سپين غر خوږياڼى
په افغانستان کې د لنډ مهالې ادارې په راتګ سره د مطبوعاتو آزادي هم رامنځته شوه او
ورسره په کابل کې خپرونې هم دومره زياتې شوې چې کيفيت يې د کميت قرباني شوى.
يو وخت د خلکو ترمنځ دا خبره مشهوره وه چې هر کتاب يا خپرونه په يوځل لوستلو ارزي
خو نن سبا په کابل کې ځينې داسې خپرونې هم شته چې باور وکړئ په يو وار لوستلو هم نه
ارزي او که چې د (خنجر) په نامه شپې ليک (شبنامې) ته ورته خپرونه هم په همدې کتار
کې راځي چې بايد څوک يې په لوستلو وخت ضايع نه کړي، خو زما عادت دى چې نوې خپرونه
وګورم نو خامخا يې يو ځل لولم.
د خنجر خپرونه چې مې د لومړي ځل لپاره وليده نو لومړى يې دا نوم (خنجر) راته ډېر بد
او د حيرانتيا وړ ښکاره شو، ځکه زموږ بېوزلي هېوادوال خو دا ٢٣ کاله د خپلو او
پرديو په خنجرونو ووهل شول نور خو دا په کار وو چې د خنجر پرځاى موږ خپلو خپرونو ته
داسې نومونه غوره کړي واى چې د هېواد د بيا رغونې، ورورولۍ، او ملي يووالي څرګندويي
يې کولاى او د دې پرهرژلي ملت د زخم پټۍ شوي واى نه خنجر.
که د خنجر خپرونه په کومه بله بهرنۍ ژبه واى نو دا به مو منلې واى چې دا د هېواد د
پولو د ساتلو او د پرديو يرغلګرو د ډارولو لپاره خنجر دى خو دا چې د هېواد د ننه
خپرېږي نو د تعجب وړ خبره ده.
د خنجر خپرونې په لومړي مخ کې مې يو عجيب سر ليک تر سترګو شو چې ليکلي يې وو �د
نيشتر د خپرونې تورونه واقعيت نه لري� دا سرليک هم راته يو څه ناآشنا ښکاره شو ځکه
نشتر يا نيشتر هغې آلې ته وايي چې د کوکنارو ډ ډې پرې وهل کېږي چې ترياک ترې
راوباسي نو په سوچ کې شوم او له ځانه سره مې وويل چې خدايږو دا خو هم ښه زړور سړى
دى ځکه چې د مخدره موادو بنديز خو ورځ په ورځ مخ په کلکېدو دى. خو چې تر سرليک
لاندې ليک مې ولوست نو پوه شوم چې دا خونکار خنجر يې د (نښتر) خپرونې پسې را ايستلى
دى.
د نښتر په (دوهمه) ګڼه کې ښاغلي ساپي د ګيلې په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو
شمېر نيمګړتياوې او يو اړخيز کارونه په ګوته کړي وو.
خداى شته چې د خنجر خپرونې له ليدلو ډېر و دردېدم او وځورېدم، ځکه چې د کابل په
بېشمېره خپرونو کې د پښتو ونډه دومره کمه وي چې په نشت حساب وي او هغه هم ځينې داسې
ښاغلي ليکي چې له پښتو ليکلو سره دومره ناآشنا وي چې املا يې هم سمه نه وي او د
خنجر د ذره بين په څېر نښتر (نيشتر) ليکلي. نښتر د غرونو ښايست دى او نښتر هغه غرنۍ
او مشهوره ونه ده چې د غرونو وياړ يې بللاى شو.
د ښاغلي ذره بين پر سرليک سربېره په نوره ليکنه کې هم بلا غلطۍ وې، د پښتو د
بېلابېلو ياګانو سره خو بېخي ناآشنا دى په هر صورت رابه شو د خنجر بېځايه دفاع او د
ذره بين ړندو ګوزارونو ته.
ذره بين ليکلي چې : �د ښاغلي زرياب صاحب دفتر د هنرونو د معين دفتر و، چې د زرياب
صاحب په برخه شو� ده دا هم ليکلي چې د رفيع صاحب په دفتر کې مېز نشته لامل يې د ځاى
نيشت والى دى.
نو زه وايم چې دا بې پلانه، بې تصميمه او فرمايشي وزارت دى چې د يوې ښځې لپاره يې
په تشکيل کې د هنرونو د معينيت څوکۍ زياته کړه خو چې هغه لاړه نو په ټول هېواد کې
بل داسې څوک نه شته چې پر ځاى يې معين مقرر شي نو ځکه د ورکې ورځې نه زرياب ته پاتې
شوه.
که داسې نه وي نو د رفيع صاحب لپاره ولې دومره تنګه او تروشه کوټه ورکړل شوې چې يو
مېز هم په کې نه ځايېږي؟
زه دا خبره ډېره نه څېړم ځکه چې رفيع صاحب اوس د علومو اکاډمۍ ته تللى- اوس نو
ښاغلى رهين پوه شه او خنجر يې.
اوس به راشو د ذره بين هغو لاپو شاپو ته چې ليکلي يې دي: �د اطلاعاتو او فرهنګ په
وزارت کې په لوړو څوکيو کې د پښتو ژبې علمي او فرهنګي څېرې ټاکل شوې دي لکه نشراتي
معين، د فرهنګي چارو معين او ...�
زه ښاغلي ذره بين ته وايم چې دا هم د رهين هغه خنجر دى چې د دوستۍ په نوم يې د
پښتنو پر زړونو ټومبي، ځکه دى د اطلاعاتو او کلتور وزير دى د ده په وزارت کې بايد
داسې کسان وي چې د خپل قوم او په مجموع کې د ټول افغان ملت نمايندګي وکړي، داسې نه
چې د ده د مرستيالانو ( معينانو) په څېر تش په نوم پښتانه خو په پښتو خبرې هم نه شي
کولاى، خبرې خو لاپرېږده چې د دروازې پر سر د خپل دفتر نوم هم په پښتو نه شي ليکلاى
او ليکلي يې دي (معين نشراتي، معين فرهنګي).
زما له نورو ژبو سره کومه دښمني نه شته خو دا هم کومه بده خبره نه ده چې يو پښتون
مرستيال په پښتو پوه وي، خبرې پرې وکولاى شي او ليکل پرې وکړي.
نشراتي مرستيال خو په پښتو بېخي پوهېږي نه او دا بل يې هم داسې خبرې کوي لکه کوم
بهرني چې نوې پښتو زده کړې وي او د اطلاعاتو او کلتور وزير خو له پخوا معلوم دى. دا
يې لاڅه کوئ يوه د خندا او د افسوس وړ خبره. هغه دا ده چې يوه ورځ مې د ملي ارشيف
سپين ږيرى رئيس مهجور صاحب وليد، چې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه راووتلو او د
انګرېزي د لومړي ټولګي کتاب يې په لاس کې و، نو ما د څه شي پوښتنه ځنې وکړه چې راته
ويې ويل (من در کورس انګليسي هستم) نو افسوس راغى چې څومره عجيبه خلک دي، هلته د
ملي وحدت چيغې وهي خو پښتو چې د هېواد د اکثريت ژبه ده، رسمي ژبه ده نو نه يې يادوي
او انګرېزي يادوي خو دا د ښاغلي رهين کار دى چې په وزارت کې يې د انګرېزۍ ژبې کورس
جوړ کړى خو د پښتو لوحو ته يې په سترګو تياره ده، يوه هم نه پرېږدي.
زه نه وايم چې څوک دې انګرېزي نه يادوي. خو يو وزير، مرستيال او رئيس خو بايد د
هېواد د اکثريت په ژبه پوه شي که بيا هر څومره ډېرې ژبې يادې کړي نو کمال يې دى.
دا چې ښاغلى ذره بين ليکي چې د جمعيت د حکومت په دوره کې پښتنو ته ونډه نه وه ورکړل
شوې، نو زه ورته وايم چې د هغوى حکومت نو کله چا ومانه، چې ته له هغوى سره ځان سموې
او بله دا چې هغوى خو د ډيموکراسۍ، ملي وحدت او ټولنيز عدالت چيغې هم نه وهلې خو يو
ګوندي حکومت و، تېر شو او د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزير خو د ښاغلي رهين په
څېر د ملت د بابا له سهميې څخه هم نه وراغلى.
