مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په دې ټولنه كې د ليكوالو درنښت داسې كېږي!

صالح محمد صالح

(زه يې په كوم تور تر شكنجو لاندې ونيولم؟)
رښتيا هم وايم، خوشحالي د ملت هم غواړمه
عجب ساده يمه، لا سر سلامت هم غواړمه
كه ستورى نه يم، د اسمان تمنا هم نه كوم
كه يم ګلاب، نو بيا د خاورو قربت هم غواړمه
دروېش درانى

د كابل پر وخت به د ماښام پاو باندې اته بجې كېدې چې د ماهيپر له تنګي څخه كابل ته راواوښتو، دا د جمعې ورځ، د 1383ل كال د چنګاښ (سرطان) پنځمه او د 2004م كال د جون د مياشتې 25مه نېټه وه.
د څرخي پله (پلچرخي) د تالاشۍ په زنځير كې يوه وسلوال ځوان زموږ كرولا موټر، چې څلور سورلۍ او يو موټر چلوونكى په كې ناست وو، ودراوه. دغه وسلوال كس به د اتلسو او شلو كلونو ترمنځ عمر درلود، لومړى يې په غور سره د ټولو څېرو ته وكتل، لكه زموږ په څېرو كې چې د پرتو دوړو په كتو سره غواړي زموږ د ستړيا كچه ځان ته څرګنده كړي، وروسته يې له موټر چلوونكي څخه غوښتنه وكړه چې د موټر ټولبكس پرانيزي، موټر چلوونكى هم كښته شو او د موټر ټولبكس يې ورته پرانيست. موږ ټول په موټر كې ناست و، كه رښتيا ووايم زه خپله زيات ستړى وم، پرون چې له كابله پېښور ته روانېدم، نو د ورېښمين تنګي وروستيو حدودو ته رسېدلي وو، چې زموږ د موټر د تېلو ټانكي له كومې غټې ډبرې سره ولګېده، له دې سره يې ټول پايپونه ورغوڅ شول، په ډېرو ستونزو وتوانېدو ټانكي په پړي او نورو ټوټو وتړو، چې په دې منځ كې څو ساعته وخت تېر شو، كه په عادي وخت كې تر ماسپښينه رسېداى شواى، نن ماخوستن پېښور ته ورسېدو. خو كله چې د كڅ او سرخكان د سيمو ترمنځ ورسېدو موټر چورلټ ودرېد، نه چالانېده، نه هم مخكې تلاى شواى. موږ اړ شوو چې يوڅه پيسې د كرايې په ډول وركړو او يوه بل فلانګ كوچ موټر ته لاس وركړو، څرنګه چې په موټر كې دننه ځاى نه و، نو پر بام يې كښېناستو، توند او ګرم باد، دوړې، د هوا تودوښه او داسې نورې ستونزې مو ټولې وزغملې. تر جلال اباده پورې په رسېدو كې دوه ساعته ولګېدل. كله چې د جلال اباد په تالاشۍ چوك كې كښته شوم، داسې مې انګېرل، لكه چا چې په په هاونګ كې كوټلى يم.
خو نن چې له پېښوره بېرته كابل ته راتلو، په دې امنيتي پوسته كې له نورو ناپېژندويو ستونزو سره مخ شوم.
وسلوال كس زموږ له موټر چلوونكي څخه د هغې ګونۍ (بوجۍ) په باب پوښتنه وكړه چې ما په كې د هوسۍ نوې چاپ شوې (د لومړي كال، پنځمه ګڼه) اچولې وه او غوښتل مې كابل ته يې ولېږدوم، موټرچلوونكي ورته يوه ګڼه وركړه او ويې ويل چې په دې بوجۍ كې هم همدا مجلې دي. وسلوال كس مجلې ته په غور سره وكتل چې دوه درې تنه نور ملګري يې هم راټول شول، هغو هم مجله سره واړوله راواړوله، زه لا په موټر كې دننه ناست وم او غوږ مې نيولى و، همداراز مې د خپل څنګ ملګري خبرې هم اورېدې، يوه بل وسلوال چې د مجلې څو پاڼې واړولې، ويې ويل: �كلش پشتوست�
بيا يې له موټرچلوونكي څخه وپوښتل چې دا د چا دي؟
ما د خپل ملګري خبرې غوڅې كړې او بخښنه مې وغوښته، كښته شوم او ومې ويل: �څه خبره ده، دا زما مجلې دي، غواړم كابل ته يې يوسم�.
يوه تن چې برګ پتلون او يوه خيرنه زېرپېراهني يې اغوستې وه، وويل: �اى مجلاى پاكستانه ده اينجه مياري و تقسيم ميكني، كلش پشتوست، كس اينجه پشتو ره نه مېفامه�.
ما وويل:
�دا نو كومه حيرانوونكې خبره ده، چې دا مجله ولې په پښتو ده؟ بله دا چې دا زما شخصي خپرونه ده، په خپلو پيسو يې چاپوم، تاسې يې تاوان په څه كې وينئ؟�.
ما چې دا خبره وكړه، دوى په خپلو كې سره وكتل، په همدې ترڅ كې يې څو نور وسلوال ملګري هم راټول شول، يوه تن خپل چاقو راوايست او په يوه توند حركت سره يې بوجۍ څيرې كړه. ما چې د علت پوښتنه وكړه، د برګ پتلون خاوند ځوان وويل:
�نې مه اى پرسانه از تو ميكنم كه چرا ده اى مجله تان فارسي نيس؟�.
ما وويل:
�وه وروره! ته ولې دا پوښتنه زما څخه كوې؟، دلته په كابل كې په لسګونو مجلې د بهرنيو ټولنو له خوا د ټول افغانستان لپاره چاپېږي، ايا تاسو له ټولو دا پوښتنه كوئ، نو دا چې زما مجله په پښتو ده، ايا دا كوم جرم دى، كوم خيانت دى او...�
له دې سره جوخت يې راباندې ټوپ كړل، هغه ګڼه يې چې په لاس كې وه پرمخ راووهله او دوې نورې كلكې څپېړې يې هم راكړې، ما د ځان د خلاصون كوښښ وكړ، خو د هغه نورو وسلوالو ملګرو لاسونه راته ټينګ كړل او پرې يې نه ښـودم چې ځان خلاص كړم. شا و خوا زياته ګڼه ګوڼه شوه، څو نور موټرونه هم ودرېدل، خلكو د دې حالت ننداره كوله، ښايي ګومان به يې كاوه چې ما هم كوم غټ جرم كړى او اوس مې دا وسلوال كسان د محكمې تر مېزه پورې كشوي. وسلوالو كسانو نه يوازې ما، بلكې زما ملت، ژبې او هېوادوالو ته سپكې سپورې كنځاوې كولې، چې زه يې دلته نه شم ليكلاى، د قلم درناوي ته په پام سره يې له ليكلو ډډه كوم. پر همدې مهال، د برګ پتلانه خاوند وويل:
�... تو از ګريبان مه ميګيري؟ دستته سر مه دراز كدي؟ تو مه ره ميشناسي؟ تو بيا داخل برېم، مه زېر كېبل بګيريمت، باز خات فاميدي كه مه كيستم...�
زه يې لومړى كش كړم، چې لستوڼى يې راڅيرې كړ، څو نورو وسلوالو د شا له لوري پر ښۍ اوږه يو ټينګ ګوزارونه راكړل، خو زه خجالت نه وم، ځكه چې ما ته د خپل هېواد قانون (!!؟) جزا راكوله، هغه هم د بېګناهۍ په جرم!! زه د خپلې ژبې د خدمت په جرم محاكمه كېدم.
زه يې د سړك په شمالي خوا كې يوه پراته سراى ته دننه كړم، چې لوى غولى يې درلود، لومړى څو زينې پاس ختلې وې، وروسته يوه سمټي ټوټه راتله، وروسته له زينو څخه بېرته كښته شوو او په مخامخ دېوال كې يوه لرګينه وړه دروازه ښخه وه چې خوله يې زما غوندې مجرمينو(!؟؟) ته خلاصه نيولې وه!! كله چې دغه تياره دالېز ته ننوتو، چپ لاس ته يوه بله خيرنه دروازه پرانيستل شوې وه، په دې تنګه او وړه خونه كې يوه سره توشكه اواره وه، چې كوچني ګلونه يې لرل، د دروازې څنګ ته د جنوب پر لوري يوه كړكۍ هم پرانيستل شوې وه، د كړكۍ څنګ ته څو نورې بړستنې هم تړل شوې وې، چې د چرسو او سګرېټو بوى ترې خوت. د دروازې پر پاسنۍ برخه د دوى د سالار �مسعود� څو عكسونه لګېدلي وو، زه يې پر توشكې ورټېل وهلم او دى مخامخ راته كښېناست، ما ورته وويل:
�...ما خلك د يوه ليكوال او خبريال په توګه پېژني، زه دې د ټولو خلكو په مخ كې ولې په څپېړو ووهلم، زما ګناه څه ده؟..�
هغه بيا په غوسه شو، غاښونه يې وچيچل، لاسونه يې پر خپله ملا ټينګ كړل او يوه بله څپېړه يې راكړه، ويې ويل: �...مه آمر ازى پوسته استم، مره ميشناسي؟ مه مثل تو روز ده نفره، ده زنجيرا بسته ميكنم، تو از ګريبان مه ميګيري؟، تو بشي مه حالي سبق تره ميتم�.
