له پښتو ژبې سره د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د چارواكو چلند
ګوربتوال احمدي
سره لدې چې پښتو ژبه په مسلسل ډول د اساسي قانون پر بنسټ د هيواد ملي او لومړۍ درجه
رسمي ژبه ګڼل شوې خو دفتري امورو ته د ننه كولو لپاره يې د دې هيواد پخوانيو حكومتي
چارواكو هم د پام وړ چارې او عملي ګامونه سر ته نه دي رسولي، بلكي يوازې په لږه
پيمانه پرمختګ يې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او ارواښاد شهيد محمد داود خان د
حكمرانۍ په دورو كې په نصيب شوى دى . خو لكه څنګه چې مناسبه وه په زړه پورې كار بيا
هم د پښتو د ژبې د ودې، پرمختګ او په رسمي دفترونو كې د دود كولو لپاره سر ته نه دى
رسيدلى بلكي په حكومتي ادارو كې دري ژبې ته لومړى مقام وركړل شوى دى. په همدې توګه
سره لدې چې موږ د منځنۍ سطحې د پښتنو چارواكو، شاعرانو او اديبانو هغو زيارونو ته د
قدر په سترګه ګورو چې په دې لاره كې يې سر ته رسولي دي خو په عمومي توګه پښتانه
چارواكي يوازي په دې بريالي شوي چې په ملي سطحه د ځينو اړوندو حكومتي ادارو سرلوحې
او د كابل د ښار د واټونو نومونه او داسې نور لومړني كارونه په پښتو ژبه سر ته
ورسوي خو په حكومتي ادارو او دفترونو كې بيا پښتو نه ده کارول شوې.
د هيواد د سترې غميزې په لړ كې د نورو ورانيو تر څنګ په حكومتي چارو كې د پښتو ژبې
ودې او پراختيا ته بيا هم نه جبرانيدونكي زيانونه رسيدلي چې د هغو ټولو يادونه
ځانګړې ليكنې ته اړتيا لري چې په دې لړ كې د روسانو او د هغوى د لاسپوڅو او ورپسې د
تعصب په اور ككړو جنګي ډلو د پښتو ژبې او پښتون قام په مقابل كې تر سره كړي دي.
په هيواد كې د لنډ مهالې يا موقتې ادارې د كار د پيل څخه د مخه هغه وخت له پښتو ژبې
سره د تعصب په اور د جنګي ډلو د استازو له خوا ښكاره ضديت او كركه څرګنده شوه چې د
بن د غونډې په ترځ كې ارواښاد حاجي عبدالقدير له مجلس څخه ووت او په دې توګه يې له
پښتو ژبې سره د بيلتون پالو د ضديت په مقابل كې د اعتراض غبرګون ښكاره كړ.
د لنډ مهالې او منځمهالې ادارې په ټوله دوره كې له پښتو ژبې سره داسې چلند شوى چې
حتى د يوې بهرنۍ ژبې په څير هم نه دي ورته كتل شوي. دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې د
۱۳۵۷ كال د غويي تر كودتا وروسته په هيواد كې د كمونستي ادارې څخه د ننه او بهر
زياتو متعصبو عناصرو او اړخونو ته د فعاليت زمينه برابره شوي چې د غميزې په ټول دور
كې يې د هيواد ملي او ټولنيز بنسټونه يو پر بل پسې نړولي چې د دې ناولې پديدې ډيره
بده كركجنه څيره د نجيب د حكومت له نسكوريد سره سم د هيواد په پلازمينه كابل كې د
عمل په ډګر كې پلې شوه داسې فاجعې يې منځته راوړې چې حتى تاريخ يې هم د تورو اعمالو
په يادولو سره د شرم احساس كوي. نوموړې توره څپه بيا د طالبانو له ماتې سره جوخت يو
ځل بيا په هماغه پخواني ډول تكرار او لړۍ يې سره لدې چې هيواد مو د يوه انتخابي
حكومت خاوند دى تر نن پورې دوام لري.
په داسې حال كې چې پښتانه د افغانستان د خلكو نژدې ۷۰% وګړي تشكيلوي چې نوموړې
شميره د روان كال په ټولټاكنو كې ښه جوته شوه دا چې كه ټولو پښتنو په ټولټاكنو كې
ګډون كړى واى نو په هغه صورت كې به د پښتنو اصلي شميره ډيره ښه جوته شوې واى. په
ياده شوې دوره كې له پښتو ژبې سره د ضديت په لړ كې لاندې كارونه تر سره شوي او تر
سره كيږي:
لومړى : د دولت د رياست ۹۹% فرمانونه، حكمونه، ليكونه او اعلاميې په دري ژبه صادرې
شوې دي.
دوهم : د دولت د رياست په اړوندو دفترونو كې ټول مهم اسناد، پريكړې، مسودې، اجنداوې
تحليلونه عادي مكتوبونه، فورمې، دفتري كتابونه او نور اړوند دفتري كارونه په دري
ژبه سر ته رسيدلي دي.
دريم : د دولت د رياست، وزارتونو، افغاني سفارتونو، خپلواكو رياستونو، ولايتونو او
نورو اړوندو حكومتي اداراتو ۹۰% مامورين او كاركوونكي غير پښتانه ټاكل شوي. سره لدې
چې د ځينو ځينو ادارو په راس كې به پښتون مشر و خو د ګوتې په شمار پرته د هماغه
ادارې نور ټول پرسونل غير پښتانه دي چې د پام وړ وړتيا او تحصيلاتو څخه بې برخې او
زياتره برخه يې هغه خلك دي چې د افغانستان د سترې غميزې په لړ كې د جنايت تور داغ
په خپل تندي لري. له بلې خوا همدغه عناصر دي چې اوس هم د افغانستان د يووالي
بنسټونه نړوي او په دې لاره كې د زهرجنو تبليغاتو زمينه ورته برابره ده.
څلورم : د ولسمشر د ويناوو، مركو، ليكونو او مطبوعاتي اعلاميو خپريدل ۹۵% په دري
ژبه سر ته رسيدلي دي.
پنځم : د افغانستان د راديو او تلويزيون ۹۰% خپرونې، د پروګرامونو نومونه، تحليلونه
او داسې نورې خپرونې په دري ژبه سر ته رسيدلې او رسيږي چې په دې لړ كې پښتو ژبې ته
يوازې نمايشي او نمونيي شكل وركړ شوى دى.
شپږم : له استثنا څخه پرته د ټولو وزارتونو، رياستونو،افغاني سفارتونو، ولايتونو او
نورو اړوندو اداراتو مكاتبه په دري ژبه سر ته رسيدلې او نوموړې لړۍ اوس هم دوام لري.
اووم : د لويو لويو حكومتي مجلسونو زياتره ويناوې، سرليكونه، لوحې، پريكړه ليكونه
په دري ژبه سر ته رسيدلې او رسيږي په دې ځاى كې بايد يادونه وكړو چې يوازې ولسمشر
كرزى په ځينو مجلسونو كې دې ټكي ته پام كوي او د خپلو ويناوو يوه برخه په پښتو او
بله په دري وړاندې كوي.
اتم : له بهرنيو هيوادونو سره مكاتبه ۹۹% په دري ژبه تر سره كيږي او په دې ځاى كې
پښتو ته يوازې نمايشي شكل وركړل شوى دى.
نهم : د اطلاعاتو او كلتور وزير داسې څوك ټاكل شوى چې پښتو خو پريږده چې د
افغانستان دري ژبه هم كوم اهميت نه ورته لري بلكي غواړي په دې هيواد كې د ايران
ټرمينالوژي پلې كړي او د نوموړي لومړى كار دا وو چې د هيواد له اساسي قانون سره په
سرغړونه يې د اطلاعاتو او كلتور د وزارت نوم په اطلاعات او فرهنګ بدل كړ. په همدې
توګه نوموړي وزير په ډير بيهوده توګه د پښتو ژبې او پښتون قام د هغو بنسټونو په
ورانولو پسې مټې رانغښتې دي چې ددې هيواد يو نه بيليدونكى جز ګڼل كيږي.
