په افغانستان کې د مطبوعاتو بازار
تورګل حيدري، کراچي
په دې وروستيو وختونو كې په كابل او نورو ولايتونو كې لـه يو نيم سلو زياتې خپرونې
شته او هغه د چا خبره لوستونكي د ورځپاڼو، جريدو، مجلو او اوونيزو لوستلو ته رسېداى
نه شي، هر سړى چې لـه يوه سياسي چاپېريال سره ارتباط پيدا كړي او يا يې كومې سوړي
ته لاره وموندله، بيا يې اخبار راويستو ته ملا تړلې وي. د اخبارونو د راويستلو شوق
خو هغه وخت د خلكو په زړونو كې روې ګډې كړې چې د ديموكراسۍ نغارې ودربېدې...
زموږ لـه دې خبرو څخه هدف دا نه دى چې د مطبوعاتو او خپرونو لـه زياتېدو نه سپږمو
ته راغلي يو، بلكي غواړو دا ووايو چې دا دومره خبري به د دې وطن په جوړېدو كې څه
مرسته وكولاى شي؟ ښه به دا وي چې دغه موضوع لږه په غور وشاربل شي، هغه دا چې، دا
سمه ده چې مطبوعات ديوې ټولني د سياسي، ټولنيز او خلاقي شعور د لوړتيا په لاره كې
ګټور بلل كېږي، خو هغه مطبوعات بايد ښه وبولو چي واقعاً پر انساني او اخلاقي
بنسټونو ولاړ وي.
مطبوعات بايد د دې توان ولري چې حقيقتونه لكه څنګه چې دي، په هماغه ډول څرګند او
بيان كړي، د خلكو غوښتني لكه څنګه چې دي لـه لاسوهني پرته خپرې شي. په اوس وخت كې د
ټولني ضروري او بېړنۍ اړتياوي په ګوته كړي او د دې تر څنګه د ستونزو د ليري كېدو په
خاطر د حل لارې ولټول شي. د تعصوبونو د له منځه وړلو لـپاره صادقانه كار وشي.
كه چيري دغه ټكى په پام كې ونيول شي، كېدى شي مطبوعات زموږ په ټولنه كې ګټور رول
ولوبوي. خو څنګه چې ليدل كيږي، زموږ مطبوعات په دې برخه كې كمزوري ښكاري.
زموږ د اوسنيو خپرونو معنوي كيفيت ډېر ټيټ شوى او د خپرونو چلوونكي په دې برخه كې
لـه ستونزو سره مخامخ دي. سره لـه دې چې په سلګونو كاغذونه په تورو ډك شوي او د
ورځپاڼو، مجلو او اوونيزو په نامه په وړيا توګه د يو چا مخي ته ايښودل كيږي، خو بيا
هم داسي لوستونكي نه موندل كيږي، چې د يوه اخبار د تر لاسه كولو په لټه كې شوى وي،
نو ځكه په زياترو مطبوعاتو كې تكراري، قيچي شوي او سانسور شويو خبرونو په خلكو كې د
ورځپاڼو اخيستلو شوق وژلى دى.
اوس خبره دا ده چې زموږ لوستونكي ولي لـه افغاني مطبوعاتو سره ډډه نه لګوي؟
يو علت يې دا دى چې خلك په دغو كاغذونو كې خپلي څېرې نه شي ليداى او د خپلو غوښتنو
او هدفونو په باب په كي يوه كرښه هم ليداى نه شي.
نو كله چې مطبوعات يوازي د چاينلونو د هدفونو د خپرولو وسيلې وي، نو هغه به څنګه
وكولاى شي ځان ته لوستونكي ومومي؟ نو دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې دغه يو شمېر
مطبوعاتيان په داسي حال كې چې يو هم له زړه لوستونكي او مينه وال نه لري او لـه
دكاندارانو او هټيوالو پرته چې هغه هم د كڅوړو د جوړولو په تمه دي بل داسي لېوال نه
لري، نو دوى بيا د چا لـپاره دومره كاغذونه توروي؟ د بيت المال سرمايه مصرفوي، دوى
بايد له خپلو ځانونو څخه پوښتنه وكړي چې مطبوعات د چا لپاره؟ موږ ولي نشرات كوو او
لـه نشراتو څخه مو هدف څه دى؟
كه چيري هدف د خپلي سياسي چينې د موخو تبليغول او عامه ذهنيت په شك كې اچول وي او
ديوې شخصي دستګاه د ماشين چالانول وي، نو دا خو په حقيقت كې يوه لويه ګناه ده.
دغه كسان خو د ملت دښمنان دي، دوى په خپله له خپلو مخونو څخه څادر ليرې كوي او هره
شېبه خپل پټ او شوم راز بربنډوي او كه چيري بيا داسي نه وي مطبوعاتو واقعاً د خلكو
لـپاره د خدمت لاره وهلې، ټولنيز عدالت د تعميم او د بشري حقونو د تامينېدو او د
تعصباتو د لـه منځه وړلو په خاطر هڅي كيږي، نو بيا ولي لوستونكي نه لري، ولي خلك
دغو مطبوعاتو ته د لوستلو او اورېدلو بيړه نه لري؟
د اكثرو اخبارو او مجلو په سرونو كې ليكل شوي وي چې: بې طرفه، بې ګونده، غيرسياسي...
خو كله چې يې محتوا ته وكتل شي، نو د يو لړ ناروغيو وژونكي مكروبونه په كي لـه
مايكروسكوب او ذره بين پرته ليدل كيږي او ځيني خو يې په دې پلمه چې ياره ځه د
مطبوعاتو ازادي او ديموكراسي ده هر څه چې كوې هغه كوه، ان يو قوم ته كنځلي هم خپروي
او ځيني خو يې پر يو بل ملنډي هم وهي او ځيني بيا ګورې چې د خپلو وګړو شمېر او
احصائيې هم خپروي او ځيني خو يې داسي كينې خپروي، چې د قومونو ترمنځ د سختو لانجو
او ټكرونو د رامنځته كېدو سبب كيږي.
بله خبره چې په دغو مطبوعاتو كې ورته لمن وهل كيږي هغه د دوو ملي ژبو پښتو او دري
تر منځ د تفاوت او ناانډولۍ خبره ده. په دې وروستيو كې د هېواد په زياترو مطبوعاتو
كې دغه ستونزه موجوده ده. دغه خبره هغه كسان چې خپروني كوي ښه احساسولى شي. كه
ووايو چې اى ليكوالو! او په اصطلاح د اخلاقي او بشري رسالت مسوولينو او د پيغمبر
وارثانو! ستاسو لـه دغه شان توپير او ضديت څخه مطلب څه دى؟ نو دوى به زموږ د دې
پوښتني په ځواب كې څه ووايي؟
په دغه لانجه كې د كشرانو ترڅنګ د مشرانو لاس هم دى.
داسي ښكاري چې په دغه شراچونه كې لويان هم شريك دي. كه چيري د دوى لـه خوا د دغي
ناروغۍ په خپرېدو كې لاس نه وي، نو ولي يې مخنيوى نه كوي؟ ايا دغه اوسني مطبوعات
دوى نه ګوري ايا دغه كاغذونه چې چاپيږي د دوى ګوتو ته نه ور رسيږي؟ ضرور وررسيږي او
لـه شكه پرته ويلاى شو چې دغه راز ټولو مشرانو ته ښه معلوم دي اوس پوښتنه دا ده چې
دوى ولي د دغي ستونزي د ليري كولو په خاطر اقدام نه كوي؟
په دې وروستيو كې دغه خبره اوج ته رسېدلې او كه ووايو چې د خپرونو د زياتېدو علت
همدا شراچونه ده، اشتباه به مو نه وي كړې.
اوس ټول مطبوعات انحصار شوي دي ،داسي برېښي چې زياتره يې لـه يوې چينې څخه خړوبېږي
.كه چيري زموږ دغه خبره غلطه وي، نو بيا تاسي وواياست چې د دې دومره اخبارونو او
خپرونو پيسې لـه كومه كيږي؟ دا خداى بښلى ملنګ جان څوك دى چې دوى ته دومره بې هدفه
پيسې وركوي؟ نو بيا كېدى شي دا ومنو چې ځه ياره! دوى خو دې ولس ته خدمت كوي او دا
پيسې د دې خلكو لـه ويښتيا سره خاطر لګوي، نو بيا يې ولي د پښتنو او تاجكو تر منځ
لانجې رامنځته كړي دي؟ ولي د پښتو ژبي لـپاره لكه څنګه چې يې حق دى، ځاى نه وركول
كيږي؟
دا ننني يو شمېر مطبوعات دومره بېچاره شوي، چې اوس يې د هنري فلمونو د اداكارانو
نيم بربنډ عكسونه او د هغوى د ژوند په باب خبري خپروي، هرې ډلې د خپلو هدفونو د
تبليغاتو او د خپلو مشرانو د عكسونو د چاپولو لـپاره لـه اخبارونو څخه شخصي سفرنامې،
راپورونه او البومونه جوړ كړي دي او كه ورته وويل شي چې صاحبه! دغه كومي څېرې او
كارنامې چې ته يې خپروې لـه دې نه خو موږ نه خبر يو، نوې خبره وكړه چې په كڅوړه كې
دي څه راوړي دي؟
د دغي خبري يادول ضروري بولو چي دغه خداى بښلي ملنګان چې لـه مطبوعاتو سره مالي
مرستي كوي، دوى لـه دري ژبو پرته لـه پښتنو سره هم اشنايي لري كنه؟ او كه يوازي دري
ژبي د افغانستان اوسېدونكي بولي او بس!؟
كه چيري له دوى سره دا معلومات نه وي نو ضرور ده چې ورته وويل شي او كه چيري نه
غواړي پښتانه وپېژني او لـه هغوى سره اشنايي ولري، نو ضرور نه ده لـه دغو كسانو څخه
پيسې واخيستل شي. بېشكه چې دوى درواغ وايي.
د دوى هدف په هيواد كې د عدالت تامينېدل، نه- بلكي شر اچول دي. په اوس وخت كې چې
افغانستان د تاريخ په يوه نازك پړاو كې واقع دى او هره شېبه يې د تباهۍ احتمال شته،
نو په دې برخه كې د مطبوعاتو رول لـه پخوا نه زيات دى.
مطبوعات بايد ولس، ملي يووالي او ورورګلوۍ ته راوبولي، د تعصوبونو د له منځه وړلو
په خاطر هڅي وكړي، د قومونو ترمنځ د ګډ تفاهم او اهيمت روحيه پياوړې كړي، د عامه-
سياسي شعور په لوړتيا كي ونډه واخلي. اوس وخت د دې خبرو نه دى، چې دا تاجك دى او دا
پښتون دى، دا هزاره او دا بل ازبك دى. اوس بايد ټول قومونه د پخوا په شان اوږه پر
اوږه د دې وطن په جوړېدو كې برخه واخلي او د نورو په خبرو او وړيا سوغاتونو او پيسو
ونه غوليږي. ځكه چې په نړۍ كې داسي څوك نه پيدا كيږي چې چا ته دي وړيا پيسې وركړي
او لـه هدفه پرته دي مرستي ورسره وكړي. مطبوعات بايد د خلكو د غوښتنو د څرګندولو او
د ستونزو ليري كولو په خاطر وقف شي، نه د يوې او بلي ډلي د شخصيتونو د عكسونو او
البومونو د جوړولو او هسي بېځايه ستاينو په خاطر وكارول شي او د دې تر څنګ د يوه
قوم په بل قوم د تفوق او لوړتيا ښودني وسيله وګرځي.
لكه څنګه چې ليدل كيږي، كه چيري بېځايه څيزونه لـه مطبوعاتو ليري كړو، نو موږ د
نورو انساني او بشري موضوعګانو لـه نشتوالي او فقر سره مخامخ كيږو او زموږ خپروني
محدودېږي، ښه به دا وي چې مطبوعات محدود او لږ كړو او ستراتيژي دومره لوړه كړو چې
په ټول افغانستان كې حد اقل لسو كسانو ته خو يو اخبار ورسيږي او دا خبره بايد هېره
نه شي چې يوازي دكابل څو حوزې او ولسوالۍ د ټول افغانستان نمايندګي نه شي كولاى.(44)