اسلامي او افغاني ارزښتونه له بربادۍ او نابودۍ څخه ساتل او د زړه له کومې ورته
درناوى لرل.
د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د ګاونډيانو هېوادونو له يرغلونو څخه د ګران
هېواد ساتنه او دفاع.
د هر ډول ژبنيز، سيمه ييز او توکميز تعصب په وړاندې عملي مبارزه.
د هېواد د ټولو قومونو ارزښتونو ته د زړه له کومې درناوى، دغه راز ټولو ته د خدمت
لارې چارې برابرول.
اساسي قانون، د هېواد نورو مدني او فرعي قوانينو ته د زړه له کومې درناوى او عملي
کېدو ته يې لارې چارې برابرول.
د هېواد د تاريخي، کلتوري او هنري اثارو ساتنه، دغه راز نړيوالو ته يې ورپېژندل،
په دې برخه کې د غلو او قاچاق وړونکو رسوا کول، عدلي او د قانون پلې کوونکو ادارو
ته يې ورپېژندل او د محاکمې لپاره يې اواز پورته کول.
د هېواد تاريخ ته د زړه له کومې درناوى او له هر راز تېري څخه يې ساتل.
د هېواد له ملي او رښتينو ارزښتونو څخه د ځوان نسل خبرول، په دې برخه کې د هر ډول
ملي او ګټورې هڅې لپاره لارې چارې برابرول.
د هغو مضرو اشخاصو د هڅو او پټوتوطيو رسوا کول چې د دې هېواد او خلکو پرضد کار
کوي.
ملي يووالي ته لارې چارې برابرول او په دې لار کې هېڅ ډول معامله نه کول.
له سياسي کړيو څخه ځان ليرې ساتل او يوازې د ملت دردونه نورو ته رسول.
د هېوادوالو په زړونو کې د کرکې پرځاى مينه کرل او ورورولۍ ته لار برابرول.
ډالۍ:
هغو شازلميو ته چې د خپل ملي كلتور
او ملي ارزښتونو په ساتنه كې هڅه كوي.
په درناوي
خپروونكي