لسم : د ښوونې او روزنې په ډګر كې هم دغه څپه په خپل شدت سره روانه ده او د كابل د
ښار په تقريبا څلور ميلوني نفوس كې چې زياتره برخه يې پښتانه دي يوازې تش په نوم
دوې نيمه فعالې ليسې شته دي چې تدريس يې په پښتو دى نور نو ټوله زده كړه په دري ژبه
ترسره كيږي او د پښتنو اولادونه مجبوريږي چې له خپلې ژبې او كلتور څخه بې خبره په
خپل كور كې د ناولي استعمار په سيوري كې شپې او ورځې تيرې كړي.
يوولسم : په كابل كې بيلتون پالو ته د تبليغاتو ډګر د اطلاعاتو او كلتور د متعصب
ايرانپال وزير په اجازه داسې تود دى چې په سلګونو مجلې، اخبارونه او جريدې يې را
ويستلې چې له استثنا پرته يې ژبه سل په سلو كې دري يا پارسي ده كه څه هم چې د محتوى
له مخې زياتره دغه خپرونې بې مانا دي خو داسې زهر خوروي ( پاشي ) چې له افغان ولس
سره د بيلتون پالو د كينې د ډكو زړونو ويندويي كوي.
په همدې توګه يو شمير آزادې راديويي او تلويزيوني خپرونو هم په كار پيل كړى دى چې
زياتره خپرونې يې په دري او د پرديو د كلتور د خورولو په چوپړ كې دي او په خپرونو
كې يې پښتو ته يوازې د نمونې په شكل ځاى وركړ شوى دى.
دولسم : كه چيرې په كوم ځاى كې داسې پيښه شي چې كومه لوحه، سرليك يا د كوم مجلس
عنوان په پښتو ليكل شوى وي نو په څنګ كې يې بيا هرو مرو هماغه ليكنه په دري هم شوې
وي چې د لوړو او مسلكي زده كړو د وزارت د دروازې د سر لوحه يې غوره بيلګه ګڼلى شو.
په دې توګه د لنډمهالې او منځمهالې ادارې په دور كې له استثنا پرته د هغو ټولو
وزارتونو، رياستونو او اړوندو ادارو نومونه په دري اړول شوي چې پخوا پښتو وو.
ديارلسم : د كابل په پوهنتون كې چې زياتره محصلين او ښوونكي يې پښتانه دي تدريس سل
په سلو كې په دري ژبه تر سره كيږي.
څوارلسم : په رسمي او غير رسمي مجلسونو او د راديو تلويزيون په ګډو پروګرامونو كې
كوښښ كيږي چې دري ژبه او ويونكي يې د يوه فاتح او غالب وګړي په توګه وښيي او په
پروګرام كې ګډ پښتانه داسې ورپورې ښكاري لكه يتيمان په دې مانا چې په ګډو خپرونو كې
هم ډير لږ ځاى پښتو خبرو او ليكنو ته وركول كيږي.
پنځلسم : په لسهاوو ځله په رسمي او غير رسمي غونډو كې چې د ايران او تاجكستان له
هيوادونو سره سر ته رسيدلې نو دا جمله زياته تكراريږي چې ګواكي ( كشورهاي هم كيش و
همزبان) په داسې حال كې چې د ايران او تاجكستان هيوادونه نه زموږ كيش دي او نه يې
ژبه له موږ سره يوه ده.
په دې توګه نور هم ډيرې داسې نمونې شته دي چې د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د
حاكميت په دور كې د پښتو ژبې سره د ناوړه چلند ويندويي كوي چې پورته څو نمونې يې د
بيلګې په توګه يادې شوې.
كه په دې هكله پښتانه چارواكي له همداسې غفلت او بې پروايۍ څخه كار اخلي نو د دې
امكان شته چې په راتلونكي كې هم موږ د خپلې خوږې پښتو له زياتې خوارۍ سره مخ شو او
خپل درد يوازې د څو ټكو په بيانولو سره څرګند كړو.
د بصيرت خاوندان دي دې موضوع ته پاملرنه وکړي !(59)