ذره بين دا هم ليکلي چې �ښاغلى رهين د نورو ولايتونو په پرتله په ننګرهار، پکتيا او
کندهار کې ډېر محبوبيت لري�. چې دا هم د خندا وړ خبره ده. ځکه د ننګرهار، پکتيا او
کندهار اکثر وګړي پښتانه دي او ښاغلي رهين ته محبوب دي ځکه دده د وزير کېدو سره سم
د وزارت نوم او لوحه چې مخکې په پښتو وه، په پاړسي او انګريزي بدله شوه او په ټول
وزارت کې يوه لوحه هم پښتو نه شته؟
رهين په پښتنو کې محبوبيت لري ځکه يې د ملي ګالرۍ نوم په نګارستان ملي واړاوه؟
رهين به ځکه په پښتنو کې محبوبيت لري چې د کوچنيانو انيس په نوم خپرونه چې يوازې
نوم يې پښتو و، هغه هم رهين صاحب په (انيس کودک) واړاوه.
رهين په پښتنو کې محبوبيت لري ځکه د ده له وزير کېدو سره سم په کابل ټلويزيون کې د
پښتو ماښامني خبرونه چې له پخوا نه لومړى پښتو و خو ده پښتو وروسته کړل، دا يې
لاپرېږده چې په ټلويزيون کې پښتو د نشت په حساب ده او په دې اوسنيو وختونو کې خو چې
رئيس يې هم ور بدل کړ، د خلکو دا هيله وه چې د ټلويزيون ژبنى اڼدول به برابر کړي،
خو ده د خلکو هيلې نهيلې کړې او د شپې دوهم ځلي د نهو بجو خبرونه چې کله نا کله به
په پښتو هم ويل کېدل اوس يوازې په پاړسي شول.
دا چې ذره بين وايي چې د جمعيت په وخت کې د پښتنو ونډه کمه وه بيا هم دومره زياتى
ورسره نه کېد، لکه د ښاغلي رهين په وخت کې چې کېږي.
دا د رهين صيب برکت دى، چې په کابل ټلويزيون کې د افغانستان د نوي اساسي قانون خلاف
د افغاني ملي ټرمينالوژۍ پر ځاى ايرانۍ ټرمينالوژي کارول کېږي لکه دانشګاه، شهرداري،
دانش آموز ....... او په دې وروستيو کې خو څوک داسې فکر هم نه شي کولاى چې دا ګنې د
افغانستان ټلويزيون دى، ټول فلمونه، پارچې او خپرونې يې ايرانۍ دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې دوو کلونو کې دومره هم ونه کړاى شول چې هېوادني څو
ساعته ټلويزيون ته د هېواد په کچه پروګرامونه چمتوکړي.
دا هر څه يې لاپرېږده د کابل په ټلويزيون کې له پښتنو سره د بېسارې دښمنۍ سمبول د
کابل په ټلويزيون کې يوه نوې نښه ( ATR) را پيدا شوې چې له يوې خوا په پاړسي او له
بلې خوا په انګرېزي لوستل کېږي، چې د پښتو څرک په کې نه ليدل کېږي، نو زه د
اطلاعاتو او کلتور له فرهنګپال وزير څخه دا پوښتنه کوم چې انګريزي ډېره ضرور ده او
که د دې هېواد د اکثرو وګړو ژبه- پښتو؟
په هر صورت د اطلاعاتو او کلتور وزارت بېغورۍ او د قانون څخه له ډېرو سرغړونو سره
سره يوه دا هم ده چې د محافلو او ټلويزيون پيل اوس هم په همغه تنظيمي ترانه کېږي چې
د افغانسان نوم هم په کې نه شته او د ملي سرود پر ځاى راوړل شوې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټول کارونه يو اړخيز دي. د پښتنو د مشاهيرو سيمينارونه
يا لمانځنغونډې داسې کوي ته به وايې چې غندل يې کوي. ښه بېلګه يې تېر کال د ستر
عبدالرحمان بابا د سيمينار وه چې د غرمې د ډوډۍ په وخت کې يې رابلل شويو مېلمنو ته
ويل چې تاسو لاړ شئ او ډوډۍ د باندې وخورئ او دويمې غونډې ته بيا راشئ، چې هغه
رابلل شوي پښتانه چې له شرمه يې غونډه هم نه شوه پرېښودى او دا هم ورته بده ښکارېده
چې لکه شړل شوي، د ډوډۍ پر وخت له هوټل نه ووځي.
او د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت نيمګړى سيمينار مو هم په غړولو سترګو وليد، چې تر
دې يې نه لمانځل ښه وو.
او له الفت صاحب سره په څنګ کې مو د ( ناصر خسرو بلخي ) سيمينار او دې ته ورته د
دوى نور سيمينارونه هم وليدل چې يوه مياشت مخکې يې ترتيباتي غونډې په ټلويزيون
ښکاره کېدلې او مراسم يې هم ښه شانداره وو.
موږ دا نه وايو چې ولې د نورو درناوى کېږي، خو ناانډولي او خپله سپکه هم نه شو
زغملاى. دا خبرې ډېرې دي په همدې ځاى يې پرېږدو بيا به د خنجر ګوزارونو ته راشو،
ښاغلي ذره بين دا هم ليکلي چې: �هغه جريدې لکه پنجره، پيام مجاهد، مجاهد او ملي
وحدت چې تل يې يو قوم سپک کړى او توهين امېزه خپرونې يې پرې کړې دي، خو موږ وايو چې
تاسو ښاغلو د دوى پر وړاندې څه وکړل ؟� نوموړى زياتوي: �يوازې د پلوشې او خنجر
جريدې وې چې غاښ ماتوونکي ځوابونه يې ورکړي دي� ذره بين صاحب زه درته وايم چې دفاع
دې بېځايه ده ځکه د داسې خپرونو کنټرول او څارنه د اطلاعاتو او کلتور د وزارت کار
دى، د ښاغلي رهين کار دى، خو له بده مرغه چې هغه تش په خوله هم د داسې خپرونو غندنه
نه کوي، چې د اسلام سپېڅلي دين، ملي ګټو او د اشخاصو توهين په کې کېږي.
ځکه موږ وليدل چې مهدوي په افتاب خپرونه کې د اسلام سپکاوى کړى و- خو د دفاع وکيل
يې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستيال ښاغلى مبارز و، همدا راز د ملي ګټو او
اشخاصو سپکاوى هم کېږي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېڅکله هم دغه خپله دنده نه ده
تر سره کړې، ځکه چې ښاغلي رهين په خانقاوو او د پښتو لوحو او نومونو په بدلولو ډېر
سخت مصروف دى. او راځو د پلوشې او خنجر غاښ ماتوونکي ځوابونو ته، ښاغليه! دا هم
ستاسو له ملت سره د ژورې دښمنۍ څرګندونه کوي او له دې نه دا هم جوتېږي چې ستاسو نيت
د ( ژړو) مطبوعاتو رامنځته کول وو، خو چا مو ملاتړ ونه کړ، ځکه همدغه پلوشه، خنجر،
پيام مجاهد او .. چې هېوادوال يې په سپکو او سپورو نومونو يادول، چا ته به يې (سګ
شويان) ويل او چا ته به يې ( پاکستان زده ګان او ايران زده ګان).
ذره بين صاحب ستا څه خيال دى چې پښتانه همدومره سپک دي چې چا ته د ښکنځلو ځواب په
ښکنځلو ورکړي؟
نه هېڅکه هم نه- ذره بين خانه! خطا شوى يې، پښتانه هغه درانه او د سترو سينو او
حوصلو څښتنان دي چې د اساسي قانون د لويې جرګې په لويه خېمه کې دې د دوى لويه سينه،
صبر او حوصله پخپله وليدله.
خو دا چې ذره بين صاحب ستاسو په څېر پښتانه هم شته نو:
زمـانــه چې د ارزالو په طــــرف شوه
ځکه هسکه پايه ټيټه د شرف شـوه(3)