د پښتو او پښتونوالي لنډه نمايندګي كوي.
د پښتو او پښتونوالي مزايا څرګندوي.
د پښتو او پښتونوالۍ حقيقي مفهوم لوستونكو ته ښيي.
د پښتو او پښتونوالۍ د هسكي دنيا پېغام دى.
د پښتو او پښتونولۍ د اسمان د ځلېدونكي لمر يوه ځلېدونكې وړانګه ده.
خو تر ټولو د دې رسالې د ستايلو دپاره يوازي د هغې د ليكونكي شخصيت بس دى
چي لوستونكي يې په اهميت پوه شي:
هو! پوه پياوړى پښتون ښاغلى محمدګل"مومند" د پښتو ژبې د ژوند په دې نوې
دوره كښې د پښتو د خدمت د ليارې له پياوړو او ښاغلو لاښوونكو څخه دى، نو
پښتو ټولنه دا رساله په ډېر افتخار نشروي او هم د دې پښتون مشر له مرستې
څخه ډېر ډېر تشكر كوي.
په احترام
عبدالروْف "بېنوا"