ايا قاچاق وړونكي بايد په كندهارۍ لهجه خبرې وكړي؟
سحر زرمتي، پكـتيا
زموږ يوه ګاونډي هغه وخت خپل رنګه ټلويزيون د مېز له سره راكوز او ټوټې- ټوټې كړ،
چې ويې ليدل د خپل هېواد په ټلويزيون كې يې د ژبې سپكاوى كېږي.
پر ما هم نژدې دا ټوكه شوې وه، خو ولاحول والله مې وويله او د كمكي اختر د خوښۍ په
شپو كې مې هغه دوه خواشينوونكي فلمونه تر پايه وليدل، چې په كې زما د مورنۍ ژبې او
هېواد د ځينو سيمو د ځانګړو لهجو سپكاوى له ورايه ښكارېده.
زما غوندې ښايي نورو هم دا فلمونه ليدلي وي، دېرو به د بېوسۍ اوښكې تويې كړې وي. د
ځينو به پر دې حالت چې يو ځل بيا زموږ د بېلوالي لپاره شعوري هلې- ځلې كېږي، له
خولې ساړه اسوېلي وتلي وي. يوشمېر نورو ښايي د ناعاقبت اندېشه مسوولينو پر دغه كار
خندلي وي او د ټلويزيون په ليدونكو كې به ښايي داسې كسان هم وي چې دغو فلمونو به يې
په ذهنونو كې عقدې رامنځته كړې وي او وخت ته به ګوري. خو زه مې خپله دغه خواشيني له
تاسو سره شريكوم.
هو! د تېر كمكي اختر په وياړ د كابل ټلويزيون له خوا فلمونو فسټيوال په لړ كې د
�زمين داغ� په نامه يو افغانى فلم هم نندارې ته وړاندې شو.
د فلم كيسه د مخدره موادو پر كرنه او قاچاق راڅرخي. په سيمه كې د مخدره موادو د
قاچاق يوه ډله كار كوي، دوى له بهرنيو قاچاق وړونكو سره هم اړيكي لري. د مخدره
موادو كرنه په سيمه كې هڅوي او بهر ته يې لېږدوي. د دغې ډلې قوماندان هيبت خانو په
سيمه كې په نورو ناوړو كارونو كې هم لاس لري. پر يوې كليوالې مېرمنې د ناوړه تېري
نيت لري، چې د كلي يو بل اوسېدونكى (مومن) يې مخه نيسي. تر دې پېښې وروسته له مومن
سره د هيبت خان دښمني پيلېږي، په دې منځ كې د قلندر زوى چې په مخدره موادو اخته دى،
د نشو له وجې مري. مومن خان د هغه په څېر خبرې كوي. دى او د كلي يو بل ښوونكى د قبر
پر سر د قوماندان هيبت خان پر ضد خبرې كوي او خلك له هيبت څخه د قلندر د زوى د
مړينې غچ اخيستنې ته رابولي. هيبت خان هم د هغوى له نيت څخه خبرېږي او د دواړو د
مرګ تابيا نيسي. ښوونكى او مومن يوې كنډوالې ته تښتي، هلته له يوې ناڅرګندې خوا
وسلې ترلاسه كوي او د هيبت خان پرضد جګړه كوي، په پاى كې د مخدره موادو قاچاق
وړونكي وژل كېږي.
سره له دې چې په تېرو دوو لسيزو كې زموږ په هېواد كې زياتره فلمونه د مخدره موادو
پر موضوع جوړ شوي دي، خو د مخدره موادو د كرنې او قاچاق ستونزه زموږ په هېواد كې له
هغو ستونزو څخه ده، چې بايد په اړه يې زيات تبليغات وشي او د �زمين داغ� فلم هم په
كې برخه اخيستې ده. په فلم كې د نشه يانو رول په ډېر ښه ډول سره لوبول شوى دى.
هماغه پېښه ده، چې د دغو كسانو په وړاندې كركه لا زياتوي. فلم په مناسبو ځايونو كې
فلمبرداري شوى دى. زياتره منظرې يې په زړه پوري او ترډېره حده رښتيني برېښي، خو زما
په اند د �زمين داغ� فلم نيمګړتياوې دومره زياتې دي، چې د فلم اصلي موخه او پيغام
ته يې ډېر زيان رسولى دى.
دلته لومړنۍ موضوع ته چې بايد ګوته ونيسو، د فلم د كركټرونو نومونه دي. د فلم مركزي
كركټر ته د بي بي سي د نوي كور، نوي ژوند ډرامې د مشهور او مركزي كركټر قوماندان
هيبت خان نوم غلا شوى دى، چې په هغه ډرامه او دې فلم كې يې نژدې يو شخصيت ګڼلاى شو.
په دواړو كې منفي رول لري. د �زمين داغ� د فلم د يوه بل مثبت كركټر �رحيم� نوم هم د
نوي كور، نوي ژوند ډرامې يو بل مثبت كركټر معلم رحيم له نوم څخه راغلاى شوى دى. چې
د بي بي سي د ډرامې بېشمېره اورېدونكو ته په پام سره دا مسئله د ډېر ځنډ وړ ده.
د بي بي سي د نوي كور، نوي ژوند له ډرامې څخه تقليد، د فلم په نورو برخو كې هم ليدل
كېږي. د فلم د يوه بل كركټر �ښوونكي� تكيه كلام �بس فاميدى كه اس� د هغې ډرامې د
مشهور كركټر (فتح خان) تكيه كلام دى، چې ټول افغانان ورسره بلد دي. په زړه پورې خو
دا ده چې د �زمين داغ� په فلم كې د معلم په رول كې د هېواد ښه ليكوال او فلم
جوړوونكي زما نژدې دوست موسى رادمنش هم كار كړى دى، چې په خپل رول كې ډېر بريالى هم
دى. او د �بس فاميدى كه اس� د تكيه كلام له طرحه كوونكو څخه دى. ده ولې اجازه وركړې
ده، چې دا تكيه كلام، نومونه او زياتره مكالمې دې په فلم كې بيا- بيا راوړل شي؟ او
جملې لكه �بهوت� دومره زياتې استعمال شوې دي، چې هر ليدونكى په تنګوي.
په دې فلم كې تر ټولو ستره تېروتنه او نيمګړتيا دا ده، چې په كې د افغانستان سيمه
ييزې لهجې په منفي رول كې راوړل شوې دي.
هر ليدونكى پوهېږي چې بهرنى قاچاق وړونكى چې افغانستان ته راځي، پاكستانى دى او
ورسره ملګرى چې د قاچاق وړونكي مرستيال او لارښود دى، پښتون او د كندهار اوسېدونكى
دى. په داسې حال كې چې د فلم ژبه دري ده. يو منفي كركټر يې ولې بايد پښتو ژبى وي؟
بهرنى قاچاق وړونكى له سيمه ييز قوماندان (هيبت خان) او د هغه له ملګرو سره ډوډۍ
خوري او هغوى د نشه يي توكو كرنې او قاچاق ته نور هم هڅوي. د هغه افغان ملګرى او
لارښود په ماته ګوډه دري وايي: �بالا ما ديګه مېريم، كه بالا اوجام بسيار كار داريم...�
د ټول فلم ژبه او لهجه بله ده او د مخدره موادو دلال په بله لهجه خبرې كوي. په
كندهارۍ لهجه يانې څه؟؟ بايد د مخدره موادو ټول قاچاق وړونكي او دلالان په كندهارۍ
لهجه خبرې وكړي؟ ايا د دې ژبې ويونكي ټول قاچاق وړونكي دي؟ نه پوهېږم د فلم د
جوړوونكو د دغې لهجې له كارونې څخه هدف څه و؟ ايا د اطلاعاتو او كلتور وزارت او د
كابل ټلويزيون چارواكي له دې بې خبره وو؟
په دې پسې درېيمه څلورمه ورځ وروسته يو بل فلم هم د كابل ټلويزيون له لارې خپور شو،
چې د فلم د منفي كركټرونو ژبه يې پښتو وه.
دوى د دې كار لپاره پوشش پيدا كړى دى او هغه �طالبان� دي، چې نه خو ټول پښتانه
طالبان وو او نه هم ټول طالبان پښتانه. خبره رانه اوږده شوه.�زمين داغ� فلم نورې
نيمګړتياوې هم لري. د بېلګې په ډول د مخدره موادو پرضد د مبارزې لارې چارې په سنجول
شوي ډول نه دي په ګوته شوي، د كلي ښوونكى د دې پرځاى چې په كلي كې ښوونځى فعال كړي
او خلك د مخدره موادو له كر او قاچاق څخه راوګرځوي، په يوه ټوپكوال بدلېږي او د
وسلوالو ډلو په څېر وسلواله ډله جوړوي، دوى هم جګړې كوي او وينې تويوي.
د �زمين داغ� په فلم كې د كونډې زوى له سريال څخه هم په ځينو برخو كې غوڅ تقليد شوى
دى. لكه د كلي ژرنده، د كوژدې مراسم او ځينې نور كليوال دودونه.
د �زمين داغ� فلم د مخدره موادو په باب جوړ شوى و، كه په بې لارې نه و سر شوى، نو
كېداى شواى چې يو بريالى فلم مو ګڼلى واى. خو نورو ژبو، لهجو او دودونو ته د سپكاوي
مسئلې د فلم ځينې مثبتې خواوې هم تر سيوري لاندې راوستلې دي. په كار ده چې چارواكي
په راتلونكي كې دېته پام وكړي او په لوى لاس دې د فرهنګي خدمت پرځاى نه بخښونكى
خيانت نه كوي.(32)