وروسته يې زما د داسې چلندونو يادونه هم وكړه، چې زه هېڅ ترې خبر نه وم، هغه ويل چې ګواكې ما لومړى ورباندې وار وكړ او كنځا مې ورته وكړه. راته ګواښ يې وكړ چې والله كه به مې د چا پلار هم ترې خلاص كړي. په دې جار و جنجال كې يو بل كس د كوټې د تشناب له وړې دروازې څخه راووت، تور كالي يې په ځان، يو كوچنى برګ دسمال يې پر اوږه او پكول يې پر سر و، هغه وپوښتل:
�چرا، بى، آمر صاحب!؟�.
امر صاحب وويل:
�مه ازى به انسانيت پرسان ميكنم كه اى مجلايت چرا پشتوست، سر مه وار ميكنه، مره ميزنه، اى مره نميشناسه كه مه كيستم، مه مثل اى وارې ادما ره روز ده تا خام ميخورم�.
هغه كس چې د خپل مخ په وچولو لګيا و، پر خپل ځاى وچ پاتې شو، ما ته يې مخامخ ګونډې ووهلې، ويې ويل:
�او بچه! اميالى بسته ات كنم؟ تو ميفامي كه امر صاحب كيس؟�.
زه هك پك حيران پاتې وم، چې اوس څه ووايم، ما چې څه ويلي او څه اورېدلي وو، ومې ويل، خو يوه هم غوږ نه نيوه. په همدې وخت كې د دوى اووه اته تنه نور ملګري هم راننوتل، چې څه له پاسه ټول ځوانان او تر پنځه ويشتو كلونو يې عمر كم و. چا يو ډول درېشي اغوستې وه، چا بل ډول، چا يوازې نظامي پتلون په ځان كړى، چا يوازې كورتۍ اغوستې وه، چا هم د ملي پوځ درېشي په ځان كړې وه، خو په څېره كې ټول يو ډول راته ښكارېدل. په يوه شېبه كې مې احساس كړل، چې شونډو مې پتري نيولي او د مايوسۍ په جال كې مې ځان راښكېل ليد. هغه مايوسي چې ما، زما قلم او زما فكر يې زيندۍ كړى و.
يوه وويل:
�تو چي كاره استى، از كجاستي؟�.
ما وويل:
�زه يو ليكوال، خپلواك خبريال او د دې مجلې چلوونكى يم�.
كله چې مې د خپل ولايت نوم ورته واخيست، د زياتو پر تنديو ګونځې راغلې، نور هم توند شول، اوس كه به ما خبره كوله، نو ويل به يې: �چپ باش!!�
د دوى آمر راته وويل:
�ورشه د مجلې اسناد دې راوړه�.
ما له جېبه خپل ګرځنده فون راوايست، خو هغوى وويل:
�زنګ نزنى كه توته توتيت ميكنم....�
وروسته يې څو سپكې كنځاوې هم پسې وكړې...
خو نن ما ته د خپل جګړه ځپلي، خوار او ټوك- ټوك هېواد د ملي پوليسو، ملي ساتندويانو او ملي سرتېرو د هېوادپالنې، ولسپالنې او سپېڅلې مينې!! جذبه ښه ترا څرګنده شوه، يو ځل بيا مې د دروازې پر سر لګېدلي عكس ته وكتل. هغه راپورې خندل، بيا مې د ځان په وړاندې مخامخو خيرنو څېرو ته وكتل، چې هر يوه پر مخ، سر او اوږو درانه- درانه ګوزارونه راكړي وو، وروسته مې د يوه سرتېري په لاس كې د هوسۍ مجلې څو څېرې شوې پاڼې وليدې. ما ته داسې وبرېښېدل چې د دغو څيرو شويو پاڼو له هرې ټوټې څخه زما د هېوادوالو چيغې راځي، د اوښكو او فريادونو ازانګې ترې راځي او بالاخره وينې ترې دارې وهي، هغه دارې چې ما ته د څو كلونو وړاندې هغه مړي او ټپيان رايادوي چې د كابل په واټونو او راكټ لګېدلو كورونو كې مې په څو- څو ځلي ليدلي وو، دا ځكه چې زه خو هم اخر د دغو جګړو او ويرونو يوه پديده!! وم. داسې پديده چې نن د خپل مظلوميت جنازه پر خپلو اوږو لېږدوي. زه په دې وخت كې يوه ګرځنده مړي ته ورته وم، چې هېڅ يې هم په واك كې نه وي، نه د خپل خير په باب فكر كولاى شي، نه هم شر پېژني.
يوه تن بيا خوله جينګه كړه او د پوزخند په ډول يې وويل: �پشتو... پشتو چاپ ميكنه او ګپ اضافي هم ميزنه، پاكستانيا!!�.
ما ته نن دا هم څرګنده شوه چې زما هېوادوال په دې هېواد كې نه يوازې د ژوند كولو حق نه لري، بلكې د مجلو د خپرولو حق يې هم ترې اخيستل شوى او د مطبوعاتو د قانون دا ماده هم راته هسې د كاغذ پر مخ يوه ليكل شوې كرښه وبرېښېده، چې وايي:
په توليزو رسنيو كې د دغه ډول ليكنو خپرول جواز نه لري:
۱. هغه ليكنې چې د اسلام د اصولو مغاير او نورو دينونو ته سپكاوى وي.
۲. هغه ليكنې چې د اشخاصو د سپكاوي او پر هغو باندې د افترا لامل شي.
خو تر اوسه پورې په هوسۍ كې داسې ليكنه نه ده راغلې، چې هغه دې خداى مه كړه اسلام، يا دې هم نورو دينونو ته سپكاوى وي، تر اوسه پورې په دې خپرونه كې څوك نه دى سپك شوى، خو نن دا دى د همدې مجلې چلوونكى په دې جرم تر ځورونې او جزا لاندې نيول كېږي، چې په خپله ژبه مجله چاپوي او په خپل هېواد كې يې وېشي، په خپله ورته ليكنې برابروي، په خپله يې د چاپ لپاره ورته پانګه برابروي او په خپله يې د چاپ لپاره د جبر تر كرښې ها خوا اوړي، خو بيا يې هم دا كار يو خيانت، ملي غداري او د سپكاوي وړ كار ګڼل كېږي، خو نه پوهېږم د ليكوالو او د خپرونو د چلوونكو لپاره هم په دې هېواد كې كوم تضمين شته چې د دغه ډول ټوپكسالارانو له سپكاوي او افترا څخه خوندي وي؟ او كه نه، دا قوانين او اصول د زورورو له خوا ليكل كېږي، يوازې يې مظلوم او بې وسلې قشر په منلو او رعايتولو مكلف دى. ما غوښـتل چې په دې اړه مې څوك چيغه واوري، يو څوك دې حق او ناحق سره بېل كړي، له بده مرغه چې يو كس مې هم ونه موند.
اخر يې تر ډېر ځنډ، لفظي شخړو، دليلونو او لانجو وروسته پرېښودم، تر شا يې دا هم ويل چې:
�...برو نوكر و اجير انګليسا، ما بچاى اسلام استيم، ما اسلامه كمايي كدېم، فاميدي؟ اى تمام مردم بايد سر ما افتخار كنه، برو پشت سر ته سى نه كني، كه ضربيت ميكنم�...
له هغې خونې څخه ووتم. زما د موټر ملګري راته بهر ولاړ وو او هېڅ يې هم نه ويل، ځكه چې هغوى هم زما په ملت پورې اړوند كسان وو، هو رښتيا دوى به څه ويلاى، دغو ټوپكسالارانو خو خامخا په همدې جرم هم نيولاى شواى چې ولې يې ملي جامې اغوستي، ولې يې خولۍ پر سر كړې او ولي ږيره لري. د خپلې خولې له كونج څخه مې د وينو رابهېدلې ليكه پاكه كړه او موټر ته وختم.
په لار كې زموږ موټر چلوونكي، چې يو خوږاروا ځوان و، د همدغو ټوپكيانو ګيلې پيل كړې، په ضمن كې به يې په مخامخ لګول شوې هنداره كې ما ته هم راكتل. هغه وويل:
�همدغه پاټك والا په يوه او بله پلمه زموږ جوازسير او اسناد راڅخه اخلي، يا د لمبر پلېټ پلمه نيسي او له موږ څخه د پيسو غوښتنه كوي. ټرافيك بېلې پيسې غواړي، دا وسلوال كسان يې بېل�.
خو دا خبرې زما لپاره ځكه دومره په زړه پورې نه وې، چې د اورېدو لپاره يې كوم اورېدونكى غوږ او د دغو ستونزو د اوارۍ لپاره كومه صادقه او رښتينې محكمه نه موندل كېده، ما به څه كول؟ زما د قلم ملا خو د ټوپك په وړاندې ماته وه. زه د خپل بدن د دردونو له كبله په عذاب وم، كله چې مې غوښتل خپل اواز تر جګپوړو چارواكو ورسوم، بيا هم بريالى نه شوم، ځكه داسې څوك مې ونه موند، چې هغه دې په رښـتيا هم صادقانه اقدام وكړي. دلته خو هر چارواكى او د هېواد هر خادم (!!؟) تر اوو دېوالونو هاخوا په حرمسرايونو كې ناست دي، دلته څوك د هغه چا اواز نه اوري، چې ظلم ورسره شوى وي، بله دا چې ما نو څه كولاى شواى، له ما سره خو نه وسلوال كسان وو، نه هم وسلې، ما يوازې يو مات او خوار قلم درلود، چې نن يې دوى قدر ورپرځاى كړ او ما يې ننداره وكړه!! تر دې وروسته پوه شوم چې د يوه ليكوال او د يوې خپلواكې، ناپېيلې او ملي مجلې د چلوونكي په توګه مې خپل ولس څومره قدر كوي!!؟؟

زه د خپل هېواد په څېر چور چور يمه ما مه پوښتئ
نـه لرم درمــان، داســـې رنځور يمه، ما مه پوښتئ
مين


په هالېنډ کې د سلام کلتوري ټولنې خبرتيا
بد رنګه زمانه شوه چې مينا په کاڼو ولي
که نن وار زما دی سبا تا په کاڼو ولي
نوزادي

هېوادوالو او نړيوالو ته څرګنده ده چې د تېرو دوو لسيزو په ترڅ کې د جګړه مارو بنسټپالو او د هغوى د ظالمو ملېشو په کرغېړنو لاسونو د هېواد زيات شمېر ليکوالان او روڼاندي له بېلابېلو ستونزو، مصيبتونو او ناخوالو سره مخامخ شوي دي، له بده مرغه دا حالات لا تراوسه په هېواد کې دوام لري.
په خواشينۍ سره مو واورېدل چې د هېواد نامتو ليکوال او د هوسۍ مجلې مسوول چلوونکى ښاغلى صالح محمد صالح د هماغو ټوپکيانو او داړه مارانو په وسيله بندي شوى، ځورول شوى او په بېرحانه توګه وهل شوى دى.
په هالېنډ کې د سلام کلتوري ټولنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ادارې (يوناما) او د مسوولو دولتي چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د دې پېښې لاملينو ته ژر تر ژره درنه سزا ورکړي، ترڅو د نورو ټوپکيانو لپاره د مخنيوي الهام وګرځي او د دې تر څنګ د هېواد له ټولو کلتوري ټولنو او کلتوري مخورو ليکوالو او پوهانو څخه دا هيله کوو چې په يوه اواز کورنيو او بهرنيو مسوولينو ته ووايي چې زموږ ټول هېوادوال له دې ټوپکيانو څخه کرکه کوي او د افغان ولس په نظر همدا ټوپکيان په هېواد کې د روانې بې ثباتۍ او ناوړه حالت اصلي عاملين دي.
په هالېنډ كې د سلام كلتور تولنې مشر
رسول باوري
 

په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي � علمي څېړنو مرکز (خپلواکۍ) اعلاميه

د کابل د څرخي پله د تالاشۍ په پوسته کې د احمد شاه مسعود تر عکس لاندې يوه وسلوال چارواکي، پښتو او پښتنو ته سپکې سپورې ويلي
د ٢٠٠٤ کال د جون ٢٨-کوپناګن
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ګران هېواد افغانستان يو تن پياوړی فرهنګي شخصيت او د (هوسۍ) مجلې مسوول چلوونکی ښاغلی صالح محمد ( صالح ) کله چې له ننګرهار څخه کابل ته د تګ په لار کې و، د کابل د څرخي پله په امنيتي پوسته کې تر درولو وروسته په دې جرم چې د يوې پښتو خپرونې چلوونکی، ليکوال، ژورناليسټ او وېشونکی دی لومړی تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې راځي او بيا نه يوازې هغه ته بلکې ټولو پښتنو او د هېواد ملي � رسمي ژبې پښتو ته سپکې - سپورې ويل شوي او ورسره جوخت په داسې حال کې چې شا و خوا ډېرو کسانو يې ننداره کوله، وهل شوی او په کشولو د په اصطلاح امنيتي پوستې اڼړ او بيا يوې کوټې ته وړل شوی او په کوټه کې په پوره ډاډ او سپين سترګۍ د پښتو او پښتنو په آدرس کنځلې شوي او د ښاغلي صالح د لا وهلو� ټکولو وروسته هغه ته د پاکستاني او د (هوسۍ) مجلې ژبې ته د پاکستانۍ ژبې خطاب شوی او د اسلام د ګټونکو او قهرمانانو! په نامه يې ښاغلي صالح ته د انګرېز خطاب هم کړی، په خپله صالح په دې باب داسې وايي: �زه يې لومړى كش كړم، چې لستوڼى يې راڅيرې كړ، څو نورو وسلوالو د شا له لوري پر ښۍ اوږه يو ټينګ ګوزار راكړ، خو زه خجالت نه وم، ځكه چې ما ته د خپل هېواد قانون(!!؟) جزا راكوله، هغه هم د بېګناهۍ په جرم!! زه د خپلې ژبې د خدمت په جرم محاكمه كېدم�.
هوکې ! دا ډېره موده کېږي چې په افغانستان کې همدغه ټوپکيان او د اسلام همدغه درواغجن خادمان او د شر و فساد همدغه قهرمانان زموږ ليکوال، ژورناليسټ او زموږ د ژبې ويناوال د پښتو په جرم ترټي، هغوى سپکوي، تر وهلو� ټکولو لاندې يې نيسي، د زندان تورو ګوټونو ته يې اچوي، قلم يې ورماتوي، اثر يې ورته سوځي، کورنۍ او افکار يې ورتباه کوي او له وطن يې وتلو ته اړ باسي، چې يوه نوې او بېخې تازه بېلګه يې له ښاغلي صالح محمد صالح سره نوموړی چلند دی.
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي� علمي څېړنو مرکز (خپلواکي)، په ډنمارک کې ټول افغان فرهنګيان او په ټوله سکندويايي هېوادونو کې افغان فرهنګپال د دغه شان افغاني ضد چلند او د هېواد د فرهنګ او ملي� رسمي ژبې د خادمانو په وړاندې سپکاوی او په ځانګړې توګه د پښتو او پښتنو او افغان له نوم سره د دغو بې مسووليته ټوپکيانو او د پرديو د نوکرانو ملي ضد چلند په کلکه غندي او په دې توګه د هېواد ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د هغه د کورنيو چارو وزير ښاغلي علي احمد جلالي ته د خپل اعتراض غږ رسول غواړي او په دې توګه هيله لري چې په خپلو رغنده اجرااتو سره د دغو افغان دښمنه او فرهنګ ستيزه ټوپکيانو مخه ونيسي او د امنيتي چارو او اطلاعاتو او کلتور په وزارتونو کې د پښتون دښمنه اعمالو څارنه وکړي او کنه نو تاريخ خو هسې هم دغه دوره له پښتو، پښتنو او افغان سره د دښمنۍ د دورې په نوم په خپلو پاڼو کې ثبت کړې ده .موږ په دې توګه د ملګرو ملتونو د ادارې، د اروپايي ټولنې او په ځانګړې توګه د امريکا د دولت او په افغانستان کې د امريکا د سفير ښاغلي زلمي خليلزاد پاملرنه هم د دغه راز ناتار ختمولو ته راګرځوو، ځکه اوس خو زموږ د هېواد اصلي واکداران همدوى دي او افغان ملت له دوى څخه هيله لري، چې د شورويانو په څېر برخورد و نه لري. موږ په ټينګه غواړو چې د ښاغلي صالح د وهلو� ټکولو او پښتو او پښتنو ته د کنځلو کولو دغه عاملين او ويناوال تر پوښتنې لاندې ونيول شي او که چېرې قانون موجود وي، ورسره دې قانوني چلند وشي.
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازيتوب
يوسف هېواددوست
 

