واك ترلاسه كړي، له
هغوى سره يې د مرستې لېوالتيا ښودله، نو په پايله كې د دې ښارونو ډېرو اوسېدونكو،
چې عادي ژوند يې درلود، د ټولواكۍ مقام ته ورسېدل او له همدې ځايه داسې پېښ شول چې
ايټاليا نيمايي د كشيشانو او نيمايي د جمهوريت په لاس كې ولوېږي. څرنګه چې د كليسا
واكمنان كشيشان ول او د جمهوريت مشران داسې ښاريان ول چې په جګړو او لښكريزو
موضوعاتو كې يې هېڅ تجربه نه درلوده او له وسلې سره روږدي نه ول. همدا وه چې په
ايټاليا كې يې د اجيرو لښكرو خبر رابرسېره کړه، چې د دې كار لپاره بهرنۍ لښكرې په
كار وګومارل شوې.
لومړنى شخص، چې دې ډول لښكرو ته يې نوم ورپه برخه كړ او نړيوالو ته يې وروپېژاندې،
رومانيايى البريګو دا كونيو Alberigo da Conio و، چې براكسيو او سفورتسا هم د دې
سړي د لارې لارويان او د هغه په جګړه ييزه ښوونځي كې د روزل شويو كسانو په ډله كې
راځي. دغه دواړه څېرې په خپلو وختونو كې د ايټاليا يوازېني واكمنان تېر شوي دي. تر
هغوى وروسته ګڼ شمېر سرداران راپيدا شول، چې تر دې دمه يې د ايټاليا د لښكرو مشري
پر غاړه اخيستې ده، چې د تورې او زړورتيا په پايله كې يې زموږ هېواد د شارل د تېريو
بلهاري (قرباني) وګرځېد، د لوېي له خوا لوټ، د فرديناند Ferdinand له خوا ړنګ او د
سويسيانو Suitzers له خوا يې سپكاوى وشو.
د اجيرو لښكرو د ارونو لومړنۍ موخه دا وه چې د پلي نظام اهميت له منځه يوسي، چې په
دې كار وكولى شي د خلكو په نظرونو كې خپل كسان كاري او وړ وښيي او دا كار يې د دې
لپاره ترسره كاوه، چې هېڅ يوه سيمه او ملكيت يې په اختيار كې نه درلود، يوازې د
خپلې لښكريزې دندې په تنخا يې د خپلو سرتېرو ټول لګښت نه شو برابرولى او يو څو پليو
سرتېرو هغوى ته بشپړ واك نه شو ورپه برخه كولى او كه غوښتي يې وى چې د پليو شمېر
زيات كړي، په واك كې يې نه وه. نو هغوى سپرې لښكرې په كار وګومارلې. څرنګه چې سپرو
لښكرو ته يې ډېر لاس رسى نه درلود، نو د دې لښكرو د يو منځني يا نسبتاً كم شمېر په
مرسته هغوى ځان يو څه ټينګ كړ، يو څه وياړ او درناوى يې پيدا كړ او د دې لښكرو
اداره كول هم دومره ستونزمن نه ول. خو وروسته بيا دا ترتيب دومره دود شو چې په يو
شل زريز لښكر كې به دوه زره پلي سرتېري هم نه ليدل كېدل. دې سردارانو تل هڅه كوله،
چې خپل ځانونه او سرتېري له ستړياوو او ګواښونو وژغوري، هېڅكله يې څوك په جګړه كې
نه وژل بلكې اسيران كول يې او بيا به يې تر بريا وروسته پرته له كوم قيد او شرطه
پرېښودل. د شپې له خوا يې پر ښارګوټو يرغل نه كاوه او هغوى چې به د ښار په چوڼيو كې
ميشت ول، له ښاره بهر نه وتل، چې پر يرغلګرو لښكرو د شپې له خوا يرغل وكړي. هغوى له
خپلو چاوڼيو يا لښكرکوټونو خندقونه او مورچې نه تاوولې، په ژمي كې يې جګړه نه كوله
او د دې ټولو ترتيباتو لپاره يې خپل ځانګړي نظامي ارونه ټاكلي ول، چې هغوى لكه مخكې
چې وويل شول، له ستونزو او سختو كارونو خلاص وي. په دې توګه دې لښكرو د ايټاليا
هېواد له مرييتوب او بدمرغۍ سره مخ او د پرديو په ذهن كې سپك او حقير كړ.
-----------------------------------
� دا د پاپ الكسانډر له ټوكو څخه ده او هغې اسانۍ ته اشاره كوي چې د فرانسې پاچا
اتم شارل وكولى شول ايټاليا ولكه كړي. هغه په دې وينا داسې ښكاروله چې اتم شارل
يواځې په دې بسنه و كړه چې د پوځ زېرموال ايټاليا ته ولېږي چې د تباشير په مرسته
خپلو لـښكرو ته پنډغالي او چاوڼۍ ګانې په نښه كړي او په دې توګه دهغه لښكرې هلته
مېشت شي او دغه هېواد تر ولكې لاندې راولي. لارډ بكن Lord Bacon په خپل كتاب داتم
هينري تاريخ كې وايي چې شارل د ناپل هېواد داسې په چټكۍ ونيوه او بيا يې ژر له لاسه
وركړ لكه خوب چې ويني؛ هغه ټوله ايټاليا پرته له كوم ټينګاوه (مقاومته) څخه ونيوله.
له دې امله پاپ الكسانډر په خپله خبره كې رښتنى و چې فرانسويان له تباشير سره راغلي
ول چې ځان ته پنډغالي په نښه كړي نه له تورې سره چې جګړه وكړي.