پنځم څپركى
د خپلواكو يا هغو هېوادونو او ښارونو په اړه چې له ولكې وړاندې د خپل دود او قانون
لاندې اوسېدل، هغوى څه ډول او څنګه تر ولكې لاندې وساتل شي؟
هركله چې د نوي نيول شوي هېواد اوسېدونكي لكه پورته چې وويل شول، د خپل ځانګړي
قانون او خپلواكۍ لاندې په استوګنه روږدي شوي وي، ساتلو لپاره يې درې ارونه يا لارې-
چارې شته دي:
لومړى دا چې هغوى وران او تباه كړي، دويم دا چې ټولواك خپله لاړ شي او هلته د هغوى
تر منځ ميشت شي، درېيم دا چې اجازه وركړي د هغه هېواد اوسېدونكي د خپل قانون او دود
لاندې ژوند وكړي او يوازې پر يوه قلنګ بسنه وكړي او د هېواد واكمني د هغه هېواد يو
شمېر داسې اوسېدونكو ته وبښي، چې د ټولواك نژدې او وفادار خواخوږي دي. د نوي ټولواك
يو داسې لاسپوڅى حكومت به په زړه كې تل داسې تېروي، چې د ټولواك له مرستې او
ملګرتيا پرته د ځان د ټينګولو نه دى، نو ځكه به هڅه كوي چې ((نوي ټولواك)) د سلطنت
ملاتړ خپل كړي.
له دې امله د هغه ښار ((هېواد)) اوسېدونكو، چې سياسي ژوند يې د خپل قانون لاندې تېر
كړى او تر خپل دود لاندې په اوسېدلو روږدي دي، د اداره كولو ښه لار يې دا ده چې د
هماغه ښار يا ايالت په اوسېدونكو يې وساتي.
د دې حكومتونو د بېلګې په توګه موږ دلته سپارتيان Spartans او روميان Romans لرو.
سپارتيانو د اتن Athens او تېبس Thebes ښارونه د اوليګارشۍ Oligarchy په مرسته د
خپلې ولكې لاندې وساتل، خو وروسته يې له لاسه وركړل.
له بلې خوا روميانو د كاپوا Capua، كارتاژ Carthage او نومانسيا Numantia درې واړه
ښارونه وران او ړنګ كړل، تر پايه يې وساتل، او له لاسه يې ورنه كړل خوكله چې يې
وغوښتل يونان هسې وساتي، لكه د سپارتيانو په ولكه كې چې و، په دې مانا چې د هغه ښار
اوسېدونكو ته يې پخوانۍ خپلواكي بيا وركړه، چې د هغه ځاى وګړي خپل حكومت تر خپلو
ټاكلو قوانينو لاندې خپله اداره كړي. خو داسې ونه شول او له همدې كبله ((روميان))
دې ته اړ شول چې د دې هېواد زيات شمېر ښارونه ړنګ او ويجاړ كړي، چې اوسېدونكي يې
هغوى ته غاړه كېږدي او تر ولكې لاندې يې راولي. ځكه جوته ده چې د يوه ډاډمن دولت د
رامنځته كولو او له راتلونكو ګواښونو د مخنيوي لپاره بله ډاډمنه او خوندي لار نه
شته، پرته له دې چې هغوى وران او ړنګ كړئ. كه دا كار ونه شي نو خپله به ټولواك د
هماغه ښار له خوا له ورانۍ او تباهۍ سره مخ كېږي او هر څه به بايلي. ځكه كه هماغه
ښار پاڅون وكړي او ياغي شي، تل كولى شي ځان د خپل پخواني دود، قانون او خپلواكۍ تر
شعار لاندې وساتي، هېڅكله به د وخت تېرېدل او د ګټو او مرستو رسول د هغه دود او
قانون اغېزې د اوسېدونكو له ذهنه ونه باسي. كه هر ډول تدابير يې په وړاندې ونيسئ او
هر څه وكړئ، په ياد ولرئ چې تر څو د دې هېواد اوسېدونكي تيت او پرك نه كړئ شونې نه
ده هغه دودونه او قوانين چې دغه وګړي ورسره روږدي دي، ((د هغوى)) له يادښته وباسئ
او هركله چې موقع په لاس ورغله، يا تاسو له كومې بدمرغه پېښې سره مخ شوئ، د ستاسو
په وړاندې به پاڅون كوي. لكه د پيزا Pisa هېواد چې تر سلو كلونو مرييتوب وروسته د
فلورېنسيان په وړاندې پاڅون وكړ.
خو كله چې د هغو هېوادونو او ښارونو اوسېدونكي، چې نوي تر ولكې لاندې راغلي، د يو
ټولواك تر واكمنۍ لاندې پر ژوند روږدي وي او د هغوى د ټولواك لړۍ يا كورنۍ هم له
منځه وړل شوې وي، له ستونزو ډك كار به وي، چې دا وګړي په خپلو كې د يو ټولواك يا
مشر پر ټاكنه جوړ جاړى وكړي او څرنګه چې له يوې خوا د خپلواكو خلكو په څېر ژوند ته
روږدي نه دي بلكې تر اطاعت لاندې راوستل شوي، او له بلې خوا يې د پخواني ټولواك نسل
هم له منځه تللى دى، ممكنه نه ده چې په خپلو كې يو بل څوك پر دې څوكۍ وټاكي او
حكومت په خپل لاس كې واخلي. نو له همدې امله به د وسلو په راپورته كولو او د پاڅون
په راپارولو كې ډېر پڅ وي. په دې صورت كې يو بهرنى ټولواك كولى شي په اسانۍ هغوى
ځانته راواړوي او د سولې په چاپېريال كې حكومت پرې وكړي.
خو د جمهوري دولتونو ولس په زړونو كې يو غښتلى روح، يوه ډېره تېره رخه او د غچ
اخيستلو كلك حس لري او هېڅكله به د هغې خپلواكۍ يادښتونه چې وړاندې يې درلوده، هغوى
په كراره پرې نږدي. نو له دې كبله د هغوى له پاڅون او بغاوت د كرارۍ تر ټولو ډاډمنه
لار دا ده چې دغه ښارونه يا ايالتونه په بشپړه توګه ړنګ كړي او يا دا چې ټولواك
خپله هلته لاړ شي او د هغوى په منځ كې ميشت شي.