پر نوي کهول رحم وکړئ
فضل الرحمن (کـټوازی) سهيلي کوريا
ګرانو هيوادوالو محترمو ژبپوهانو او ټولودرنوپه وطن مينو فرهنګيانو ته خپل تاوده
سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم.
الله دی وکړي چه ستاسي هغه هڅي او کړاونه چه دپښتو ژبي دپراختيا او ودې لپاره يې
کوئ ثمر ومومي . ويل شوي دي چي ( دفطرت دښمني کول خپل ځان له مينځه وړل دي) هرچاچي
دافغانستان دفطرتي ټولني سره لوبي کړي، او هرچاچي داژبه صرف دخپلو سياسي لاس ته
راوړنو لپاره استعمالوله په خپله يې ليک او لوست خو پرېږده خبري هم نشوای کولای .ځانونو
ته به يی دپښتنو ميندواوپلرونو اولادونه ويل خو اړيکی به يې دخارجي کورنيو سره وی ،
داسی روغ ليوني يا خو دهمېش لپاره له منځه ولاړل او يا اوس صرف په نامه ياديږی .
خلک وايي فلاني دپښتنو لپاره خدمت کړی و چي پښتويې ملي او رسمي ژبه کړه زه وايم
داهرڅه ناسم دي هيچاهم دپښتو لپاره په راستي خدمت نه دی کړی.
ولي دقاطع امر له لاري داژبه رسمي نه شوه ؟ څنګه چه ما مخکی هم ووويل دابې معنی هڅي
صرف دسياسي لاس ته راوړنو لپاره کيدې .
چه په ادارو کي رسمی نه وي نو ملي يعني څه ؟
په لويه جرګه کي ځينو ښاغلو وروڼو دملي کولو لپاره نارې وهلې خو زما په نظر دملي
کېدو څخه يې هم عملي رسميت ډيرمهم دی.
زه د ولسمشر حامد کرزي څخه يو واري بيا ددې ليکني له لاري جدي غوښتنه کوم چه پښتو
دي په عمل کي دافغانستان رسمي او دفتري ژبه کړي او ټولو وزارتونو ته دي فرمان
صادرکړي چي په اداري چارو کي بايد د دواړو ژبو سره انصاف ووشي ، او انډول دي يې
وساتل شي .
دنوي کهول په استازيتوب زما داغوښتنه په دې معنی نه ده چي زه دي خداي مه کړه ددري
ژبي سره مخالفت کوم ،هغه هم زما خپله ژبه ده ليکن د دا دريو لسيزو جګړو افغانان
بيلا بيلو هيوادونو ته مهاجر کړل څوک ايران څوک پاکستان او څوک غربی نړۍ ته، زموږ
په دې مهاجرينوهيوادوالو کي داسي ځوانان هم شته چي هغوی دوکتورې ترلاسه کړي دي ليکن
په ايران کي لوی شوي چي په پښتو ليک لوست کي ستونزي لري ، او څوک چي په پاکستان کي
لوی شوي هغه بيا په دري نه پوهيږي، يو کال مخکي ما ديوه سياست پوه افغان ځوان سره
وکتل هغه راته وويل چي زما په دې هيواد کي ځای نشته ماورته وويل ولي ته خو دوکتوره
لرې ؟ تاته افغانستان ضرورت لري هغه راته وويل چه زه کله دمامورپه حيث په ډيرمشکل
سره ديوه وزارت مامور شوم ،نو ډيرخوشحاله وم چه اوس به زه خپل ګران ټاټوبي ته دمصدر
خدمت ګرزم.
په اوله ورځ چه وزارت ته ولاړم نو مديرصاحب راته وويل چه راشه ځوانه اول خو داراته
ووايه چه دوکتوره دي په څه کي راوړې ده ؟ ماورته وويل چه په سياست کي هغه راته وويل
چه وارده او صادره دي زده ده ماورته وويل چه نه ، خو زده به يي کړم.
مديرصاحب راته وويل چه ما په شلو کلونو کی زده نه کړه ته به يي دومره ژرڅنګه زده
کوې.
بيايې راته وويل چه مکتوب ليکلاي شې ما ورته وويل چه بلې په پشتو کي مکتوب ليکلای
شم هغه راته وويل چه په پښتو کي نه ، زه ددفتري ژبي په هکله ځواب غواړم يعنی دري
ماورته وويل چه په دري پوهيږم ويلای يې هم شم ليکن مکتوب نه شم پرې ليکلای هغه راته
وويل چه دوزارت نه دراتلو نه مخکي بايد تا دري زده کړې وای.
که داسي قسم حالات وي او حکمراني صرف دهغو مامورينو وي چي يوازي دمکتوب دليکلو او
وارده او صادره زمری و ، نو ګمان مي نه راځي چي دولت دي دافغانستان نوي نسل ته کوم
خدمت وکړي او يا به نوي نسل وطن ته راشی.
زه ديوه بااحساسه افغان په حيث داوايم چه دځوانانواو دنوي نسل لپاره دوزارت دجوړيدو
څخه هم ښه داده چه دوی ته دکار موقع ددوی په مورنۍ ژبه ورکړه شي ، او داسي يو
کميسيون جوړکړای شي چي ددواړو ژبو سره دانصاف په موخه په ټولو دولتي ادارو کي يې
درسميت نظارت وکړي.
دې لویي او مهمي مسٌلې ته که دولت په ځيرکتيا غور ونه کړي اوسر داوسه يې دمخنيوي
لاري چاري پيدانه کړي، خدای مه کړه دا سيمه به په راتلونکي کښي زمونږ ګاونډي
هيوادونه دخپلو شومو مقاصدو لپاره استعمال کړي ، ولي چي دوی به دهيوادونو د کلتوري
ديپلوماسۍ Cultural Diplomacy تر عنوان لاندي خپلي پاليسۍ جوړي کړي اوجوړوي يې،
ترڅو ددي نزدېکت له لاري خپل سياست او ملي ګټی خوندي کړی.
زه دپښتو ټولني دټولودرنو پوهانو اوبااحساسه وروڼو څخه هيله کوم چي دخدای لپاره
دپښتو ژبي څخه اوښ مه جوړوی لکه په پخوا وختو کي به دنوي ترمينالوژۍ په وجه خپل او
پردي شيانو ته خپل دځانه جوړشوی لفظونو اختراوي کيدې دمثال په توگه دراډيو په (ږغ
دبلي) يو شی چه مونږ جوړکړی نه وی نو زما په اند دا به انصاف نه وي چه دهغه شي نوم
دي مونږ بدل کړو که اسانه يي کړي ترڅو هريو کس وکولاي شی پری خبری وکړی، نو دابه يو
لوي خدمت وی.
په آخر کي يو واربيا ددولت څخه غواړم چي پر اوسني او راتلونکي نسل دي مهربانه شي ،
پښتو او دري دواړو ژبو ته دي دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه ورکړي.
ترڅو په راتلونکي کي بيا هغو متعصبو مکروبونو ته په ټولنه کي ځای پيدانه شي.(54)