كله چې د طالبانو امارت پر افغانستان له واكمنۍ رخصت كړاى شو او پر ځاى يې لنډمهاله
او بيا منځهاله اداره راغله، نو له لومړي سره د اطلاعات او كلتور وزارت څخه ډېره
هيله كېده چې په مطبوعاتي او كلتوري برخه كې به خورا د حساب وړ كارونه وكړي، اوښتي
كلتوري زيانونه به خسمانه كړي، ځكه د كلتور وزارت يوازينۍ مرجع ده چې مخ ور اوړي.
خو له بده مرغه په دغه مهال كې چې كلتور وزارت داسې څه نه دي كړي چې حساب پرې وشي
او څوك ووايي چې دغه كار يې كړى دى.
په ولايتونو كې د اطلاعات او كلتور رياستونه هېڅ شى نه لري، يوازې په هغو ولايتونو
كې امكانات لري چې هلته ټوپكسالاران واكمن دي، هغه هم له دې امله چې دغه رياستونه د
مركزي دولت لپاره كار نه كوي بلكې د سيمه ييزو ملوك الطوايفي واكمنيو لپاره كار كوي.
اوس هم د هېواد په بېلا بېلو برخو كې ناقانوني كيندنې كېږي، د دغو كيندنو لړۍ د
مركز په ګډون له بدخشان څخه نيولې تر نيمروز پورې روانه ده.
كلتور وزارت چې يوازيني څه چې كړي - هغه له پښتو ژبې سره تربګني ده. لومړى يې د دغه
وزارت نوم له اطلاعات او كلتور څخه په اطلاعات او فرهنګ واړاوه. همدا وزارت دى چې
اساسي قانون تر پښو لاندې كوي او ملي ترمينالوژي چې په اساسي قانون كې يې يادونه
شوې هغه په خپلو رسمي او نارسمي ليكونو او ليكنو كې هېڅ نه كاروي.
هغه كمېسيون چې راډيو ټلوېزيون د خپرونو او چارو د سمون لپاره د ولسمشر كرزي له خوا
ټاكل شوى و، عملاً هېڅ صلاحيت نه لري او مخه يې همدغه وزارت ډب كړې. دغه كېمسيون په
يوه كال كې چې څه وړانديز كړى هغه نه عملي شوى او نه يې هم د پلي كېدا لپاره كومه
هڅه او وړانديز شوى.
د لنډمهالې حكومت له رامنځ ته كېدو سره چې له كله څخه د افغانستان راډيو ټلوزيون
خپرونې پيل كړي، له افغانانو سره هيله وه چې خپرونې به يې كه نن ښې نه شي نو سبا به
خامخا بدلون په كې راشي او افغاني بڼه به خپله كړي. خو له بده مرغه موږ د تېرو دوو
نيمو كلونو راهيسې نه دا چې كوم بدلون په كې و نه ليد بلكې ورځ په ورځ يې بڼه
افغاني ضد ګرځي. پښتو خپرونې په كې په سلو كې لس فيصده هم نه دي او چې دي - هغه هم
داسې خپرونې نه دي چې د سړي زړه پرې اوبه وڅښي.
راډيو ټلوېزيون له الف څخه تر يا پورې له ايراني اصطلاحاتو څخه ډك دى، ايراني
اصطلاحات خو لا څه كوئ چې ايراني فلمونه او خپرونې هم ښيي. چې په هغو كې د افغاني
كلتور له محوه كېدو او وركېدو سره سره مذهبي محوه كېدنه هم رامنځ ته كېږي.
موږ خورا ښه د حساب وړ پښتو فلمونه او ډرامې لرو، سوال دا دى چې هغه ولې نه ښودل
كېږي. په پېښور او كوټه كې ډېرې ښې پښتو ډرامې او پښتو فلمونه جوړ شوي دي، هغه ولې
د ټلوېزون په پرده نه ښودل كېږي؟ سره له دې چې د دغو دواړو يادو شويو سيمو
اوسېدونكو ځانونه افغانان ګڼي او غواړي چې له افغانستان سره يو ځاى شي، خو د كابل
واكمن او د اطلاعات او كلتور وزارت ورسره داسې سلوك كوي، چې هغه خلك زړه توري كړي
او دغې خوا ته هېڅ و نه ګوري.
د اطلاعات او كلتور وزارت په ولايتونو كې خپلو رياستونو ته مكتوبونه لېږلي دي چې
پښتانه مېشت ولايتونه دې په خپلو خپرونو كې 25 فيصده دري خپرونې ولري، خو له بده
مرغه دغه مكتوب هغو ولايتونو ته نه دى ليږل شوى چې هلته متعصب كسان واكمن دي او له
پښتو ژبې سره تعصب ښيي. په هرات، مزار شريف، شبرغان او د نورو ولايتونو په راډيو
ټلوزيون كې يو فيصد پښتو خپرونې نه شته، حال دا چې په دغو ولايتونو كې نيم په نيمه
پښتانه ژوند كوي او ان له نيمو هم زيات دي.
واكمن بايد پوه شي چې افغانان له داسې چارو ناخبره نه دي او نه هم ويده دي چې دا
ترې په پټه تېر شي. اوس د كلتور وزارت چارواكي په دې توګه قومي تفرقې ته لمن وهي.
له دوى څخه څو ځله پوښتل شوي، د سمون او رغښت لپاره يې ژمنې كړي، خو د دروغو ژمنې.
خو د دروغو ژمنې نه دا چې ښې پايلې نه لري بلكې كوږ بار هېڅكله هم تر منزله نه
رسېږي. كه چېرې د كلتور وزارت او نورو واكمن په خپله قانون تر پښو لاندې كوي او ملي
ترمينالوژي نه كاروي بيا نو له نورو څه ګيله ده، بيا نو ډېر ژر ده چې انارشي به پر
دغه هېواد واكمنه شي.
هيله ده چې د اطلاعات او كلتور وزارت پر خپله كړنلار كې بدلون راولي، يوه ملي
پاليسي او تګلار خپله كړي او په دې توګه د ټول افغانستان لپاره كار وكړي. نه د يوې
سياسي، قومي او يا هم مذهبي ډلې لپاره، ګنې د عدالت دروازې به ټك ټك كړاى شي
د همداسې وزارت په هيله
د ګوربت مجلې اداره(72)