مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ولې دا کتاب؟

ځينو سياستوالو ډېر پخوا ويلي وو: که غواړئ چې يو ژوندى ملت له منځه يوسئ، لومړى يې ژبه له منځه يوسئ چې په دې توګه به يې نور کلتوري ارزښتونه هم له زوال سره مخ شي، دا ملت په خپله د نېستۍ په کنده کې لاهو کېږي او له منځه به ځي. هم به خپل ملي هويت له لاسه ورکوي، هم به په نړيواله کچه خپل باور وبايلي او په نورو رنګونو کې به دل، يا به هم په غوڅ ډول ورک شي.
زبر ځواکو او د نورو هېوادونو تالۍ څټو هم له همدې قاعدې څخه کار اخيستى او هڅه يې کړې، چې په همدې تربګنۍ کې خپله ګټه وپالي، هغه د چا خبره اوبه خړې کړي او کبان ونيسي، دوى تل هڅه کړې چې د افغانستان ملي او کلتوري ارزښتونه له منځه يوسي او يا يې نورو ته بد معرفي کړي، دوى افغاني ارزښتونه وروسته والى ګڼي او په دې باور دي هغه کسان چې لنګوټه تړي، هغه د تمدن، پرمختګ او پوهې دښمن دى. دوى د خپلو شخصي عقدو او کينې له مخې ان په لوړو دولتي څوکيو کې هم خپله دا دښمني او کرکه نه ده هېره کړې، بلکې په لوړ موقف کې يې لا خپله کينه اورنۍ کړې او لا يې د دې خوار ملت ارزښتونه د ورکاوي له ګواښ سره مخ کړي دي. د دوى دا دښمنانه چلند په يوه او بله بڼه روان دى چې د خپلې دې موخې لپاره زيات مهال ځينې ډلې ګماري او خپله استفاده ورڅخه کوي. يا هم ځينو ګاونډيو هېوادونو د خپلو زړونو دښمنيو پر بنسټ دغه کار ته ملا تړلې ده.
ايران او پاکستان هغه هېوادونه چې تل يې د افغاني ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره سترې پروژې پلې کړي او تر دې ګړيه يې دا کينه نه ده پرېښې.
په پاکستان کې هڅه کېږي چې پر افغانانو باندې د پنجاب کلتور واکمن کړي او اردو ژبه ورباندې ومني، هلته پښتو ويل داسې ده لکه په کابل کې چې څوک پښتو وايي، خلک په دې ژبه ګړېدونکي اشخاص ناپوه، د سپکاوي وړ او وروسته پاتې ګڼي. که پاکستان د کلتوري او ملي ارزښتونو تر څنګ د افغانستان سترې فابريکې او نور دولتي کارځايونه لوټ کړل او ټول سامانونه يې د کباړ په نوم په خپلو کارځايونو کې حل او وپلورل، ايران بيا د ځينو څېرو په ګمارلو سره د افغانستان د ملي هويت، ملي کلتور او ملي ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي. چې په دې کتاب کې به يې يوازې ځينې بېلګې ولولئ، ځکه چې موږ په پام کې لرو د کتاب په دويم ټوک کې دا ډول نور اسناد هم ستاسو په واک کې درکړو، چې تاسې په خپله ورباندې قضاوت وکړئ. البته دا ليکنې موږ په خپله نه دي کړي، بلکې په دې باب مو خپرې شوې ليکنې راټولې کړي، چې د يوه کتاب بڼه مو ورکړې ده.
موږ په دې باور يو چې زموږ د اوسنيو ټولو بدمرغيو لامل همدا قومي، سيمه ييز او ژبنيز تبعيضونه او تعصبونه دي، چې په دې اور کې مو ګران او خوږ هېواد لولپه او وران ويجاړ شو، په لکونو بېګناه هېوادوال مو شهيدان شول چې نور نو بايد دغو کينو ته د پاى ټکى کېښودل شي.
دلته بايد يادونه وکړو، چې موږ د هېڅ ډول کينې او يا خداى مه کړه تضاد له مخې دا کتاب نه خپروو، بلکې موږ د خپلو ملي ارزښتونو د ساتنې او ځلونې غم لرو. په دې ډګر کې د مرګ تر بريده ولاړ يو او د خپلو ملي او افغاني ارزښتونو دفاع کوو، دا خپل يو روا او مدني حق ګڼو، هېڅوک هم دا حق له موږ څخه نه شي اخيستلاى.
موږ غواړو چې د اطلاعاتو او کلتور وزير مو په رښتينې بڼه د ملي کلتور د پياوړتيا لپاره کار وکړي، زموږ وزير خاين، دروغجن، غل، بې کفايته او متعصب نه وي. زموږ وزير هرڅه تر ايران قربان نه کړي، زموږ وزير بايد د افغانستان له مطبوعاتو او ملي راډيو- ټلويزيون څخه د ايران او ځان په ګټه کار وانخلي، بلکې زموږ وزير بايد زموږ له ليکوالانو سره مينه ولري، څارنواليو ته دې نه معرفي کوي، د خپلو شخصي عقدو له مخې دې دوى نه ځپي او نه کړوي. موږ په تېر دوران کې د ښاغلي رهين سترې درغلۍ وليدې، ده خپلو هغو ليکنوته د عمل جامه ورواغوستله او عملاً يې خپله هغه ستراتيژي پلې کړه، چې له امريکا څخه په خپرېدونکې �اميد� جريده کې به يې خپروله، د دې ښاغلي په لسګونو ليکنې په دې جريده کې خپرې شوې، چې موږ يې يو وخت د مهمو اسنادوپه توګه په خپل دويم ټوک کې وړاندې کوو،چې ملت پخپله ورباندې قضاوت وکړي.
موږ غواړو خپلو راروانو نسلونو ته دا ښاغلى او د ده غوندې نورې څېرې په ښه توګه وروپېژنو، چې په تشو شعارونو، د لاس په تسپو او غوړو خبرو يې تېر ونه وځي. زموږ وزير په تېر دوران کې خپله ښه ازموينه ورکړه، خپله بې کفايتي يې څرګنده کړه، چې د هېواد اکثريت کسان دى نه غواړي او د دې خبرې د پخلي لپاره د کتاب منځپانګه ستاسو په واک کې ده.
زموږ د دې وزير په څېره کې دومره پټې کينې پرتې دي، چې که په خوله يو څه وايي، په زړه کې نورې نقشې لري، چې د هېواد ارزښتونه ليلام کړي.
افتاب په کابل کې خپرېدونکې خپرونه وه، چې چلوونکى يې ايرانى و، کله چې دې خپرونې د اسلام پرضد يوه ليکنه خپره کړه، نو زيات افغانان يې راوپارول، سترې محکمې غوښتل چې د دې خپرونې چلوونکى ونيسي او د محکمې مېز ته يې راوکاږي، خو د ښاغلي سيد مخدوم رهين په شخصي هڅو نوموړى کس بهر ته واړول شو. هېچا هم دا پوښتنه ونه کړه، چې ولې؟؟.
کله چې په محمد ګل مومند بابا، احمدشاه بابا او نورو ملي مشرانو پسې ځينې خپرونې کنځاوې ليکي، هېڅ خبره نه ده، په خپله وزير رډې سترګې نيولې وي او هېڅ هم نه ورته وايي، خو که چېرې يو ليکوال د خپلو سترګو ليدلى حال ليکي او خپله ليکنه په انټرنټ کې خپروي، نو ښاغلى رهين په دې تور نور ځوانان نيسي او ان چې ځينې ځوانان اړ باسي چې د بل چا د ليکنې له کبله بخښنه وغواړي.
ملي ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ دي، په دې منځ کې ملي ټرمينالوژي، چې زموږ د ملي کلتور او ملي هويت يوه ستره برخه جوړوي، له نابودۍ سره مخ ده. په دې کار کې په خپله د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي ستر رول لوبوي چې غواړي دا نومونې له منځه يوسي او ايرانۍ نومونې يې پر ځاى دودوي، چې دا دى اوس په کابل راډيو، د افغانستان په نامه ټلويزيون او نورو چاپي خپرونو کې خپرېږي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره دوزارتونو او رياستونو نومونه اړول کېږي، چې څوک هېڅ هم نه وايي، له ايران څخه ايراني کتابونه، سافټوېرونه او نور مواد په کانيتنرونو راروان دي، چې کتابونه يې د افغانستان په عامه کتابتونونو کې ځاى پرځاى کېږي، دغه راز نور توکي يې په نورو ادارو کې او د کلتور وزارت يې ډېر ښه هرکلى کوي. ايراني فلمونو، سريالونو اوسندرو ته خو بېخي کابل ټلويزيون او نورې راډيو ګانې په ګرو نيول شوي، چې دا په خپله د پوښتنې وړ خبره ده.