د ښاغلي صالح محمد سپکاوی په کلکه غندو

(هوسۍ) يوه ښکلې معياري مجله ده، د دغې مجلې د لومړي کال پنځمه ګڼه ما سر ترپايه ټوله وکتله، په دې ګڼه کې داسې څه زما نظر ته رانغلل چې د هغې مسوول مدير صالح محمد صالح دې پرې وډبول شي او د کومې محکمې او څارنوالۍ له پرېکړې پرته دې د غارو تڼي د خولې د تالاشۍ د پوستې پازوال دې دى بندي کاندي. د صالح محمد صالح ګناه دا ښوول شوې چې مجله يې ټوله په پښتو ده. د ده دا کار دومره نه و چې دده د وهلو او مجلې د څيرلو سبب شي، ځکه چې په کابل کې په لسګونو داسې مجلې خپرېږي چې يو پښتو مضمون هم په کې نه شته او سويه يې د صالح صاحب تر مجلې ډېره کښته ده.
که د ده په مجله کې کوم مضمون د قانون خلاف خپور شوی وي، نو بيا هم تالاشيوالو دا حق نه درلود، چې مجله دې سانسور کړي، دا دنده د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د رياست وه، چې که کوم مضمون د اساسي قانون، په تېره د مطبوعاتو د قانون چې ( متن يې په همدې ګڼه کې خپور شوى دی) مخالف و، مړظف کسان ترې پوښتنه وکړي .
په پېښور کې د مهاجرو ژورناليسټانو اتحاديه پر دغه کار خپله زياته خواشيني څرګندوي چې دپښتو ژبې په ګناه دغه مستعد ژورناليسټ او يا دغه شان نور ژورناليسټان ځورول کېږي، وهل کېږي او مجلې يې د سورليو په عام محضر کې څيرل کېږي. موږ دغه عمل په کلکه غندو او د مطبوعاتو له قانون سره سم د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه هيله کوو، چې د دغه راز خپلسرۍ مخه په کلکه ونيسي.
په درناوي
(لاسليک)
عبدالرړف قتيل خوږياڼی
په پېښور کې د مهاجرو ژورناليسټانو د اتحاديې مشر
 

خښي کلتوري ټولنه د صالح سپکاوی د ګرد افغانستان سپکاوی بولي
صالح اغيارو خمبيره کړ
بې ننګه ورور يې پر برېتو وهي لاسونه

د غم له پاسه غم، څو ورځې دمخه خبر شوو چې په ننګرهار کې د(ختيځ) اوونيزې چلوونکی (عبدالوکيل اټک) د يوه خبر په خپرونه د ځينو پخوانيو ټوپکوالو او د اوسنيو ښاغلو رئيسانو له خوا وګواښل شو او ورټل شو. خو د شکر ځای دا و چې پر موضوع سم له لاسه په جلال اباد کې کورنۍ او بهرنۍ فرهنګي او د بشري حقوقو ټولنې په وخت خبرې شوې او په دې ډول څښتن د ختيځ اوونيزې د چلوونکي سر په امان کې کړ. د ختيځ د چلوونکي لويه او نه بخښونکې ګناه او جرم دا و چې ولې يې رښتيا ويلي دي؟! ولې يې د امريکايي ډالرو هغه شنې بنډلې رسوا او ښکاره کړي، چې دوی ته د بيارغونې (PRT) د بهرنۍ خيريه مړسسې له خوا د جلال اباد ښار د پاکولو لپاره ورکړل شوې وې، مګر دوی جنابانو بيا هغه ($) غنيمت کړې او د ښار پاکول يې بيا د ښوونځيو په زده کوونکو باندې د ازموينې پر مهال د (داوطلب) په نوم په زور او جبر ترسره کړ.
(ختيځ) اوونيزې فقط همدا جرم کړی و چې دغه ( $) بنډلې يې رسوا کړې او په همدې جرم هغه دی تر ننه پورې د ننګرهار ولايت د څارنوالۍ جلبونه او استعلامونه ځوابوي او پايله لا نۀ ده جوته چې يو خوار او تش لاسی قلموال به له يوه زورور، زردار او ټوپکدار سره څه کوي؟
نن دا دی د يوه بل قلموال په غم له سترګو اوښکې او په قلم توري تړم .
نور ولسونه خپل مړي ژاړي، مګر موږ هره ورځ خپلو ژونديو ته ويرنې (مرثيي) ليکو، په خپل هېواد کې پردي يو، په ډېرو خپلوانو کې بې کسه او له خپل ټول زور او ځواک سره- سره بيا هم بې ځواکه او بېواکه يو، په ژونديو کې مېړه نه لرو او بيا پرعکس په مړو کې بيا بد او بې ننګه نه لرو؟! عجبه د تعجب، ژړا او د خندا خبرې ؟!
که مې ليکوال ملګري نه خوابدي کېږي زه وايم چې دا هرڅه موږ په خپله په ځان کوو او کړي مو دي (ډېر دلايل شته چې دلته نه ځايېږي) پرون مو په (TOLAFGHAN.COM ) نومې انټرنټ پاڼه کې د (ختيځ) اوونيزې ويرنه ولوستله، مګر له بده مرغه چې تراوسه پورې پرې پرته له يوڅو تنو، نورو ښاغلو ليکوالو او يا نورو ښاغلو څه وويل؟ څه غبرګون يې وښود؟ که نور (نړيوالې خبري رسنۍ) مو په وسه کې نه وې، نو لږ تر لږه خو مو دا کولای شول چې په همدې (ټول افغان) پاڼه کې خپل کلتوري خو پر ځای پرېږده د افغاني او پښتني احساساتو او مسووليت پرځای کړی وای!؟!
که مو پرون د هغه ښاغلي په ننګه او ملاتړ کې نړۍ ښورولې وای نو بويه چې بيا چا د ليکوال او يا پښتانه قلموال په وړاندې داسې څه کړي وای، لکه تر هغې (ختيځ) وروسته چې يې دا دی زموږ د زړه د يوې بلې ټوټې ( صالح ) سره وکړل.
که د امتياز په وخت کې د کلتوري ټولنو بېلابېلو نومونو ته وګورو نو بويه که يې يو مستوفيت خو لا څه کوې چې ان د احصايې لوی رياست يې هم وشمېري؟!
مګر د تورې او غږ ځای چې راشي، بيا سړی داسې انګېري چې موږ په دا دومره ټبر کې اصلاٌ هېڅ کلتوريان نه لرو!!؟
خير خدای (ج) دې وکړي چې زما دا خبرې ټولې ناسمې وي، مګر زه يو ځل بيا خپلو ټولو لوستو او په ځانګړې توګه قلموالو، ليکوالو او د بېلابېلو ټولنو ښاغلو مشرانو ته ځولۍ غوړوم چې په داسې اړينو مسايلو کې لکه په ختيځ اوونيزې او په ښاغلي صالح چې وشول، د يوه بڅري هومره زغم هم ونه کړي، خپل غبرګون او غږ دې ټولې نړۍ ته ورسوي، ځکه چې په يوه خوله او يوه اتفاق هرڅه کېږي، تر دې ډېر بايد نور د مضر احتياط قرباني نه شو، که نن مو په يوه خوله د (صالح ) پوښتنه ونه کړه، نو وګڼئ چې سبا زما، ستا او د ټولو وار دی او په دې ډول به د ميرڅمنو هغه وينا هم خدای مه کړه رښتيا شي چې وايي، پښتانه په سياسي لحاظ ليډرشيپ نه لري، په قومي لحاظ مشر نه لري او په فرهنګي لحاظ يووالی او پيوستون نه لري، بله عجيبه خبره دا ده چې هيرويين او د پوډرو زهر په ښکاره لر و بر کېږي، له دومره بدوالي سره- سره يې بيا هم څوک بد نه ګڼي، مګر پښتون او پښتو خپرونه بيا تر هيرويينو هم بده ګڼل کېږي.
که نن بيا هم عبرت وا نه خلو او يو ځای، يوه خوله او يو غږ نه شو نو بيا نور خلك مه ګرموئ، هر څه به مو له خپله لاسه وي او په دا خپل لوی ټبر د يوه کوچني عکس پاچاهي، راج اوباج ومنئ .
د خښي کلتوري ټولنه، پېښور
 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې احتجاج ليك

د ليکوال او ژورناليسټ صالح محمد صالح د ځورولو او شکنجې له کبله د کورنيو چارو وزارت ته د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې احتجاج ليك
جرمني ٢٨ جون ٢٠٠٤
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې ځوان ليکوال او د (هوسۍ) مجلې مسوول مدير صالح محمد صالح په کابل کې د پل چرخي د امنيتي پوستې د ټوپکوالو له خوا په دې جرم وهل شوی او ټکول شوی، توهين شوی او د مرګ ګواښونه ورته شوي دي، چې ولې د افغانستان په لومړۍ رسمي او ملي ژبه پښتو د هوسۍ په نامه يوه مجله چاپوي او کابل ته يې لېږدوي .
موږ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له چارواکو په کلکه غوښتنه کوو چې د پلچرخي د پوستې چارواکي سم له لاسه له کاره ګوښه او محاکمه کړي . دغو چارواکو په خپل دغه ملي ضد عمل سره خپل بربريت يو ځل بيا څرګند کړ او د افغانستان له ملي وحدت سره يې خپله دښمني يو ځل بيا په ډاګه کړه .
له دې سره يو ځای موږ د ژورناليسټانو له نړيوالي ټولنې او د بشر د حقوقو له نړيوالو ټولنو څخه هيله کوو، چې په دې اړه هراړخيزې پلټنې وکړي او پايلې يې اعلان کړي.
په درناوي
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه
 

په (نيدرلېنډ) هالېنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې احتجاج ليك

۲۰۰۳_۶_۲۸
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد تکړه ليکوال او د (هوسۍ) مجلې مسوول چلوونکی ښاغلی صالح محمد صالح د کابل ښار په ختيزه دروازه کې د جنګسالارانو د يوې ډلې ټوپکيانو له خوا په دې جرم چې ولې هوسۍ مجله بشپړه په پښتو ژبه خپرېږي، سخت وهل شوی او ترټل شوی دی .
موږ د ښاغلي صالح سپکاوی د هېواد د بېوزلو ژورناليسټانو سپکاوی ګڼو او د هېواد له ملي او رسمي ژبې �پښتو� سره دغه راز چلند د قانون سپکاوی، هغه قانون چې يوازې څو مياشتې وړاندې د يوې تاريخي لويې جرګې په ترڅ کې تصويب شو، خو د تطبيق لپاره يې نه واك شته او نه ځواك .
په هالېنډ کې د افغاني کلتوري تولنې د مشرتابه جرګه، د دې ټولنې ټول غړي او په دې هېواد کې ټول افغان فرهنګيان او فرهنګپال د دې پېښې نه يوازې دا چې په کلکه غندنه کوي، بلکې لاملينو ته يې د يوې سختې جزا غوښتونکي دي .
په درنښت
د افغاني کلتوري ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ
 

د روسيې په جنوبي ښار کراسنودار کې د مېشتو افغانانو د ټولنې احتجاج ليک

په خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ، چې ښاغلی صالح محمد صالح په پېښور کې د هوسۍ مجلې تر چاپولو وروسته د راستنېدو پر مهال کابل ته د دننه کېدلو په دروازه (څرخي پله) کې د څو تنو جنايتکارانو له خوا په دې پلمـه چې ولې نوموړې مجله ټوله په پښتو ژبه ده رټل شوی، ښـکنځلې ورته شوي او وهل شوی دی او هم پښـتو ژبې او پښـتنو ته بد رد ويل وشوي او سپکاوی يې شوی دی .
موږ د روسيې فدراتيف په يوه ليرې جنوبي ښار کراسنودار کې مېشت افغانان چې د زياتو نورو بهرمېشتوافغانانو په څېر هره ورځ او هر ساعت په هېواد کې د ارامۍ، امنيت او قانون د ټينګېدلو او هم په هېواد کې د ملي وحدت د رغېدنې او په پايله کې هېواد ته د ستنېدلو زېري ته سترګې په لار يو، دا ډول يوه جنايتکارانه عمل ډېرسخت خپه کړي يو او له دې لارې د دې بېشرمانه عمل ډېره کلکه غندنه کوو او د ملګرو ملتونو له سازمان، د بشر د حقوقو له ا ړوندو سازمانانو او په هېواد کې له ملي او سالمو قوتونو څخه دا هيله او غوښتنه لرو چې د دې مسئلې په باب جدي چلند وکړي، پلټنه دې وکړي او جنايت کوونکو ته بايد حتمي جزا ورکړل شي او هم دې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدومخنيوى وكړي، چې په هېواد کې ملي وحدت ته ډېر دروند تاوان رسوي او د هغو بدنامو ډلو، چې له ډېر وخت راپه دېخوا په هېواد کې د ملي نفاق او د هېوادوالو تر منځ د اعتماد د منځه وړلو لپاره ښکاره هڅې کوي، د خاينانه اعمالو مخه ونيسي .
موږ له ټولو افغانانو څخه، که په افغانستان كې دننه، يا هم بهر کې دي دا غوښتنه کوو چې نور د دا ډول پېښو ننداره کوونکي ونه اوسي، بلکې د دا ډول وحشيانه کړنو په وړاندې دې خپل غږ پورته کړي، مخکې تر دې چې هماغه د ټوپک گوزار به، چې پرون يې ښاغلی صالح په نښه کړ، دوى په نښه کړي.
په درناوي
د روسيې په جنوبي ښار کراسنودار کې د مېشتو افغانانو ټولنه

د افغان دښمنو وسلوالو ډلو د اصلې څېرو د بربنډولو په خاطر د تبليغاتي کمپاين د پرمخ بېولو اړتيا

که د هغو وسلوالو ډلو کړو- وړو ته چې د (جهاد او مقاومت) د وياړونو نارې سورې وهي ځير شو، وينو چې هغوى د افغانستان د مېشتو وروڼو قومونو تر منځ بې اتفاقيو او دښمنيو اور ته لمن وهل دي. د دوی د دې افغاني او اسلامي ضد دريځ له کبله د قوم او ژبې په نامه د خلکو پر پت او عزت تېری، د هغوی د ملکيتونو غصبول، خپلمنځي جګړې او زيات شمېر هېوادوال کډوالۍ ته اړايستل، د هغوی د کړو- وړو هغه نمونې دي چې اصلي هويت يې څرګندوي. دوی هڅه کوي چې د افغاني ټولنې ناوړه وضعيت ښه او د ډاډ من انځور او د هغو هلو ځلو مخنيوی وکړي چې عيني واقعيتونه منعکسوي، نو له دې کبله غواړي چې د رښتينو روڼاندو ليکوالو او د علم او پوهې د علمبردارانو د فعاليت خنډ شي او هغوی دېته اړکړي، چې د کړېدلي افغان ولس د زړه خبرې او د افغاني ټولنې ترخه واقعيتونه بيان نه کړي. چې څرګند مثال يې د دې ډلو هغه چلند دی چې په دې وروستيو کې يې د (هوسۍ) مجلې چلوونکي ښاغلي صالح محمد صالح سره کړي دي، چې د هغوی رښتينې څېره ښيي، چې له انسانيت، افغانيت او فرهنګ سره پر دښمنۍ سربېره يې خپل اسلامي ضد هويت هم څرګند کړ. ځکه چې داسلام سپېڅلی دين ټول مسلمانان وروڼه ګڼي، د قوم او ژبې په نامه توپير او تبعيض نه پېژني. له بده مرغه هغه څه چې له ښاغلي صالح سره په کابل کې كېږي، چېرې چې د ايساف ځواکونه موجود دي، دا ښيي چې دا او په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ټلوالې ځواکونه اوافغان چارواکي د دې جوګه نه دي چې په هېواد کې څه، چې په پلازمېنه کې هم نظم او قانون ټينګ کړي اوس موږ ته يوازې دا راپاتې ده، چې د دې افغان دښمنو وسلوالو ډلو درښتينې څېرې د بربنډولو او د افغاني ټولنې د واقعيتونو د بيانولو په خاطر هدفمند تبليغاتي کمپاين پيل کړو، چې نړيوال زموږ د هېواد له ترخو واقعيتونو څخه رښتينی انځور پيدا کړي. پر خپلو دولتونو او نړيواله ټولنه فشار راوړي، چې افغانان د دې بې فرهنګه ډلو له شر څخه وژغوري او هغوی ته د نورو نړيوالو په څېر د انساني ژوند او فعاليت زمينه برابره کړي.
د انټرنټي پاڼې مسوولين
د جون د مياشتې ٢٩ نېټه
 

په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز احتجاج ليک
د ژورناليسټانو او فرهنګيانو سپکاوی، د افغان ولس سپکاوی دی

سويډن ــ مالمو د جون ٢٩مه
په دې وروستيو شپو او ورځو کې چې له يوې خوا د راتلونکې ولسمشرۍ او پارلمان لپاره د ټولټاکنو مسئلې افغان ولس او روڼاندي په خپلو کې مصروف ساتلي او هر يو صادق افغان دا ﻻره- چاره لټوي چې څنګه وکولای شي افغان ولس له يوې بلې غميزې څخه وژغوري. له بده مرغه ټوپکسالارو او ملي متعصبينو له موقع څخه په استفادې سره په يوه او بل نامه پر هغو ژورناليسټانو او فرهنګيانو ګوزارونه پيل کړي چې ازادخياله او ډيموکراسي پلوه سياست يې غوره کړی دی.
دغه ژورناليسټان هغه څه خپروي او وايي چې د لوی اکثريت او ټول افغان ولس د پخلاينې او يوه ډاډمن روښانه راتلونکي څرګندوی دي.
په پښتو ژبه د يوې نشريې خپرېدل کوم قانوني جرم او د وطن خلاف عمل نه دی، د اساسي قانون او مطبوعاتو د قانون له مخې هر څوک حق لري نشرات وکړي او د خلکو غوښتنې منعکسې کړي.
د (هوسۍ) د چلوونکي، ښاغلي صالح محمد صالح ګناه يوازې دا ده چې په پښتو ژبه خپرونه چاپوي. هغه چا چې ښاغلی صالح صاحب يې ځورولی او توهين کړی دی، دا هېره کړې ده چې په دې وطن کې غوڅ اکثريت �پښتون� دى، چې په پښتو ژبه خبرې کوي. که په پښتو او يا بله کومه ژبه په ويلو يا ليکلو سره د چارواکو له خوا کوم ژورناليسټ او ليکوال تر تهديد ﻻندې نيول کېږي، پايله به يې ډېره خواشينوونکې وي.
په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز ټول غړي او د مالمو د ښار اوسېدونکي افغانان په يوه اواز نه يوازې دا چې د هېواد له تکړه ژورناليسټ او ليکوال ښاغلي صالح محمد صالح سره دغه شان غيرانساني اعمال په کلکه غندي، له چارواکو (کورنيو چارو وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارت) څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د دغه شان غيرقانوني او بې مسووليته اعمالو سرته رسوونکي، افغان ولس ته وروپېژني او هغوی په قانوني سزا ورسوي. نه بايد هر څوک چې زړه يې غواړي پرخپل سر، بې له قانونه خپرونې مصادره او چلوونکي يې زنداني او تهديد کړي. دا د ځنګل قانون بايد پايته ورسېږي!!
موږ په هېوادنۍ او نړيواله کچه د بشر د حقوقو له ټولو سازمانونو څخه په غوڅه توګه هيله کوو، چې د دغه شان خپلسريو مخه ونيسي او دا په کلکه وغندي، چې په دې توګه په راتلونکي کې ژورناليسټان او فرهنګيان تر قانوني حمايې ﻻندې خپل وطني چوپړ ته دوام ورکړي.
په درنښت
په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګه
 

د افغاني فرهڼيانو د ناپېيلې ټولنې اعلاميه
د مقدس خدای په سپېڅلي نوم

د کابل په امنيتي کمربند کې د ښاغلی صالح محمدصالح د وهلو او توهينولو له کبله د افغاني فرهڼيانو ناپېيلې ټولنه د امنيتي چارواکو دغه سپک او بې پرنسيبه عمل غندي او له عدلي چارواکو غوښتنه کوي چې د دې قضيې لاملين رسمډ توبيخ او ملامت کړي او په رسمي توگه دې له ښاغلي ليکوال او فرهڼدوست صالح محمدصالح څخه بخښنه وغواړي او په مطبوعاتو کې دې دغه جريان خپور شي.
په ټولې فرهڼي مينې
محمدآصف نڼ
(د اقتصاد مجلې چلوونکی)
 

په کندهار کې د نارنج خپرندويې ټولنې احتجاج ليک

موږ ټولو پښتنو واکمنو ته دا احتجاج کوو، چې ولې بيده ياست؟ ايا تاسې د اكثريت ولس استازي نه ياست؟ په افغانستان کې چې دا د ګوتو په شمېر خپرونې لرو، هغه هم د پردي پلويو او متعصبو وګړو له خوا له منځه وړل كېږي او مسوولين يې وهل او ټکول کېږي. ايا که د نورو ژبو له ويونکو سره پښتنو داسې چلند کړی وای، نو هغه وخت به هم چا ته څه نه ويل کېدل؟
موږ د (هوسۍ) د درنې مجلې مسوول ښاغلي صالح محمد صالح سپکاوی د ټولو پښتنو سپکاوی ګڼو، واکمنو ته دې دا په ډاګه وي چې که نن موږ ډبول کېږو، نو سبا د دوى وار دی، رابېدار شئ او د خپلو وروڼو غم وخورئ .
په کندهار کې د نارنج خپرندويې ټولنې مسوول
سيد احمد قانع
 

له ښاغلي صالح محمد صالح سره د روسيې فدراسيون په پلازمېنه مسکو کې د ځوانانو د ادبي ټولنې خواخوږي

ټول په دې پوهېږو، چې نن ورځ هېواد د چا په لاس کې دی، دا هغه داړونکي ټوپکيان دي چې ټپي افغانستان به يې تر پېړيو پورې له ځانه څخه خيرې پاکې نه کړي. صالح محمد صالح يو تکړه ليکوال دی، چې په يو داسې (وحشي) کړو يې د قلم په زور موږ ټول خبر کړو، موږ صالح محمد صالح ته ډاډ ورکوو او خواخوږي يې يو، خو زموږ په هېواد کې زموږ هېوادوال هره ګړۍ په دې ډول په سلګونو سپکاوي زغمي او د لټې ګټې څوک نه شته، دولت نه شته او قانون يوازې پر کاغذونو ليکل شوی دی. صالح محمد صالح ته د پښتو په چوپړ کې ټينګ هوډ او برياليتوبونه غواړو، موږ پاک خدای (ج) ته دعا کوو چې د هغه پښتنه هوسۍ د تل لپاره د افغانستان پر دنګو غرونو ټوپونه ووهي او زموږ د مينې تنده دې ماتوي . په دې هيله چې د داسې داړونکو ځای څرخي پل شي.
د ځوانانو د ادبي ټولنې له خوا
 

