ملي ټرمينالوژي،ملي هويت او د ملي کلتور يوه برخه
استاد حبيب الله رفېع
ملتونه د ګډې جغرافيې، ګډ تاريخ، ګډ کلتور او ګډو ګټو په غېږ کې وده مومي، تشکل کوي
او ملي تشخيص او هويت ترلاسه کوي. په دې برخه کې کلتور دوې مادې: مادي او معنوي
برخې لري. په معنوي برخه کې يې د نورو ارزښتونو تر څنګ ملي نومونې يا ملي
ټرمينالوژي هم شامله ده.
ملي ټرمينالوژي لکه د کلتور د نورو توکو په شان د تاريخ په اوږدو کې او د ملي
اړتياوو او وړتياوو له مخې جوړېږي، ولس ورسره اشنا کېږي او د ملي هويت بڼه غوره کوي.
هر ملت خپله ملي ټرمينالوژي د خپل ولس د پوهې، پېژندنې او عامې ژبې له مخې ټاکي او
ټول ولس پرې پوهېږي.
له همدې امله- هر هېواد ته خپله ملي ټرمينالوژي درنه، د قدر وړ او د خپل ملي تشخص
وسيله وي.
د نمونې په توګه افغانستان، ايران او پاکستان سره ګاونډيان دي، خو د دوى ملي
ټرمينالوژۍ خپل- خپل رنګونه، خپلې- خپلې بڼې او خپل- خپل اصطلاحات لري. افغانان د
خپل اداري وېش لوى توکي ته �ولايت� وايي، ايرانيان يې �استان� بولي او پاکستانيان
�صوبه� يا �ايالت� ورته وايي.
افغانان خپل د لوړو زده کړو لوى مرکز ته �پوهنتون�، ايرانيان �دانشګاه� او
پاکستانيان �يونيورسټي� وايي او داسې نور او کله چې دا نومونه اخيستل کېږي، ورسره
بې له دې چې د نوموړي هېواد نوم واخيستل شي، اورېدونکي يا لوستونکي يې پېژني او په
دې توګه ملي ټرمينالوژي د ملي هويت بڼه غوره کوي.
دا هم د يادولو وړ ده، چې د ملي ټرمينالوژۍ زيات توکي د اړوند هېواد له ملي يا د
اکثريت له ژبې څخه اخيستل کېږي، له ټولو تاريخي اټکلي او اساسي سرشمېرنو څخه ثابته
ده، چې پښتانه د دې هېواد د اکثريت اوسېدونکي دي، نړيوالې احصايې دوى په سلو کې
شپېته ګڼي او سره له دې چې ځينو يې خپله ژبه له لاسه ورکړې، نو پښتو ژبه د هېواد د
نورو تر دېرش زياتو ژبو په وړاندې په سلو کې پنځوس ويونکي لري، چې پر دې اساس پښتو
د افغانستان د اکثريت او ملي ژبه ده او دا يې مسلم حق دى، چې د هېواد د ملي
ټرمينالوژۍ زياته برخه د همدې ژبې په اساساتو ولاړه ده.
د افغانستان اساسي قوانينو تل پښتو د ملي او لومړنۍ ژبې په توګه ثبت کړې، دولت يې
مکلف بللى، چې د ودې او پراختيا لپاره يې کار وکړي او د هېواد د رسمي ژبې په توګه
درسي او اداري ژبه وي.
د افغانستان د اساسي قانون په تېره لويه جرګه کې بايد ټول مسايل د رايګيرۍ [رايې
اچونې] له لارې فيصله شوي واى او هغه مسايل چې رايو ته وړاندې کېدل، بايد د لويې
جرګې درېيمې برخې غړو وړاندې کړي واى. په دې لړ کې پښتو ملي ژبه هم شامله وه، چې د
لويې جرګې درېيمې برخې غړو وړاندې کړه، خو يوشمېر هغه کسانو چې په رايګيرۍ کې يې څه
نه شواى ترلاسه کولاى، له رايګيرۍ سره پرېکون اعلان کړ او د مسايلو حل يې د تفاهم
له لارې وغوښت او په تفاهم کې دا ومنل شوه، چې ملي ټرمينالوژي به پرځاى وي او د
اساسي قانون د شپاړسمې مادې په وروستي بند کې داسې تسجيل شوه:
�په هېواد کې موجود ملي، علمي او اداري اصطلاحات ساتل کېږي�.
خو اوس يوشمېر د ملي ورورۍ او ملي وحدت دښمنان او متعصب کسان غواړي چې ملي
ټرمينالوژي ګډه وډه کړي او د افغانستان ملي هويت ته زيان واړوي. دا د قانون ساتونکو
ادارو دنده ده چې د قانون د تطبيق له مخې خنډونه ليرې کړي او پرې نه ږدي چې يو شمېر
متعصب او پرديپاله کسان د افغانستان کلتوري هويت مغشوش کړي.
د هېواد هغه ادارې چې د ملي ټرمينالوژۍ د ساتلو او رواجولو دنده لري، بايد ډېرې جدي
واوسي او خپل ملي مسووليت هېر نه کړي، خصوصاً وينو چې د ځينو همداسې ادارو چارواکي
لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت يوشمېر لوى
مسوولين د ملي ټرمينالوژۍ په وړاندې بې اعتنايي کوي، د ګډوډولو لپاره يې ځينې کسان
هڅوي او په رسمي کړنو کې هم د ملي ټرمينالوژۍ مخه نيسي.
بايد په واز کومي ووايو چې ددوى دا عمل غيرقانوني او غير مسوولانه عمل دى او که دغه
ناوړه او د ملي ورورۍ ضد عمل ته دوام ورکوي، بيا به افغانان حق ولري، چې د قانون
ماتونې په جرم د دوى د ليرې کولو لپاره قانوني اقدام وکړي او داسې څوک يې پرځاى
راشي، چې پر ملي ورورۍ او ملي وحدت باورمن وي.
دا هم بايد ووايو چې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي او بايد د هېواد په رسمي
چارو کې برابره ونډه ولري. سره له دې چې د افغانستان اداره او بيروکراسي ټوله په
دري ليکونو او ليکنو ولاړه ده او په پښتو کې به د ليکونو او ليکنو چاپي عنوانونه
راتلل او يا هم د ادارو نومونه په پښتو وو، خو اوس يوشمېر متعصبين د رسمي ليکونو
چاپي برخې هم دري کوي، د ادارو نومونه هم په دري اړوي، په دې ترتيب پښتو په ډېر
تعصب له رسمياتو څخه باسي او په دې توګه د ملي نفرت او نفاق لپاره لار اواروي.
زموږ ملت د زرګونو کلونو په اوږدو کې تشکل کړى او د هېواد له وروڼو قومونو څخه يو
داسې ملت جوړ شوى، چې پر هېواد يې د هر تېري کوونکي ځواک په وړاندې مېړنۍ او په ملي
ورورۍ مقابله کړې او خپله ازادي يې ساتلې، نو د هر افغان دنده ده، چې د بېلابېلو
وروڼو قومونو غړي خپل وروڼه وګڼي، تحمل يې کړي او ټول ملي، اقتصادي، سياسي او
کلتوري حقوق يې د قانون په سيوري کې ومني او د عمل جامه ورواغوندي.(69)