. له بده مرغه چې اوس د دښمنانو اوسيالو ډلو په واک کې ژوندي وزارتونه دي، چې عملاً ورته کار کوي. په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې په دې خپل تېر دوران کې يې د خپلې بې کفايتۍ، درغلۍ او بې انصافۍ ښه او پخه ازموينه ورکړله او موږ په دغو هڅو کې وينو چې په خپله د کلتور وزير په دې ملي ضد هڅو کې ستر رول لوبولى او د خپلو بادارانو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. کله چې د هېواد تکړه ليکوال او د دې وزارت مرستيال ښاغلى عبدالحميد مبارز هم د رهين د کينې او عقدې ښکار شو، په هغه پسې په خپله د رهين په خپرونه (انيس) کې داسې يوه ليکنه راغلې، چې هم يې د ښاغلي مبارز پر شخصيت تېرى کړى، هم يې بېځايه تورونه ورباندې تړلي دي، دلته ولې د ټوليزو رسنيو قانون پر رهين نه تطبيقېږي؟؟ ښاغلي رهين يودا دليل هم درلود، چې مبارز زوړ بوډا دى کار نه شي کولاى، خو موږ حيران چې رهين بيا چېرې داسې څوارلس کلن ژڼى دى، چې د ځان د پرکارۍ سند په جېب کې ګرځوي، اوس هم د خپلو سترګو علاج نه کوي، يو شى ورته دوه ښکاري. ښاغلي رهين يو وخت د خپلو کارونو له کبله په (خراساني) شهرت درلود چې اوس هم له زياتو پټو او ښکاره ډلوسره اړيکي لري.
موږ دلته د دې ښاغلي د کارونو په باب ټول څه نه وايو، ځکه چې ټول شيان به تاسې په خپله په دې کتاب کې ومومئ، موږ هم دا منو چې ځينې اشخاص په غندنې هم نه ارزي، خو بيا هم دا ښه خبره ده چې ځوانان مو دا وړ څېرې وپېژني، چې دې ښاغلي کوم ګلونه کرلي دي.
ليکنې په دواړو ژبو دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کنفرانسونو په تالار کې مو- د ملي مسايلو په باب يو جوړ شوى سيمينار هم رااخيستى، زموږ په اند ډېر ستر ارزښت لري، ځکه چې په دې کنفرانس کې ځينې داسې جملې ويل شوي چې ملت ته د سند په توګه وړاندې کول يې زموږ دنده ده. ځکه يو وخت ښاغلي رهين دعوده کړې وه، چې په دې سيمينار کې داسې جملې نه دي ويل شوي، خو نه يوازې دا چې ملت دا توري اورېدلي، بلکې دا دى اوس يې د سند په توګه تاسو ته هم وړاندې کوو، چې د ښاغلي رهين دا ښکرور درواغ او نورې باټې په عمل کې درته ثابتې شي.
باختر اژانس د پښتو ليکنو په برخه کې ستونزې لري، په زياتو برخو کې خو يا پښتو ليکنې نه دي رااخيستل شوي او که اخيستل شوي هم دي، ډېرې غلطۍ لري، سړى پر ځينو جملو هېڅ نه پوهېږي. موږ چې د باختر اژانس انټرنټ پاڼه هر مهال کتله او د دې سيمينار پښتو برخې ته مو لار څارله، خو له بده مرغه چې تر ډېرې مودې وروسته مو بيا هم دا ليکنې ونه موندې. بل دا چې د کتاب چاپ ځنډېده، له دې کبله مو نور انتظار ونه کړ، بله دا چې د کتاب دويم ټوک هم راروان دى، که خداى کول هلته به هم داسې مستندې ليکنې راشي.
