د مطبوعاتو په ډګر كې د كال لوړې او ژورې
محمد يونس برهان
په اوس وخت كې چې افغانستان د په اصطلاح د بشپړې ولسواکۍ او ازادۍ پر لوري ګامونه
پورته کوي اود هېواد اوسني چارواكي هم خپلې ټولې هڅې کوي نړيوالو ته چې د دوى ټينګ
ملاتړي دي، دا په ګوته کړي چې دوى غواړي لوېديزه ولسواكي تر شوني بريده دلته پلې
کړي. دابه ډېره مهمه وي چې په رښتينې مانا هغه څه ولرو چې په نوره نړۍ كې ورته
څلورم ځواک وايي. هو، هغه ازاد مطبوعات دي چې له اجراييه، قضاييه او مقننه ځواك سره
د ټولنې او دولت ترمنځ په اړيکو او چارو كې برابر اغېز او رول لري .
خو د سهيلي اسيا په دې هېواد كې چې ډېره موده نه كېږي له جنګ- جګړو څخه راوتلى د
مطبوعاتو او وينا ازادۍ ته درناوى يوازې په ستاينو پورې محدود دى او د نيوکو يا
اعتراضي ليکنو او ويناوو لپاره هېڅ ځاى نه شته. ايا موږ اوس يوازې لاپو او
ځانستاينو ته اړيو او که د چارو د پرمختګ او سمون لپاره نيمګړتياوو ته هم بايد ګوته
ونيول شي؟.
په تېر ميلادي کال كې داسې پېښې ډېرې د پام وړ دي، چې مستقيماً له افغان
ژورناليسټانو او يا په هېواد كې له ډله ييزو رسنيو سره تړلې وي، چې ځينې يې په خبري
سرچينو كې په ملي او نړيواله کچه را څرګندې شوې. په داسې حال كې چې په ټوله نړۍ كې
٥٦ خبريالان د دندې پر مهال وژل شوي او د ژورناليسټانو لپاره په وروستۍ لسيزه كې تر
ټولو مرګونى کال ګڼل شوى. له نېکه مرغه په افغانستان كې د کوم خبريال د وژنې خبر نه
و- خود بندي کولو، شکنجې، شړلو، سپکاوي او آن وهل ټکولو خبرونه د ژورناليسټانو د
ساتنې ټولنو لپاره په نړيواله او کورنۍ کچه د اندېښنې وړ وو، چې خپله د مطبوعاتو
دازادۍ او ورته په مخكې پرتو ګواښونو ښې بېلګې كېدى شي.
ځينې پېښې دکمزوري امنيت ښوونه کوي خو ډېرې يې د قانون په وړاندې د چارواکو او
وسلوالو جګړه مارانو د زغم او د هغوى نه ژمنتيا، دغه راز ژبني تبعيض او تعصب
څرګندوي. دا پېښې يوازې د افغانستان تر پولو محدودې پاتې نه وې، بلکې افغان
ژورناليسټانو تر هېواد بهر هم بوږنوونكې كيسې وليدې. په تېر کال كې که په افغاني
مطبوعاتو كې د ډېرو وېروونكو پېښو شاهدان وو، خو په دې ډګر كې مو څو ښه خبرونه هم
لرل.
راځئ دا ټولو پېښو او پرمختګونو ته له سره کتنه وکړو او د هغوى د پېښېدو د نېټې په
ترتيب يې لنډه يادونه وکړو، البته كېدى شي دا ټولې پېښې احتوا نه كړي، ځينې به يې
پاتې وي، خو بيا به هم خپله هڅه وكړو.
١ ? د ۱۳۸۳ل كال په پسرلي كې نوښت مجله د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا وتړل
شوه، دوى پلمه كوله، چې په دې مجله كې سياسي ليكنې راځي او د دولت د پاليسۍ خلاف
مطالب خپروي، دا په داسې حال كې چې په ۱۳۸۲ل كال كې هم دا مجله په كندهار، كابل او
جلال اباد كې هم بنده كړاى شوه.
٢ ? د الجزيري يو خبريال د پسرلي په پيل كې نړيوالو سوله ساتو ځواکونو له خوا ځكه
سخت وډبول شو چې ولې په کابل كې د منع شوې سيمې عكاسي كوي.
٣ ? د اپرېل پر ٢١مه نېټه سمېع يوسفزى چې د نيوزويک Newsweek امريکايي خپرونې لپاره
کار کوي، د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان كې ددې لپاره د پاکستان د
استخباراتي ځواکونو له خوا ونيول شو چې ګواكې ده سيمې ته د نظامي عملياتو پر مهال د
ننوتلو اجازه نه لرله. له ده سره يوه خپلواكه امريکايي خبرياله هم ملګرې وه، چې د
بنو ښارګوټي په يوه پوسته كې ونيول شول. خو امريکايي ژورناليسټه بيرته ژر خوشې شوه
په داسې حال كې چې ښاغلي يوسفزي تر يوې مياشتې زياتې مودې لپاره په بند كې وساتل
شو. څو ورځې وروسته په کابل كې، چې د يوسفزي کورنۍ اوسېږي د افغان ژورناليسټانو يوې
ټولنې د پاکستان پر حکومت کلکه نيوکه وکړه، چې دوه مخې پاليسي چلوي او په يوه تور
دوو نيول شويو کسانو كې امريکايي خبرياله خوشې کوي، خو افغان خبريال په بند كې
ساتي.
سمېع يوسفزى د جون د مياشتې پر دويمه نېټه په ميرانشاه كې له بنديخانې څخه تر هغه
وروسته خوشې شو، چې د يوې دوديزې جرګې په مخ كې مجبور شو چې (اقرار وکړي. يوسفزي
ويل هغه په پيل كې شل ورځې په پېښور كې د نظامي استخباراتو استازو نيولى و. هغه
مهال چې په وزيرستان كې د طالبانو او القاعدې د شکمنو غړو په لټه كې پاکستاني
ځواکونو عمليات ترسره کول بهرنيو خبريالانو ته اجازه نه وه چې سيمې ته له ځانګړې
هوکړې پرته ننوځي.
٤ ? د درېيو بهرنيو خبريالانو او يوه افغان عکاس د وژلو په تور د ٢٠٠١ ميلادي کال
په وروستيو كې يو سړى چې رضاخان نومېده- دجون په مياشت كې ونيول شو. په اګست كې يې
په همدې وژنه كې پر لاس لرلو اعتراف وکړ او په نومبر كې د سترې محکمې له خوا په
اعدام محکوم شو. پر ښاغلي رضاخان تور و چې د طالبانو تر پرځېدو وروسته يې د يوې
لاروهونكې ډلې په ملګرتيا يوه ايټالوۍ، يو هسپانوى او يواسټراليايي تبع او د رويټرز
خبري اژانس يو افغان عکاس کابل ته نژدې په سروبي كې وژلي دي. دى لا اوس هم کولاى شي
د استيناف غوښتنه وکړي.
٥ ? د جون د مياشتې پر ٢٥مه نېټه د افغانستان يو ځوان ليکوال او د هوسۍ مجلې
چلوونكى ښاغلى صالح محمد صالح د ګارنيزيون د وسلوالو له خوا کابل ته نژدې د څرخي
پله د سيمې پر يوه پوسته ودرول شو، د هغه پښتو مجله چې نوې يې چاپ کړې وه، د هغه په
مخكې څيرې شوه. د ښاغلي صالح په وينا ده خپله مجله په پېښور كې چاپ کړې وه کابل ته
يې په يوه کرايه شوي موټر كې راوړله، چې وسلوالو د کابل ختيځ ته په څرخي پله (پل
چرخي) كې ودراوه او چې کله يې وليدل مجله يې په پښتو ده، نو هغه يې وواهه او د څو
ساعتونو لپاره يې بندي کړ. ده ته وسلوالو چې په پنجشېرۍ لهجه يې خبرې کولې د
پاکستاني، د طالبانو او القاعدې د غړي خطاب کړى و او د ده په وينا له سپکاوي ډک چال
چلند يې ورسره وکړ.
٦ ? د همدې ليکوال يانې صالح په اړه بله د يادونې وړ پېښه د اطلاعاتو او کلتور د
وزير سيد مخدوم رهين له خوا د كابل لويې څارنوالۍ ته د هغه راغوښتل و. لومړى يې دى
د چنګاښ (سرطان) پر ۱۷ مه نېټه (چهارشنبه) چې د ۲۰۰۴ م كال د جولاى ۷ مه نېټه كېږي،
وغوښت، له هغه څخه يې څېړنې وكړې، دويم ځل يې د چنګاښ پر ۲۱ مه نېټه وغوښت، چې بيا
يې څېړنې ورڅخه وكړې.
د ژورناليسټانو د دفاع دکمېټې په وينا، څارنوالۍ له ښاغلي صالح نه د هغې ليکنې په
اړه پوښتنې وکړې چې صالح په انټرنټ كې يوه خپره شوې ليكنه راكاپي كړې او بيا يې چا
ته په برېښناليك كې لېږلې وه. په دې ليكنه كې ليكوال (انجنير محمد بشير نوري وردګ)
پر ښاغلي رهين تور لګولى و، چې د لرغونو اثارو په قاچاق كې لاس لري. ليکنه د صالح
خپله نه وه خو وزير د ليکنې پړه پر ده اچوله او په لويه څارنوالۍ كې يې د ده پر ضد
رسمي دوسيه پرانيستله، چې دا دوسيه تر اوسه پورې نه ده تړل شوې.
٧ ? د جون د ميا شتې پر ٢٨ مه نېټه د SBS اسټراليايي ټلويزيون خبرياله کارميلا
برانوسکا له خپل افغان ژباړونكي او موټرچلوونكي سره يو ځاى له کندهاره ګرشک ته پر
لار نادرکه شوه او له نورو همکارانو سره يې مخابراتي اړيكي وشليدل. داسې وېره وه چې
٣٥ کلنه ژورناليسټه او فلم جوړوونكې كېدى شي طالبانو تښتولې وي. يوه طالب وياند خو
دا هم ويلي وو چې دوى يوه بهرنۍ ښځه په سهيل كې نيولې ده. خو درې ورځې وروسته د
کارميلا دفتر وويل چې د دوى کارکوونكې تښتول شوې نه وه، بيا هم د دې د ځاى ځايګي په
اړه معلومات نه وو او په همدې ورځ دوه اسټراليايي کونسلران له اسلام اباد څخه کابل
ته راغلل، چې د کارميلا د ځاى لټون وکړي. خو تر اوسه هم دا خبره سپينه نه شوه چې
دغې مېرمنې ته څه ورپېښ شوي وو.
٨ ? د جولاى پر دويمه په مسکو كې د ازادۍ راډيوافغان خبريال فريد عمر باندې
ناپېژندويه کسانو بريد وکړ او د چاقو په وسيله يې څو ځايه ټپي کړ. ښاغلي عمر په
سهيلي مسکو كې خپل کور ته پر لار روان و، چې کورته نژدې ورباندې بريد وشو او
ډاکترانو يې روغتيايي حالت کړكېچن ښودلى و. فريد عمر څو ورځې وروسته ورغېدو او له
روغتون څخه رخصت شو، خو لا تر اوسه هم نه ده څرګنده، چې بريدکوونكي څوک وو او ولې
يې دى په نښه کړى و.
د بې پولې خبريالانو ټولنې هغه وخت ويل چې كېدى شي دا بريد به په افغانستان كې د
قومي دښمنيواو يا په روسيه كې د سياسي پېښو په تړاو كې شوى وي. د ازادۍ راډيو د دري
خپرونې همکار په مسکو كې بيا په دې اند و چې دا پېښه په روسيه كې د توکميزو
توپيرونو له كبله رامنځته شوې ده.
٩ ? د زمري (اسد) پر لسمه، چې د جولاى ۳۱ مه نېټه كېږي، په كندهار كې د بېنوا
فرهنګي ټولنې مشر محمديار ته لومړى په ټليفون كې يو زنګ راغى، چې بايد ځان د كندهار
چارواكو ته وسپاري، په دې وخت كې وسلوال كسان ورپسې ورغلل او محمديار قوماندانۍ ته
وغوښتل شو، تر هغه وروسته د كابل لويې څارنوالۍ ته راغى او څېړنې ورڅخه وشوې، داسې
ښكاري چې له هغه څخه يې هېڅ هم ترلاسه نه كړل، دا څېړنې هم د صالح محمد صالح د پېښې
په تړاو وشوې، سيد مخدوم رهين پر محمديار شكمن شوى و، چې ګواكې دا ليكنه هغه خپره
كړې ده.
١٠ ? د اوکتوبر پر ٢١مه افغان ژورناليسټ، عکاس او فلم جوړوونكى اسلام الدين مايل چې
په شمال كې د بلخ د دولتي راټيو ټلويزيون سره يې کار کاوه، د ولسمشرۍ يوه پخواني
کانديد او پياوړي قوماندان جنرال دوستم ته د وفادارو وسلوالو له خوا وتښتول شو او د
لسو ورځو لپاره بندي شو، د همدې مودې په ترڅ كې شکنجه شو. ښاغلي مايل د هغو ادعاوو
له خپرېدو وروسته ونيول شو چې ګواكې ده هغه ويډيو ټيپ غلا كړى، چې دوستم جنګيالي د
جنګي جرايمو او د طالبانو د ډله ييزې وژنې په اړه و. د مايل په وينا دى د مزارشريف
له ښار څخه شبرغان ته بېول شوى و او هلته په شخصي زندان كې ساتل شوى او شکنجه شوى
و. مايل د مستندو فلمونو جوړوونكى دى او داسې ويل كېږي چې دده د ويډيو ټيپ ځينې
برخې چې د طالبانو ټولوژنه په كلا (قلعه) جنګي او دشت ارګانک كې ښيي، د يوې ايرلنډۍ
فلم جوړوونكې چې (ټولوژنه په مزاركې) په نامه يو مستند فلم يې په ٢٠٠٢ م كال كې
خپور کړ کارول شوې وي.
مايل چې کله خوشې شو ويې ويل چې جنرال دوستم دى د ځينو هغو پټو رازونو له كبله
نيولى و، چې دى ورباندې خبر و، خو هغه ويلي وو کله چې دى يوځلې له هېواد څخه بهر
ووځي ټول رازونه به ښکاره کړي.
١١ ? په خوست كې يوه مياشتنۍ طنزيه خپرونه، غومبسه، د نومبر د مياشتې په وروستيو كې
د هغه ولايت د والي معراج الدين پټان له خوا وتړل شوه. د مجلې ټولې ګڼې له ښار څخه
ټولې شوې او ځينې چلووونكي يي و نيول شول او د پوليسو له خوا وګواښل شول.
غومبسه په ټوليزه توګه د الفتح سيمه ييز ښوونځي د زده کوونکو له خوا خپرېده. پوليسو
سلطان ولي وفا چې له دې مياشتنۍ سره يې همکاري کوله له ښوونځي څخه ونيوه او د
غومبسې د مسوولينو په اړه يې ورځنې پوښتنې وکړې. ښاغلي پټان وويل ده مجله ځکه وتړله
چې هغې له ده سره په يوه خپره شوې خيالي مرکه كې د ده سپکاوى کړى و او چلووونكي يې
ټول نالوستي (بېسواده) خلک دي.
١٢ ? د ډسمبر پر اوومه نېټه شکريې بارکزۍ، د آيينه زن د ښځينه اوونيزې مسوولې مديرې
ته په نيويارک كې د مطبوعاتو نړيواله جايزه او د کال د ايډيټرۍ لقب د وړلډ پرس
Press World د سازمان له خوا وركړل شو، چې مرکز يې په متحده ايالاتو كې دى. دا
جايزه مېرمن بارکزۍ ته په ژورناليزم كې د هغې د لوړې کچې کارونو او د بشري حقوقو په
دفاع كې د هغې د شهامت او رهبري کوونكي رول په درناوي كې ورکړل شوه. د وړلډ پرس
جايزه له دېرشو کلونو راپه دېخوا هر کال دنړۍ وتلو ژورناليسټانو ته ورکول كېږي.
١٣ ? او د کال وروستۍ پېښه خو به موپه ياد وي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت
مرستيال او د هېواد يو تکړه او پېژندل شوي ليکوال عبدالحميد مبارز د ډسمبر پر ٢٩مه
نېټه له خپلې څوكۍ څخه استعفا وکړه. اورېدلي به مو وي چې هغه ولې د مرستيالۍ له مهم
پوست څخه تېر شو. سره له دې چې پنځه کاله يې په مخ كې درلودل، چې بايد خپل کار ته
يې ادامه ورکړې واي. دلته به د يوې لنډې شننې لپاره لږ تم شو.
كېدى شي هغه به په دې هيله و چې که په نوي کابينه كې به په اطلاعاتو او کلتور وزير
بدل شي او دى به وکولاى شي خلکو ته په ښه توګه کار وکړي، خو کله چې يې وليدل نوموړى
وزير خپل ځاى وساته، نو د ځان لپاره يې کار ته د دوام ورکولو چاپېريال تنګ وليد، نو
استعفا يې ورکړه. د ښاغلي مبارز له څرګندونو څخه ښکاري، هغه د خپلې استعفا لاملونه
دا وښودل چې د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين د بيان پر ازادۍ باندې سانسور
لګولى و او په دوو مهالونو كې خو يې آن د د ده دويناوو د خپرېدلو مخنيوى هم وکړ.
د ښاغلي مبارز په وينا، ده له رهين سره له ډېرې مودې راهيسې د هغه د سانسورپلوه او
د بيان د ازادۍ ضد پاليسي پر سر اختلاف و، خو کله چې يې وليدل د ده ټينګار پر مقابل
لوري کومه مثبته پايله نه شي ترلاسه کولاى، نو غوره يې وبلله چې نور د مرستيالۍ له
دندې څخه ګوښه شي.
دا لومړى ځل و چې د افغانستان په يوه وزارت كې په دومره لوړه کچه يو مامور د دولت
دننه له بل جګپوړي چارواكي څخه سر ټکوي. نو کله چې د بيان او مطبوعاتود ازادۍ د
دودولو لومړۍ درجه مسووله سرچينه تر دې بريده دخپلې ژمنتيا پر ضد باندې کړنې تر سره
کړي او خپله د بيان او رسنيو د ازادې په مخ كې يو خنډ واقع شي، نو له نورو خلکو څخه
به څه ګيله وکړو. کفر چې په مکه كې راښکاره شي نو نه مسلماني به چېرته وي!(42)