په کوېت کې د افغانانو ثقافتي اتحاديې احتجاج ليک

په زياته خواشينۍ سره مو له تكړه ليكوال صالح محمد صالح سره چې په رښتيا هم د ټولنې يو صالح بچى دى، د ځينو بې ادبو او بداخلاقو له خوا د بېرحمانه چلند خبر تر لاسه كړ، چې زموږ لپاره زيات د خواشينۍ سبب شو. موږ په كوېت كې ټول مېشت افغانان او په ځانګړې توګه د افغانانو ثقافتي اتحاديه په كلكه د دې ظالمانه تېري غندنه كوو او دغو جاهلانه تېري كوونكو ته د سختې سزا غوښتونكي يو او د افغانستان له انتقالي ادارې څخه دا غوښتنه كوو، چې د داسې بې كفايته او خودغرضه كسانو لاسونه ورلنډ كړي او پرې دې نه ږدي، چې دا كسان په خپلو بدو او کرغېړنو افعالو باندې د پښتنو په پاكو زړونو كې د نفرت اور بل كړي، چې بيا به په دې اور كې وچ او لانده ټول وسوځي، همداراز صالح صاحب ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې كوو او له ده سره په دې وير كې ځان كاملاً شريك ګڼو
په درناوي
 

په جاپان کې د ادب د مينه والو ټولنه د ښاغلي صالح ځورونه او سپکاوی غندي
د طالع ستوری مې وينې تر خوله باسي
د غم تندر، د بخت لمر نيولی دی

نن بيا د ادب د مينه والو پر زړه ټکه پرېوته او په ډېره خواشينۍ سره اورو چې د هېواد تکړه ليکوال او هڅيالی ژرناليسټ ښاغلى صالح د پښتو په ليکنه، خپرونه او وينا "تورن" شوی، وهل شوی او سپکې سپورې ورته ويل شوې دي.
نن د پښتنو زړه �کابل� ته د پښتو مجلو او خپرونو په وړلو د نامه او پت څښتنان د.... له خوا ډبول کېږي او سپکاوی يې کېږي، موږ نه يوازې د دې کرغېړن عمل کلکه غندنه کوو، بلکې د هغو وعده خلافو وعدې هم ورپه يادوو چې پر څوکۍ د سريښېدو په نيت يې د پښتو پر سر معاملې کولې او تر ملي کېدو يې "دفتري ؟؟؟ " کېدل غوره ګڼل.
دا عمل د هغه اپارتايد لړۍ ده چې له کلونو راهيسې يې د پښتنو، هزاره و، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو، پشه يانو، نورستانيانو، هندوانو او نورو پر حقوقو خېټه اچولې، ښوونه او روزنه، لوړې او مسلکي زده کړې، ډله ييزې خپرونې، کورني او بهرني ملي اسناد، ډيپلوماتيکې چارې، هېواد ته د ننوتلو او وتلو پاڼې، د هېواد د وياړ شمله "اريانا افغان الوتنه"، د سوداګريزو چارو، د سرشمېرنې، د انتخاباتو اسناد، ورځنۍ عريضې او...ټول د دغه اپارتايد په... لړلي دي او د نورو ژبو وده خو پرېږده، چې اسناد او خپرونې يې ﻻ له لاسه سوځول کېږي او داسې نور...
د ښاغلي صالح د سپکاوي او ځورونې د کرغېړن عمل لاملينو ته د سزا غوښتنه به د ځان غولول وي، ځکه په رسمي کړيو کې داسې واک او سېک نن نه وينو، چې د بل په مټ واک ته رسېدلي لنډه غرو ته دې څوک تر باڼه لوړ وګوري.
خو دې بدمرغۍ ته به د كړېدلي افغان ملت مبارزه او ملي غوښتنې د پای ټکی ږدي.
په جاپان کې د ادب د مينه والو ټولنه
 

په کندهار کې د بېنوا فرهنګې ټولنې احتجاج ليک
د وخت د جبر پر وړاندي د بغاوت كريږي
(احتجاج ليك)

دا دى د هيواد، ملت، كلتور، فرهنګ، پوهي او ادب غليمانو له خپل ټيټ خصلت سره سم د خپلو نارواوو او خيانتونو ځنځير ته يوه بله كړۍ ورزياته كړه، سپينه خبره دا ده چي:
صالح محمد صالح هغه نوم دى چي ډېر زيات شمېر افغانان ورسره سره آشنا دي، خو په هغو ځانګړنو او غوره صفتونو چي دغه ځوان پسوللى دى كېدى شي، ټول ورځني خبر نه وي، كېدى شي وخت او تاريخ به د دې ځوان پولادي هوډ، مېړانه، بر هيواد، ملت، فرهنګ، پوهه او انسانيت مينه په زبات ورسوي، د دې مېړني د كار او كمساري كار ارزول او ورباندي ږغېدل وخت او كار غواړي، خو دلته يې يوازي پر هغه اړخ څه وايو چي دم ګړي ته مو اړه ورسره پيدا شوې ده.
ګران او ځوان صالح ګل له خپل كلتور او ژبي سره لېونۍ مينه لري، د ډېرو آثارو پر ژباړي او ليكني سربېره د هيواد له بېلابېلو خپرونو سره ښه په زيات شمېر ليكنۍ مرستي كړي، چي زياتو خپرونو د ده په مېړانه د ژوند سا اخيستې ده.
دى اوس د بي.بي.سي راډيو په پوهنيزو پروژو كي كار كوي، د نورو فرهنګي چوپړ تر څنګ دى په يوازي سر او يوازي د خپل ايمان او همت په زور يوه د ښه معيار پښتو خپرونه(هوسۍ) چاپوي، چي د ټول مادي، مانيز، تخنيكي، ليكني، چاپ، خپراوي او ... د غم پېټى ټول د همدې يوه انسان پر اوږو بار دى.
دا به بل وخت ته پرېږدو چي دا كار په څنګه انداز مخته بيايي.
خبره دلته ده چي كله دغه مېړني د هوسۍ پنځمه ګڼه له پېښور څخه رابار كړې وه، له سره تر نوكه په خولو كي ډوب و، د كابل د پلچرخي سيمي په اصطلاح امنيتي ځنځير(اخو اصلاً لنډغرتون) ته راورسېد، د دې ځاى توپكمارو پلټونكو چي كله هوسۍ مجله وليده چي ټوله په پښتو ژبه ليكل شوې وه، نو په خورا سپين سترګۍ سره يې څيري ويري او ايسته وغورځوله او ويې ويل:
چي دا ولي ټوله په پښتو ده، دا خو د پاكستان لپاره خپريږي (؟) او ستومانه صالح يې د خپلي امنيتي پوستي په يوه تور غار ننه ايست او هلته يې مضبوطه د توپك د كنداغ تر ګوزارو لاندي راوست.
ښه، اوس دا خو نوې خبره نه ده چي دا توپكمار د خپل هيواد له انسان، انساني كرامت، كلتور، ژبي او ملي ارزښتونو سره دا ډول ناروا چلند كوي، دوى خو هغه ازمويل شوي د هيواد، ملت او فرهنګ غليمان دي چي د خپل واك په انډوخر كي يې كابل او نور لوى ښارونه لوټه_لوټه كړل، افغان فرهنګ يې د دوزخ په لمبو كي وسوځاوه او د افغان ملت په ناموس يې تولوژنه ګډه كړه.
نن چي بيا د امريكايي استكبار تر سيوري لاندي يو نيمچه واك په لاس ورغلى، نو لا يې د وحشت لمنو د نورو او لا نورو جنايتو ټپلي پرې باسي، دوى كېدى شي دا فكر كوي چي پرون زموږ سرغنه ګانو دا هر څه جنايتونه كول، نو نن د هماغو جنايتونو په بدل كي تر مرګ وروسته د ملي اتلانو لقبونه وركول كيږي او يا يې د بې سوادو او ساده ژوندو پر ټټرونو د مارشالۍ نښانونه ټومبل كيږي. نو كه موږ هم د ملي جنايتو، او نارواوو كړنو ته زور وركړو، كېداى شي موږ له دا ډول ناز څخه برخمن شو.
خو رښتيا خبره دا ده چي د ملي خاينانو خبيثي ارواوي به هيڅكله د ملي اتل په لقب خوښي نه شي او د بېسوادو توپكيانو پر ټټرونو د مارشالۍ او جنرالۍ نښانونه ټومبل پر دوى باندي د تاريخ خندول دي.
دا ملي خاينان، د هيواد، ملت او فرهنګ غليمان بايد پوه شي چي افغان ملت دومره ړوند او كوڼ هم نه دى چي د دوى نارواوي به يې يو وخت له ياده ووځي، نن وي كه سبا د دې مېړني ملت وګړى_وګړى به له دوى سره د دوى د هري ناروا حساب كوي.
زموږ مومن ملت دا باور لري چي دا جنايتكاران به نه يوازي دا چي په دنيا كي به يې پزه او غوږونه پرې كيږي، بلكي د قيامت په ورځ به هم د كايناتو د بېساري پاچا او عادل قاضي پر وړاندي په توبو نه خلاصيږي او د خپلو كمسارو نارواوو، جنايتونو او لويو ګناهونو په سزا به رسيږي.
نن د صالح ګل پښتو هوسۍ ورڅېرل، د ده وهل او ټكول زموږ لپاره د همت او پولادي هوډ الهام راكوي، دا نارواوي به د صالح ګل د فرهنګي سنګر ياران او سرتېري لا نور كار او پيكار ته وهڅوي، لا به يې د لوړو آرمانونو په رګونو كي د اور سكروټي ورغړوي، لا به يې خپل اوچت سرمنزل ته د ورلنډېدو لپاره په وجود كي د برېښنايي خوځښت او انرژۍ توپانونه وپنځوي.
لا به د وخت د نااهلو زامنو پر وړاندي د سركښۍ او بغاوت جنډه هسكه كړي.
لا به د نه ماتېدونكي ايمان ننداره وركړي او لا به د زمانې د جبر پر وړاندي د ملي جهاد پيغام وركړي.
او دا چيغي به يې د شينكي آسمان غوږونه لا كاڼه كړي چي

