ښاغلى رهين اوس څوك لري؟)
(عبدالحميد مبارز، د رهين د پاليسۍ يو بل قرباني
خالد هادي حيدري
سيد مخدوم رهين يوازېنى وزير دى، چې اكثريت افغانان ورڅخه ناراضه دي او تل د هغه د
بې كفايتۍ او مضرو پلانونو خبره كوي.
دا خبره ښاغلي كرزي ته هم څرګنده ده، ځكه چې په تېرو كلونو كې د اطلاعاتو او كلتور
وزارت بې كفايتي ټولو ته څرګنده شوې ده، ان چې ځينوځوانو ليكوالو په خپله كرزي ته
مخامخ د رهين د كارونو نيمګړتياوې يادې كړې دي، او د يوه ملي وزارت غوښتنه يې ورڅخه
كړې وه، خو نه ده څرګنده چې دى بيا ولې د پخوا په شان د وزارت لپاره غوره څېره وګڼل
شوه. ځكه ښاغلي رهين خپل ټول كارونه او هڅې يوې ژبې، يوه قام او يوه اړخ ته ځانګړې
كړې دي، حال دا چې په دې هېواد كې ټول مېشت قامونه حق لري چې بايد ژبې ته يې كار
وشي او دا د نوي اساسي قانون يوه ماده هم ده، چې په دې هېواد كې ټول مېشت قامونه حق
لري، چې په خپله ژبه زده كړه وكړي او دولت ته دا مسووليت ورترغاړې دى، چې ټولو ژبو
ته عملي كار وكړي.
كله چې ښاغلي سيد مخدوم رهين د وزارت د څوكۍ خپلولو لپاره له امريكا څخه تشريف راوړ،
نو سم له لاسه يې خپل مرستيال رهنورد زرياب وټاكه، چې دا ښاغلى يې له فرانسې څخه
راوغوښت، دا دواړه ښاغلي د افغان او افغانستان په وړاندې يو دريځ لري، د افغان
پرځاى (شهروند) غوره ګڼي، رهنورد زرياب په يوه عامه غونډه كې وويل، چې دغه ښاغلي ته
چا د اساسي قانون مسوده ورسپالې وه، چې ژبه يې ورسمه كړي، خو زرياب د ګيلې په ډول
وويل چې ده د افغان پر ځاى (شهروند) تورى ليكلى و، چې وروسته افغان راغلى، دا ښاغلى
خپه و، چې د ده فرمايش او غوښتنه ولې نه وه عملي شوې.
دغه راز په خپله رهين تر خپلې مشرۍ لاندې (شوراى شهروندان كابل) جوړ كړى، چې دكابل
په هره ناحيه كې ورته دفترونه نيول شوي، له پټو او ښكاره كارونو يې څوك خبر نه دي،
چې ايا ملي هدف لري او كه يوازې د وزير د تقويه كولو لپاره كار كوي؟
دغه راز وزير په تېر كال كې خپله ازموينه وركړه، چې په ډېرو وړو مسايلو يې ځينې
ځوان ليكوالان څارنواليو ته ورمعرفي كړل او تل يې د بېځايه غچ اخيستنې شعارونه
وركړي دي. لكه ښاغلي عبدالاحمد محمديار چې له كندهار څخه د وزير په امر د كابل لويې
څارنوالۍ ته راوغوښتل شو، يا صالح محمد صالح چې درې ورځې ورڅخه تحقيقات روان وو، خو
كله چې وزير ملامت و خوت، نو ځان يې غلى ونيو، هغه د يوه متل له مخې چې، شيخ فريده!
پټه خوله دې بهتري ده، په دې برخه كې يې نه بخښنه وغوښته، نه يې مطبوعاتو ته ځواب
درلود.
له يوې خوا د بيان د ازادۍ شعارونه وركوي، له بلې خوا په خپله د بيان د ازادۍ تر
ټولو سخت دښمن دى، د ساري په توګه په انټرنټ كې په رهين پسې يوه ليكنه راغلې وه، چې
ګواكې رهين د كابل په ځينو سيمو كې د خپلو اشخاصو له خوا كيندنې كوي او تاريخي اثار
په پټه راباسي، بيا يې په پټه پلوري، خو ښاغلي رهين د دې پرځاى چې اصلي ليكوال پيدا
كړي، پوښتنه ځنې وكړي، نور كسان يې څارنواليو ته ورمعرفي كړل او دوسيې يې پسې جوړې
كړې.
دغه راز يې هوسۍ مجلې ته هم ستونزې پېښې كړې وې، غوښتل يې چې بنده يې كړي، خو كله
چې د هوسۍ مجلې چلوونكو د راجسټر اسناد وروړاندې كړل، نو دې وزارت ورته پلمه كوله
چې ولې په دې وروستيو كې راجسټر شوې، ولې پخوا نه ده راجسټر شوې، حال دا چې د
مطبوعاتو قانون په هماغه مياشت كې توشېح شوى و، چې د هوسۍ چلوونكو هم د مطبوعاتو د
قانون ټولې مادې منلې او پر ځان تطبيق كړې وې.
په دې وروستيو كې دې وزارت نوښت مجله هم بنه كړه، دوى پلمه كوي، چې دا مجله بشپړه
سياسي ده، حال دا چې په كابل كې په سلګونو مجلې سياسي ليكنې خپروي، بله دا چې اوس
خو د بيان ازادي او ډيموكراسي پلې شوې ده، بايد چې هره خپرونه دلته راشي، دولت بايد
دېته وګوري، چې مجله د چا له خوا چاپېږي، دېته دې وګوري، چې څه په كې چاپېږي. بله
دا چې رهين په خپل امر په كابل كې خيبر ټلويزيوني چينل بند كړى، چې ګواكې سياسي
خبرې په كې راځي، بل پلو بيا پنځه- شپږ ايراني چينلونه خپرونې كوي، چې په هغوى كې
هم د افغانستان په باب سياسي خبرې راځي، دلته بيا وزير هېڅ هم نه وايي.
د دې وزارت په اړه په ډېرو خپرونو كې ليكنې راغلي، كه راټولې شي، يو ستر كتاب به
ورڅخه جوړ شي، خو له بده مرغه چې په دې برخه كې دولت خپل غوږونه كاڼه كړي دي.
د نښتر مجلې د درېيمې او څلورمې غبرګې ګڼې يوه ليكنه كې راغلي:
�دا بې پلانه، بې تصميمه او فرمايشي وزارت دى چې د يوې ښځې لپاره يې په تشکيل کې د
هنرونو د معينيت څوکۍ زياته کړه، خو چې هغه لاړه نو په ټول هېواد کې بل داسې څوک نه
شته چې پر ځاى يې معين مقرر شي نو ځکه د ورکې ورځې نه زرياب ته پاتې شوه�.
رښتيا هم دا فرمايشي او بې كيفيته وزارت ستر كار دا كړى، چې وزير يې خپلو هغو افغان
او افغانستان ضدليكنو ته د عمل جامه ورواغوستله، چې له امريكا څخه په (اميد) نوې
خپرېدونكې خپرونه كې يې ليكلې دي.
�دا هم د رهين هغه خنجر دى چې د دوستۍ په نوم يې د پښتنو په زړونو ټومبي، ځکه دى د
اطلاعاتو او کلتور وزير دى د ده په وزارت کې بايد داسې کسان وي چې د خپل قوم او په
مجموع کې د ټول افغان ملت نماينده ګي وکړي، داسې نه چې د ده د مرستيالانو ( معينانو
) په څېر تش په نوم پښتانه خو په پښتو خبرې هم نه شي کولاى، خبرې خو لاپريږده چې د
دروازې پر سر د خپل دفتر نوم هم په پښتو نشي ليکلاى او په پاړسي يې ليکلي دي ( معين
نشراتي، معين فرهنګي)�.
د دې وزارت په سلو كې ۸ كاركوونكي هم پښتانه نه دي، حال دا چې كارونه يې بايد د ټول
افغانستان استازيتوب وكړي. د دې پرځاى چې يوه ملي ارګان او يوې ملي ټولنې ته كار
وكړي، (شوراى شهروندان كابل) ته كارونه روان دي او وزير غواړي چې د خپلو ملاتړو كړۍ
پراخه كړي.
په دې وروستيو كې خبر شوو، چې د دې وزارت مرستيال ښاغلي عبدالحميد مبارز له خپلې
دندې استفا وركړه، ښاغلى مبارز په همدې روان لمريز كال كې د ټوپكوالو له خوا وګواښل
شو، چې دا خبره مطبوعاتو ته هم راووتله. دى كه نور څه نه وي، دى د افغان ملت سپكاوى
نه كوي او يو تكړه ليكوال دى، چې په افغاني كړيو كې ښه شهرت هم لري.
نوموړي هر وخت يادونه كوله، چې په دې وزارت كې له رهين سره نه دى جوړ، د هغه له
زياتو نظرونو او پاليسۍ سره نه دى جوړ، خو بيا هم داسې ښكاري چې رهين به په دې نوې
څوكۍ كې بيا خپلې تېرې پاليسۍ ته دوام وركړي او د ستر اكثريت پر حق به خېټه واچوي.
په دې وزارت كې جوړښت سترې نيمګړتياوې لري، هغه خپرونې چې په دې وزارت كې راجسټر دي،
اكثريت يې د ملي ګټو خلاف ليكنې كوي، له افغاني او ملي ټرمينالوژۍ څخه سرغړونه كوي،
چې دا د دې وزارت كار و، بايد چې مخه يې نيولې واى، نه يوازې يې مخه نه نيسي، بلكې
وزارت هم د ايرانۍ ټرمينالوژۍ دودولو ته ملا تړلې، چې دغه كار يې ټول ملت ته څرګند
دى، بېلګې يې په دولتي خپرونو كې هم ليدلاى شو.
ښاغلى رهين او د ټلويزيون پخوانى رئيس حضرتي، د محمد ظاهرشاه ډالۍ دي، چې ملت ته يې
وړاندې كړي دي، ځكه چې دوى دواړه د مصلحت له مخې پر دغو څوكيو ګمارل شوي، چې هېڅ
ډول لياقت په پام كې نه دى نيول شوى. نو ځكه به ښاغلى رهين پر ځان ډاډمن وي، چې د
راروانو پنځو كلونو لپاره به پر دې ملت واكمني كوي او خپلې ځانګړې پاليسۍ ته به
دوام وركوي.
خو افغان ليكوال او فرهنګيان چې اكثريت يې له ښاغلي رهين څخه خوابدي دي او دى نه
غواړي، اوس له ملګرو ملتونو څخه په كلكه غوښتنه كوي، چې تر ټولو ستره نيمګړتيا په
اوسني وزير كې ده، چې د ملت يوه ستره كتله د ده مخالفه ده، دى ټولو ژبو ته حق نه
وركوي، ټول مطبوعات، وزارت او نور امكانات يې يوې ژبې ته ځانګړي كړي دي.
ښـاغلي رهين هغه وخت خپله تګلاره نوره هم جوته كړه، چې (د كمكيانو انيس) خپرونې نوم
يې په (انيس كودك واړاوه) حال دا چې دا خپرونه له پيل په (د كمكيانوانيس) نوم سره
خپرېده.
د راډيو ټلويزيون د ټولو خپرونو نومونه يې واړول، اوس يوه خپرونه هم سوچه پښتو نوم
نه لري، ځينې نومونه يوازې پښتو ته راژباړل شوي دي، په ټلويزيون كې ايراني فلمونه،
سريالونه او سندرې يوه غټه فيصدي جوړوي، چې په راډيوګانو كې هم دا اصل محسوس دى.
حال دا چې دغه كار زموږ د اصيل افغاني كلتور پر هويت سيورى اچولى او موږ يې ژغورنه
غواړو.
ښاغلي رهين ته د كرزي له خوا د سيد جمال الدين افغان افتخاري نښان په دې نوم وركړل
شو، چې ډېر فرهنګي خدمتونه يې كړي دي، خو موږ حيران يو، چې كوم خدمتونه؟؟؟ ښاغلى
كرزى دې مهرباني وكړي، يوځل دې خپل ولس ته مراجعه وكړي، نه يوازې په كابل، بلكې په
اكثرو ولايتونو كې دې د رهين په باب پوښتنې وكړي، چې څومره كسان ورڅخه خوښ دي؟
د نورو ژبو تر منځ ستر توپير كوي، مثلاً كله چې د ده كوم دوست مري، د هغه لپاره
سترې غونډې او سيمينارونه جوړېږي، كتابونه ورته چاپوي، د هغه په اړه په خپله وزير
ليكنې كوي، خو كه علامه پوهاند اكاډميسين استاد عبدالشكور رشاد مري، چې ټول
فرهنګيان يې په غم كې وينې ژاړي، اوسنى وزارت يې په كيسه كې هم نه كېږي، جنازه له
كابل څخه كندهار ته وړل كېږي، د دې وزارت يو عادي مامور هم نه ورسره ځي، چې دغه كار
د ملت پر زړه يو ستر داغ پرېښود، دغه كار يې يو ستر ثبوت دى، چې وزارت يې پر مړينه
ځان ناګاره اچولى دى، يا هم ورباندې خوښ شوى و، چې داسې توپيري چلند يې ورسره وكړ.
دغه وزارت د پښتو خپرونو د ثبت او راجسټر پر وخت ستونزې پېښوي، كله چې ښاغلي
محمديار غوښتل چې ښكلا مجله راجسټر كړي، په اړونده شعبه كې ورته كاركوونكو ستونزې
پېښولې، يوه او بله پلمه يې كوله، كله چې موضوع وڅېړل شوه، يوه كاركوونكي وويل، چې
وزير امر كړى، چې د محمديار چينل ته دې مجلې نه راجسټر كېږي، حال دا چې دا وزارت په
دې برخه كې هېڅ ډول حق هم نه لري، ځكه چې ټولو ته بايد په يوه سترګه وګوري. بله دا
چې د وزير شخصي دښمني به له پښتو او پښتنو سره وي، په دې دښمنۍ كې حق نه لري، چې
قانون تر پښو لاندې كړي.
موږ د قانون د هرې مادې درناوىكوو، منو يې او پلي كول يې غواړو، د ډيموكراسۍ په رڼا
كې د خپلو حقونو اعاده غواړو، دغه راز له ښاغلي عبدالحميد مبارز سره هم خپله
خواخوږي څرګندوو، چې په ډېر درنښت سره يې خپله استعفا وړاندې كړه. چې ښاغلى مبارز د
ښاغلي رهين وروستى قرباني و.(51)