مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ايا د مطبوعاتو ازادي د توهين لپاره ده؟

ع. ګ. زرمتى
کله چې زموږ د هېواد مشران د خپلو سفرونو په وخت کې بهرنيانو ته د خپلو برياليتوبونو يادونه کوي، نو په ډېر وياړ دا هم وايي چې په افغانستان کې مطبوعات ازاد دي او په کابل کې تر سلو زياتې ورځپاڼې، مجلې او اوونيزې خپرېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي هم د خپلو فعاليتونو د بيانولو په وخت کې په ډېر وياړ همدا خبره کوي. دوى ښايي خبر نه وي چې په کابل کې په خپرېدونکو جريدو کې څه څه خپرېږي؟
په داسې حال کې چې زموږ د هېواد د مطبوعاتو په قانون کې هېچا ته اجازه نه شته چې زموږ ديني مقدساتو او ملي وياړونو ته توهين وکړي او يا زموږ په هېواد کې سمتي او ژبني تعصباتو راپيدا کولو ته لمن ووهي. خو شته داسې خپرونې چې په ډېر جرئت سره هم زموږ ملي وياړونو ته سپکاوى کوي، هم سمتي او ژبنۍ بدبينۍ راپاروي او هم د ځينو اشخاصو سپکاوى کوي.
په کابل کې شته داسې خپرونې چې دا هرڅه په ډېر جرئت په خپلو پاڼو کې خپروي، کله په کې زموږ د هېواد د ازادۍ د اتلانو لکه وزير اکبرخان او نورو کارنامو او سرښندنو ته په ټيټه سترګه کتل کېږي او لوستونکو ته داسې ښيي چې ګواکي هغوى هېڅ هم نه دي کړي. يوازې يې په ټول عمر کې يوځل تومانچه راايستلې او د هېواد دښمن يې پرې ويشتلى دى او يا خو په ځينو خپرونو کې ژبنيو تعصباتو ته لمن وهل کېږي.
خو راځئ د داسې يوې جريدې پاڼې سره واړوو، چې محترم ليکوال او کارکوونکي يې په پټو سترګو هغه څه ليکي، چې نور خلک يې يوازې له ځانه سره ويلاى شي او دويم کس ته يې هم د ويلو جرئت نه کوي. ځکه چې ناسنجول شوې خبره به يې چا ته ټوپک په لاس ورکړي او د خپل ورور او خپل هېوادوال وينه به تويه کړي، چې دا لوى مسووليت دى او هېڅ د سليم عقل خاوند نه غواړي يوځل بيا زموږ په جنګځپلي هېواد کې د وينو تويولو لامل وګرځي.
په انتظار کې مو نه پرېږدم، دا جريده د �پنجرې� جريده ده، چې له ځانه پرته يې له ټولو سره دښمني رااخيستې ده. دا جريده په خپله ٤٦ مه ګڼه کې �در جنوب کشور چه ميگذرد؟� ليکي:
�درين اواخر اخبار و گزارشهاى غم انگيز و پياپى از حريق کردن مکاتب، بخصوص مکاتب نسوان در ولايات وردگ، لوگر، قندهار و ننگرهار توسط گروه جاهل و ضد فرهنگ طالبان و ساير دشمنان صلح و ازادي مردم افغانستان در رسانه ها منتشر ميگردد.
در حاليکه در همين ايام اخبار احياى بازسازى و نوسازي ده ها مکتب و مدرسه در شمال کشور از طريق مطبوعات و راديو تلويزيون کشور منعکس گرديده است و پروسه ساخت و ساز مکاتب، توسط دولت و موسسات خارجي امدادرسان همچنان ادامه دارد. بايک مقايسه اجمالي اين دو فکتور متضاد، واضح ميشود که در شمال مردم تشنه اموزش علم و دانش براى بدست اوردن ابزارهاي کسب دانش در تلاش و تقلا هستند؛ حالانکه معلوم نيست چه بر سر مردم جنوب ادمه است که در پيش چشمان شان، مکاتب و مدارس شانرا اتش ميزنند ولى انها خاموشانه به نظاره ميپردازند و دم بر نمي ارند.
پس حق داريم بپرسيم بر مردم جنوب چه امد؟�.
دوى پوښتنه کړې ده اوزه دلته ځکه نه غواړم چې د دوى مکمل ځواب وليکم، چې خداى مه کړه له خولې مې داسې خبره ونه وځي، چې په کې د کومې سيمې او يا شخص مقام ته سپکاوى وشي او نه غواړم ځان ورسره په يوه جوال کې واچوم او په مسووليت کې ځان ورسره شريک کړم.
يوازې دومره به ووايم چې د جنوب پر خلکو نه، بلکې زموږ پر يو شمېر نورو هېوادوالو هم هغه څه راغلي دي، چې دوې لسيزې دمخه په ټولو راغلي وو. چې سرو لښکرو يې کلي او کورونه بمبارول او ځينو نورو يې ښوونځي ورانول او مکتبي زامن يې ورته وژل، دوى خاموشانه ورکتل.
زموږ پر خلکو، په تېره بيا له پاکستان او نورو ګاونډيانو سره پر اوسېدونکو سرحدي سيمو هغه څه راغلي دي، چې يوه لسيزه دمخه د کابل پر خلکو راغلي دي، چې د تنظيمونو په بېرحمانه جګړو کې کورونه، ښوونځي او جوماتونه ورانېدل، د زړه ټوټې يې له منځه تللې او دوى �خاموشانه� ورته کتل.
پر ټولو حقونو يې تېرى کېده، دوى �خاموشانه� ورته کتل، يوازې سوړ اسوېلى به يې له خولې وايست، نور يې هېڅ هم نه شواى کولاى، ځکه خپل ژوند يې هم د بې مسووليته ټوپکوال له خوا په خطر کې زموږ د هېواد په جنوبي سيمو کې هم دېته ورته يو حالت واکمن دى.
پاکستان يې تر څنګ واقع دى او ټولو ته معلومه ده چې پاکستان �په خوله يوه او په زړه بله کوي� په يوه لاس لهو امريکا او نړيوالې ټولنې څخه له تروريزم سره د مبارزې په نامه پيسې او نور امتيازات اخلي او په بل لاس هغه پيسې بهرنيو تروريستانو ته ورکوي، چې زموږ په هېواد- په تېره بيا جنوب کې ورباندې امنيت له منځه يوسي. ښوونځي يې وسوځوي، لارې او پلونه يې وران کړي او بېګناه خلک يې شهيدان کړي.
د جنوب خلک هم د نورو هېوادوالو په څېر د علم او پوهې تږي دي، ښايي له راډيوګانو څخه مو اورېدلي وي، چې نجونې او هلکان په سوځول شويو ښوونځيو او کېږديو کې زده کړو ته دوام ورکوي. زموږ د هېواد د دښمنانو او تروريستانو او د علم د دښمنانو لاس چې هرځاى ته ورسېږي، د بهرنيانو په اشاره خپل هېواد ورانوي.
ښايي اورېدلي مو وي، چې څو شپې دمخه يې ښوونځي وسوځول. نو په يوه او بل نوم زموږ د هېوادوالو وېشل به د هوښيارو خلکو کار نه وي. دا چې ليکلي يې دي چې زموږ د هېواد په شمالي سيمو کې دولت او بهرنيو مرستندويو موسسو له خوا ښوونځي او مدرسې جوړېږي، ډېره د خو‌‌ښۍ خبره ده، لوى خداى دې وکړي چې په ټول هېواد کې داسې زمينې برابرې شي.
خو که موږ متضاده مقايسه وکړو، ښايي د نورو سيمو خلک ګيله وکړي او ووايي چې موږ څه ګناه کړې ده، چې ښوونځي او مدرسه نه راته جوړېږي؟
که ښوونځي سوځول کېږي، تاسې هم ليکلي دي چې د طالبانو جاهله او فرهنګ ضد ډله او د افغانانو د سولې او ازادۍ دښمنان يې سوځوي، د هېواد په جنوب کې او نورو سرحدي سيمو کې خلک په خپله په ښوونځيو پيرې کوي او له دښمنانو څخه يې ساتي، خو ترور، ترور دى. کله- کله په ډېرو ليريو هېوادونو کې هم ماڼۍ ورانوي. هلته خلک په خپل لګښت ښوونځي اود لوړو زده کړو موسسې چلوي، د خوست پوهنتون او زياتره ښوونځي يې ښه بېلګه بللاى شو.
دا چې په دې سيمو کې هم د امنيت چارې د ځينو غيرمسلکي کسانو او جنګسالارانو په لاس کې دي او د امنيت په تامين کې پاتې راغلي دي او خارجي دښمنانو يې ښوونځي سوځولي دي، نو د دوى څه ګناه ده؟
تاسې هم د ١٣٨٢لمريزکال د زمري (اسد) د پنځمې نېټې په ٤١مه ګڼه کې اعتراف کوئ چې په جنوب کې د ناکراريو ريښه په اسلام اباد کې ده.
د پنجرې د دغې ګڼې يوه برخه دلته رانقلوم:
�راديو بي بي سي و دولتمردان انگليس که سياست خود رابه گونه هاى مختلف از حنجره گرداننده گان و گوينده گان ان راديو بيرون ميکشند، بخوبي ميدانند که جنگ و عمليات جنگي افراد طالبان، گاه وبيگاه در مناطق جنوب و جنوب شرقي کشور، ناشي از قيام ها مخالفت هاى مردم ان مناطق نيست، بلکه جنگجويان طالب و القاعده با خرابکاران گلبدين حکمتيار در انسوى مرزهاي جنوبي و شرقي وارد افغانستان ميشوند و ريشه حمايت از طالبان در جنوب و نه در ميان مردم پشتون، بلکه در اسام اباد قرار دارد...�
بالکل همداسې ده، زموږ ډېرې ستونزې په تېرو دوه نيمو لسيزو کې د غرضي ګاونډيانو د پټو او ښکاره تېريو پايله ده، خوموږ نه پوهېدلو او د يو بل سترګو ته مو خاورې ورشيندلې. راځئ چې وروسته له دې پوه شو او ځانونه د پرديو په اشاره په سيمو سره ونه وېشو.
دا وونيزه په خپلو نورو ګڼو کې هم د سمتي بدبينيو مسئله په بېلابېلو شکلونو مطرح کوي، په همدې ٤١ ګڼه کې د �مخالفين دولت در جنوب کيها هستند؟� تر سرليک لاندې په مطلب کې هم د سمت مسئله مطرح کوي، چې کېدى شي په بل ډول يې مطرح کړې واى.
دوى په نورو ليکنو هم د انساني مقام د درناوي خيال نه ساتي. مثلاً د پلوشې جريدې د کومې ليکنې په ځواب کې بل ليکوال مخاطبوي:
�يک راس نويسنده عزيز! نميدانم چرا ميخواهي با ارائه بيوگرافي ستانيزى ما هم مثل تو ستانيزى شناس شويم، ابروى اين پيرمرد را بيشتر ازين حراج مکن...!�
نژدې شل کاله وړاندې کېږي چې له مطبوعاتو سره سر و کار لرم، خو په دې موده کې مې داسې کلمات نه دي تر سترګوشوي، چې په دې او ځينو نورو جريدو کې يې وينم.
ما د پلوشې ددوى په وينا د جېبي جريدې ګڼې نه دي لوستي، که څه هم په دې مطبوعاتي جګړه کې داسې کلمات استعمالوي، نو د افسوس ځاى دى، بايد چې د ادب جنازه واخلو.
په هر صورت، خبره رانه اوږده شوه، زما خبرې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه ته متوجه دي. نه پوهېږم چې هغوى ولې لاس تر زنې ناست دي، چې د سترګو په وړاندې يې مطبوعات د بيارغونې او ملي يووالي په تامين کې د خدمت کولو پرځاى د نفاق تخمونه شيندي. د افسوس ځاى دى، چې د کابل ځينې مطبوعاتي زموږ د هېواد د يوې سيمې پرضد تبليغات کوي، ايا د مطبوعاتو ازادي همداسې وي، چې هرڅوک چې هرڅه يې زړه وغواړي، هغه وليکي؟ ايا د مطبوعاتو ازادي داسې وي چې موږ يوه سيمه ښه، علمدوسته اوبله به او جاهله وبولو؟
ايا زموږ ازادې جريدې دا حق لري چې چا ته سپکاوى وکړي؟
که د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو پاليسي دا وي، بايد چې په ډاګه ووايي.
دا وزارت خلکو ته مسووليت لري، چې مطبوعات د قانون له مخې کنټرول کړي. د دغې جريدې مثال مې ځکه ورکړ، چې ما ليدلې او کتلې وه. ښايي نورې به هم همداسې خپرونې وي، چې مسوولين به يې له بلې سيمې او بل چا سره تعصب ولري، خو دا حق نه لري چې خپله کرکه او کينه په مطبوعاتو کې څرګنده کړي او په دې وران- ويجاړ هېواد کې د نورو بې اتفاقيو او وينې تويولو سبب وګرځي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد ځواب ووايي.(46)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery