د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې
لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه
دويمه برخه
پر ټولنيز او سياسي ژوند د ١٩٧٨ م کال د کمونيستي کودتا اغېزې
لومړى څپرکى: د ١٩٧٨ م کال د اپريل کمونيستي کودتا د دولت جوړښت يانې سلطنت او
پارلمان، د قومي او قبيله يي اړيکو او ملتپالنې بنسټونه ويجاړ کړل. مذهب د سياسي
موخو د پرمخوړلو وسيله شو او د روڼاندو د سياسي خوځون په لاره کې ګڼ شمېر خنډونه
رامنځته شول.
دويم څپرکى: له هېواد څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، په افغاني او بهرنيو
سياسي کړيو کې د ناپېيلي حکومت د ټينګښت طرح د خبرو اترو ګرمه موضوع شوه.
درېيم څپرکى: د سولې او سياسي ثبات د ټينګښت لپاره د يوې معقولې لارې په توګه، د
ناپېيلي حکومت د جوړېدو هيله بريالۍ نه شوه.
د واک نويو ملاتړيو، لکه جهادي تنظيمونو او د مقاومت قوماندانانو د سولې د ټينګښت
لپاره خدمت ونه کړاى شو، بلکې په خپله د بې ثباتۍ لامل شول.
څلورم څپرکى: د جهاد پر کلونو د دښمن سرزورۍ، قهر زموږ د ټولنې لپاره د يوې اشنا
پديدې په توګه دښمنۍ ته د مناسب ځواب ورکولو د وسيلې او وروسته د سياسي واک، د ګټلو
لپاره پر يوې حربې بدل کړ. د ولسواکۍ د آرونو منل د سولې او روغې پلي کېدل د يوې
هيلې تر بريده پاتې شول.
لومړى څپرکى
د دولتي جوړښت د بنسټونو ړنګونه
کمونيستي کودتا او په هغې پسې د شوروي پوځي مداخلې، د دوديزې افغاني ټولنې د
اخلاقي، ټولنيز او سياسي ژوند زياتو جوړښتونو ته بدلون ورکړ. د روس د لاسوهنې پر ضد
د ګټې لرونکو هېوادونو له خوا، د خلکو د پرګنو په منځ کې په پراخه کچه د وسلو
تيتول، په بهر پورې د تړلي مرکزي حکومت، چې په خپله د کړکېچ او شخړې پر ډېرو
لاملونو بدل شوى و، لوړتيا له منځه يوړه. تر کومه ځايه چې نظام، له حقوقي او سياسي
اتوريتې سره، د خلکو د استازيتوب په لاسته راوړلو بريالى نه شو د قانون له لارې د
ټولنې اداره لاسته راوړي، د جهاد د دوام په نږدې دولسو کلونو کې د ګډوډۍ يو ډول، بې
ځايه ازاديو او ستونزو د افغاني ټولنې او دولت د جوړښت بنسټونو ته ځينې نه
جبرانېدونکي زيانونه واړول. پر ١٩٩٢م کال د جمعيت، پرچم، ستم د ايتلافي ادارې په
رامنځته کېدو سره د دولتي جوړښت پاتې بنسټونه له منځه لاړل.
الف- سلطنت او پارلمان: د ١٩٧٣ م کال تر پوځي کودتا وروسته د سلطنتي دستګاه
ړنګېدنه، چې په نورو مخ پر ودې هېوادو کې له دود سره سم، څو نورې ناکامې او بريالۍ
کودتاوې ورپسې پېښې شوې، د حکومت جوړونې په چارو کې د اردو د لاسوهنې خراب پيل و،
چې د نوې څرګندې شوې سياسي ولسواکۍ غوښتنې ته يې ګوزار ورکړ. په هر حال! د کمونيستي
او ناکمونيستي کودتاوو برياليتوب په ډاګه کړه، چې سلطنتي موسسې د ژوند د دوام لپاره
لازم ټينګښت او وړتيا نه لرله او ويې نه کړاى شول، چې په يوه نه يو ډول د ټولنې د
ټولنيز، اقتصادي، سياسي او رواني ژوند له بدلېدونکو شرايطو سره توافق وکړي، چې د
ړنګېدنې زمينه يې برابره نه شي. په بله وينا سلطنت په خپل ځان کې د ځان د له منځه
وړنې او ړنګونې لاملونه وپالل او د ولسواکۍ د آرونو په بشپړونې کې يې له واقعيتونو،
ژورې کتنې او د پرمختللو هېوادونو (انګلستان او جاپان) چې شاهي مشروطه نظامونه يې
لرل، له تجربو څخه ګټه وانخيسته.
پارلماني رژيمونه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ودې زېږنده دي. ددې ودې په بهير کې
د ځمکوالي نظام په پاشل کېدو سره بورژوازي د يو نوي ټولنيز قشر په توګه څرګنده شوه.
پانګوالي د خپل پرمختګ د چټکتيا لپاره اقتصادي خپلواکيو (ازادي او د خصوصي مالکيت
حق، د يوې تصدۍ د جوړېدو او اداري ازادۍ، د راکړې ورکړې ازادۍ، د سوداګرۍ ازادۍ او
نور)، سياسي خپلواکي ( د رايې حق، د ټولنو خپلواکۍ...)، مدني خپلواکي ( د عقيدې،
وينا، مطبوعاتو، ليک او مخابرې خپلواکۍ...) ته اړتيا درلودله. له ځمکوالي نظام څخه
راپيدا شويو ارستوکراتيکو بنديزونو، له دې خپلواکيو نه دګټې اخيستلو په لار کې
خنډونه رامنځته کول، چې د پانګوالي نظام لپاره يې تر ټولو اوچت ارزښت درلود. د
فرانسې د ١٧٨٩م کال انقلاب د اروپايي ټولنې د زوړ او وراسته جوړښت پر وړاندې، د نوي
څرګند شوي ناراضه ټولنيز قشر، د غوښتنو د بغاوت ډېر ښه څرګندوى دى، چې د پانګوالي
نظام د ودې او پرمختګ له لارې د دې بنديزونو د ماتېدو سبب شو. د دې بنديزونو په له
منځه وړلو سره د اقتصادي، سياسي، مدني او نورو خپلواکيو لپاره لاره هواره شوه، چې د
هغې له مخې پارلماني نظامونو د خپل پرمختګ پړاوونه ووهل.
د هندوستان تجربې په ډاګه کړې ده، چې پارلماني نظامونه له يو څه توپيرونوسره په يوه
مخ پر ودې هېواد کې هم فعال پاتې کېدى شي. ځکه نو په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ
سستيا په تېرو اوو لسيزو کې نه شو کولاى د پارلماني سيستم په تعبيه کې ټوليز خنډونه
رامنځته کړي. زموږ په هېواد کې واکمنه ډله له ځمکوالو، ارستوکراتو او وړو بورژ
وازانو او روڼ اندو څخه جوړه وه. له کمزوري اقتصادي پرمختګ نه راپيدا شوي ټولنيز
غورځنګ، تر دې بريده سياسي ځواک تر لاسه کړى نه و، چې د سلطنت د ارستوکراتيکي
دستګاه د بنديزونو او فشارونو پر وړاندې د پارلمنټاريزم له غورځنګ څخه، د دولت د
ډيموکراتيکې ادارې د يو سيستم په توګه، دفاع وکړي، خو هر کله چې په شپېتمو ميلادي
کلونو کې د شورا د اوومې او اتمې دورې په بهير کې د مکتبي او پوهنتوني روڼاندو له
خوا، د پارلمان د دريځ د تثبيت په خاطر کومې ناوړه هڅې ترسره کېدلې، د وخت د
چارواکو له پراخې اوسېلې او زغم سره مخامخېدلې، په ورو ورو ډول مشروطه پارلماني
نظام له خپلو ټولو ځانګړنو ( د ټولنو ازادۍ، د مطبوعاتو ازادي، ټاکنو او نورو
ازاديو) سره راټوکېده او د سلطنتي نظام پاتې شوني له ولسواکۍ سره د يوځاى شوي سيستم
د يوې برخې په توګه تضمينېدل. سربېره پر دې د سياسي ولسواکۍ او پارلمنټاريزم نظام
په خپله د کمونيزم د پرمختګ (( د مخنيوي)) پر يو سوله ييز او ډيموکراتيک لامل
بدلېده. په داسې حال کې، چې د لويديزې اروپا کمونيستي هېوادونه د شپېتمو کلونو په
بهير کې په سياسي لوبو کې د مذهب له کمزوري اغېز سره سره، پر دې بريالي نه شول، چې
د ټاکنو او د پارلماني اکثريت په ګټلو سره واک ته ورسېږي، د افغانستان په اسلامي
هېواد کې خو د مذهب د ټولنيز ځواکمن اغېز له کبله د هغو په واسطه د دولت د چارو
لاسته راوړل، يوه ناممکنه خبره وه. ځکه نو ټاکنې او پارلمان زموږ په هېواد کې کېدى
شول، د کمونيزم د ځپنې په ښو وسيلو واوړي.
د ١٩٦٤م کال لېبرال اساسي قانون د لويديزو هېوادونو په ډول په داسې شرايطو کې له
سياسي خپلواکيو نه د ګټې اخيستنې امکان برابر کړ، چې کمونيستانو په بهرني ملاتړ سره
د وخت له غوښتنو سره سم په پرمختللي تکتيک او ستراتيژۍ سره خپل ځان راټول او تيار
کړى و، هغه هم په داسې حال کې چې اکثره خپلواک ملي او اسلامي ګوندونه د اساسي قانون
په اعلان او نافذېدو سره پيل شوي وو. په بله وينا کمونيستان له همغه پيله تر نورو
په سياسي مقابله او رقابت کې دمخه وو.
د ١٩٦٤م کال اساسي قانون هغو خلکو ته، چې د تېرو پېړيو ظلم او ستم يې د سياسي او
رواني عقدو د ټوکېدو سبب شوي وو، د زياتو ازاديو ورکول، د زمان او مکان له غوښتنو
سره سمون نه درلود. کمونيستانو، چې د يو ځواک په توګه څرګند وو، له دې خپلواکيو څخه
د ولسواکۍ د ړنګونې لپاره د يوه راټول شوي ځواک په توګه ګټه پورته کړه.
لکه څنګه چې دمخه مو يادونه وکړه، د ولسواکۍ د آرونو د مراعاتولو په عادي شرايطو
کې، د خلکو ډيموکراتيک ګوند په واسطه، د سياسي فعاليت د پرمختګ او احياناً د سياسي
واک د لاسته راوړلو امکان موجود نه و.
د ١٩٦٤م کال اساسي قانون نيمګړتياوې وروسته د سردار داود د وخت د ١٩٧٨م کال اساسي
قانون په واسطه له منځه يووړل شوې. دا اساسي قانون د واکمنې ډلې تر نيمې پېړۍ د
زياتې سياسي تجربې زېږنده و، چې د خپل څرنګوالي له مخې د دولت د سياسي او حقوقي
سازمان د راټولونې له پلوه د ١٩٦٤ م کال اساسي قانون له لسيزې نه د راپيدا شوې
ګډوډۍ پر ضد، د مبارزې ډېره ښه وسيله ګڼل کېدله. د دې اساسي قانون د تطبيق لپاره د
ناپوهو کسانو ګومارل، چې په دولت کې يې د هغه د ناکامۍ سببونه رامنځته کول. د سردار
داود پر ضد د ١٩٧٨م کال د اپريل کودتا، د خپل پايښت لپاره د جمهوري نظام د هغې
کمزورۍ څرګندويه ده، چې له اساسي قانون نه رازېږېدلې ده.
ب- له مذهب نه سياسي ګټه اخيستل: کمونيستانو د لينن په نظر مذهب او دين ته د پرګنو
د ترياکو په توګه کتل او د مذهبي پوهانو ځپنه او له منځه وړنه يې په اصطلاح (( د
ټولنې پاکولو)) پروګرام په سر کې ځاى کړل. وروسته د خلکو مقاومت، چې په ډېرو برخو
کې يې پر مذهبي ولولو ډډه لګوله، کمونيست حکومت مجبور کړ، چې د ديني ارزښتونو د
دفاع تظاهر وکړي. په بله مانا مذهب او دين د سياسي موخو لپاره وکاروي.
ځينې روحاني ډوله کسان په پيسو واخيستل شول او له هغو نه د مبلغ په توګه ګټه
واخيستل شوه. د دښمن له خوا قومي او قبيله يي اختلافونو ته په ټينګه لمن ووهل شوه
او بېلابېلو جهادي تنظيمونو د دې اختلافاتو په شاوخوا کې د اسلام پينځه لسګونى بيرغ
اوچت کړ او مومنانو ته يې تر هغو لاندې د فى سبيل الله جهاد بلنه ورکړه. بهرنيو
مسلمانو هېوادو دا تفرقه نوره هم پياوړې کړه او اسلام ته په سياسي رنګ ورکولو سره
يې، د ټولنې په روحاني او مانيز يووالي کې د هغه رول کمزورى کړ، په داسې حال کې چې
د پخوانيو نظامونو د واک د وختونو په انډول يې د هغه جګړه ييز ځواک زيات کړ.
د يوې عمومي ارزونې له مخې اسلام پر هغه وخت، چې جهادي تنظيمونه منځته نه وو راغلي
او يا له خپل شتوالي سره سره، د جهاد د سوق او ادارې امکانات يې نه لرل، د يرغل پر
وړاندې يې د مقاومت د طبيعي لامل په توګه په خپل سر بنسټيز رول ولوباوه.
ج- قومي او قبيله يي اړيکي: د افغانستان بېلابېلو قومونو او قبايلو د تاريخ په
اوږدو کې خپل ځان (( د افغان ملت)) لويې کورنۍ ته منسوب ګاڼه او په سوله او جګړه کې
له يو بل سره په مانيز پيوستون کې وو. په افغاني ټولنه کې د قومونو او قبايلو ترمنځ
خپلمنځي اړيکي د واحدې کورنۍ په توګه (( مشر ورور)) ته د درناوي څرګندونکي وو. د
کورنيو اخلاقو د پوړيو د مراعت له مخې دا درناوى د سياسي او ټولنيز ثبات له لاملونو
څخه شمېرل کېده.
کمونيستي افت د دې اخلاقي پوړيو سلسلې ته زيان ورساوه او د ټولنې په اداره کې د
اکثريت او مسلط قوم او قبيلې رول، چې د افغاني ټولنې د جوړښت طبيعي توکى او زموږ د
ملت د جوړښت د يوې برخې په توګه، د ولسواکۍ د اغېز څرګندوى و، له پوښتنې سره مخامخ
کړ.
د روسانو او د کابل د لاسپوڅي حکومت له خوا په سياسي، کلتوري او پوځي برخو کې د
قومي او قبيله يي نفاق د راپيدا کولو لپاره اغېزمن او منظم پروګرام پر مخ يوړل شو
او د قومي اکثريت اغېز له پوښتنې سره مخامخ شو.
يو- په سياسي برخه کې بې اتفاقي: د قومي او مذهبي لږکيو د لمسون په نيت ( د ولسواکۍ
د نورمونو خلاف) له پښتنو اکثريت سره د مساوي حقوقو د لاسته راوړلو د ادعا د طرح
کولو لپاره د دولت په جوړښت کې بدلونونه راڅرګند شول. د جمهوري رياست، صدارت،
وسلوال پوځ او په اصطلاح د مليتونو چارو وزارت کې بدلونونه رامنځته شول. د دولت د
مامورينو او نورو خلکو د حقوقي هويت د تثبيت لپاره په دولتي موسسو کې د ګومارنې په
فورمو کې په اصطلاح د ((مليت))(!) ستون ځاى شو. په داسې حال کې چې لږ تر لږ پينځه
لس کاله مخکې پخواني حکومت د قومي تعصب او کينې له دې توپيرونو سره هېڅ علاقه نه
درلودله.
د خلکو ډيموکراتيک ګوند د پښتون ضد احساساتو د راپارولو لپاره دولت ته د پښتون ضد
بانډ (( ملي ستم)) د ملګرتيا په جلبولو سره د سياسي موخو د ترلاسه کولو په لار کې
بريالى شو.
دوه- په کلتوري برخو کې بې اتفاقي: د ببرک تر راتګ وروسته انيس ورځپاڼې د ١٩٨١ کال
په بهير کې د يوې ليکنې په ترڅ کې پښتنو ته د بې فرهنګه اکثريت خطاب کړى و. تر هغه
وروسته په رسمي خپرونو کې د دري فرهنګ، پښتون ضد ليکنې پيل شوې، چې د هغه په بهير
کې د هغو پښتنو نومونو (اصطلاحاتو) پر ځاى چې لسګونه کلونه وړاندې په دري فرهنګ او
ژبې کې دود شوې وې، د ايراني فارسي او ان د انګليسي يا فرانسه يي نومونې وکارېدلې.
پر ١٩٨٩م کال په پېښور کې ((جرگه هاى برزگ ملى)) په نوم کتاب چاپ شو. مولف يې
((محمد عليم فيض زاده) په دې کتاب کې هڅه کړې ده د لويې جرګې د نومونې پر ځاى د
((جرګه هاى بزرګ ملى افغانستان)) نومونه وکاروي. په داسې حال کې چې د لويې جرګې
افغاني او ملي نومونه زموږ د تاريخ او ملي فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده، خو ليکوال
په همدې کتاب کې نه ده کارولې او يا يې د زړه له پاسه په زور کارولې ده. د کتاب په
نورو مخونو کې يې په اصلي ډول د بهرنيو کلماتو له کارونې څخه ډډه نه ده کړې. مثلاً
د کتاب په ٢٣ مخ کې د ((محافظ شاهى)) پر ځاى د ((ګارد شاهى)) نومونه کارېدلې ده.
ايا د لويې جرګې نومونه د شاهي ګارد له کلمې څخه ډېره پردۍ او سخت مانيزه ده؟
په داسې حال کې چې روسانو د منځنۍ اسيا په جمهوريتونو کې ازبکي، تاجکي او ترکمني
ليکدود په روسي ليکدود اړولى و او د روسي ژبې تدريس يې جبري کړى و، په افغانستان کې
هڅه وشوه په هغو سيمو کې چې ازبکان، ترکمنان او بلوڅان ژوند کوي د واکمن دري او
پښتو فرهنګ او ژبې اغېز له منځه يوسي.
درې- په پوځي برخه کې بې اتفاقي: د اردو په چوکاټ کې د هزاره ګانو، ازبکانو او د
نورو قومي غونډو جوړول، چې په وسلوال پوځ کې د پښتنو او تاجکانو د واکمنۍ پر وړاندې
انډول بلل کېده، د روسانو د تفرقې اچونې د سياست بل اړخ و. د کابل کمونيست حکومت تل
د يوې سيمې او قوم له پوځي ټولګي نه د بلې سيمې او قوم د لوټ او وژنې لپاره کار
اخيستى دى.
هغو سيمو ته چې پښتو ژبي او دري ژبي په کې اوسېدل، د غلا لپاره له ازبکانو او
ترکمنانو څخه جوړې د ((دوستم)) او ((ګلم جم)) جوزجاني ملېشو لېږل، د سياسي موخو
لپاره له قومي دښمنۍ نه د ګټې اخيستنې ښکاره څرګندويې دي.
د روسانو له خوا د څارندوى اداره (( پوليس)) خلکيانو ((اکثريت پښتنو)) ته وسپارل
شوه او هغوى يې د وسلوال پوځ د يوې برخې، په ځانګړې ډول د خاد د مشرۍ پر وړاندې، چې
د پرچميانو (غالباً تاجکانو) په لاس کې وه ودرول.
د- ملتپالنه، پان اسلاميزم او د جهاد نړيوال کېدل: ناسيوناليزم ( ملتپالنه) په
افغاني ټولنه کې د بېلابېلو قومونو او قبايلو او بېلابېلو مذهبونو يوځاى کوونکى
لوښى دى. افغاني ملتپالنې پر هېواد باندې د پرديو د يرغل پر وخت دفعه کوونکې اړخ
درلود او هر کله چې ځواکمنو واکمنو د چارو واګې تر لاسه کولې، د ناسيوناليزم يرغليز
او هژمونستي اړخونه څرګندېدل، چې د هغو په بهير کې افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د
مذهب، افغاني فرهنګ او ژبې د لېږد پر مرکز بدلېده، په دې ډول ملتپالنه د يوې
امپراتوۍ د جوړېدو د ډاډ وړ سرچينه ګرځېدله. افغاني ملتپالنې که دفاعي اړخ درلود که
يرغليز، د ملي او ټولنيز پيوستون لپاره يې تل له مذهب او دين نه مرسته غوښتې ده.
له ملتپالنې سره د افغاني مارکسيستانو دښمني له سياسي او ايډيالوژيک پلوه موجه ځلول
کېده: د مارکسيزم ايډيولوژۍ د کارګري انترناسيوناليزم د آرونو پر بنسټ، د واحدې
طبقې په توګه د کارګرانو په ليکو کې د بورژوازۍ د تفرقې اچونې تيوري ګڼله: له سياسي
پلوه پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل، افغاني انقلاب ته د يو دوست هېواد د
نړيوالې مرستې په توګه تبليغېده.
مارکسيزم او مکتبي اسلام، دواړو د افغانستان د نږدې دوو لسيزو جګړې په بهير کې د
ملتپالنې مخالفې هڅې ترسره کړې. مارکسيستانو ملتپالونکي ډله ډله زندانونو او
وژنځايونو ته يووړل او بنسټپالنو ګوندونو پر هغوى باندې د کفر او الحاد تور پورې کړ
او يو شمېر يې ترور کړل.
د اسلام تاريخ د خپلو چارواکو او سياستوالو د ولولو په لوړو ژورو کې ځينې وخت د
روحاني يووالي او پايله کې د اسلامي ټولنو د يووالي لپاره د روشنفکرانه او ذهني
ايډيالونو څرګندوى دى. د يووالي د موخې د پلي کېدو لپاره له پوځي (فتوحاتو)، سياسي
(لکه د عرب ليګ او د يووالي د موخې لرونکو سياسي ګوندونو لکه اخوان المسلمين او بعث
ګوندونو جوړول) او حقوقي ( د يو کانفدراسيون يا فدراسيون د جوړېدو لپاره د نړيوالو
تړونو لاسليک کول) لارې ګټه اخيستل شوې ده.
په ټوليز ډول پان اسلاميزم د يو روحاني- سياسي ښوونځي په توګه په ملي او نړيواله
سطح د سياسي موخو لپاره ګومارل شوى دى. په دې مانا چې د مسمانانو چارواو د هېوادونو
د نيونې هيلې تل د پان اسلاميزم له ولولو سره اغېز پيدا کوي او ان ښکېلاکګرو
نامسلمانو هېوادونو غالباً خپل مقصدونه د پان اسلاميزم په پوښ کې تاو کړي دي. د
انګليس ښکېلاک پان اسلاميزم تر لومړۍ عمومي جګړې دمخه په منځني ختيځ کې د خپلو
استعماري دښمنانو له هغې جملې نه (عثماني ترکيې) پر ضد د ايډيالوژيکي مبارزې وسيله
کړى و. ددې ښکېلاکيزې تګلارې په برکت ځينې نومورکې کورنۍ لکه په سعودي عربستان کې د
آل سعود کورنۍ، د تاج و تخت، شهرت او اغېز خاونده شوه. پان اسلاميزم د مارکسيست
انترناسيوناليزم په شان تل د سيمه ييز ژوند له واقعيت سره په چلند کې له ماتې سره
مخ شوى او بيا د مسلمانانو بنسټپالو ګوندونو په لاس کې د چارواکو د پراختيا غوښتنې
د موخو د فردي او سياسي شعور نه درلودونکو مسلمانانو پرګنو د تېر ايستلو لپاره د
يوه کشوونکي سراب په توګه پاتې شوى دى.
په افغانستان کې د جهاد په ديارلسو کلونو کې اسلامي انترناسيوناليزم د مارکسيست
انترناسيوناليزم پر وړاندې وکارول شو. زموږ په هېواد کې سياستوالو روحانيونو او (په
ځينو برخو کې د ګوتو په شمېر روحاني سياستوالو) دې ته پام و چې له نړيوالې صبغې او
د بهرنيو هېوادونو له مرستې پرته د جهاد د غوښتنو پرمخبيول امکان نه لري. د بهرنيو
هېوادونو د مرستې راجلبول په داسې حال کې، چې د اسلامي تنظيمونو لپاره په خپلمنځي
او کورني اړ و دوړ کې د سياسي دريځ د ټينګښت او تثبيت وسيله شوې وه، د سيمې د
مسلمانو دولتو لپاره يې د افغانستان په جهاد کې د پرله پسې او ګټورې سياسي پانګه
اچونې امکان برابر کړ.
بهرنيو هېوادونو د مذهبي او سياسي پيوستون او يو څه هم د قومي او کلتوري اړيکو له
مخې په افغانستان کې ځانګړې ډلې له خپلو پوځي، سياسي او تبليغاتي مرستو څخه برخمنې
کړې، د اسلامي هېوادونو د ټولو پوځي مرستو د اوډنې (کاناليز) لپاره يو افغاني سياسي
واحد مرکز هم موجود نه و: افغانستان د لاسوهونکو هېوادونو د ګټو د ټکر پر سيمه
واوښت. دې کار د افغاني ټولنې بېلابېل قومونه او قبايل له بهرنيو هېوادونو سره د
مذهبي، سياسي، قومي او کلتوري تړښتونو له مخې تيت و پرک کړل او د ټولنيز پيوستون او
يووالي د يو توکي په توګه يې د ناسيوناليزم اغېز يو څه کم کړ. په مخالف لوري کې د
افغانستان د کمونيست ګوند له خوا مارکسيست انترناسيوناليزم د واک د بهرنيو سرچينو د
خپلونې ايډيولوژيکه وسيله وګڼل شوه او روسانو له هغه نه د امپرياليستي موخې د تطبيق
د حربې په توګه کار واخيست. په دواړو حالاتو کې د سياسي واک د نيولو لپاره د سياسي
مشرانو پاملرنه د خلکو پر ځاى چې ملي ليډر شيپ ته د اعتبار ورکولو اصلي سرچينې دي،
تر پولو د باندې بهرنيو لاسوهونکو هېوادو ته واوښتله. دې کار د بهرنيو لاسوهونکو
هېوادونو په ګټه په سوله او جګړه کې له موږ نه هر ډول نوښت واخيست او د يوې نيمې
لسيزې په اوږدو کې يې زموږ خلکو ته تر ټولو ناوړه سياسي زده کړه ورکړه.
د جهاد د دورې مذهبي مشرانو، چې انترناسيوناليزم يې د عرب شيخانو او د ايران د ايت
الله ګانو او حجت اسلاميانو (( د پطرولو خزانې)) د يوې برخې د لاسته راوړلو لاره
ګڼله، ملتپالنه يې د مسلمانو پر ګنو په روحياتو کې ووژله او تر دې زيات يې لا د يو
سپېڅلي اتحاد له لارې له سړې او ګرمې جبهې نه د ملتپالو د ايستلو لپاره او پر ټولو
هغو کسانو باندې، چې د افغانستان له نامه سره يې مينه لرله، د کفر او الحاد تور
ولګاوه او ان ځينې يې شهيدان کړل. مذهبي لارښوونکو ددې لپاره چې (( د وطنپالنې
ګناه)) پر ((پردي پالي ثواب)) واړوي، له بېلابېلو لارو يې دملتپالنې پر ولولو
ګوزارونه وکړل. له هغې جملې:
_ د هغو تنظيمونو او سياسي ډلو د نومونو په جوړښت کې، چې د جهاد په کړکېچن مهال کې
څرګند شوي وو، د ((ملي)) او ((افغانستان)) د اصطلاحاتو ځاى کولو ته په عمل کې هېڅ
ډول پاملرنه ونه شوه. خو د دې خلاف د ((اسلام)) پر نومونې زيات ټينګار وشو (اسلامي
حزب، اسلامي جمعيت، اسلامي انقلاب حرکت او نور) په بله وينا د ګوندونو مسلمانتوب د
هغوى مليتوب او افغانيت تر سيوري لاندې راوستى و.
_ اسلامي تنظيمونو د مسلمانو پرګنو پاملرنه له افغانستانه بهر سياسي معبودونو لکه
ايت الله خميني، ضياءالحق او نورو ته واړوله. تر هېواده بهر د ځينو سياسي او مذهبي
شخصيتونو د روحاني پوړيو او کراماتو په اړه مبالغه او ان په ښکاره ستاينه کېدله او
هغو ته يې له سياسي شعور نه بې برخې، د افغانستان د پرګنو د معتقداتو په متن کې، د
اسلامي نړۍ د لارښود په توګه(!؟) ډاډمن ځاى پيدا کاوه.
_ د هېواد د داخلي جګړې جبهې يې د اسلامي نړۍ د خلفاوو او مشرانو په نومونو لکه د
عمر فاروق جبهه، د خالد بن وليد جبهه او داسې نورو په نومونو مبارکې او سپېڅلې کړې.
ګنې د افغانستان د ملي او مذهبي لارښوونکو لکه ملامشک عالم، محمد جان غازي، د ميوند
فاتح محمد ايوب خان او نورو په مسلمانۍ کې څه شک او ګمان پيدا شوى دى.
_ د اسلامي نړۍ د عمومي ګټو پر وړاندې د افغانستان ګټې وړې او بې اهميته وګڼل شوې.
په هغو شرايطو کې، چې د روسانو د پوځي شتوالي له کبله په افغانستان کې ستر جهاد د
مبارزې د مورچلو پياوړتيا ته ډېره زياته اړتيا درلوده، د اسلامي انترناسيوناليزم د
بيرغ ساتونکو يوازې پر ١٩٨٠م کال نږدې پينځه زره افغاني مجاهدين د عراق د جمهور
رئيس صدام حسين پر ضد د جهاد(؟) لپاره د ايران ايت الله ګانو د توپ خولې ته وتړل.
پر ١٩٩١م کال ٣٥٠ تنه مجاهدين د لنډ مهالي افغان حکومت له خوا د امريکا او سعودي
عربستان تر څنګ ( د کويټ د ازادولو))(!) لپاره د عراق د اسلامي هېواد پر ضد ودرېدل:
په داسې حال کې چې افغانستان پر همدې وخت د کمونستانو تر اسارت لاندې و. اسلامي حزب
پر همدې کال تيارى څرګند کړ، چې د سړيو او مهماتو له لېږلو سره د هندوستان د مرکزي
حکومت پر وړاندې د کشمير د شورشي مسلمانانو دفاع کوي او هغه هم په داسې شرايطو کې
چې افغانستان تر کشميره زيات د خپلو مسلمانو خلکو مهربانۍ ته اړتيا لرله.
له ځينې مذهبي مشرانو سره دجهاد د خړوبونې، له بهرنيو سرچينو نه د ګټې اخيستنې له
دليل پرته، بل ستر دليل چې هغوى يې د ملتپالنې ولولو مخالفت ته رابلل دا و؛ په غلطه
يې فکر کاوه چې مجاهدين حاضرنه دي يوازې د افغانستان د دفاع لپاره د شهادت جام
وڅښي. په داسې حال کې چې که يوازې په نړيواله مانا له اسلامي معتقداتو نه د دفاع
لپاره د شهادت مرتبه مطرح واى (( د فلسطين دار الشهادت)) چې نږدې يوه پېړۍ يې له
عمره تېرېږي، مومنانو ته يې د اسلام په لاره کې د قربانۍ ورکولو لپاره ښه زمينه
برابره کړې ده.
ګومان نه کېږي د اسلام د دفاع په خاطر په فلسطين کې له اسرائيلو سره په جګړه کې د
کوم افغان پوزه وينې شوې وي، د شهادت پوړۍ لاسته راوړل خو لا پرېږده، ځکه نو
هېوادني جهاد ته په تګ کې د ملي او اسلامي نواميسو دواړو دفاع مطرح ده.
په هرحال! ملتپالنې، په ځانګړي ډول د انګليس د ښکېلاکيز اغېز پرضد د پېړيو په بهير
کې، په داسې شرايطو کې چې له ګاونډيو اسلامي هېوادونو سره د مذهبي او ديني اړيکو پر
بنسټ د افغاني ټولنې د يوځاى کولو او ړنګولو امکانات موجود وو، د يو ځواکمن مخالف
ځواک په توګه عمل کړى او د افغانستان د خپلواک اسلامي دولت په جوړښت کې يې خپل
بنسټيز رول ترسره کړى دى. اسلامي انترناسيوناليزم د مسلمانانو له مذهبي ولولو سره
په تماس کې، د ځواکمنو جذبو په لرلو سره د مارکسيزم له چاپېريال نه، تر راغلي پردي
انترناسيوناليزم نه زيات، د افغاني ملتپالنې نويو راپيدا شويو توکو ته زيان ورساوه.
اسلامي انترناسيوناليزم د سياسي ټولنپوهنې په اصطلاح خلک په پراخه کچه له ځانه پردي
کړل او د افغانستان د ګټې د ساتنې مينه يې ورکمه کړه. د اسيا په جنوب ختيزو
بازارونو کې د افغانستان د لاجوردو او زمرودو خرڅون، د عرب اميرانو په بازارونو کې
د هېواد د ځنګلونو د لرګيو خرڅول، د پاکستان او ايران په بازارونو کې د دښمن د جګړه
ييز ماشينونو د ټوټو ټوټو اوسپنو خرڅول او بالاخره د کابل موزيم لوټ، ټول د
افغانستان د لوړو ملي ګټو پر وړاندې د هغې بې تفاوتۍ ښکارندويي کوي، چې
انترناسيوناليزم ورته لمن وهي. د دې تېرې شلکلنې جګړې په ترڅ کې د افغانستان خاوره
د روسي، ايراني، پاکستاني عربو او نورو اجنټانو په ((کاروان سراى)) بدل شوې ده، چې
هر يو د انترناسيوناليزم تر بيرغ لاندې د افغاني مذهبونو او قومونو پر پاشل شويو
ټوټو باندې خپل رقيبان ځپل. ځينو عربانو لکه سعودي عربستان ته د افغاني پان
اسلاميزم له ګرم بازار نه د سوداګرۍ ګټې ترلاسه کول او په سيمه کې د ايران د
پراختيا غوښتنې د مقابلې لپاره تر ټولو ښه لار ګڼل کېدله.
هغه وخت په افغانستان کې د دوو اسلامي هېوادونو سعودي عربستان او ايران مقابله په
خپله د ملتپالنې څرګندوى وه، خو افغانان يې د انترناسيوناليستي لېوالتياوو لرلو ته
هڅول، انترناسيوناليزم يې د ځينو افغانانو د عقيده يي ښوونځي په توګه يوازې د
افغانستان په خاوره کې ساته.
د افغانستان په جګړه کې نورو ښکېلو عربانو ( عربو ته د فلسطين په انډول) د
افغانستان په لرې پروت هېواد کې د شهادت د درجې لاسته راوړلو لپاره په ارام زړه
خپله پاملرنه را اړولې وه، هغه د خداى بښلي جمال عبدالناصر په وينا ګنې اسرائيل د
مديترانې په بحر کې لويدلي دي او فلسطين د يو خپلواک دولت په توګه راټوکېدلى دى.
له پورتنيو يادونو څخه څرګندېږي، چې د پان اسلاميزم د مفکورې دفاع د افغانستان د
ګټو د دفاع په مخالف لوري کې ودرېږي او ان د هېواد د له منځه وړلو لاره ده. که چېرې
په اسلامي نړۍ کې دا مفکوره د عملي کېدو او پلي کېدو وړ واى، نو ډېر پخوا به د
افغاني مذهبي ډلو د مشرانو په واسطه د انترناسيوناليزم د شعار پر وړاندې کولو سره
(په ځينو برخو کې) د متفرقو او دښمنو اسلامي هېوادونو د عقيده يي، ايډيولوژيک،
سياسي او سازماني پيوستون شاهد وو. انګليسانو له خپلو هر ډول ښکېلاکيزو چلونو سره
ونه کړاى شول، تر لومړۍ نړيوالې جګړې دمخه د منځني ختيځ عربي هېوادونه، چې د يو
دين، تاريخ، ژبې، فرهنګ او واحدې جغرافيا لرونکي دي، په يوه نړيوال سازمان کې سره
متحد کړي. هغه ټينګ اختلافونه، چې ځينې وخت د خونړيو جګړو سبب شوي دي، د مسلمانو
عربي هېوادونو ترمنځ يې د بېلتون يوه غټه پوله رامنځته کړې ده. جمال ناصر له مصر
سره ( د يو فدراسيون په چوکاټ کې) د سوريې د يوځاى کولو او صدام حسين له عراق سره د
کويټ په يوځاى کولو سره لومړى په سوله ييز او دويم د زور له لارې د يوې اسلامي
امپراتورۍ د بنسټ د ايښودلو هيله لرله. دواړه په دې لاره کې بريالي نه شول. سوريې
او کويټ دا نه منله، د دوو ديکتاتوريو تر بيرغ لاندې، چې د مسلمانو عربو نړۍ يې د
تورې په زور جوړوله، له خپلو ملي طبيعي ګټو څخه تېر شي. د عربي هېوادونو د اخوان
المسلمين ګوندونه، چې د اسلام د نړيوال دولت د جوړېدو لپاره يې په سياسي برخه کې
ځينې جنجاليزې پېښې رامنځته کړي، تر نيمې پېړۍ نه په زياته موده کې د ټولو قهرجنو
او سوله ييزو وسايلو په کارونې سره نه يوازې ان په يوه مسلمان هېواد کې د سياسي واک
په نيولو بريالي نه شول، بلکې د اسلامي نړۍ د يووالي د پلي کېدنې په لار کې د
اسلامي ټولنو له سياسي واقعيتونو څخه په ډېر لرې واټن کې، د يوې بنسټپالې او
ځانساتې ډلې په توګه يوازې يو لږکى (اقليت) پاتې شول او د سياسي مبارزې په ډګر کې
تجريد شول. د بعث ګوند چې د ((ميشيل افلق)) په واسطه په ټولو عربي هېوادونو کې د
واک نيونې له لارې، د عربي هېوادونو د يووالي د راوستو لپاره جوړ شو، نه يوازې دا
چې د عربي هېوادونو د يووالي په لار کې يې کوم ګام پورته نه شو کړاى، بلکې د عراق
او سوريې دوو هېوادونو، چې په هغو کې د بعث ګوند څانګې واک په لاس کې لري، کلونه
کلونه يې له يو بل سره دښمني وکړه او پر ١٩٩١م کال پر عراق باندې د غربي متحدينو د
ځواکونو په يرغل کې، سوريه د سعودي عربستان، امريکا، انګلستان او فرانسې تر خوا
ودرېده. د ايران او عراق د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې لسکلنه جګړه او د ايران
او سعودي عربستان ترمنځ اختلافونه د دې واقعيت څرګندې نښې دي، چې يو هېواد هم تيار
نه دى خپلې ملي ګټې له هغو دروغجنو سياسي شعارونو ځار کړي، چې د ښکېلاک بوى ورڅخه
راځي.
تجربې په ډاګه کړې ده، چې د افغاني ټولنې ټينګو واقعيتونو، دين او ايډيولوژۍ، چې له
بهر نه داخل ته رادننه شوي يا زغملي يا يې نه دي زغملي، د دين زغم په هغه کچه
(مقياس) و، چې د خلکو له روحياتو سره يې يوځاى کوونکو ارزښتونو سمون وخوړ او بيا يې
له خپل لومړنۍ بڼې سره څرګند توپير پيدا کړى دى.
_ امام ابوحنيفه کابلي د شريعت له آرونو څخه د زمان او مکان له شرايطو سره سم
تفسيرونه راوکښل، حنفي مذهب يې پر رسمي، ملي او افغاني مذهب واړاوه.
_ د مارکسيزم ايډيالوژي د افغانستان د سياسي او ټولنيز ژوند له واقعيتونو سره په
چلند کې څو ټوټې شوه او د دې ايډيولوژۍ توغ پورته کوونکي ګوند ( کمونست ګوند چې د
((وطن)) د نامه تر شا يې ځان پوښ او پټ کړ) د افغاني ټولنې د ملي او ديني جوړښتونو
د درناوي په تظاهر کې ځان داسې نغاړه چې ځينو بهرنيو دپلوماتيکو کړيو ته يې، چې له
سياسي لارې يې د افغانستان د ستونزې حل غوښته، له خپل لومړي هويت سره توپير ډېر
ګران کړى و. ځکه نو په داسې حال کې، چې په راتلونکي کې له ټولو اسلامي هېوادونو، په
ځانګړي ډول له ګاونډيو سره، د مسلمان افغانستان د ښو اړيکو لرل په بهرني سياست کې
يو نه انکارېدونکي اصل وي، د افغانستان په واسطه د پان اسلاميزم د مفکورې د پلې
کېدو لپاره د عمل د نوښت ترلاسه کول، د هېواد د لوړو ګټو خلاف ملي ضد، تشه او له
واقعيت نه لرې تګلاره ده، په وروستۍ شننه (تحليل) کې دا د هغو کسانو سياسي شعار دى،
چې د افغانستان له مسلمانانو څخه د دين، مذهب په يوه نړيوال ګټور تجارت کې ګټه اخلي
او يرغمل کوي يې.
پان اسلاميزم د هماغو سياسي، مذهبي مشرانو جادوګره افسانه ده، چې د خپل اسلامي او
ملي ځواک دملاتړ له لارې د سياسي واک د لاسته راوړلو هيله نه لري او د خپل هېواد تر
پولو دباندې بهرنيانو ته يې د اميد سترګې نيولې دي.
هـ- په هجرت کې دملتپالو روڼاندو د سياسي هڅو پر وړاندې خنډونه: له سياسي پلوه هغه
لوى درس، چې نږدې ٢٠ کلنې جګړې موږ ته راکړ دا دى، چې د سياسي ځواک راټولونه،
جوړونه، تشکل او د سياسي ځواک ښه سمون پر پېښو باندې ډېر اغېز لري. له همدې کبله
شورويانو پر افغانستان باندې د يرغل پر وخت هغو کسانو ته چې په ځاني ډول يې د روس د
يرغل مخالفت کاوه په څنګزني ډول کتل، په داسې حال کې چې پر سياسي ډلو پورې د تړلو
اشخاصو له مخالفت څخه يې وېره کوله. له يو سياسي جوړښت سره د نه تړښت په مانا د
ناپېيلتيا آرونه، د پخوانيو دولتي نظامونو ايډيالونه دي، چې په هغه کې سياسي
ګوندونو ته د شک او ترديد په سترګه کتل کېدل او د ټولنې دننه اختلافونو، د يوه ځواک
په توګه د سياسي سازمانونو په چوکاټ کې ځان نه و څرګند کړى.
تجربې په ډاګه کړې ده، چې په ننني افغانستان کې له ټولو سره د اړيکو لرل او هېڅ يوې
ډلې سره نه لرل، له دې کبله په سياسي لوبو کې د پلې کېدو ځاى پيدا نه کړ، چې تر شا
يې يو سازمان نه درلود. يانې د زور له موضع ( واک د سياست مضمون دى) په جګړه کې
داخل شوى نه دى. له پورته يادونو څخه دا ټکى څرګندېږي، چې د افغانستان د سياست په
برخه کې له يو جوړښت نه کار اخيستل پر يوې اړتيا اوښتى، د همدې اړتيا له مخې ځينې
روڼاندي په دې باور دي، لکه څنګه چې نورو له بهر څخه په رالېږل شويو ډلبنديو باندې
هېواد ويجاړ کړ، نو موږ څنګه د خپل ځاني او ملي ډلبنديو په واسطه نه شو کولاى هغه
بېرته ودان کړو.
ځکه نو په مهاجرت کې د سولې، د هېواد د ښېرازۍ او سوکالۍ په نيت د يو ملي سياست
جوړښت د رامنځته کېدو هيله ډېره نېکه ده، خو ځينې لاملونه دا نېکه هيله له ګډوډۍ
سره مخامخوي.
_ جغرافيايي لامل: د يوې متشکلې ډلې د جوړښت لپاره د يو اندود ( د تفکر طرز) د
پلويانو ترمنځ تفاهم بشپړ نه دى، د کار په پيل کې ډلې، د کړنلارې او تګلارې جوړول،
چې دتفاهم د امکان واټن او لرېوالى لنډ او ان ممکنوي، د اوونيو اوونيو خبرو اترو
غوښتنه کوي، د يوې کړنلارې او تګلارې په جوړېدو سره پايته نه رسېږي. د دې لپاره چې
کړنلاره او تګلاره د خلکو د پراخه پرګنو د جلب او جذب وثيقه او يا لږ تر لږه د يوې
عقيدې د سازماني اړيکو وسيله شي، بايد د موسسې کانګرې له خوا تصويب شي.
د مهاجر ژوند په شرايطو کې د موسسې کانګرې د غونډې د جوړولو امکان ډېر تنګ دى. له
پورتنيو يادونو څرګندېږي، چې د افغان مهاجرينو له خوا د اغېزمن سياسي فعاليت ترسره
کول، يوازې له بهرنيو هېوادونو څخه ترسره کېدى شي، چې د زياتو افغانانو کوربانه وي.
هغه وخت به موږ په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو او خپلواکو ټولنو د راټوکېدو شاهدان يو،
هر کله چې هېواد ته د تلو امکانات برابر شي، د هغوى ټول پر يوه پلاټ فورم باندې د
توافق له مخې کولاى شي، په يوه واحده جبهه کې ګډون وکړي، خو په دې شرط هغه منفي
لاملونه، چې لاندې يې يادونه کېږي، له منځه وړل شوي وي:
_ پولي او مالي لامل: له پولي او مالي ملاتړ پرته د يو سياسي سازمان او ډلې تصورول،
د بې امکاناتو او بې وسلې اردو تر تصوره هم مشکل دي. په بنسټيز ډول هغو ډلو ته، چې
په افغانستان کې د جهاد پر وخت يې ځان څرګند کړ، که له يوې خوا يې هغوى په پرديو
هېوادونو پورې وتړل، له بلې خوا يې دوى ته د دې امکان پيدا کړ، چې په اغېزمن ډول
خپله سياسي او پوځي پېژندنه په ډاګه کړي او د کمونيستانو تر ماتې وروسته د پېښو په
لارښوونکي ځواک بدل شي. د بهر د پولي او مالي ملاتړ د نشتوالي له کبله افغان
ملتپالې ډلې په زياته کچه له جګړه ييز سياسي ځواک څخه بې برخې او تر ډېره حده له
صحنې نه بهر شوې.
له ګټې او مهمو عايداتو پرته د سازماني چارو د پرمخبيولو لپاره پر ګډون ونډې،
غړيتوب ونډې او نورو مرستو، که څه هم ولسي سرچينه ولري، نه د جګړې او جهاد په
شرايطو او نه هم د مهاجرت په شرايطو کې کولاى شو، حساب وکړو.
_ رواني او کلتوري لامل: په بهر کې استوګن افغانان په ځانګړي او عام ډول تر ګڼو
رواني فشارونو لاندې ژوند کوي، هغه ځوانان چې لږ تر لږ ٢٩ کاله عمر لري او تر
اوولسو کلونو څخه زيات وخت يې په پردي چاپېريال کې تېر کړى دى، ډېرې لږې ملي ولولې
لري. سپين ږيري، چې د هېواد په مينه کې سوزېږي له يوې خوا د هجرت ژوند په ګڼ شمېره
ستونزو کې ډوب دي، له بلې خوا له سختې فکري پاشلتيا سره مخامخ دي او تراوسه پورې
ددې کټګورۍ خلکو ولولې په کوم واحد مرکز کې راټولې شوي نه دي.
په لويديزو هېوادو کې د مهاجرو ډلو په منځ کې سياسي فعاليت، د ظلم په اور سوي ځنګله
په منځ کې د ډيوې له بلولو سره ورته والى لري. په دې هېوادو کې يوازې دومره کېدى شي
د کلتوري او ليکنيو اړيکو په واسطه د عقيدې د ګډون لاره چاره برابره او يا د تفاهم
پر نويو لارو چارو کار وشي.
البته په دې منځ کې بايد پاکستان او ايران ته ځانګړى مقام ورکړ شي. په دې دوو
هېوادونو کې د زياتو مهاجرو افغانانو شتوالى تل د سازماني چارو امکانات برابر کړي
دي، خو غالباً کوربه هېوادو د مهاجرو د سياسي ډلو سوق او اداره په لاس کې اخيستې او
له هغو نه يې ځينې وخت د خپل ځان په ګټه او د افغانستان د خلکو پر ضد کار اخيستى
دى. له دې پرته کوربه پاکستان د جهاد د کلونو په بهير کې د خپلې خونړۍ استخباراتي
دستګاه او يا په دوى پورې د تړليو ډلو په واسطه ډېر ملتپال روڼاندي وژلي او د سياسي
فعاليت ور يې پرمخ ورتړلى دى.
افغاني وسلوال سياسي ګوندونه په داسې شرايطو کې نړۍ ته راغلل، چې په افغانستان کې
مطلقه ګډوډي واکمنه وه او سياسي مبارزې، چې غالباً قهرجنه بڼه يې درلوده، قانوني او
حقوقي جوړښتونو او ان مدني اخلاقو پرې څه اغېز نه کاوه. د جګړې کلتور که له يوې خوا
د ښکېلاک د اغېز د له منځه وړلو لپاره ګټور ثابت شو، له بلې خوا يې خلکو ته ناوړه
سياسي تربيه ورکړه. هغه خلک چې د عادت له مخې د وسلې په زور خپله اراده پر نورو
ومني، په ډېره سخته به تيار شي، چې سوله ييز سياسي قواعد ومني.
اوس موږ د سوله ييزو هيلو په لرلو سره، خو نه پر نږدې وخت هغه واقعيت وينو، چې د يو
ملي سياسي تشکل د جوړولو په بهير کې، چې مهاجر افغانان، په ځانګړي ډول قلموال
مجاهدين به په کې ونډه لري، هېڅ ډول هغه ستونزې چې پورته ورته اشاره وشوه، په منځ
کې نه شته. پر دې وخت به موږ د اخلاقي ځواک په توګه يو ځواکمن او د جګړه ييز ځواک
له پلوه د کمزوري سياسي جوړښت د شتوالي شاهد يو. رښتيا خبره داده، چې داسې يو جوړښت
په ډېره ګرانه کولاى شي د افغانستان د سياست په چارو کې اغېزمن رول ولوبوي. دا چارې
د هغو ډلو د زور ازمويلو ډګر ګرځېدلى دى، چې وسله لري. اصولاً هر کله چې د سياست
ډګر د تودې جګړې پر ډګر واوښت بيا نو د پېښو په بدلون کې د اخلاقي او مانيز ځواک
لرونکې ډلې ته د رول د اثبات مجال په لاس نه ورځي.
په داسې حال کې، چې عملاً د دې ډلو بې وسلې کول امکان نه لري، د يو سياسي جوړښت
اخلاقي رول هغه وخت د توجيه وړ دى، چې د ځينو وسلوالو ډلو له ملاتړه برخمن وي او په
بله مانا مادي ملاتړ ولري. د اټکل له مخې دا له کړکېچ نه د وتلو يوازېنۍ لار نه ده،
خو په باور سره يوه رښتينې لار ده.