ما د سيند ياغي څپو ته واچوئ
غواړي سېلابونه د توپان بچي
بېنوا فرهنګي ټولنه كندهار_ افغانستان
 

په بلجيم کې د مېشتو افغانانو د پوهاوي، مرستې او پيوستون ټولنې د غونډې احتجاج ليک

د ٢٠٠٤ کال د جون د مياشتې پر ٢٩ مه نېټه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د يوې درنې غونډې په ترڅ کې د ښاغلي صالح محمد صالح تهديد او ځورونه د ټولو افغاني فرهنګيانو، ليکوالانو او په تېره د افغانستان د غوڅ اکثريت وګړو د کلتور او ژبې، اهانت او توهين وګاڼه. د ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ، د ټولنې غړو او د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه اواز له ښاغلي کرزي، ښاغلي جلالي، ښاغلي احمدزي، ښاغلي احدي، ښاغلي هېوادمل او... څخه د ملي او رسمي ژبې (پښتو) د ټولو حقوقو، په کلکه د ضمانت او حفاظت غوښتنه وکړه. د غونډې ګډونوالو د كورنيو چارو له وزير څخه په کلکه وغوښتل چې د څرخي پله مسوولينو ته له اساسي قانون څخه په سرغړونه، سخت او د عبرت درس ورکړي. همدارنګه په غونډه کې د ځوان او زړور ليکوال او شاعر ښاغلي صالح د هڅو ملاتړ او د دولت د مسوولينو چوپه خوله وغندل شول. غونډه په افغانستان کې د افغان ټبر د هوښيارۍ اوپوهاوي لپاره، د نه ستړې کېدونکو هڅو په دعايې سرته ورسېده. د پرېكړه ليک نقل د كورنيو چارو وزارت ته په رسمي ډول ولېږل شو.
 

د احمدشاه بابارح د ژباړې مرکز شورغږليک

ګران صالح د پښتو ژبې يوتکړه او هڅاند ليکوال دی، موږ د ده پر شتون او فرهڼي چارو وياړ کوو، وروستۍ پېښه نه يوازې صالح ته بلکې دا ټول پښتون او افغان ولس ته سپکاوی دی. وايي کارغان تېرېږی سپيان غپېږي، خو د دغو سپيانو د غپا مخنيوی هم په کار دی که نه؟ په ټول کابل کې په شمېر څو پښتو خپرونې لرو، که هره خپرونه مو داسې څيرې کېږي او هر ليکوال مو د صالح په څېر ډبول کېږي، ناشونې ده چې خپل فرهڼي او ژورناليسټيک بهير همداسې پرمخ بوځو. يوازې په تشو اعلاميو او ډاډگيرنو څه نه جوړېږي، بايد د عمل ډگر ته وداڼو، خپلې خپرونې او پر پښتو مين ليکوالان په مادي او مانيزه توگه ځواکمن کړو او د دغسې غوڅکيو د مخنيوي لپاره عملي لارې چارې ولټوو. د صالح ملاتړ ته اړ يو، سبا زموږ بل صالح توهين کېږی، دغه توهين بايد له بېخه وشړول شي، موږ بايد د دوی د هوډ په پياوړتيا کې کارنده ونډه واخلو.
مننه
نذيراحمدسهار
د احمدشاه بابارح د ژباړې مرکز- کابل

په اتريش کې د افغانستان د بيا ودانولو مرستې ټولنې ا حتجاج ليک

په ډېره خواشينۍ سره مو دا خبر واورېد، چې د افغانستان تکړه او بااستعداد ژورناليست او د هوسۍ مجلې مسوول مدير ښاغلی صالح محمد صالح د جلال آباد_ کابل پر لار له څرخي پله سره د دفاع وزارت د داړه مارو ټوپک لرونکو له خوا وهل شوی او په دې تورن شوی چې په مجله کې يې ولې پارسي نه شته بيا ورته پاكستاني ويل شوى دى.
زموږ د ټولنې غړي او په اتريش کې ډېر مېشت افغانان د دفاع له وزير څخه هيله لري، چې هغه داړه مار ټوپکوال چې تعصبي نيت لري او په هېواد کې تفرقه او تضاد راولي، ژر تر ژره له کاره ګو ښه او سزا دې ورکول شي.
د افغانستان له حکومت څخه زموږ هيله دا ده، چې په رسمي ډول له ښاعلي صالح محمد صالح څخه بخښنه وغواړي او مسوول وزير ته دې خبرداری ورکړل شي، چې داسې مضر عناصر چې په هره جګه رتبه وي له کار ګوښه او قانوني سزا دې ورکړل شي.
د افعانستان د بياودانولو مرستې ټولنه
ويانا ښار ــــ اتريش
١٣د سرطان کال ١٣٨٣

په ا مريکا کې د افغاني کلتوري ټولنې احتجاج ليک

موږ په شمالي کلفورنيا کې مېشت افغانان له ښاغلي صالح محمد سره د شوي چلند له کبله خپله ژوره اندېښنه څرګندوو او د کابل له ادارې څخه په کلکه غوښته کوو چې د دې کرغېړن عمل ترسره کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي، چې په راتلونکي کې دا ناوړه چلند تکرار نه شي.
په درناوی
څه د سر و هلو توره ښايي ما ته
لکه شمعه تا زه کېږم په بل- بل سر


د ژورناليسټانو د ملاتړ د نړيوالې اتحاديې ليكنه
چې په بهر كې خپره شوې ده

JUNE 27, 2004
Posted: June 30, 2004
Salih Mohammed Salih, Hosey
ATTACKED
Hosey
CENSORED
Salih, the editor and chief reporter of the bimonthly magazine Hosey, was assaulted by soldiers from the Afghan national army at a checkpoint near the capital, Kabul. Hosey is a Pashto-language magazine focusing on the culture of Pashtuns, the largest ethnic group in Afghanistan.
According to Khalid Hadi, the magazine's publisher, Salih was bringing the entire print run of Hosey in a rented car from Pakistan, where the magazine is printed, to Kabul, where Hosey is based, when soldiers at a checkpoint stopped his car and searched it. When the soldiers looked through the magazine and saw that it was written in Pashto, they destroyed the magazines and attacked Salih, beating him with their hands and rifle butts. While the soldiers were assaulting him, they accused Salih of being a Pakistani and a member of al-Qaeda, Hadi told CPJ.
According to local sources, the Afghan army is dominated by ethnic Tajiks and members of other minority ethnic groups in Afghanistan. These groups are often biased against ethnic Pashtuns, whom they perceive as being loyal to the deposed Taliban government or to al-Qaeda.
The soldiers later released Salih, and his driver drove him to Kabul. Salih sustained back injuries in the attack and has trouble walking, according to Hadi. He visited a local clinic after the attack, Hadi said.(20)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery