د افغانستان په نامه ټلويزيون ته يوه کتنه
ځواک
خبري رسنۍ يا ډله ييز ارتباطي وسايل: (راډيو، ټلويزيون، جريدې او مجلې) د يوې ټولنې
لپاره د ژبې او سترګو حيثيت لري. همدا وسايل دي چې په ټولنه کې د اوسېدونکو لپاره د
پوهاوي وسيله ده اود ټولنې د وګړو او په هغې کې د حاکم سيسټم (حکومت) ترمنځ د اړيکو
پول دى. غوره لا دا چې د ټولنې د وګړو په فکري او مانيز جوړښت کې ستر رول لري.
له همدې ځايه ده چې دا وسايل او اسباب بايد داسې وي چې په رښتيني ډول د پرګنو د
هيلو، غوښتنو او ضرورياتو ښکارندويي وکړي.
خو دا ضرورت زموږ په ټولنه کې له دې واقعيتونو سره بالکل توپير لري او هېڅکله يې د
خلکو غوښتنو ته ځواب نه دى ويلى، بلکې د خلکو له غوښتنو، نظرياتو او ضرورياتو سره
په مخالف کې واقع دى او د دې ښه ثبوت زموږ د معاصر حاکم سيسټم (موقت او انتقالي)
دولت د ډله ييز ارتباطي وسايل دي. دا وسايل په ټوله مانا د ولس له غوښتنو سره په
تضاد کې دي. چې ښه بېلګه يې د افغانستان ټلويزيون په نامه يوه تنظيمي او يو اړخيزه
خپرونه ده.
د افغانستان په نامه ټلويزيون څه له پاسه يو نيم کال وشو، چې د يوه خاص ګروپ او
تنظيم له خوا ګرو نيول شوى دى. دا ډله چې اصلاً د حکومت عقده لري، د دې لپاره د
حکومت کولو خوب ويني، خو له دې ناخبره چې دا وضعه د دې ښاغلو په تاوان ده. ځکه چې د
ولس د غوښتنو د منعکس کولو پرته د خلکو غوسه او کرکې زياتېږي.
ګران هېوادوال په تېره هغه ښاغلي چې له فرهنګي او کلتوري مسايلو سره مينه لري، په
دې خبر دي چې د افغانستان د راډيو ټلويزيون پخوانى رئيس په څه ستونزو او مقاومت
ګوښه کړاى شو. مګر په بدل کې يې کوم نوى رئيس چې د دې عهدې لپاره وټاکل شو، بيا هم
هغه غوټه چې اوارېدل يې هدف و، اواره نه شوه.
د انتقالي اسلامي دولت د يوه ځانګړي فرمان له مخې ١٠- ١٢ کسيز کميسيون چې د راډيو
ټلويزيون ټولې چارې او خپرونې به کنټرولولې او په راس کې يې محترم عبدالحميد مبارز،
چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مهم مرستيال هم [و] وټاکل شو، خو ټلويزيون!!
هغه خداى بېلارې کړى په لار نه شو.
د دې کميسيون له دوو درېيو ښاغلو سره چې د همدې ناخوالو په اړه خوب کاوه، يو ځواب
يې درلود، هغه دا چې زموږ خبره څوک نه مني او نه هلته (ټلويزيون) کې زموږ واک شته.
ايله په دې نامه کميسيون دى. د ټلويزيون رئيس چې څه وايي بس همغسې کېږي. د افسوس وړ
خبره خو دا ده چې د ٢٠٠٣م کال د مارچ له اتمې نېټې څخه څلور ورځې مخکې، په يوه
تجارتي شرکت دفتر کې ناست وم، چې د راډيو ټلويزيون د هنر او ادبياتو د ادارې دوه
تنه مهم مامورين هم هلته د ښځو د ورځې د لمانځلو لپاره د بسپنې جلبولو په نيت راغلي
وو او په رسا الفاظو يې ويل چې د وزير امر په راډيو ټلويزيون کې نه چلېږي. که وزير
هر امر وليکي او د رئيس خوښه نه وي، نو نشر به نه شي او که چېرې کوم خبرونه خپرېږي
هم، نو زموږ د ايډيټ او سانسور خبرونه خپرېږي، د هغه لر و بر يې کچه کولاى شو.
د دې ټولو سرغړونو او خپلسريو لامل يوازې او يوازې د دې رياست تشکيلاتي جوړښت دى. د
دې رياست په تشکيل کې ١٦ رياستونه دي، چې له يوه سره د يوه تنظيم او خاصې ډلې د غړو
له خوا د موقتې دورې د پيل په چور کې نيول شوي دي.
جالبه خو دا ده چې د ١٦ رياستونو مرستيالان هم د دې ټولې او تنظيم غړي دي. چې ورڅخه
له بل قوم، ژبې او ګروپ څخه يو مامور، وياند او يا سندرغاړى هم نه شي مقررېدلاى.
د ټلويزيون د ٤٠-٤٥ خپرونو په شا و خوا کې چې هره اوونۍ خپرېږي د ټولو خپرونو
نومونه او د پېژندنې سرليکونه په دري ژبه دي او د خپرونو په موضوعاتو او متن کې خو
حتمي خبره ده چې پښتو نه شته. هغه خپرونې چې پخوا يې پښتو نومونه درلودل اوس بدل
کړاى شوي دي اوکه چېرې يوه نيمه خپرونه د کومې ادارې له خوا معرفي کېږي، نو په داسې
پښتو ژبه يې ليکي، چې املااوانشا يې غلطه وي.
د هرې خپرونې پيل او پاى بايد په دري ژبه وي.
د هرې خپرونې د پيل او پاى سندره بايد په دري ژبه وي.
که چېرې کومه پښتو سندره خپرېږي، هغه به په رنګارنګ او يا انتخابي سندرو کې کومه
محلي او يا کلاسيکه سندره وي، چې اصلاً د خپرونې له سليقې سره سمون نه خوري او دا
په لوى لاس او اګاهانه ډول د يوې ژبې د سپکاوي لپاره کار دى.
د حيرانۍ خبره خو دا چې د ډرامو مديريت په پښتو څانګه کې يوازې ٤ تنه لوبغاړي (ممثلين)
موجود دي او نور څوک هلته نه منل کېږي، چې ګواکې کمبود نه شته او په بدل کې د دري
برخې ممثلين پوره ٣٢ تنه دي او د نورو د جذب لپاره هم دروازې د هر چا پرمخ خلاصې دي.
دلته د بېلګې په توګه څو خپرونې يادوو:
د پاسخ چيست؟،ايينه شهر، بزم محلي، ازمونگاه ذهن، جوانان، شما و تلويزيون او داسې
نورې خپرونې چې له نوم څخه نيولې تر موضوعاتو، موسيقۍ، پوښتنو- ځوابونو، تمثيلي
ټوټو او د پروګرام د ختم خداى پامانۍ پورې ټول پروګرام په دري ژبه وي.
د پښتو ژباړلي سريالونه که خپرېږي، لنډ وي او لږې برخې به ولري، خو د دري ژبې
سريالونه چې خپرېږي ١٨_٢٠ برخې به لري.
د جمعې او دوشنبې شپې فلمونه دوه درې نوبته وروسته پښتو ژباړې فلم ته وار رسېږي.
ايراني فلمونه او سريالونه هره شپه، له سانسور پرته په ټلويزيون کې نوبت لري او ان
ډېر وخت سړى دا فکر کوي، چې دا د ايران (صدا و سيما) ده، که د افغانستان ټلويزيون؟؟.
پښتو ډرامې او سندرې چې د کوزې پښتونخوا د کلتور غني برخه ده او زموږ د خلکو د ذوق
او اړتيا په سويه دي، له پاکستان سره په دښمنۍ کې د خپراوي وړ نه دي.
د يوه دولت په حيث د دې ډول فرهنګي او کلتوري تګلارې تعقيبول نه يوازې دا چې د حاکم
(سيسټم) په وړاندې د خلکو کرکه او نفرت زياتوي، بلکې د ټولنې د فرهنګي او مانيز
جوړښت تګلورى د انحراف خوا ته بيايي.
زموږ هيله د انتقالي- اسلامي دولت له مقاماتو څخه دا ده، چې په دې اړه پوره پاملرنه
وکړي او دا ستونزې دې چې د ملت او دولت په کچه دي، اوارې کړي.(34)