ښاغلي رهين په شان تعصب لرونکي عناصر، چې تل يې د بل ډول ته څڼې اچولي او په پردي خيرات کې يې سپي په لوټه ويشتلي دي، ګومان کوي چې ملت ويده دى او د دوى ملي ضد کړنو ته يې هېڅ پام نه شته، حال دا چې داسې نه دى، دا دى تاسې هم وينئ چې تر دې دمه په دې ملي ضد هڅو پسې څومره ليکنې شوي، اوسنى کتاب خو د دغو ليکنو لسمه برخه هم نه ده، بلکې موږ زياتې ليکنې د دې کتاب بل ټوک ته پرېښودې او اوس خو ايله د دې لړۍ لومړى ټوک خپرېږي، چې په راروانو ټوکونو کې به نورې خپرې شوې او يا خپرېدونکې ليکنې راشي.
دا خبره خو اکثره مهال د ستمي ډلې پلويان کوي، چې ګواکې په دې هېواد کې د ستونزو د اوارۍ لار يوازې دا ده چې په دې هېواد کې ټول اوسېدونکي دې له خپل ملي هويت څخه لاس واخلي او هغه څه دې ومني چې دوى يې وايي. حال دا چې موږ وايو زموږ ملت يو سرلوړى، وياړلى او د اصيل هويت لرونکى ملت دى، چې د هېڅ پردي پروا هم نه ساتي، دا ملت به د دې ځمکې پرمخ همداسې سرلوړى او باتور پاتې وي.
اوسنى کتاب ښايي د منځپانګې له مخې په بشپړ ډول د سيدمخدوم رهين په اړه قضاوت نه وي، زياتې ليکنې داسې دي چې د ده د وزارت په واکمنۍ کې د کلتوري ستم کيسې کوي، زياتې ليکنې د ده خپل کارونه تشرېح کوي، زياتې ليکنې د ده کړنې د قضاوت په تله کې ږدي او ځينې ليکنې د اسنادو بڼه لري، چې موږ يې دلته په دې موخه خوندي کوو، چې يو مهال تاريخ ورباندې قضاوت وکړي. يوشمېر ليکنې بيا د حل پر لارو چارو غور کوي، چې د ځينو ستونزو د اوارۍ لار کومه ده؟
د کتاب په پيل کې مو د مطبوعاتو قانون هم رااخيستى، چې لوستونکي يې ولولي او که د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي دا قانون ونه لري، نو دلته دې ولولي چې کومې مادې لري او د دوى وظايف څه دي، دغه راز دوى تر دې دمه کومې سرغړونې کړې دي.
زياتې ليکنې مو په ډېرو سختيو پيدا کړې، نو په کابل غوندې ځاى کې د پښتو خپرونو پيدا کول ډېر ستونزمن کار و، بيا مو هم ځينې پښتو خپرونې د کابل او ولايتونو له کتابپلورنځيو څخه رانيولې، هغه مو ولوستې او له خپلې موضوع سره نژدې ليکنې مو په کې غوره، بيا ټايپ کړې، د دې لپاره چې وکړاى شو، خپل مواد يو څه نور هم غوښن کړو، نو مو انټرنټ ته مخه کړه، چې له انټرنټ څخه اخيستل شوې ليکنې معلومې دي، چې موږ د سرچينو په برخه کې د هغو يادونه کړې ده.
ګڼ شمېر ليکنې مو له سره ټايپ کړې، څرنګه چې موږ وړ کمپيوټر په واک کې نه درلود، له دې کبله مو زياتې ليکنې له منځه لاړې، بيا مو هم زياتې ليکنې له سره ټايپ او سره واوډلې. چې دې کار هم زيات وخت وغوښت. اوسنى کتاب بايد په تېر ژمي کې چاپ واى، چې دغو ستونزو د کتاب په چاپ کې يو څه ځنډ رامنځته کړ، بيا هم (دېر ايد، خوش ايد) دا دى اوس د کتاب منځپانګه نوره هم زياته شوه.

په درناوي
افغان ولسپال ځوانان


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery